درې کاله وروسته



لنډه کيسه
ليکوال : سيف الله شهاب       
لاسي ګړۍ ته يې وکتل ستن د شپې په اوو بجو ولاړه وه، تيليفون يې راواخيست ګوشکۍ يې پکښې ومنډ له او راډيو يې  ولګوله . دا ځاي راډيو وه او د خبري سرويس د وړاندې کيدو وخت و .
د تيليفون غږ يې اوچت کړ او پر ميز يې کيښود بيايې د کمپيوټر سکرين ته و کتل اوس    نوي څوک په اړيکه ( ان لين ) وو.
سر يې ور ځوړند کړ دا عايشه وه سلام يې اچولى وه .ده هم په چيټنګ يا ليکلو باندې پيل وکړهغې ډيرې ګيلې منې ليکلې وې : ما نه دې خداى پامانى هم وا نه خيست،ما درته اخيستې تحفې دې هم را پريښودې او نورې ډيرې کړې ژمنې دې هيرې کړې . خو ده به په ټوکوټاکالو او خندا سره ځوابونه ورکول.
څود يقيقې تيرې شوې خبرونه ختم شول ،کومه نوې خبره پکښې نه وه چې د هغې توجه ورجذب کړي او اوس خبرتياوې پيل شوې :دبي بي حلمې ليسه اداره خبرتيا: قدر منو زده  کونکو ،د هغوى واليدينو او په ټولنه کې د علم او زده کړې مينوالو ته خبر ورکول کيږي ،چې د يادې ليسه اداره په پام لري تر څو د کلنۍ ازموينې پايلې ديوې غونډې په ترځ کې اعلان کړي. ورځ شنبه  وخت نهه بجې د يادې ليسې انګړ . 
ددغې خبرې په اوريدو سره يې د کمپيو ټر دکيبورډ يا تختې څخه لاسونه را او چت کړل،   کيڼ لاس يې زنې ته ور لاندې کړ په لاندنيو غاښونو  يې په پاسنيو غاښونو  باندې زور وکړ او يو ډول غرمبا يې وکړه ،بيا يې کوچنى  ګوته د غاښونو په مينځ کې کيښوده او او ورو يې ور باندې زور و کړاو دغه جمله يې په ذهن کې تکرار شوه (د بي بي حلمې ليسې خبر تيا . )
له ځان سره يې وويل  ښه ، نو دا خو معمولي خبره ده هره ورځ په يوه ليسه کې دا ډول مراسم وي دا به زما د اژنس لپاره څومره مهمه سوژه وي؟
لږغلى شو بيا يې وويل :نه، ډيره مهمه ده . پدې دوديزه ټولنه کې په دومره زياته کچه د ښځو او نجونو پيدا کول په کال کې يو يا دوه ځله فرصت وي .
 بيا لږ غلى شو : کورني تاوتريخوالي ،زيات ولور، په بدو کې دښځو ورکړه او دنجونو دزده کړې بهير هغه څه دي چې په هره يوه موضوع باندې څوڅو ريپوټونه جوړيدى شي.
يو دم پاڅيده په ميز باندې پروت مار کر يې راوا خيست او په مخامخ ځوړنده سپينه تخته  يې وليکل : شنبه نهه بجې د بي بي حلمې په ليسه کې غونډ ه.
بيرته په څوکۍ کيناست د کمپيوټر سکرين ته يې و کتل د پاڼې په اخيري ځنډه کې څو سرې نښې ښکاريدې موسک شو او په ليکلو يې پيل وکړ.
                                  × × ×                            
ښکلا خپلې کوټه ته لاړه ،دمکتب ديونفورم سره سمه يې توره جوړه وغوسته ،سپين ټکرى يې په سر کړ ،په مخامخ ديوال  ځوړندې اينه ته يې وکتل او د اوربل په ويښتانو  يې ګوتې راتيرې کړې.
نن ورځ له دولسم صنف فراغيده او مکتب ته يې وروستى تګ و په زړه کې يې خوشالۍ او خپکان په شريکه ځاى پيداکړى وه. هيڅ نه پوهيده او يو غجيب احساس يې کوه . هغه له خپل کوچني ورور او کو چنۍ خور سره پداسې حال کې چې هغوى يو شمير اميلونه او پلاستکي ګلان په لاسونو کې نيولي وو  د مکتب په لور راوانه شوه . نن يې هر څه ته په جلا نظر کتل د ښار ګڼې ګوڼه ،په لاره کې ډله ډله نجونې ،د مکتب ودانۍ او خپلو همځولواو ټولګيوالو ته هر، څه ورته نه هيريدونکي او تل پلتې ښکاريدل.
                           × × ×                         
جاويد له خوبه ناوخت پاڅيده ،ځکه هغه په خارج کې همداسې عادت شوى و ه دشپې به ناوخت ويده کيده او سهار به هم ناوخت پاڅيده .
حمام يې وکړ ،جامې يې بدلې کړې ،چاى يې وځښو او يو ځل يې ځان سره وغزواه سپنې تخته ته يې وکتل بيټري او کمره يې په بکس کې وچول او د کمره سټين يې په لاس کې واخيست، د کوټه دروازه يې  کلف کړه او راوان شو.
مکتب ته ورسيده د ساعت ستن په څه باندې لسو بجو  ولاړه وه ، غونډه پيل شوي وه،ګڼ  کسان تر سترګو کيدل ،دستج شاته يو شمر کوچونه او پلاستکي څوکۍ ايښودل شوې وې، څو ښځې اوزيات سړي د ستج شاته په څوکيو باندې ناست وو او ډيرې نجونې او ځينې ماشومان په پر ځمکه  مخامخ ستج ته ناست وو.
جاويد خپل بکس په وروستۍ پلاستکي څوکۍ باندې کيښود د بکس څخه يې کمره راويسته دکمره سټين يې اوږد کړ  او کمره يې ورباندې کيښوده .
يو او بل خواته واوښته ،کله به يې کمره تيټه او کله هم جيګه کړه ،کله به يې خلکو ته ورنږدې کړه کله هم ليرې څو دقيقې يې دغه کار وکړ او بيا يې مخامخ سټج ته کمره ولګوله .په هماغه څوکۍ کيناست په کومه يې چې بکس يښى وه . کتابچه يې راواخيسته او کله کله به يې څه ليکل. په مخامخ ناستو نجونو کې يې سترګې خښې شوې ،خو يوې په ده کې سترګې ګنډلې وې سترګې يې ورسره وجنګيدې لکه دبرق په تارونو يې چې لاس کيښود په زړه کې يې ټاکان وشو او مخ يې بل خوا واړاوه سر يې و ښوراوه او بيا يې له ځان سره وويل :اف! دا څه غذاب شو بيا څو ورځې توده تبه راته پيدا شوه .
ښکلا جاويد په يوه خاص نظر څاره ، ځکه دا ځو ورځې يې ساخت په زړه وريده خبره شوې وه چې هغه خارج ته تللى او د بيا ليدو طمع يې پرې شوي وه .
له ځان سره يې وويل : اخ! دادې ظلم زوى څومره ښکلى شويدى ، درې کاله وروسته يې وينم ،خو داسې ښکاري لکه درې کاله چې ګوچنى شوى وي .رنګ يې څومره سپين شوى  لکه چې پدې درې کالونو کې نن ورځ لمر ته راوتلى ،ستر ګې يې هم ښکلې او غټې شويدي پخوا خو يې سترګې داسې ښکاريدې لکه هره ورځ به  چې بې خوبه وه.
اوس د وينا برخه پاى ته ورسيده او فارغيدونکو نجونو ته د اطلاع نامې د ورکړې لړۍ  پيل شوه . هرې فراعې جينۍ ته به د جلا جلا کس په لاس اطلا نامه ورکول کيده او له هغې وروسته به همځولو او دکورنۍ غړو  اميلو نه   ور اچول.
جا ويد کوچنۍ کمره له جيب څخه را ويسته او دځينو صحنو غکسونه به يې اخيستل.
ښکلا هم ستج ته ور وغوښتل شوه قاغذونه يې په لاس کې نيولي وو او نرۍ غاړه يې د اميلونو ډکه وه وروستۍ څوکۍ ته پدې هيله ورنږدې شوه چې د هغه غکس هم واخيستل شي ،خو جاويد کمره بند کړه.
اوس مراسيم بيخي ختم شول . په مکتپ کې يو زوږ شو کوچنۍ نجونو ټولګيو ته په منډه شوې ،يو شمير کسان ستج ته نږدې جوړه جوړه په خبرو بوخت وو او فراغې شوې نجونې ډله ډله ولاړې تر ستر ګو کيدې.
جاويد د يو شمير مشرانو ښځو څخه کليپونه واخيستل او بيا د يوه ډله ولاړو نجونو په لور ور روان شو .ښکلا پدې هيله د هغه په لور ور راوانه شوه چې ګوندې ورسره خبرې وکړي ، خوهغه ځوړند سر ورباندې تير شو.
جاويد يوه ډله ولاړو نجونو ته ورورسيد او ښکلا هم له شا نه پيسې راوانه وه .
هغه په خورا اداب سلام وچوه،ځان يې معرفي کړ او پسې زياته يې کړه :داسې څو نجونې به څوک حاضر ې شي، چې زما څو پوښتنې ته ځوابونه راکړي؟
دليسه په يوځنډه کې شور او زوګ شو شخو نجونو به هغه نجونې را مخ ته کولې چې بې جراته به وې او يا هم بې کيافې ، ځينې بيخي  نه غږيدې او مخونه يې پټ وو . او ديو شمر نورو په څيرو کې له وريه د ليولتيا نښې ښکاريدې .
ښکلا پداسې حال چې ستر ګې يې په جاويد کې خښې وې وويل:زما خبرې که چاته مهمې وي ،نو زه به ورسره وغږيږم؟
خو هغه ځان ناګاره وچوه او په څنګ کې ولاړې بلې جينۍ ته يې کمره برابره کړه.
ښکلا ته په لاس ورغلى فرصت په واتو وه په ځان يې فشار راوړ اوهغه ته ورنږدې شوه پداسې حال کې چې اننګي يې سره وو جاويد ته وويل :ما پيژنې؟
خوهغه مخ بل خوا واړاوه او له غوسې نه په ډکه لهجه يې وويل: نه .
پدې کې وخت کې د جنکيو  په بړک بړک خندا لکه هوايي ډزې د مکتب په ودانۍ کې انعکاس وکړ. او جاويد د لاس په اشاره له نجونو خداى پامانى واخيست ،خو
ځوړند سر راوان شو.
د ديوال سيورى ورباندې ولګيده او ساړه يې احساس کړ د خارج ژوند ورياد شو له ځان سره په غږيدو شو:مونږبه هلته پدې نه پوهيدو چې کو موسم دى او ختې په ليلى کې به ډير وخت د شپې او ورځې مالومات هم را ته نه کيدل ،خو دلته ....  اونور يې ځه و نه ويل.
ياد يې پسې اوږد شو په لومړى ځل خارج ته تګ،په ژبه سم نه پوهيدل ، دخلکو سره اشنا کيدل ،بيرته راتګ او ډير نور څه يې به ذهن خپاره شول.
او هغه شپه يې هم په ذهن کې وروګرځيده ، چې ديو کتاب د لوستلو تلوسه ورته پيده شوي وه .  دايو داسناني کتاب و او دخپل کليوال ژوند ګڼ شمير اځورونه يې پکښې ليدل يو وار يې لوستى و،خو دبيا لوستو هوډ يې کړى و.
د ليلې په کوټه کې يې لټون پسې پيل کړ . په المارۍ کې يې ولټوه ،خو نشو پکښې پيدا . د کاليو بکس يې خلاص کړ
او په کتاب يې سترګې ولګيدې ، خلاص يې کړ او يو قاغذ ترې وغورڅيد . را جيګ يې کړ دا يو غکس و.
موسک شو ساده په پام ورغى دکمپيو ټر په سکرين يې بل تصوير ته  وکتل: يوه د څلرويشتو کالونو په منګ جينۍ تر ستر ګو کيده  .د سپين مخ په يوه څنډه  يې د تورو اوږدو ويښتانو څو تارونه راخواره وو، لکه په سپين قاغذ باندې په تورقلم کښل شوې کرښه ،په خندا ښکاريده او دسرو شونډو لاندې سپين غاښونه يې نيم شوي انار ته ورته ول.
دا غايشا نوميده او د هغه سره په پوهنتون کې محصله وه .اصلآ دا ماراتو وه او دکوم غټ شيخ لور وه،خو دلته د مسټرې د اخستلو لپاره راغلي وه.
بيايې قاغذي غکس ته وکتل سر يې و ښوراوه او له ځان سره په غږيدو شو:
ها! دې ما سره دوکه وکړه.بيا يې د کمپو ټر سکرين ته وکتل ، خو دا راپسې شاله ده او وي چې زه غواړم  ستاسره واده وکړم،خو زه ور ته بانې کوم چې واده مې کړى او اولادونه هم لرم.هغه بيا هم واي چې څه پروا لري زما پلار هم درې وادونه کړيدي .زموژ او تاسې په مذهب کې خو څلورو ته هم جواز ور کړل شويدى.
دا هم واي چې ويظه به دروليګم او زمونږ د هيواد طبعت به در ته واخلم ،وطن ته هم ځه او دشرايطو په ښه کيدو سره به زه هم در سره ځم.
څو دقيقې غلى شو بيا يې قاغدي غکس راواخيست په غکس کې د اتلسو کالو په عمر جينۍ تر سترکو کيده . چادرۍ يې په سر ده ،خو مخ يې لوڅ وه ،غټې غټې سترګې اوږده باڼه لري،مخ يې سپين دى ،په شونډوکې موسکۍ ښکاري او په اننګو کې يې سرخي ښکاري.
جاويد له ځان سره په غږيدو شو: نه،نه څومره ښکلي ده. ښکلا په ساده ګۍ کې ده . دشنې څادرۍ او تورو زلفې لاندې سپين مخ لکه د شنه اسمان او وريځو په مينځ کې سپينه سپوږمۍ،  داپه اننګو کې خورا سورخي يې څومره د پښتنې ادب او حيا يو ښه انځور وړندې کوي،او دادې سورخي د ښکلا ارزښت به د ټول جهان دنجونو د ښکلا او ښايست هم نه کړي پوره.
يو ځل بيا يې د کمپيو ټر په سکرين کې سترګې وګنډلې د هغې تر مړوندو پورې لاسونه لوڅ وو او سترګې يې په ده کې خښې وې د نر سړي په شان ور ته ښکاره شوه سترګې يې ترې واړوالې.
غکس يې په دو ګوتوکې ونيوه لکه چاته چې ور غږيږي:خو کاشکې هغې زما سره داسې چلند نه واى کړى، ځنګه چې يې وکړ.د هغه مينه څومره خوږه وه ، شوګيرو يې هم غجيب کيفيت لره او حتى غمونه يې هم خوږه وو.
خو اوس يې يادونه ندي غومبسې دي، غومبسې.  او ياهم لکه څوک مې چې په پرهارونو باندې مالګه دوړوي.
زينې ته يې لاس کيښود څو دقيقې غلى شو وروسته بيا راپاڅيد:
نه،نه دغه غکس زه څيري کوم. دا څه بلا ده له مطالعه يې ويستم .خوب يې را باندې حرم کړ ديوه بې وفا انسان يادونو.
غکس ته يې لاس ور وغزوه او غوښتل يې چې څيري يې کړي ،خو لاسونه يې و لړزيدل، لکه دچا روح چې اخلي ، زړه يې يو ډول ټکان وخوړ او بير ته يې غکس کيښود .
 
له ځان سره يې په نر مه لهجه خبرې پيل کړې: خير دى ګورم به يې نه د نورو ياد ګارونو په څير به دا هم وستم. هغې که هر ډول فکر لره ،خو ما د زړه له تله مينه ور سره کړيده.
ما دهغې د خوږو يادونو په بدرګه د شپې د خاموشۍ او شوګيرو څخه خوند اخيستى،مينه يې زما ژوند ته يو نوې سا ور کړه .
غکس يې په بل مخ واړوه په شا باندې په غټ قلم  ورباندې ليکل شوي وو ( ښکلا جانه)
د خيال ما ڼۍ يې د يوه ژورناليست ملګرى د موټر هارن وشلوله.موټر ته ور پورته شو بکس او سټن يې شاته کيښودل او دى پخپله په لومړى سيټ ته ور پورته شو.
                            × × × 
ښکلا ناوخته کور ته پداسې حال کې ورسيده چې د مکتب څخه يې  په ورو ستي روخسيت سره  خپل غرور بايللى وه . رنګ يې په بل رڼګ اوښتى وه ،د وروځو ويښتان يې په سترګو را ځوړند وو،باڼه يې هم تيت وو او شونډو  يې تورتور پتري (پوټکي )نيولي وو.
مور يې په ډير تلوار ترې پوښته وکړه :زويه ناروغه شوې به نه يې؟
خو هغې وويل : نه، يوازې دخپلو ملګرو په جدا کيدو پسې خپه يم.
 خپلې کوټه ته لاړه ، غوښتل يې چې لږ خوب او استراحت وکړي ،خو په ستر ګو کې به يې د جاويد نني حر کت لکه غشي تاويدل  او هغه هڅه کوله چې دجاويدمغروره څيره يې په ذهن کې پاتې نشي ،خو نشوني وه.
خيال يې دحال نه دماضي په لور ګام واخيست او درې کاله وړندې صحنه يې په ذهن کې وروګرڅيده چې په لومړي څل يې دخپلې ليسه په انګړ کې  دجاويد په غوښتنه د هغه سره ليد لي و.
د شپې څه باندې نهه بجې وې چې ښکلا خپلې کوټه ته لاړه په بالښت باندې پروت تيليفون روښان ښکاريده، زيات زنګونه ورته شوي وو او د جاويد نوم ورسره ليکل شوى وه.
ښکلا په خپلو زلفو باندې لاس را تير کړ او په شونډو باندې يې له غرور نه ډکه موسکه خوره شوه له ځان سره يې وويل: هسې نه چې ليوني شي لکه چې ښه د مينې په دام کې مې ښکيل کړ.
پدې وخت کې بيا تيلتفون روښان شو،لږ غلې شوه بيا يې وويل:راځه چې ليږ يې نور هم وزور  وم.
 يو ځل بيا تيليفون روښان شو  او د ښکلا په ذهن کې د خپلې يوې ملګرې ډيوې ننيو حر کتو  غزونې وکړې. هغې ته به يو هلک تيليفون کوه ، خو هغه به ځواب نه ور کوه ،اوبيا به يې چې تيليفون اوچت کړ نو سم ښکنځل به يې ور ته کول: ته شر ميږې نه چې ماته تيليفون کوې ،خور مور نه لرې ،بيا ما ته تيليفون ونه کې او .... 
خو هغه به بيا هم پسې پر لاپسې زنګونه کول.
ښکلا تيلتفون او چت کړ له نه زړه غليک نه وروسته يې سمدستي ور ته وويل:نو ر ماته زنګونه مه واهه نور دې له ډيرو زنګونز څخه ستړې شوې يم.
اوس ښکلا خپل او د جاويد چلاند سره پر تله کړ ځان ور ته ملامات مالوم شو تيليفون يې راواخيست ا و غوږ ته يې نږدې کړ.
                               × × ×
جا ويد  د ښار په يو مار کيټ کې دځان لپاره په کرايه شوي اوطاق کې ناست دى،
د يوه پخونى ملګرى  سره يې ډير وروسته په تيليفون کې زياتې خبري وکړې اړيکه وشليده چې د تيليفون سيټ يې په لاس کې اړوه ، په دې سيټ کې د يو په ځاى دو ې سيمي کارتونو کار کوه. له جيب نه يې يو سيم کارت را ويست . دا يې څلور کاله وړندې اخيستى وه او يوازې به د يوه چا سره پکې غږيده.سيم کارت يې فغال کړ .
بيا يې په ذهن کې د هغه يادونه خپاره شول او د ياد ستن يې د مينې په پيل شوې نقطه باندې ودريده.
څو کاله وړندې يې په  خپل ولايت کې د يوې ځاي راډيو سره د وياند په صفت کار کوه .
ژمى وه او د خپل دفتر د ودانۍ مخکنې پيتوى ته ناست وه ،چې تيليفون يې وشرنګيد.
اوچت يې کړ او چا په ښځينه غږ خبرې کولې او بيا يې ځان معرفي کړ :
زه ښکلا خبرې کوم او ستا د غږ ،دخبرو انداز او پرګرمونو سره زياته مينه لرم.
ته هميشه د پروګرمونو په ترڅ کې په داسې مسايلو  زيات فوکس او بحث کوي ،کله کله فکر کوم لکه زما د زړه نه چې خبر يې ، چې هغه واقعاً هم د ټولنې اړتېاوې او غوښتنې وي.
 
خبرې يې نورې هم پيسې وغزولې :زه ستا  سره د يوه ځانګړى باور   په اساس اړيکه نيسم داسې نده چې ګنې د هر چاسره دې اړيکې ولرم . او تا سره هم ستا د هنر سره د زياتې علاقې له مخې.
                           # # #
جاويد په خپله حجره کې په بړستن کې غزيدلى دى .خو له ويده ندى چې د ښکلا ننۍ خبرې يې په ذهن کې تکرار شوې « زه ستا  سره د يوه ځانګړى باور   په اساس اړيکه نيسم داسې نده چې ګنې د هر چاسره دې اړيکې ولرم .»
ده ته يې خبرو زيات خوند ور کړ او ويې پتيله تر څو ور ته زنګ وکړي ،خو له ځان نه يې وپوښتل:د هغه سره اړيکه سا تل به څه ګټه و لري؟
ځواب يې نه کړ پيدا ،خو په زړه کې يې دخبرې کولو علاقه وه. جاويد په همدې سو چونو کې و چې بيا ور ته د هماغې شميرې زنګ را غى .
د شپې يې تر نا وخته خبرې وکړې.جاويد به دمختليفو ټولنيزو مسايلو په باب ترې پوښتنې کولې او هغه به ځوابونه ورکول
، خو په ځينې مسايل به يې په شر يکه نظر ور کوه او جاويد د نظرونو د  تبادو لې څخه عجيب خوند اخيست.
دا اړيکه پوره يو کال وغزيده او بيا داسې ورځ هم راغله چې هغوى د يوه او بل سره مخامخ وليدل .ښکلا هماغه شان ښکلا وه څنګه چې جاويد تصوير کړي وه:غټې غټې  تورې سترګې، اوږده باڼه،شونډې يې غټې وې خو د سپين غټ مخ سره يې ډير ښه تناسب پيدا کړى وه، دنګه نرۍ غاړه ، تک تور اوږده زلفان ،خو د ټنډې تناسب يې معياري نه وه.
                            # # #
شپه ده او جاويد بيا هم پخپله حجره کې يوازې ناست دى او اوس يې د هغې سره دواده کولو تصميم بيخي يقيني کړيدى،خو پر وړندې پرته دوه چلينجونه يې ډير زوروي: لومړۍ دا چې د مور يې ښاري جينى نه خو ښيږي او حتې دپيعلې جينۍ تګ خو مکتب ته بيخي کفر ګڼي . دوهمه دا چې باور نه کړي چې د هغې کورنۍ دې حاضره شي چې په يوه غرنۍ سيمه کې خپله لور واده کړي.
څو شيبې غلى شوه او بيا يې په لوړ غږ له ځان سره سنده زمزمه کړه:
چاويل چې دغشق خبرې ګرانې دي
                                          ګرانې خو مينو ته اسانې دي
تيليفون يې راواخيست او له څان سره يې وويل:صابر چې دغه انديښنې پخپله د هغې شنونکې سره شريکې کړم.
څو څو ځلې يې ور ته زنګ وکړ،خو چا به ځواب نه ور کوه پوره يو ساعت وروسته يې تيليفون اوچت کړ . ده په خورا مينه سلام واچوه خو د هغې په عليک کې مزه نه وه . جاويد چې خبرو ته خوله جوړوله ښکلا وار مخکې کړ:نور ماته زنګونه مه وهه نور دې له ډيرو زنګونو  ستړې شوې يم.
دى غوسه ونيوه په ستونى کې يې لاړه وچه شوه :سيه_ سيه_ سمه ده بلکل ريښتيا وايې د خداى پامان.
په غوسه يې تيليفون قطع کړ حيران ناست دى بيخي نه پوهيږي چې ولې داسې وشول، کله ځان ته وګوري،کله په کوټه کې يو او بل خوا سترګې واړوي او کله هم په تيليفون کې ډايل شوې شماره ګوري.
د قوطي څخه سګريټ راوخلي او ويې لګوي هيڅ يې په خوند نه پوهيږي کله يې چې پام شو په قوطى کې څه نه وي پاتې.
د شپې تر ډيره خوب نه ور ته او څو وارې يوازې په خوب کې ويښ شو يو وار پخپلو خبرو پسې ويښ شو چې په لوړ غږ يې ويل: هغې عدارې زما له مقدسو احساساتو ناوړه استفاده وکړه ،زه ، زه هغه څوک وم چې د دوى په طبقه به مې راج چلوه ، خو هغه زما غرور مات کړ.
جاويد دخپل ولايت د پوهنتون څخه د ژورناليزم په برخه کې  ديپلوم واخيست او څو مياشتې وروسته ور ته د بورس چانس  پيدا شو او جرمني ته لاړ  دوې مياشتې وړاندې يې د هغه هيواد له پوهنتون څخه د ماسترۍ سند راوړ او اوس د يوه مشهور غربي اژنس سره په زيات معاش باندې په خپل ولايت د ريپورټر په توګه  کار کوي.
جاويد خپل تيليفون ته حيران حيران ګوري او تيليفون يې شرنګيږي په سکرين باندې د شميرې پر ځاى نوم دى او په انګلسي باندې يې ليکلى دى:
(My Love)