حکمتيار ته!

د زړه خواله درسره کومه حکمتیار صیب
په احترام په درناوی زمونږه یار صیب
معافی غواړم که خبری می اوږدی دی
خفه نشی که ځه هم لږی ترخی دی
بی له شکه مجاهد وی د وختونو
ښه باتور ښه میړنی وی بی درکه
په وطن باندی مین وی هم له زړه نه
شک یی نه ګڼم هم وی وطن پرست
د خپل وخت وی یوعالی سیاستمدار
په هر څه باندی هم پوه خبردار
هم لرلو مو دا دومره طاقت ډیر
ښه تنظیم او قوت ډیر
او پوهیږم چی مو روس کړلو په ګونډو
هر غاصب درنه هم وتښتید په منډو
د اسلام او دوطن احساسس مو ډیر
دغه لار کی تل له سره وی پری تیر
د هیواد دهر یو قوم سه مو وه مینه
ټول ګڼل مو د لاس ګوتی لکه ورونه
اوس مهال هم همیشه کوی جهاد
تاسوغواړی چی وطن مو شی ازاد
دښکیلاک لپاره هم یی یو سنګر
کلک ولاړ په مقابل کی لکه سپر
افسوس چی د یو څه پکی کمی وه خو
د زعیم لپاره تل دغه حتمی وه
هیڅ احساس مو نلرودقوم پرستی
نه باورمودرلوده په پښتوپښتونولی
د خوشال بابا دخولی دغه یو شعر
کاشکی ټول پی پوهیدی په زوراو زیر
کاشکی ځوان د پښتانه په ننګ کی مړ وی
هسی نه چی هدیری ته درومی له تلتکه
خو دا یوه خبره کومه درته سپینه
پښتنو سه درلوده مو نه هیڅ مینه
د پښتون نه مو بل قوم ګاڼه بهتر
پښتنو باندی مو نه وه ښه باور
منمه چی تنظیم مو ښه ملی وه
دهرقوم لپاره ځای پکی خوندی وه
پښتانه پکی هم ډیر
دوطن په کچه ډیریی وه هم شمیر
په تنظیم کی مو چی کوم یو پښتانه وه
د قوم پرستی احساس نه تل خو بیګانه وه
قضاوت راته پدی هکله هم ګران دی
ډیر جرت راته پدی هکله هم ګران دی
په تنظم باندی مو تل وه دا یو تور
د پښتنو د مشرانو د مرګ پور
چی ستاسو دی تنظم دومره وژلی
پښتانه یی په هرځای دی ربړولی
دغه کار به کوه تل ستاسو یو زوم
هر سړی پری ښه خبردی او مالوم
نه پوهیږم تاسو وی په دی خبر
که دا کار مو زوم کولو په خپل سر
یا خو دا چی ستاسو وه به ورسره لاس
چی کوم کار به بی کولو بی حراس
یا به کړه استفاده ستاسی له نوم
دتعاصب نه وه داکار یی تل معلوم
ده نیول په په نامه د جاسوسانو
یا په نوم د پښتنو افغان میلتانو
ډیر مو مړه کړلو سران د پښتنو
پښتنو کی مدبیره د شملو
د تعاصب نه به یی ډک کاوه چلند
په وژلو به یی اخیستلو ورله خوند
په نامه د پښتون چا نکړه خبره
غوځولو به یی سر تری برابره
یا به وه پی دا ټاپه د افغان ملت
یابه وه پری دجاسوس ددی ملت
نوموړی ډیر اشخاص زمونږ وژلی
په سلهاو پښتانه چی ما لیدلی
افغان ملت ته به یی وه دغه خطاب
دوی کافر دی رحم ونکړی په باب
دبل قوم نه دوژلو یی مانه دی اوریدلی
نه پدی هکله هیڅ چا کله ویلی
بیا هم وایم حکمتیار صیب پدی حال
ستاسولاس به پکی نه وه هغه مهال
یا کیدی شی تاسو نه وی پری حبر
په خالت د پښتنو د لر او بر
اوس پوهیږم چی دا حس مو جبران کړی
پدی باب مو هر سری هم حیرا ن کړی
ستاسو لاندی شعر نه معلومیږی
ښه پښتو او پښتونواله احساسیږی
ټوپک بریږده رباب واخله نڅا پیل کړه
ستا مسلک کی لدی غوره هنر نشته
اوس احساس لری ښه ډیر لکه پښتون
د پښتو او پښتونوالی سره کړی مو تړون
اوس دا دواړه توکی دی ستاسو ملګری
یو اسلام او بل پښتو دی ملغرلی
خو افسوس چی اوس ناوخت دی
پښتنو باندی راغلی سخت حالت دی
کاشکی تاسو دا پښتو هغه وخت کړلای
د اسلام سره مو یو ځای ښه کولای
اوس په نه وایی دا حالت د پښتنو
نه مرګ ژوبله په دی قوم لا د مودو
نه به وی دغه ټولواله د شمال
چی هیواد یی کړو بد مرغه پدی حال
هم یی ورکړلو په لاس کی د ښکیلاک
ورته وریی کړلو هر افغان په واک
که هغه مهال اسلام سره موکړی وی پښتو
دا حالت به اوس بدل دپښتنو
افغانان به وی ارا م او په کراره
نه به دومره ووی جګړی او ناقراره
نتیجه کی مو ګڼمه زه مسول
هسی نه ده زه یی وایم په اوصول
افرین شه خو بیا هم په څو څو واره
چی خرڅ نشوی په ډالرو په کالداره
د وطن جهاد ته بیا مو کړلی ګوتی
تیروی په دغه لاره کی هم سختی
ته پخوا د سره قوت سه جنګیدلی
اوس مها ل په مقابل د امریکا کی دریدلی
ربانی دی نور یاران او که سیاف
په امریکا یی ځان خرڅ کړی دی ښه صاف
چی د روس په مقابل کی جنګیده هغه مهال
هعه ټول دی تالی څټی امریکا سره خوشال
غلامان دامریکا دی ټول پوهیږی
له مارشاله نه نیولی په محقق باندی ختمیږی
یو دا ته پکی وی نر چی تسلیم نشوی
د پیسو او امتیازاتو او ډالرو مقیم نشوی