دا سمه ده ، چې غم له موږه نه شرمېږي او دا دېرش کاله يو د پاسه بل را روان وي . غم هماغه غم وي ، يوازې نوم يې بدل وي .
داسمه ده ، چې نړيوال او سيمه ييز جلادان نه زموږ پر وژلو شرمېږي ، نه يې زموږ پر قتلولو زړونه سړيږي او نه خو يې زموږ پر وينو تنده ماتيږي . خو دا موږ هم ډېر بې شرمه يو، له سرسړي څخه نيولي تر ورستي سړي پورې .
که زموږ د سر سړي شرم درلودای ، نو دا خبره به يې نه کولی چې بالا زغم نه لرو ! ځکه همدا اوس يې ، چې په هلمند کې بيا درې سوه راته ووژل ، نويې څه وکړل ، دا څنګه زغم دی ، چې نه خلاصيږي ؟
اوس خو هر څوک پوهېږي ، چې د ده په خوله څوک تريخ پياز هم نه ماتوي او د ده توپير له شاه شجاع سره يوازې په نومونو کې دی . يو چاماته ويل ، چې د سر سړی دميرويس کېدواو احمدشاه کېدوخوبونه ويني او د رښتيا کېدو ډاد يې هم راکولو . هو ! د ده خوب رښتيا شو ، خو يوازې د دوو نسلونو په توپير سره يعنې د خوب تعبير يې د نيکه پر ځای پر لمسي ولګېده .
اوس خو زموږ هغه شک په رښتيا بدل شوی ، چې څوک د سرکرسۍ ته راځي لومړی په بلواکتون کې عمليات کيږي ، احساس او وجدان دواړه ترې ايستل کيږي او په عوض کې د لافو او پټاقو يو هورمون ورپېچکاري کيږي . که داسې نه وي ، د دې پر ځای چې کمپ ډېوېډ ته د لوی بادار پايبوسۍ ته ورځي او يا د څېړنې لپاره بيا کوم کميسون ټاکي ، وجدان او احساس خو دا وايي ، چې لوی بادار ته خپله استعفا وروليږي .
د دفاع وزير ، کورنيوچارو وزير ، د امنيت د رييس او پارلمان په اړه خو هېڅ هم نه وايم ، خو زه وايم چې دا موږ هم هېڅ نه شرميږو !
دا خو پر ځای پرېږده ، چې سره يوه خوله شو او په ګډه سره د د غو عام وژنو په اړه غږ جګ کړو ، عمومي کاربنديز وکړو ، لاريونونه وکړواو يا لکه ګاندي له اشغالګرو اوهمداراز د طالب په نامه له بلواکه جلادانو سره د عدم همکارۍ اعلان وکړو ، د دې پر ځای بيا ورځو دهمدغو بې شرمو ملاتړ کوو ، په ټاکنو کې يې برخه اخلو همدوی او يا دوی ته ورته نورو بې شرموته رايه هم ورکوو .
نو تاسو په خپله قضاوت وکړﺉ ، چې ګناه د چا ده او بې شرمه څوک دي !؟
وروستي