په سوله کې

په ســوله کې به ژونــد وي په ګـــلونو کې ژوندون
بې ســولې کله کـیږي په جــــنګونـو کې ژوندون
هـــره ورځ یـــې اورمـــه چې الـله فـلانې مړ شو
بس تـیر مـــو شو په داسې اوازونـــو کې ژوندون
دا ټــولـــه نــړۍ خـــپل وطــن کـې اوسي پـه ارام
پښـتون جانان مې تـیر شو سفرونــو کې ژوندون
الله دې یې سمسور کړي دا وطن د افـــغانــــانـــو
چې تیر کــړي په ارام نـــور په کورونـو کې ژوندون
د اوښــکو قافلې مې چې روانې دي له ســترګو
تــیریــږي مـــــې په درد او پـــرهـــرونو کې ژوندون
یوه ورځ به د خوستي په جنازه خلک راټول شي
خو تیر به یی وي په ډیـــر ارمـــانو نو کـې ژوندون\"په