د نارينوو کړووړه د موټروانۍ پر مهال د غارونو د اوسيدوونکو په شان دي !

نوې څېړنه:
انګليسي روان شننونکي وايي چې نارينه د موټرچلونې پرمهال د غرونو د اوسيدوونکو په څېر کړوړه تر سره کوي .
له ډېلي تلګراف څخه په نقل قول ځينې څيړوونکي وايي :
د نارينو موټر چلونه له ښځو څخه ډېره خطرناکه او ګواښمنه ده .
د دغو څېړوونکو په وينا د يوشتمې پېړۍ جمجمې په اصل کې د حجر(تېږې) د زمانې د مغزونو لروونکي دي او دغه خبره کيدای شي د جنسونو په مينځ کې د توپيرونو لپاره يوه ښه توضيع وي په ځانګړې توګه د موټر چلونې پر مهال .
څېړنې همدا شان زياتوي چې د حجر د زمانې وګړو که څه هم موټر نه درلودل چې ويې چلوي خو د خطر ، ګواښ او ښکار ځانګېړنه چې هغو به د ژوند د بقا لپاره کار ترې اخيستلو له هغو څخه په ميراث راپاتې ده چې د ژن (jen) له لارې را وروسته نسل ته را لېګدول شوي چې تر اوسه د نارينوو په کړووړو اغیزه لري چې د نارينوو موټرواني يې ښه بېلګه ده .  
خو ښځې له ستونزو ډېرې ډاريږي او د هغو پېښو پر وړاندې چې ستونزې راولاړوي ډېر سوچ کوي او وروسته له درکه عمل کوي .