
پښتون په تراژيدۍ
کې
د ژغورنې لار
د افغانستان ملي تحريک د يو شمېر مدني،
فرهنګي ټولنو او ځوانو خوځښتونو په ملګرتيا غواړي، پر افغان ملت او په تېره بيا پر
پښتون ولس د تپل شوې (۳۵) کلنې غميزې بېلابېل اړخونه، عوامل، دسيسې او توطيې د يوه
لوی پوهنيز او څېړنيز سيمينار په ترڅ کې وڅېړي. دا سيمينار د سنبلې مياشتې په
لومړۍ لسيزه کې په کابل کې جوړېږي. له ټولو لرو برو پښتنو ليکوالو، پوهانو،
څېړونکو او د پښتنو له خواخوږو څخه هيله کېږي، چې په لاندې سرليکونو کې يو سرليک د
خپلې ليکنې لپاره خوښ او موږ ته يې ليکلی خبر راکړي او بيا د زمري مياشتې تر پايه
پورې موږ ته خپله بشپړه ليکنه راولېږي.
سرليکونه په دې ډول دي:
۱- د سيمې استخبارات او پښتانه
۲- تېره يوه لسيزه او وژل شوي پښتانه مشران
۳- د مدرسې او ښوونځي واټن او د پښتون ماشوم
برخليک
۴- شمالټلواله او پښتانه
۵- مذهبي افراط او پښتانه
۶- پښتانه او نړيواله ټولنه
۷- پښتانه او د مفاهمې هنر
۸- د پښتنو ځانساتي مشران
۹- ښوونځی سوځونه او د پښتنو راتلونکی
۱۰- د پښتون مشرتابه خلا
۱۱- پښتانه او اوسنی سياست
۱۲- پښتانه او افراطيت
۱۳- پراخ کميت او موثر کيفيت
۱۴- پښتانه او رسنۍ
۱۵- اقتصادي فقر او د پښتنو راتلونکی
۱۶- پښتو او سيالې ژبې
۱۷- جګړه او د پښتنو کلتوري ارزښتونه
۱۸- د لر و او برو د پيوستون لارې چارې
۱۹- پښتانه روښنفکران او مضر احتياط
۲۰- پښتانه او
نړيوالتوب
۲۱- پښتانه او
هنري نړۍ
۲۲- د پښتو ليکني
سمون لارې چارې
۲۳- پښتو او
پښتانه چارواکي
۲۴- پښتانه او
عربي نړۍ
۲۵- پښتانه او
ګاونډيان
۲۶- پښتانه او انتخابات
۲۷- پښتانه او د
نړۍ زبرځواکونه
يادونه: درانه پوهان او څېړونکي کولای شي پر پورتنيو
سرليکونو سربېره نور مهم او ضروري سرليکونه هم د خپلو ليکنو لپاره خوښ او ملي
تحريک ته يې ليکلی خبر ورکړي. دغه راز ملي تحريک په پام کې لري چې د سنبلې (۹)
مه له پښتنو او بلوڅو سره د پيوستون ورځ)
هم له نورو خوځښتونو سره په ګډه تازه او ونمانځي.
په درنښت
د افغانستان د ملي
تحريک دارالانشا
اړيکيشمېرې: 07774001166 -
0708198197
برېښناليکونه: melitahrik@gmail.com , melitahrik@yahoo.com