آيا ګل آغا شېرزی به په رښتيا  د کابل ښاروال شي ؟


له څه مودې راهيسې په حکومت کې ديو لړ بدلونونو ګونګسې اورېدل کيږي ، په دې لړ کې دا آوازه هم خپره ده ، چې دکندهار پخوانی اود ننګرهار اوسنی والي ګل آغا شېرزی د کابل د ښاروال په توګه ټاکل کيږي .
ګل آغا شېرزی په کندهار او ننګرهار کې د بيارغاونې د کارونو له امله د بولډوزر په نامه ، البته په تعميري مانا ، شهر موندلی . خلک وايي ، چې کوم ځای وران وي او څوک يې نه جوړوي نو شېرزی ورولېږﺉ . د خوست يو تن اوسېدونکي په ارمان سره وويل ، چې کاشکې شېرزی په خوست کې والي شي .
داچې شېرزي ته د کار د پهلوان په سترګه کتل کيږي له حقيقت څخه ډېره لرې هم نه ده ، ځکه له کومې ورځې چې ګل آغا شېرزی له کندهار څخه تللی دآبادۍ کارونه هلته په ټپه درېدلي . ماته يو دوست په کندهار کې خرقې شريف ته مخامخ د 500 مترو په اندازه خامه سړک راوښود او ويې ويل ، چې دګل آغا شېرزي له تګ سره دا 500 متره سړک چې ترې نيمکاره پاتې و ، همداسې پاتې دی او بياچا لاس نه دی وروړی . د کندهار غوندې مهم ولايت ته د اسدالله خالد په نامه يو والي ورلېږل شوی ، چې خلک يې د عياشۍ د قهرمان په توګه پېژني . په کندهار کې د اسدالله خالد د ټاکل کېدو لامل له خليلزاد سره له کوم بل لوري د ده نږدې اړيکي بلل کيږی . ځيني خلک وايي ، چې کندهار ته ځکه مهم او پياوړی والي نه ورلېږل کيږي ، چې بيا به د احمد ولي کرزي واکونه له چلېنج سره مخ کړي . احمد ولي کرزی ، چې د ولس مشر ورور او په کندهار کې د ولايتي شورا رييس دی په واقعيت کې د کندهار هر کاره دی او اسدالله خالد يوازې د سمبول په توګه ناست وي . خو کاشکې ، چې احمد ولي کرزي خو کندهار ته خدمت کړی وای ، له بدمرغه هغه ته په کندهار کې د فساد او لانجو دمنبع په سترګه کتل کيږي .
په ننګرهار کې هم خبره داسې وه ، تر څو چې هلته حاجي دين محمد والي و د چا خبره لوټه يې پر لوټه نه وه ايښې او يوازينی کار يې دا و، چې خپلې ولسوالۍ ته يې سړک پوخ کړ او بس .
خو پر ګل آغاشېرزي هم تورونه دي ، چې دی ساختماني شرکتونه لري او د آبادۍ ټول کارونه خپلو شرکتونو ته په ټېکه ورکوي ، نو ځکه لګيا دی کار کوي . موږ وايو ، چې کاشکې ټولو واليانو ساختماني شرکتونه جوړ کړې وای ، که ځانته يې ګټه کوله يو څه خو به يې آبادي هم کړې وای ، له بده مرغه دوی خو يوازې د ورانۍ شرکتونه جوړوي .
نه پوهېږم ، په رښتيا چارواکي غواړي چې کابل د ګل آغا شېرزي په لاس جوړ کړي او که دا هم د هغه خوستي په څېر د کابليانو ارمان دی ، چې د آوازې بڼه یې نيولې ده . ځکه چې کابليان هم له اوسني ښاروال څخه ناهيلي دي او ويل کيږي ، هغه مهال چې ولس مشر کرزی پر سفر تللی و ، دی د لومړي مرستيال او د ولس مشر د نايب ضياءمسعود له خوا په کودتايی بڼه ښاروال شو . اوسنی ښاورال د جميعت پخوانی غړی او دښځې له خوا د يونس قانوني خپلوان کيږي .
په پای کې غواړم دوه خبرې وکړم ، يو دا چې که څوک وغواړي کار وکړي داسې نه ده چې د کار امکانات نه شته ، په هماغه يو ولايت کې يو والي کار کولی شي او بل بيا پلمې کوي او دليل دا دی ، چې څوک خپل کار کوي اوڅوک هم د خلکو کار . خوشال بابا څه ښه ويلي :
وګړي واړه کارونه خپل کا مردان هغه دي چې کار د بل کا
دويمه خبره ، داسې نه ده چې ولس خپل خادمان نه پېژني او د خدمت په قدر نه پوهيږي ، داسې خلک لکه ګل آغا شېرزی چې يو وخت قوماندان هم و او خلک وايي ، چې د وطن تر څنګ د خپل جېب غم هم خوري ، خو بيا هم په نېکه يادیږي او د خلکو تر منځ يې محبوبيت پيدا کړی .
زموږ بدمرغي دا ده چې اوس تر نېک نامه ، له نغده ګټې سره مينه ډېره زياته شوې او هغه پخواني ارزښتونه نور ارزښتونه نه بلل کيږي .