د « سی. آې. أې. د حقایـقـو د کـتاب» څـیـړنه ۲۰۱۲-۱۹۸۱(لومړۍ برخه)


 
د « سی. آې. أې. د حقایـقـو د کـتاب» څـیـړنه ۲۰۱۲-۱۹۸۱
د پښتون- دښمنې د سیسې څـڼـډې
Analysis of “CIA Worldfactbook” 1981-2012: Dimensions of anti-Pashtun Conspiracy
 
لیکوال: ډاکټر رحمت ربی زیرکیا ر، خپلواک څیـړونکی، امریکا
zirakyar1234@yahoo.com
 
دا زموږ قسمت دی چې په وينو کې مزل وهو
يو قدرت چې ووهو، بيا بل وهو، بيا بل وهــو
 
پورتنی پښتو بيت په شمال کې د امو او په سوېل کې د اباسين تر منځ د غځېدلي لرغوني پښتون ملت قسمت ته ګوته نيسي او د تاريخ په اوږدو کې د سوداګرۍ او اشغال لارې منعکسوي. د پخواني وریـښمستان او د اوسني پايپ لاينستان تر منځ جګړه اوس د پښتون برخليک ټاکي.     پښتانه د سمسمکي (مساوات-طلبه) شعور اود پاڅونیز کولتور زبرځواک څښـتنان دي .دوی د دغه ظرفیت او  پوځي زبر ځواکونو سره په  جګړه کې ښکېل دي چې د دوی د خپلواکۍ  فطري انساني غوښتنه په ډاګه کوي. د امريکا پخواني ولسمشر رونالډ رېګن (۱۹۸۸-۱۹۸۰) د پخواني شوروي اتحاد د «شيطاني امپراتورۍ» پر ضد افغان پـاڅون ته د « ازادۍ لپاره د تر ټولو لوړ انساني الهام بخښونکي خوځښت » نوم ورکړ. همدارنګه ریګن  پخواني مجاهدين د امریکې «د بنسټ ایښودونکو پلرونو د معنوي سيالانو » په توګه وستايل. خو دسپتمبر د ۱۱مې تراژيدۍ په پايله کې، په افغانستان کې روانه جګړه تر ډېره بريده دافغان وګړو د بشري حقونو د تامین په بهانه پلې شوې ده ، په دې نامه چې غیر- پښتانه د طالبانو له واک او پښتون اکثريت څخه ازاد کړي. د سپتمبر د ۱۱ مې له ناورين څخه شاوخوا ۹ کاله پخوا « د سي. آی. أې د حقايقو کتاب »(د بشـپـړ شوواستخباراتو يو ډول ) په افغانستان کې د اکثریتي پښتنو احصاييې راکمې کړې. زه  به په لاندې  شننه کې  د دغې ستراتیجې جرړو ته ورننوځم. زه له هریو ډاکټر داود ميره کي او ډاکټر زمان ستانيزي نه ډېر منندوی يم چې زما څخه یې  د دې ليکنې په اومه مسوده کې خپل وړاندیزونه اوسموونکې نیوکې ونه سپمولې
 
نـنـتوځ
 
د پښتنو خپلواکي- طلبه او مساوات- طلبه فطرت د پښتون ملت لپاره داسې پايلې لرلې چې مخه يې نشوای نيول کېدای. د دوی په خودارادیت ولاړې روحیې د تېر وخت له  استعماري  ځواکونو او د نن ورځې له زبر ځواکونو سره ټکر خوړلی دی
د افغانستان په دننه کې او د برتانيې د تپل شوې ډيورنډ‌ کرښې ( ۱۸۹۳) ها خوا په اوسني [برتانوي] پاکستان کې پرته شاوخوا ځمکه کې  ۶۰ ميليونه پښتون توکم هغه ځواک دی چې تل يې نړيوال ځواکونه له ځايي او سيمه ييزو اجنډاو سره ویرولی دي
په پایله کې د پښتنون غلیمانو د  ځايي لـږکیانو د کارولو له لارېپښتنو ته دسيسې جوړې کړې دي. په شلمه پـیړۍ کې چې پاچا امان الله خان (۱۹۱۹- ۱۹۲۹) واک ته ورسېد، برتانيې پـړپـړه(دسیسه) جوړه کړه او د تاجک اقليت يو داړه مار( بچه سقاو ) يې د دې لپاره وکاراوه چې خپلواکه پښتنه واکمني له منځه يوسي او په اغېزمنه توګه هغه امیدونه او پلانونه شـڼډ کړي چې  وروستـه پاتی افغانستان یې د پرمختګ په لار سـیخولی شو
څه د پاسه شپیته هکاله وروسته په ۱۹۹۲زییز کال کې، افغانستان يوه بله سقاوي وليدله (په افغانستان کې سقاوي  د بشپړې ګډوډۍ او بې نظمۍ په معنا ده): د شوروي پلوي حکومت له پايته رسېدو وروسته ، د شمالي ټلوالې افغان لږه کيو د دروغ جوړونې د يوه ناوړه کمپاين په پيلولو په بیړه لاس پورې کړ. د مسعود ـــ رباني رژيم د ملګرو ملتونو انتقالي پلان له منځه ويوړ او يوه انارشي يې منځته راوړه. د دا د بې نظمۍ او بې قانونۍ يو داسې حکومت وچې د سمسور افغان په کتاب کې «دويمه سقاوي» وبلل شوه. د مسعود- رباني ررژیم ته له شوروي اتحاده يوه پښتون ضد رهبري په ميراث ورپاتې شوه چې له احمد شاه مسعود سره يې د سولې يو جوړ جاړی درلود( وګورئ، ريچارډسن). کېدای شي  چې مسعود به د ۱۹۸۰ کلونو په مهال د شوروي نیواک  پرمهال د پښتانه توکم د کمزوري کولو  هڅه کړې وي.  په پای کې کله چې په ۱۹۹۲ کې برهان الدين رباني او د هغه شاګرد کوماندان احمد شاه مسعود وا ک ته ورسېدل، په رسمي ډیریو(دوسیو) کې د پښتون ولس د توکميزې نقشې د بنسټيز بدلون لپاره يو ډېر بې وجدانه او بدنېتی کمپاين پيل شو
د دغه بدنیتي او کرکجن کمپاين لپاره دولتي ميکانيزم وکارول شو او په هغه کې یې د پښتنواحصایٔیې  راټیټې کړې او زرترزره یې  د(سي. آی. أې د حقايقو د کتاب ) په ګډون له نړيوالو ادارو سره شريکې کړي. د دغه  پښتون دښمنه پلان موخه داوه چې په هر ډول راتلونکي جيو پوليټکي وېش او معامله کې د افغان اقليتونو دريځ پیاوړی کړي. په پای کې ، د ۲۰۰۱ م کال په اکتوبر کې ، کله چې امريکا پرافغانستان بريد وکړ،  د شمالي ټلوالې غړو چې  د تاجکانو د تیر حکومت(۱۹۹۶-۱۹۹۲) ناستنان (وارثان)وو ، د امريکا لېوالتيا ته خدمت وکړ او هغه مصنوعي احصاييې يې وکارولې چې اکثریت پښتون قوم اقلیت ته راټیټ کړي  او خپله قضیه پرې جوړه کړي
د نولسمې زییزې  پیـړۍ  مسلمان، متنفذ او ښکېلاک -ضد عالم  سيد جمال الدين افغان ، پخپل کتاب ( تتمة البيان فی التاريخ الافغان) کې دې ته پام اړولی و چې پښتانه د افغان ټولنيز جوړښت يو برلاسی عنصر دی ( پوهاند صديق الله رښتين ، نوې څېړنې، پېښور پښتونخوا، ۱۹۷۹، ۹۸ مخ)/ ( د افغانستان قومي جوړښت لپاره د واک فاونډېشن شپږ کلنه سروې او څېړنه[ ۱۹۹۱ــ ۱۹۹۶]، ۱۳۷۷/۱۹۹۸، ۱۱مخ
هغه سنجول شوې پلان چې د پښتانه توکم د اکثريت د راټيټولو لپاره د مسعود ــ رباني رژيم (۱۹۹۲ــ۱۹۹۶) لخوا ترسره شوی و، ژر تر ژره د سي. آی. أې د نړيوالو حقايقو په کتاب(۱۹۹۲ جولايي) کې راڅرګند شو. ددغه تاکتيک موخه څه وه؟ دغه کار د پخواني شوروي اتحاد (داوسنئ روسیې)د سیاسې نقشې د خصلت سره ژورې اړيکې لري. د دغه پلان له مخې يې په افغانستان کې د ملي سیاست د زپلو لپاره د اقليتي توکميزو سياستونو ملاتړ وکړ. د افغان پښت يو ټولنيز سياسي شنونکی او ښه ليکوال ، چې په امريکا کې يې تحصيل کړی دی، ډاکټر ستانېزی دی. ده په لنډ ډول په افغانستان کې د شوروي اتحاد ستراتيژي څېړلې ده. زه به دده څېړنيزه کړنلاره په شپږو ګامونو کې وړاندې کړم
لومړی ګام: شورويانو/روسانو د « خورا زيات مقاومتي » قومي ګروپ (پښتنو) راټیټولو ته پام واړاوه ځکه چې دوی عموماٌ د افغانستان په وسله والو ځواکونو کې مخکښ ګروپ وو: پښتانه د افغان ملي مقاومتي تنظيمونو په منځ کې اکثريت و او د افغانستان د ملي هويت کولتوري زړی و. د خپلې خبرې د روښانولو لپاره ډاکټر ستانېزی ليکي چې دمقاومت د«جوړجاړی » نه منونکی قوماندان ذبيح الله مجاهد هغه يواځينی غير پښتون و چې شورويانو «مړ غوښت» او کېدای  شي چې د خپل « نه تسليمېدونکي دريځ»خوند به یې څکلی وي
دويم ګام : شورويانو/روسانو د پښتنود نفوسو د ځواک پر راټیټولوو کار وکړ. دوی د افغانستان  په سوېل کې پر پښتني سيمو خپل پوځي عمليات او هوايي بمبارونه وغځول، په داسې حال کې چې غير پښتني سيمې يې « نسبتاَ  ارامې » او « روغې » پرېښودلې. په حقيقت کې، يو وخت شورویانوغوښتل چې پلازمېنه له کابل څخه په شمال کې د افغانستان دويم ستر ښار مزار شريف ته ولیـږدوی ،نه کندهار ته  چې اصلا دوهم غټ ښار و خوپه کنډواله اوښتی و
درېيم ګام: په کال ۱۹۸۹م ، شوروي ځواکونه د دوه  حقايقو له امله ، د افغانستان له شمالي پولو څخه هاخوا بېرته پر شا لاړل: یو داچې د جنګ په مهال یی د پښتنو پاڅون په« پوره »اندازه کمزوری کړی و تر څو په دوی پسې تر مرکزي اسیا نشوای ورتللی. دوهم داچې  د هغه وخت امريکايي ولسمشر جورج ، اېچ ، بوش غوښتل چې  «مهربان او مخ پر ځوړ» شوي شوروي اتحاد ته د جوړجاړی لاس وروغځوي
څلورم ګام: د شمال غير پښتانه اقليتونه په شمالي ټلواله کې تنظيم شوي وو( چې اصلي نوم يې د شمالي سيمو څارونکې شورا يا شورای نظار صفحات شمال و). دا د اقليتونو يو متحد محاذ و چې «د پښتنو د ژوند له ټولو اړخونو» سره وجنګيږي. ډاکټر ستانېزی ليکي:« په دې ډول د ډيورنډ د استعماري تړون « د سليزې په ماښام» چې افغانستان يې پر ۱۸۹۳ م کال سره ووېشه، دافغانستان په « توکميزــ ژبني غولي کې» يو ژور چاود  رامنځته شو
پنځم ګام: دمقاومت پر مهال د شورويانو او د هغوی د پخواني افغان ځواکمن کمونيست مشر ببرک کارمل د جنرالانو په ملاتړ ، د شمالي ټلوالې مشر مسعود د ۱۹۹۲ م کال په اپرېل کې په کابل کې فتحه اعلان کړه او د کارمل د وارث پښتون توکمي ډاکټر نجيب الله پر ځای کېناست. سوبه په شمالي ټـــلوالـــه پورې وتړله چې  کارمل ورسره توکمیزه اړیکـه لــرله. مسعـود دغه دغه عمل چې د «تاجک په لوړوالي» راچاپیرو په قومي سياسي ډګر کې سمبوليک و، په داسې حال کې چې پښتون اکثريت يې کمزوری کاوه، په نښه کاوه او محروماوه. د مسعود تر مشرۍ لاندې شمالي ټلوالې د « بې له پښتونه» اجنډا پلې کوله. مسعود له دوو مياشتو وروسته يو تش په نامه مشر، صبغت الله مجددي، په زوره له دفتره وايست او پر ځای يې يو تاجک توکمی برهان الدین رباني کښیناوه
شپږم ګام: د مسعود ـــ رباني د ډلې په لاس د جوړ شوي تاجک حکومت له پيل سره سم ، یو پښتون- دښمنه فعالیت پیل شو. موخه (هدف) یې دا و چې د پښتون قوم سره چل وکړي، یانې پښتون له خپل پیژاند نه غافل کړي او د دغه پلان  په پلي کیداکې له  خپل دولتي  او موسساتي ميکانيزم نه ګټه واخلي. د بيوروکراتيک چل ول او زور له لارې په افغانستان کې دننه او له پښتونخوا(پخوانی شمال لويديځ سرحدي ايالت۱۹۰۱ــ ۲۰۱۰) څخه د راستنېدونکود يوې لويې برخې پښتنو ته نوې  پیژاند پاڼې (تذکرې) ورکړل شوې چې دوی يې پکې  تاجکان ښودلي وو. دا د مسعود- رباني د رژیم د هغه حساب شوي کمپاين برخه وه چې د پښتنو اکثريتي مقام راټیټ کړي او په مقابل کې په تقلبي ډول د تاجکانو سلنه (فیصدي) جګه کړي. نورو اقليتي ډلو د زور زياتي او ترهې اچولو له لارې پښتانه په نښه کړل. د بېلګې په ډول ، هزاره ځواکونو د پښتنو کورونه په نښه کړل او له پښتنو کورنيو سره يې زور زياتی وکړ ، تر دې چې دوی  یې په زور سره له خپلو کورونو وشړل ـ په ځانګړي ډول دغسې زورزیاتی د کابل ښار په دريمه او څلورمه ناحيه کې تر سره شو. دغه شان ازبک ملیشو هلته په هغو سیمو کې چې په غټه کچه  پښتانه پکې  استوګن وو تالان جوړکړ تر هغه مهاله چې خپل کورونه یې پریښودل او د هیواد په دننه او بهر کې کډوال شول. په «ملي» سویه د« قومي تصفیې عملیات په شمال کې پیل شول او د پښتنو ټـول کلي د ترهه ګرۍ د عملیاتو له لارې تش شول. د  شورویانوسره  د مسعود د زیاتو  اړیکو په اکله ولولئ د افغانستان په اکله د دقیق او باورمن امریکایي  څیـړونکي ، لیکوال او ژورنالست ریچارډسن لیکنې. نوموړي ا فغانستان ته په ۱۹۸۶، ،۱۹۸۷ ۱۹۹۰، ۱۹۹۱ او ۱۹۹۷کې سفرونه کړي وو
په پایله کې د مسعود- رباني په مشرۍ تاجک حکومت نوې احصایٔیې راو توږلې:  په دې ډول چې په سلو کې له نږدې ۶۳  نه ۳۸  ته  د پښتنو شمیر راټیټ کړي، د تاجکانو شمیر په سلو کې له  ۱۲ نه ۲۵ ته جګ کړي  او له دې لارې د  افغان ټولنې په واقعیتونو کې لاس ووهي. د کابل  رژیم دغه تحریف شوې  شمیرنې  د رسمي معلوماتو په څیر بین المللي سازمانونـو تـه ولیـږلې.‎ ډاکتر ستانیزي دغه معلومات له ارواښاد اکاډیمیسن عبدالشکور رشاد [۲۰۰۴-۱۹۲۱]نه لاسته راوړي وو، له هغه چا نه چې په کور کې یې شخصي کتابتون د شمالي ټلوالې د جنګسالارانو له خوا تالا شوی و. پورتنئ تحریف شوې وګړ شمیرنې په ګړندي ډول د امـریکې د مـرکـزي استخباراتو په کلني کتاب (سـي- آې ـ أی ورلډ فکټـبوک: د مرکزي استخباراتو د نړۍ د حقایقو کتاب) کې د ۱۹۹۲ په جولای کې  خپرې شوې، او په غټ  احتمال سره یې  له دغې چینې نه «نیشنل جیوګرافیک ورلډ اتلس» او «ورلډ المنک» ته لار مینده کړه .د امریکې استخباراتو د دغو معلوماتو ټیکلي(سیـډي ) روسي کتابتونونو ته لیـږلي وو( یو افغان چې په روسیه کې استوګن و، هغه مهال یې دغه معلومات  د لویدیزې اروپا په چاپي افغاني میډیا کې خپاره کړي وو). د پورته ذکر شوو شپږ ګامونو په اکله د زیاتو معلوماتو لپاره د ستانیزي لیکنه (۱۶ دسمبر ۲۰۰۹) ولولئ. نوموړې د افغاني او اسلامي چارو یو دقیق سیاسي څیـړونکی دی
ما ته نن(۲۵ اپریل ۲۰۱۳) د بروس  ریچارډسن یوه مهمه لیکنه راورسیده. نوموړی واقعا یـو «پـښتون پیرئ لیکوال»(پشتون ګوست رایـټـر) نه دی، بلکې د افغانستان د موضوعاتو په اکله  یو ارت معلوماته او صادق امریکایي ژورنالیست، لیکوال او چارپوه دی. په ۲۰۰۳ زییز کې د شمالي افغانستان د تخار ولایت د مرکز  د تالقان په غوڼډه کې  په پښتون- ضد پـړپـړه (دسیسه) خبرې وشوې. ښایـې د غه غو ڼـډه د هغې پـړپـړې په موازاتو کې روانه وي چې د امریکې د مرکزي استخباراتو په احصایًیو کې  پکې د ډیرکیو پښتنو شمیر تر ټولو غټ لږه کیانو(اقلیت) ته راټیټ شوی و. دغه پلان موږ ته هغه پـړ پـړه را په زړه کوي چې د پخواني شوروي اتحاد مشر بریـژنیف په ۱۹۸۱ کې  د افغانستان په ویشلو راڅرخولې وه. دلته وینو چې د تالقان پلان د امریکې د شخصي امـپـریالیـزم او د روسې (  د پخواني ټولنیـز امـپریالیزم د ناستنې) په واسطه  را منځته شوی و. په افغانستان کې د داخلي جنګ د پـیر(۱۹۹۶-۱۹۹۲) تاجک  واکمن  برهان الدین رباني د تالقان په غوڼـډه کې ګډون لاره. دامریکې د واکمن جورج ډبلیو بوش (۲۰۰۹-۲۰۰۱) د ادارې د  پښتون- ضد دریځ په چوکاټ کې، د تالقان کنفرانس د معلوماتو له مخې په ۷۵ ملیون ډالرو تمویل شو. د تالقان په غوڼډه کې« د شمالي ټلوالې ټولې ډلې حاضرې وې د کمونیسټي جنرالانو د  ډلګۍ په شمول،  خو هلته د اکثریتي پښتنو «استازولي[نمایندګي] محرومه شوې وه».
 
د سي. آې.أې دحقایقو په کتاب کې د افغانستان قومي او ژبنئ وګړشمیرنې
 زییز۲۰۱۲-۱۹۸۱ = ۱۳۹۱-۱۳۶۰ لمریز
 
د امریکې د مرکزي استخباراتو په وینا، د دغه سازمان د نړئ د حقایقو کتاب چې هر کال دجولای په میاشت کې چاپیـږي د د درې ډوله «بشپـړ شوو استخباراتو» (فینیشد اینټیلیجنس)یو ډول دی په دې مانا چې د «استخباراتي دورې» (سایکل) وروستنی تولید دی. له دغې دورې نه مطلب یوه عملیه ده چې  معلومات پکې  (۱) رارسیدلی دي، (۲)د استخبارتو په شکل  تصفیه( څیـړل شوي او تفسیر) شوې دي،   او (۳) سیاست سازانو ته وړاندې شوي دي.د بشپړ شوو استخباراتو دوه نور ډولونه دادي: د ولسمشرلپاره ورځنئ لڼـډیز(ډیلي بریف) او د« ملي استخباراتو اټکل»( نیشنل اینټیلیجنس ایسټیمیـټس). د استخباراتو پخوانی افسررابرټ ل. سیوټینګر وایي چې د ملي استخباراتواټکل «ناچاراَ د حدس قلمرو ته اوړي». په ۲۰۰۲ کې د عراق د وګړیزې تباهۍ د وسلو په اکله استخبارات ډیر زر د دروغو په لړه بدل شول.  له دې جنګ نه وروسته، د امریکې او برتانیې مشرانو خپل جنګ  ته د مشروعیت داسې پرتوګ ورواغوست چې د صدام حسین   د جنګي ظرفیت د ثبوت پر ځای یې د هغه په شخصیت او خصلت (کرکټر) زور واچاوه. د انګریزانو مشر وینسټن چرچل شوروي مشر جوزیف سټالـین ته د تهران په کنفـرانس کې په ۱۹۴۳ کې داسې ویلي وو: «د جنګ په مهال حقیقت دومره ارزښتمند دی چې باید تل د درواغـو د محافظ له خوا وڅارل شي».
د ټولنیزو او سیاسي علومو پوهاند او په ۲۰۰۱ کې د امریکې د سیاسي علومو د ټولنې مشر رابرټ جرویس داسې لیکلي  وو: « موږ ته ډیر ځلې ... استخباراتي اټکلونه ډیر په حکومت کې  د قدرتمندو ډلګیو د ګټو او د بهرني سیاست د میلونو په اکله غـږیـږي نسبت دیته چې مقابل اړخ کومه اراده او[عسکري] ظرفیت لري».  د «تمدنونو د ټکر» په ډکون (متن) کې کولی شو هغه ژبنئ او قـومي وګړ شمیرنې (احصا یٔیې) د څیـړنې لاندې ونیسو چې د افغانستان لپاره  د امریکې د مرکزي استخباراتو له خوا غـوره شوې دي.
لاندې جدول له ۱۹۸۱ نه تر ۲۰۱۲(۱۳۹۱-۱۳۶۰ لمریز هجري) پورې د افغانستان د قومي او ژبنیو ګروپونو اټکل شوې احصایٔیې ښئ. له ۱۹۹۲زییز راهیسې د پښتنو او د دوی د ژبې سلنې                     ( فیصدۍ) په پام وړ کچه د امریکې د مرکزي استخباراتو د نړۍ د حقایقو په کتاب( سي. آې. أې. ورلډ فکټـبوک) کې را ټيټې شوې وې. د زییز۱۹۹۲ په جولای کې چې د امریکې مرکزي استخباراتو د پښتون ولس او د ملي ژبې(پښتو) احصائیې راټيټې کړې، دغه عمل یې په افغانستان کې د مسعود – رباني د تاجک-پلوه رژیم د پیل سره همـمهال و، هغه رژیم چې د ملګرو ملتونو منځمهاله پلان یې ړنګ کړی و
                                        
                        د سي آې أې د حقایقو په کتاب کې دافغان ټولنې وګـړ شمیرنې۲۰۱۲-۱۹۸۱
Afghan Demographics in CIA World Factbook 1981-2012
Year                Ethnic Group Percentage     Language  Percentage          Total Population
                                 Estimates                                Estimates                        Estimates اټکل                              
   کال                      دقومي سلنو اټکل                               د ژبنیو سلنو اټکل                      ټول وګړي
1981(1360)       Pashtuns      50%                  Pashto                    50%              15,193,000
                          Tajiks          25%                   Farsi(Persian)       35%
                           Hazaras        9%                   Uzbeki,Turkmeni  11%
                           Uzbeks         9%                   all other languages  4%
                           All others      7%
 
1990(1369)        Pashtuns      50%                   Pashto                   50%            15,862,293
                           Tajiks           25%                   Farsi                     35%
                           Hazaras   12%-15%               Uzbeki,Turkmeni  11%
                           Uzbeks          9%                    all other languages  4%
                           All others  3%-4%
 
1991(1370)           Same as above                           Same as above                   16,450,304
        
1992(1371)         Pashtuns       38%                   Pashto                    35%          16,095,664
                           Tajiks            25%                    Farsi                      50%
                            Hazaras        19%                    Uzbaki,Turkmeni  11%
                            Uzbeks           6%                    all other languages  4%
                            All others     12%
 
2001(1381)         Pashtuns        38%                   Pashto                     35%        26,813,057
                           Tajiks             25%                   Farsi                        50%
                            Hazaras         19%                   Uzbaki,Turkmeni    11%
                            Uzbaks           6%                    all other languages    4%
                            All others        8%
 
2006-2012          Pashtuns         42%                  Pashto                       35%    (31,056,997;
 (1385-1391)      Tajiks             27%                   Farsi(Persian)           50%   31,889,923;
                           Hazaras           9%                   Uzbeki & Turkmeni 11%    32,738,376;
                           Uzbeks            9%                   all other languages     4%    33,609,937; 
                           All others       13%                   ………………………….   29,835,392;
                                                                             July 2012 estimates….       30,419,928).       
       Data collected and organized from the “CIA World Factbook” by Rahmat  Zirakyar
 
اوس نو دا پوښتنه په ځای ده چې آیا  د سي. آې. أې. د حقایقو په کتاب(۲۰۱۲-۱۹۸۱) کې د پښتنو وګړشمیرنې راټـیټـول د امریکې لپاره ځان- ګټې جنبه لري، یانې د پردې شاته د ۹۱۱ له بخولې(فاجعې) راوروسته په افغانستان کې د اقلیتي واکمنۍ لپاره د واشنګټـن په ملاتړ راڅرخي؟
  
Shedding Light on CIA World Factbook Statistics for Afghanistan
د افغانستان لپاره د امریکې د مرکزي استخباراتو د حقایقو د کتاب په احصا‍یٔیو رڼا اچول
 
دې ټکي ته باید ګوته ونیسو چې په اتلسمه او نولسمه پیړۍ کې  قوم ویشـنه لومړی په روسـیه کې (قـفـقــاز او مـرکزي اسیا)کې د واکمنۍ د چلونې  لپاره وکــارول شــوه. د افغانستان د نیـواک پـه مهال (زییز۱۹۸۹-۱۹۷۹) شورویانو هڅه وکړه چې هلته د ډیـرکیو(اکثریتي) پښتنو احصایٔیوي اهمیت راټیټ کړي. د څه لپاره؟ د دې لپاره چې افغانستان ویشنـې ته چمتو کړي. دې موخې (هدف) ته د رسیدا لپاره، شوروي پوځي عملیات په غټه کچه  د پښتنو په خوارولو او راټیټولو باندې راچاپـیر وو،خو  په عین حال کې یې غیر- پښتون مسعود، دوستم  او نور استخدام کړل چې په شوروي نظام کې  د افغانستان د شمالي سیمو د خوندي کیدا لپاره اسانتیاوې برابرې کړي. دې موخې ته د رسیدا لپاره دوه لارې شته وې: د افغانستان ویشل،  یا یې د مرکزي اسیا په سوشلیستي جمهوریتونو کې ورننویستل- دا هغــه جمهوریتــونه دي چې د افغـان تاجکـو، اوزبکـو او ترکمنـو قـومیان پکې استوګن دي .
د افغان کمیونیست ببرک کارمل(۱۹۹۶-۱۹۲۹) نوم د شوروي پوځونو له خوا د افغانستان د نیواک(اشغال: ۱۹۸۹-۱۹۷۹) سره هم مانا دی. د ده د واکمنۍ په مهال (۱۹۸۶-۱۹۷۹) پـه افغانستان کې د وګړشمیرنې کمـپین پیل شو د دې لپاره چې د پښتون ولس په وګړشمیرنه کې تقلب وکړي. د دې لپاره چې په اسانۍ سره په وګړیـزواقعـیتونو کې لاسوهنې وکړي، ډیر ځلې به یې  له وګړو نه دا پوښتنه کوله:«به کدام لسان مسلط استید؟»( شــخصي معــلومات چې دهغــه مهــال د واکــمن  سازمان « د افغانستان د  خلکو د دموکراتیک ګـوند» د مرکزي کمیټې یو غـړي را سره شـریک کړي وو‎- زیرکیار). ډیر پښتانه په پښتو او دري(فارسي) غـږیـږي او دغه کفایت پر ځان د پښتنو اعتماد منعکسوي. پورتنئ پوښتنې ته(به کدام لسان مسلط استید؟)  د پښتنو جوابونه چې په ځان اعتماد پکې پـروت دی، په ماهـرانه ډول داسې کنټرول شوی وو چې د پښتنو واقعي شمیر پټ کـړي او د دغــه چل ول لــه لارې  پــه افغانستان کې د تاجکـانـو شمیر جـګ کـړي. پــه دې ډول ، د شــوروي - طلبه کا رمل  د سرشمیـرنې ټـیمونو د پښتنو قـومي هویت یرغمل کړ. د کارمل د ډلې جنرالانود احمد شاه مسعود پلویان شول او مرسته یې ورسره وکړه چې د ۱۹۹۲ زییز په  اپریل کې یې  د قدرت په ګدۍ کښینوي او له دې لارې  په اغیزمن ډول د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو منځمهاله پلان شـڼـډ کړي. په پایله کې، دې ماهرانه غبرګون ( ایتلاف) چې په قـومي او ژبني هویت را چاپیر و، «دوهمې سقاوۍ» ته لار پرانستله چې په انارشۍ (ګډوډۍ) او داخلي جنګ(۱۹۹۶-۱۹۹۲) چلیدله.
په دې پوهیدل مهم دي چې د بین المللي اړیکـو او نړۍ وال سیاست اکاډیمیک منظره یقیناَ د اساسي شکلي بدلون سره مخامخ شوې ده. بلاخره شوروي اتحاد د مړینې په کټ کې پروت و او باید  یو نوې تنظیم را پورته شي ، د دې لپاره چې رامنځته شوې اوښتنې توضیح کړي او د راتلونکو سیاست سازیو لپاره مخلید انځور کړي.  کله چې د ۱۹۸۹  په فبروۍ کې له افغانستان  نه  شوروي پوځونه ووتل،د دې سره جوخت د اسلام او منځني ختیځ د تاریخ د نامتو پوهاند برناډ لویس له قلم نه په ۱۹۹۰ کې «د مسلمانانو د غضب جرړې» په سرلیک لیکنه راووتله او ورپسې په ۱۹۹۳ کې د سیاسي علومو د وتلي پوهاند سامویل هنـټیـنګټـن لیکنه(«د تمدنـونو ټکر»)راووتله چې درې کاله وروسته په ۱۹۹۶کې په عین سرلیک د کتاب په بڼه خپره شوه. عموماَ لویدیز اسلام (رسماَ افراطي اسلام) د «نوي کمیونیزم» په بڼه ومیند. د دغه ډول سیاسي ذهـن په ډکون کې،   د امریکې د مرکزي استخباراتو له خوا د نړۍ والو حقیقتونو په کتاب کې  دافغانانو په قـومي او ژبـنیو احصایٔیو کې لاس وهنې تفسیرولی شو.
د امریکې مرکزي استخبارات  د هر کال په جولای کې «د نړۍ د حقیقتونو کتاب» خپروي. زه غواړم چې د پښتنو او د دوی د ژبې  د احصایٔیو موضوع توضیح کړم. لکه چې پوهیـږو، پښتون- دښمنه شمالي ټلواله د پرچمي ببرک کارمل د کمونستانو په مرسته، د ۱۹۹۲ په اپریل(۱۳۷۱ثور)  کې په کابل کې قدرت ته ورسیدله. له دې پیښې نه څه کم درې میاشتې وروسته، د امریکې مرکزي استخباراتو خپل  د نړۍ د حیقتونوکتاب د جولای په میاشت کې خپور کړ. په دغه کتاب کې د لومړي ځل لپاره د اکثریتي پښتنو او د دوی د ژبې  شمیرنې  په ارته کچه رالویدلې وې: ( له ۵۰ ٪ وګړو نه ٪۳۸ وګړو ته) او د پښتوژبې سلنې له ۵۰ ٪ نه ۳۵٪ ته راټيټې شوې وې. ولولئ:
Zirakyar, 2009, and Richardson, 2009, p. 275
 د سي.آې.أې له  خوا  په افغانستان کې دغیـر- پښتون لږکیانو د وګړو د شمیر پـړسول او په مقابل کې  د  ډیرکیانو پښتنو د شمیر راټیټول څه هدف لري؟ د امریکې د مرکزي استخباراتو او د شمالي ټلوالې تر منځ غځیدلې او پالل شوې اړیکې په دې دلالت کوي چې دواړه خواوې د پښتنو او د دوی د ژبې د احصایٔیو په  راټـیټـولو کې  د یـوبل همکارۍ تــه اړتیـا لـري. د امـریکې د مـرکـزي استخباراتو له خــوا  دا سنجول شوی او ځان- ګټی  کوښښ چې د ډیــرکیانو پښتنو ټـولنیزـ ژبنــئ شمیرنې راټیټې کړي د عامه اړیکیو(پبلیک ریلیشنـز) د چل(دسیسې) څرګندوی دی – دهغه چل چې د ناروا جنګ په ملا تړ راچاپـیـر دی، او د مشروع جنګ پرتوګ وراغـوندي. په بله وینا، د دغه چل تنسته داسې غځول شوې ده چې په افغانستان کې اکثریت(یانې غــیر- پښتون اقــلیت) د اقلیت(یانې  پښتون اکثریت) له تش په نامه ستم نه خلاص کړي. دې ډول  احصایٔیوي- روحي عملیاتو د واشنګـټن سره مرسته وکړه چې په افغانستان کې اکثریتي پښتون قوم محروم او اجنبي کړي. په دې ډول د امریکې د مرکزي استخباراتو(سي.آې.أې)« د نړۍ دحقایقو په کتاب» کې یې په افغانستان کې  د پښتنو د شمیر کچه له اکثرتي مقام نه  غټ اقـلیتې ګروپ ته راټیټه کړه.
دوه  ډاډوړ افغان پوهانو چې د نومونو ښودل یې لازم نه دي، ما(زیرکیار) ته وویل چې درې  سـړي د پښتنــو د احصایٔیو د راټیــټولو په عملیه کې «دخـیل» وو، یانې لاس یې پکــې لاره: دوه تــنه(ر.ف.  او  ا.ا.) غیر-پښتون افغانان دي چې هر یو یې د داکترۍ علمي درجه(پي. ایچ. ډي) په ژبـپوهنه کې لاسته راوړې دي. دریم سړی(ی. ت.)د افغانستان په چارو کې یو امریکا یي چار پوه دی چې د « زل» سره ښې اړیکې لری. په دوه  غیر-پښتون افغان ژبـپوهانو کې یو یې (ا. ا.) د امریکې په دفاع وزارت کې ژباړن او د (فارسي؟) ژبې ښوونکی دی  او هغه بل یې د افغانستان په پخوانیو حکومتونو کې یو لوړ رتبه مامور و. دواړو د مسعود- رباني د رژیم (۱پریل ۱۹۹۲-سپتمبر ۱۹۹۶)  سره ډیرې ښې اړیکې لرلې. دا معلومات یو ځل بیا زما ادعا کوټـلې کــوي چې تور بي بي (سي.آې.أې) او د مسعود- ربانــي رژیــم د ډیره کیانو(اکثریتي) پښتنــو د شمــیرنو پــه راټيـټولو کې د یو بل همکارۍ ته اړتیا لرله.  مسعود او د ستمي ممبر خادمانو یې له پښتنو نه، په تیره له پښتو ژبې نه  کرکه لرله، ځکه چې پښتو د دې جوهر لري چې د یو دولت  او یو هیواد په څیر د افغانستان ملي پـیژاند (هویت) خوندي کړي. په يو پښتو متل کې راغلي دي چې :ملــنــګ مـــه وژنــه، کچکــول ور نــه واخـــله
ښکیلاک (استعمار) نه یوازې ښکیل شوی ولس د خپل  برلاسي ښکیلاکګـر کلتور د اداره چیانو له لارې په ولکه کې ساتي، بلکې په غیر مستـقـیم ډول يې د ښکیل شوي کلتور د مطیعـو غړو د استعمالولو له لارې هم څارنه کوي. کلونیالیزم او امپـریالیزم دواړه په غټه کچه یو بل ته ورته دي، بلکې یو بل پیاوړی کوي هم: د دواړو شاتـه  هڅه ونکې قوه داده چې له ښکیل شــوو یا په ولکــه کې ساتل شوو ولسونو نه ګټه واخلي. مسعود د مشکل کـــشا په څــیر پــه افغــانستان کې د شــوروي اتحاد،ایران، او  دامریکې د سیاسي اجندې لپاره کار ورکړ
په امریکه کې زیـږیدلی ایریک مارګولیس یو تجربه کار ژورنالیست، لیکوال او معتدل جمهوري  پـلوه سړی دی چې په غټه کچه د منځني ختیز، سهیلي اسیا او اسـلام په اکله لیکنې خپروي.  پــه ۲۰۰۹ کې هغه دې پایلې ته ورسید چې امریکه په افغانستان کې  سوله او استحکام نشي تامینولی خو داچې ډیرکي پـښتانه (۵۵٪) په خپل هیواد کې د حق څښتنان شوي وي، یانې «د طالبانو سـره دې» چې د «پښتون ولس یو برخه ده نیغـه معامله وشي».
 
لانــدې لښتـلـیک ( جــدول)  په افغانستان کې هغـه قـومي او ژبنئ شمیرنــې ښــئ چــې ارواښــاد اکاډ یمیـسن عـبـد الشکور رشـاد د خپل عکس العمل په څیـر د سي.آې.أې. دحقایقو د کتاب د شمیرنو په ضد راټــولې کړې  او خپرې کړې وې،  ځکه چې هلتــه د سـي.آې.أې په ذکــر شــوو شمیرنـو ( ۱۹۹۲په جولای) کې  د لومړي ځل لپاره   دپښتنو احصائیې له اکثریت نه غـټ اقلیت ته راټیټې شوې وې. جولای ۱۹۹۲ هغه مهال و چې نږې درې میاشتې وړاندې  د همدغه کال په اپــریل کې په کابل کې تاجک – طلـبــه رژیــم  رامنځته شــوې و. د اکاډیمیسن عبد الشکور رشاد  لښـتـلیک پـه لانــدې ډول دی

Title of Book
د کتاب سر لیک
Author
د لیکوال نوم
Date and Place of Publication
کال او خپـریـد ځای
Percentage of Major Ethnic Groups
د  غـټـو قـومونـو سلــنې (٪)
Pashtun
پښتون
Tajik
تاجک
Hazara
هزاره
Uzbek
ازبک
Afghanistan
Prof. M. Ali
1955 Kabul
60
20
 
 
Afghanistan
Max Clumborg
1960
60
30
3
3
The National Languages of
Afghanistan
Prof. Aslanov
1964 USSR
60
 
 
 
The World of Geoethnology
M. Mahjub Yawari
1987 (5th Ed.) Iran
60
20
5
5
World’s Largest Languages
McKenzie
1987 Europe
55-65
 
 
 
History and Establishment of
Afghanistan
Abdul Azim Walyan
1987 Iran
70
13
 
 
Fundamentalism Reborn?
Afghanistan and the Taliban
William Maley
1998 London
62.73
12.4
9
6
Afghanistan Federal System
M. Enam Wak
2000 Pakistan
62
12
9
6
The World Almanac
Primedia
2000 USA
38
25
19
6
Copyright www.hewad.com
سمـون
له کیڼې خوا نه د پورتني لښتلیک په دوهم لړ کې دوهم نوم ته پام وکړئ: د افغانستان په اړه  د جرمن- ژبي اطریشي چار پـوه فامیلي نــوم (تخلص) سـم نه دی ښودل شوی(کلَمبورګ). روغ شکل یې (کلیمبورګ) دی. مَکس کلیمبورګ خپلې لوړې زده کړې د هنر په تاریخ او قوم پوهنه کې بشپـړې کړې دي. ما (زیرکیار) نږدې ۴۰ کلونه وړاندې  د مَکس کلیمبورګ یو وتلی کتاب په دې سرلیک لـوستلی و
Max Klimburg, Afghanistan: Das Land im historischen Spannungsfeld
Mittelasiens, 1966.
زه پــه دې ډیــر ډاډه یم چې دا بـه هغه کتاب وي چې په پـورتني لښتلیک کې یې  لـڼـډ سر لیک راغلی دی. اوس به  نوروهغو لویدیزو چینوته راوګرځم چې د افغانستان وګړشمیرنوته پکې ګوته نـیول شـوې ده
 
په نورو لویدیزو چینو کې د افغانستان د قومي شمیرنو اټکلونه
 
ګل جانان ظریف د خپلې ډاکترۍ په علمي کتاب کې (۱۹۷۲)  دیته ګوته نیولې چې له ۱۱ تر ۱۲ ملیون افغانانو نه د  نږدې نهه میلیونو مورنئ ژبه  پښتو ده. ایچ.ایف شورمن اټکلوي(۱۹۶۲) چې پښتانه لږ تر لږه د افغانستان دوګړو نیمایي بره خه جوړوي. دغه شان ډي.اِن. ویلبر لیکي(۱۹۶۲) چې پښتانه د افغانستان د وګړو( ۵۰٪تر۶۰٪ ) جوړوي.  د افغانستان لپاره د سیمې په کتاب کې( ایریا هنډ بُک فور افګانستان، ۱۹۷۳، څلورم چاپ) له ۱۶ میلون افغانانو نه له « اته میلون» نه زیات  یې  پښتانه دي. د مګنوی او نبي(۱۹۹۸) د کتاب له مخې، په افغانستان کې پښتانه « خورا مهمم او ښایي خورا غټ قومي ګروپ جوړوي....معیاري اټکل دا دی چې [ دافغانستان] د وګړو ٪۴۰ تر ٪۵۰ » پـښتانه دي. د نړۍ د کلتورونو پوهـنامه(دایــرت المعارف، دریم ټوک، ۱۹۹۲)داسې اټکلوي چې پښتـنو له جنګ نه په وړاندې افغانستان کې«٪۵۰تر ٪۶۰» وګړي لرل. دیـربشایر او دیربشایر(۱۹۹۶) کاږي چې پښتانه د افغانستان« د ټولو وګړو ۵۴سلنې[۵۴٪] جوړوي». د افغانستان رسمي ژبې پښتو او دري« یا  فارسي» دي چې « په ترتیب سره د وګړو ۵۲٪ او ۳۰٪ پرې غږیـږي.» فرید زکریا د په امریکه  کې په سي.اِن.اِن. نومې ټلویژن کې د بهرنیو چارو مهم اووه نیز پروګرام چلوي چې جي.پي.ایس.(نړۍ وال عامه واټ) نومـیـږي. زکریا په افغانستان کې د ملګروملتونود پخوانی استازي پیتر ګلبرست سره په خپله مرکه کې وویل چې پښتانه د افغانستان دوګړو «اکثریت، ۵۰٪» جوړوي( ۱۱ اپریل ۲۰۱۰).  ارنولډ هغه امریکایي استخباراتي مامور و چې په افغانستان، جرمني، سویډن، برما، جاپان او انګلستان کې موظف  شوی و، او بیا په ۱۹۷۹ کې متـقاعد شو. دغه  امریکایي استخباراتي مامور په خپل کتاب(۱۹۸۳:مخ ۲) کې لیکي چې پښتو په افغانستان کې « د نـږدې  ۵۵٪ وګــړو اصلي، بــومي ژبه ده.» خو سره له دې، ارنــولډ په افغانستان کې  یــو بــرلاســي او« نااشنــا» واقعــیت ته زموږ پام راګرځوي چې په خپل هیواد کې:«که څه هم پښتانه د وګړو لـــه  نیمایي  نه غــټه برخه جــوړوي، ژبـــه یــې مغـلوبه ده».
نیراپ او سیکیـنس(۲۰۰۱) کاږي چې په افغانستان کې وګړشمیـرنې پــه غـټه کچه پـه  اټکلونو ولاړې دي. په افغانستان کې  لومــړئ او «خــورا علمي دمـوګرافـیک[جمعیتي] څــیـړنه» پـــه ۱۹۷۴-۱۹۷۲ زییز کې تر سره شوې وه. دغې سروې(څیـړنې) چې  دافغانستان د حکومت په هــمکارۍ سره د امریکې د بـین المللي پرمختیا  د ایجنسۍ لپاره د نیویارک د دولتي پوهنتون له خــوا پلې شـوې وه، لس عـشاریه آتـه(۱۰،۸) میلیون ځای په ځای شوي(مقیم، دایمي)وګړي يې اعـلان کړل. خو د کوچیانو شمیر یې ونه ښود. د کوچیانو شمیر ځانله څه د پاسه یو ميلیون اټکل شــو(مخ ۹۹).  په همــدغه مخ کې راغلي دي چې په ۱۹۹۵ زییز کې د افغانستان د وګړو شمیر اتلس عـ-شاریه څلور (۱۸،۴) میلیون اټکل شوی و. یـو څو مخونه وروسته، موږ په ۱۹۹۶زییز کې د وګـړو دشمیر یو بل اټکل لوستلی شو: «نـږدې» څلویـښت سلنې(۴۰٪) افـغانان پښتانه وو.  پــاتي نور په پـرله پسې ډول ۲۵،۳٪ تاجکان، ۱۸٪ هزاره ګان، ۶،۳٪ ازبکان، ۲،۵٪ ترکمنان وو، اود نــورو پاتی ډیــر کوچنیـو قـومي ډلو انـدازه ټول ټال اووه عشاریه نهه سلنو(٪۷،۹) ته رسیدله چې یوه سلنه (۱٪) قـزلباشان هم پکې راغلي وو( مخ ۱۰۴). په همدې مخ کې د ۱۹۹۵ زیـیز لپاره د پښتنو د شمیر یوې بلې اندازې ته پام وکړئ:د «خورا ستراو رواجاَ په سیاسي لحاظ خـورا قــوي قومي ګروپ»یانې د پښتـنو شمیر په ۱۹۹۵ کې «په اټکل سره لس عشاریه یو» (۱۰،۱) میلیون و(مخ ۱۰۴). که موږ دغه اټکل شوې شمیر(۱۰،۱میلیون) د ټولو وګړو په شمیر یانې په ۱۸،۴ میلیون وویشو، د پښتنو شمیر به نـږدې ۵۵٪ ته جګ شي
       10,100,000 ÷ 18,400,000= 0.5489=55% Pashtuns
نور خو لا څه کوئ چې د امریکې د مرکزي قواو جنرال ټامي فرانکس چې په اکتوبر ۲۰۰۱ کې  د افغانستان او په مارچ ۲۰۰۳ کې د عراق د یرغلونو مشر و، په خپل کتاب کې په «اکثریتي پښتنو»( میجوریټي پشتـونز) غـږیـږي(لاندې ووینئ).
اوس به یو څو فرانسوي چینو ته هم وکسو: په« اینسیکلوپیدیا دې لاګورا» (۲۰۱۳) کې پښتانه ۳۸٪، پښتو ژبه ۳۵٪، تاجک ۲۵٪، «افغان فارسي»(دري)  ۵۰٪، هزاره ۱۹٪، ترکمن ۱۱٪ اټکل شوي دي. په «لی پیتیت لروس» (۲۰۱۱) کې پښتانه ۴۰٪، تاجک ۳۰٪ ګڼل شوي دي. په «لا روس اینسیکلوپیدیک» (۲۰۰۷) کې هم پښتانه ۴۰٪ کڼل شوې دي. د «و.ن.ګ.» د پروګرام (د سبا افغــانستان) له مخې چې په ۲۰۰۱ کې رامنځته شوی و، پـښتانه ۴۰٪، تاجک ۳۲٪،ا و هـزاره ۹٪ اټکل شوی وو. په «اتلس ایکونومیک موندیال» (۲۰۰۰) کې پښتانه ۳۸٪، تاجک ۲۵٪، او هزاره ۱۴٪ اټکل شوی وو. زه (زیرکیار) له ډاکتر عثمان روستار تره کي نه منندوی یم چې زما سره یې د پورتنیو فرانسوي چینو وګړ شمیرنې شریکې کړې(۱۳ مارچ ۲۰۱۳). د افغانستان د قومي او ژبنی  جوړښت  د شمیرنو لپاره د فرانسې په  دریځ باید نوکې رڼـــا واچـــوم: دغــه شمــیرنې په افغانستان کې د یوې  پښـتون- ضد ډلګــۍ او د هغــې د تـش پــه نامـه« افــسانوي» کوماندان مسعود  سره د فرانسې د حکومت کلک تمایل ښئ. د افغانستان لپاره  په پورتنیو  فرانسوي احصایٔـیو کې هغه پښـتون- ضـد دریځ څـرګندیـږ‎ي چې د۱۹۹۲ له  جولای را هیسې د افغانستان لپاره د امریکې د مرکزي استخباراتو د حقایقو په کلني کتاب کې یې تنسته غځول شوې ده. د دغــه ورته والــي دلیــل دادی چې پخــوانئ ښکیلا ک ګره (استعماري) فــرانـسه او اوسنــئ امپریالیستي امریــکه دواړه د خپلو ملي ګټو د خوندي کولو لپاره ګډ مخــرج لــــري:  سیـاسي ګـوډاګـی احمد شاه مسعــود. نــوموړي د دې جـرأت لاره چې په  ښکیلاکګــرو او امپـریالیسـتي قـدرتــونو (شوروي اتحاد/روسیې، فرانسې، او امریکې)  او پـه فارسي- ژبــي ګاوڼـډي  ایـران بانـــدې  بې لــه کـوم  تبعــیضه د افغــانستان خــپلواکي، حاکمــیت او د خــاورې بــشـپـړتیا لــیلام کــــــړي.
زما په اند، له ۱۹۹۲زییز وروسته به بـرتانوي او جرمني چینو هم د افغانستان د ټولنیـز- ژبني ترکیب لپاره د امریکې د مرکزي استخباراتو احصایٔیوي قالب کارولی وي
د دې لپاره چې په افغانستان کې  راتوږل شوې (مصنوعي) وګړشمیـرنې ناچله وښیم، دیته اړتیا لرم چې «دافغانستان لپاره د واک موسسې»  مفصله څیـړنه او معلومات وړاندې کړم. دلیل یې دادی چې تر اوسه پورې د وګړشمیـرنې او قومي ترکیب  د شننې (تحلیل) او سروې  دې پروژې په افغانستان کې خورا معتبر او  اصیل سند وړاندې کړی دی