
دروهی سایټ ډیرو محترمو کار کوونکو ، لمړی دی الله نوره انرژی هم درکړی تر څو د دغه بدبخت او همیشه شهید قوم د اګاه کولو او یو کولو ته نور نه ستړی کیدونکی کار وکړئ.( په میدان ما جنګوی ماله شاباسی راکوی -دمیدان ویش کی نه منی ځما شهیدان)زه او ټول اګاه او پښتنی ،افغانی ارزشونو ته متعهد پښتانه ټول دامنی چه کرزی په ټولو شرطونو منلو سره د غلامۍ هار په غاړه قبول او د ګل خانې په ګدۍ کیناستو،نور حکومت دنظار ډلګۍ ، خلیلی ، او ګیلم جم دوستم دی. ډیر لری به نه ځو د ملی وحدت د مکار شعار لاندی کله چې د علومو اکادمی کی څه به لیکلی وه دخلیلی په یوه سترګک برطرفه شول خوسادات چه دپښتنو خلاف په پارلمان کی وغپل بی واکه او تسلی کرزی څه وکړل؟- بل په کندهار کی دیوه مظلوم دکورنی ۱۲ دولس غړی شهیدان شول د معمول په شان دشهید په سر سل زره افعانی وعده ورسره وشوه ،دا هم دکرزی فاسد مامورین نه ورکوی رشوت تری غواړی ،خو په محقق چې ساختګی دشهرت ورکولو لپاره حمله وشوه کرزی یی هر مړی ۳۵۰۰۰ ډالر او زخمی ته ۲۵۰۰۰ ډالر او دوه دمرمۍ ضد زره موتری ورکړی دی . زه له کرزی نوره ګیله نکوم هغه په همدغو شرطونو دا شرمیدلې چوکۍ قبوله کړې ده ، ځما ډیره ګیله دپښتون قوم نه هم شته ځکه خو اوس ورته اکثریت بی فر هنګ هم وایي. تاسی په کندهار کی په میلیاردونو ډالر پیداکولی شی دوی دپښتنو دکلتور ،تعلیم او تربیی لپاره موکوم کار کړی؟ ایا موږ اوس هم په ۲۱ مه پیړی کی له قبیلوی ژوند ځنی بهر یو؟ تر څو دیو وجود په څیر درا پیښو چیلنجونو سمه مقابله وکړو ؟ ایا اوس هم دا جرئت لرو چې دحقه حقوقو غوښتنه وکړو؟ که د عدالت او انصاف په غوښتلو ملي وحدت ته زیان رسیږی الله دی همدا اوس داسی وکړي. یو هیواد کی ژوند په سوال نکیږی ، اوس ټاکنی راروانې دي، دکرزی مکارانو لا اوس د کرزی لپاره کمپیان شروع کړی وایی دپښتنو په منطقه کی جګړه ده ، نو دا مکاره پیشو به بیا په قدرت کینوي تر څو مو ابدی غلامان کړی، ایا موږ پښتنو دیو قوم په توګه دا سوچ کړی چې په ټاکنو کی به څه کوو او کوم پښتون به دا طوفان اخېستې کښتئ ګودر ته سموي؟ او که الله یوازی په نصیب راته ګیلی ،ژړا او جګړه لیکلی ده ؟ایا طالب او حکمتیار هم دپښتنو په ځپلو کی فعاله ونډه نده اخستې؟ دوی دا سوچ کړی چې دا څه او دچا لپاره کوي ؟== ایا یو غږ په ټولو پښتنو ندی پکار چې دالله په خاطر بس دی نور د قومي، حزبي او شخصی ګټو نه لاس واخلئ او دلوی پښتون دنجات او بقا لپاره لاس سره یو کړئ او که داسی ونکړیئنو دابد لپاره به محکوم نه اوسو؟وایی چا کړی جواب پخپله ،نو ګیله مکوه له بله ! دامتل اوس په موږ پښتنو ندی؟ دپښتنو ریښی پښتنو مشرانو ندي ایستلیې؟ ایا موږ له دغو جنابانو په اوله کی دا پوښتنه کړې که د واک په ګدۍ کینئ دپښتنو دوژلو لپاره دې له ځانه سره کومه چاړه راوړی ده؟