
چې دی پروت یمه کوڅه کې
دا می مینه لیونۍ ده
له دی سترګوېی معلومیږي
چې دا پیغله غرڅنۍ ده
دا چې واورو کې شين شوی
ښکاري ګل د پسرلۍ ده
دا چې دنګه ده په ونه
دا ھرومرو خوستۍ ده
چې نقیب زړګی ېی وړی
دا ھماغه ساده ګۍ ده
نقيب الرحمن لکڼوال