
خبريال: عرفان الله سمسور
دا چې روژه د برکتونه او ثوابونو مياشت ده، نو ډېر خلک، چې په وس کې ښه وي هڅه کوي، چې د يوه او بل لاسنيوى وکړي او په همدې ترتيب له بې وزلو او غريبانو سره د روژه ماتي کې کومک کوي.
په روژه په عمومي توګه خلک په دې لټه کې وي، څو هر ماښام د خپلې کورنۍ لپاره د روژه ماتي درسترخوان ته ډېر خوراکونه، جوس او شربتونه برابر کړي، خو د داسې کورنيو شمېر هم کم نه دى، چې بيګاه او سبا ته څه نه لري او هغوى يوازې په دې فکر کې وي، چې د روژه ماتي لپاره به يې په کور کې کې څه برابر کړي وي کنه.
خو د سخي خلکو او يو شمېر خيريه مؤسسو مرستو تر يوه ځايه، د غريبو خلکو دا انديښنې ور حل کړي، چې روژه به په څه ماتوي.
د خوست ښار په مرکزي لوى جومات کې هر ماښام روژه ماتى برابريږي او لسګونه غريبو خلکو ته ته وړيا ډوډۍ ورکول کيږي، چې هغوى له دې کار ډېر خوښ دي.
دلته اکثريت هغه کسان روژه ماتي ته راځي، چې په ښار کې سوال کوي، لاسي ګاډۍ چلوي، پنډيتوب کوي او يا هم په نورو مزدويو مصروف دي ، خو بې وزله دي او نشي کولاى چې په يوازې توګه خپل ځان ته روژه ماتى برابر کړي.
حبيب الله د لوګر ولايت اوسيدونکى دى او په ښار کې د لاس مزدوري کوي.
هغه وايي، ځينې ورځې داسې راشي، چې هيڅ کار يې نه وي کړى او يوه روپۍ هم په جيب کې نه لري.
نوموړى د خپل روژه ماتي په اړه روهي ويب پاڼې ته وويل:(( زما دا دولسمه ورځ ده، چې دلته روژه ماتي ته راځم، ډېر ښه کار شوى، که په جومات کې موږ ته د روژه ماتي زمينه نه وى برابره، نو ځينې وختونه راسره يوه روپۍ هم جيب کې نه وي، نو مجبور وم، چې کور په کليو ګرځيدلى وى او په يوه او بل چا مې روژه ماتى کړى وى.))
که څه هم په دې کار سره له غريبانو او بېوزلو سره ډېره مرسته شوي، خو يو شمېر يې بيا وايي، چې له روژې بې غېر دې هم له دوى سره د مالدارو او حيريه مؤسسو له لوري دا رنګه مرسته جاري شي.
د خوست په لوى جومات کې له روژه ماتي وروسته يوه بل کس عزت الله روهي ويب پاڼې ته وويل: (( له دې کاره خو موږ ډېر خوښ يو، دا ډېر غټ د ثواب کار شوى، خو کاش له روژې وروسته هم له موږ سره او زموږ په څېر له هغو خلکو سره مرسته وشي، چې څه نه لري او مرسته کول ورسره ستر خېر دى.))
دا د روژه ماتي پروګرام د عربي متحده اماراتو د (هلال احمر) خيريه مؤسسې له لوري برابر شوى او هر ماښام ٣٠٠ کسانو ته ډوډۍ ورکول کيږي.
د دې بنسټ يوه راضاکاره محمد الطاف روهي ويب پاڼې ته وويل، چې دوى د روژې له لومړۍ ورځې دا پروګرام پيل کړى او تر ديرشمې روژې به يې وغځوي.
هغه وايي: (( موږ دا کار د روژې له پيله شروع کړى او تر پايه به جاري وي، موږ دلته پلوي وريجې، غوښته، جوس او بېلابېله ميوه برابروو، ټاکلي ٣٠٠ کسانو ته ډوډۍ برابروو، خو کله ناکله ٢٠ او ٣٠ کسان زيات شي، خو زموږ ډوډۍ نه کميږي، ځکه ډېره پخوو.))
د هلال احمر دغه رضاکاره وايي، چې اوس له دوى سره د ترکيې هېواد له لوري مرسته شوي او په لړ کې به يې د خوست په لس زره کورنيو، غواړي، وريجې، نور خوراکي توکي او د اختر کالي وويشي.
په همدې حال کې خوست والي عبدالجبار نعيمي بيا وايي، چې دوى هم د خوست په مرکز او ولسواليو کې له يو شمېر خلکو سره د روژه ماتي لپاره يو لړ مرستې کړي دي، خو نوموړى له سوداګرو او مالداره خلکو غواړي، چې د روژې په مياشت کې له غريبو کې سره لاسنيوى وکړي.