د امريكا او ايران ترمنځ ګډ ټکي :
پر افغانستان د امریکا دبهرنۍ تګلارې پر ټینګار سربېره نوې اداره اړ ده ، چې افغانستان ته دطالبانو دځپنې په موخه نور سرتیري واستوي ... له دې سره امريکا ته ښايي ، چې خپل سرسخته دښمن په دغه چاره کې راګډکړي . ځکه خو ولسمشر باراک اوباما دایران په اړه دامریکا سیاست ته نوې کتنه کوي او داهیله لري ، چې ایران به افغانستان کې یو څه رول ولوبوي له بل پلوه ناټو ، چې په افغانستان کې یې 55 زره سرتیري ځای پر ځای کړي له طالبانو سره خبر ې اترې اړینې بولي .
له برتانیې څخه خپریدونکې ګارډیان ورځپاڼې کښلي ، چې دباراک اوباما په اداره کې چارواکي لګیا دي د ولسمشر اوباما له لورې ایران ته د یو لیک پرکښلو بوخت دي موخه یې دامریکا او ایران ترمنځ داړیکو ترینګلتیا ته نور دپای ټکې کېښودل دي ، چې مخامخ خبرو ته لار هواره شي .
المان ، چې په افغانستان کې دځواک له پلوه درېیم هېواد ګڼل کیږي هم له ایران سره د ډيپلوماتیکو لارو چارو پروسیله دخبرو اترو ملاتړ کوي او په دې وروستیو کې یې دنږدیوالي دپيل لپاره د اړیکو د کمیسون دجوړونې وړاندیز کړې .
دغه پرمختګ داسې مهال رامنځته کیږی ، چې متحده ایالاتو اعلان کړې ، چې افغانستان ته به دراتلونکې کال او یا اتلسو میاشتو په ترڅ کې نور 30 زره سرتیري ورواستوي .
دامنیت او ودې د نړیوال کمیسون راپور ، چې د2008 ز په پای کې خپور شو دا په افغانستان کې د تیرو اوو کلو راهسې دمنفي راپورونو له لړۍ څخه یو دی ، چې په افغانستان کې یې د نیواک ناخوالې او ستونزې په ګوته کړي دي .
دکمیسون په راپور کې راغلي « طالبان اوس دهېواد 72% ځمکه تر خپل کنترول لاندې راوستې ده په تیر کال کې دغه سلنه 54% وه » .
بهرني ځواکونه اوس دمهماتو او خوراکي توکو په لیږد کې هم له ګواښونو سره مخ دي ځکه اوس له پاکستان څخه تیریدونکې لار دپاکستاني طالبانو لاس ته لویدلې ده اوس دامريکايي چارواکو له انده دا اړینه ده ، چې سیمه ییزه پراخه همکاري پيل شي .
واشنګټن ټایمز ورځپاڼې دیکشنبې ورځې په ګڼه کې کښلي ، چې دپاکستان حکومت اوس د سوات درې ډیره برخه پاکستاني طالبانو ته پرېښې ده اودوی په سیمه کې خپل راج چلوي دا انګیرنې هم شته ، چې د طالبانو واکمني به نورو ښارونو ته هم وغځيږي .
راپور کاږي ، چې وسله وال طالبان 80% مساحت په خپل واک کې لري داپه دره کې مهمه سیمه ده او پردې سربېره یې دسوات له څلورو څخه درې برخې په خپل کنترول کې راوستې دي . او دحکومتي ځواکونو تګ راتګ یې په مټه ، کبل او بټ خیله کې ترخپلو پوځي قرارګاوو محدود کړې .
احمد رشید - چې دطالبانو په اړه یې کتاب هم کښلې – وايي دا ډیره اړینه خبره ده په افغانستان کې دایران له مرستې پرته دموخو تر لاسه کول ناشونی خبره ده .
احمد رشید کاږي : « پاکستان له القاعدې او طالبانو سره په جګړه کې ډير کم بریالیتوب تر لاسه کړ ... له ایران سره خبرې به پر پاکستان او نورو ګاونډیوهېوادونو فشار زیات کړ ي ، چې په افغانستان کې له ناټو او امریکايي ځواکونو سره مرسته وکوي .
تیره اونۍ دامریکا دبهرنیو چارو وزارت ویاند روبرټ ووډ ديوې پوښتنې په ځواب کې وویل : که په راتلونکې له ایران سره خبرې کیږي په دې کې افغانستان هم وي په کار ده ، چې موږ افغانستان ته دسیمې پام ورواړو او په سیمه کې ایران هم شامل دی .
اوس افغانستان ته دخوراکي او نظامي توکو دلیږد لپاره له منځنۍ اسیا څخه نورې لارې چارې هم په پام کې نیول شوې دا هم کېدای شی ، چې ایران دغه چاره تر سره کړي ځکه ، چې دقزوین او خلیج بحرونو سره ستر بندرونه دایران په واک کې دي . دافغانستان په لویديځ کې دایران پر بسپنه جوړ شوې سړک ، چې دایران له پولو افغانستان ته راوړي په دغه چاره کې ښه تمامېدای شي .
دافغانستان دبهرنیو چارو وزارت دستراتیژیکومطالعاتو مرکز رییس داود مرادیان وايي : « که د امريکا او ایران اړیکې ښې شي په افغانستان کې زموږ چارې هم ورسره ښې کېدای شي » . مرادیان زیاتوي : په عامه توګه دایران هڅې ایجابي او رغنده دي ،خو اوس هم په ایران کې د افغانستان په اړه دځینو دريځ پيچلې دی ... ځکه ، چې متحده ایالات دلته دي .
دیولسم سپټمبر له پېښې راوروسته واشنګټن او تهران دافغانستان دشخړې په اړه دخبرو اترو په موخه یوه میز ته سر ه کیناستل ، خو د پخواني ولسمشر بوش اداره دایران اتومي هیلو نا ارامه کړه او ټینګار یې کاوه ،چې نوې افغان حکومت باید ځان له ایران څخه ګوښه وساتي .
اوس د باراک اوباما ادارې ته ډیر څه کول په کار دي ، چې تهران پردې قانع کړي ، چې په افغانستان کې امريکايي ځواکونه دوی ته کوم ګواښ نه دی . دشنونکو له انده دامهمه ده ،چې امریکا ایران ته داسې ژمنې ورکړي ، چې دوی به افغاني ځمکې دایران پر ضد نه کاروي .