د ترهګرى(تروريزم) عوامل او سرچينې

لکه چې پوهيږو چې هر عمل عامل لري او عوامل دي چې د بل لوري د پارونې (عکس العمل) سبب کيږي نو پدې بنسټ ويلی شو چې هر ډول تروريزم د يو ډول عواملو څخه رامنځ ته کيږي.
په نړۍ کې د ترورستي اعمالو سرچينې او عوامل د مذهبي، سياسي ، انتقامي، قومي، ژبني، اقتصادي، د مخدره توکو قاچاق د حرفوي او مسلکي ترورستانو او د نورو تيريو، زورونو، او ډول ډول اختلافاتو او مشکلاتو، ناپوهيو له وجې رامنځ ته کيږي .
 د بيلګې په توګه ويلى شوچې دانګريزانو استعمارپه نړۍ کې د پخوانيود ډېريو ترورستي جناياتو اونني تروريزم مسؤليت په غاړه لري، انګريزي استعمار په نړۍ کې (٥٣) هيوادونه اشغال کړي وو، ياد شوي ملکونه دانګريزانو لخوا په مکر، فرېب او ځيني يې د زور له لارې نيولي وو، چې د اشغال شويو هيوادونو د خلکو لخوا د انګريزانو پر وړاندې د ازادۍ د اخيستلو لپاره سختې جګړې ترسره شوي دي، چې له هغې جملې څخه يو هم د افغانستان خلک وو، چې انګريزانو ته په نړۍ کې بل چا داسې شرموونکي ماتي نه دي ورکړي لکه افغانانو چې په دريو بېلو بېلو جګړو کې مات کړي دي او دا اوس چې د امريکايانو او نورو غربي قواؤ سره افغانستان ته راغلي دې، دافغان، انګليس څلورمه جګړه ورته ويلى شو په دې څلورمه جګړه کې هم د سختې ماتې سره مخ شول، خبري رسنيو وويل چې: انګريزانو د هلمند د سنګين په ولسوالۍ کې د طالبانو لخوا سنګين تلفات وليدل.
دا بله ورځ ( ٢٥-٤-١٣٩٢هـ ، ش) کال د آزادې راديو او نورو رسنيو راپورونه خپاره کړل چې په افغانستان کې په (٢٠١٣م) کال کې د هغو ځانوژونکو انګريزي عسکرو شمېره له هغو انګريزانو څخه  زياته ده چې په جګړه کې وژل شوي دي، د وژل شويو کورنۍ وايي چې دوى ځکه ځانونه وژلي دي چې پوره مرستې نه ورسره کيدلې، چې له کبله يې ليونيان شوي وو او خپل ځانونه يې وژلي دي.        بايد ووايو چې دا لمړى ځل نه دى چې انګريزان په افغانستان کې تر دې حد پورې رسيدلي دي چې بې له ځانوژلو څخه يې بله د خلاصون لاره نه وه، دا شان تاريخ شاهد دى چې ډېر انګريزان په افغانستان کې په پخوانيو جګړو کې هم ليونيان شوي دي، سره له دې چې په اوسنيو جګړو کې د پخوا په شان انګريزان د افغانانو له ملي پاڅونونو سره نه دي مخامخ شوي او يوازې د يولږ شمېر طالبانو له خوا چې د انګريزانو په شان ښې او پر مخ تللي وسلې هم نه لري د داسې تباهيو او بدناميو سره مخامخ شول.
د يادولو وړ ده چې پخپله انګريزان هم  په خپلو له شرمه ډکو ماتو باندې اعتراف کوي، د افغان، انګريز د لمړۍ جګړې يو ګډونوال اوعېني شاهد(سړوينسينټ ايري) چې دافغان لوى آتل(وزير محمد اکبر خان) سره اسير ؤ په خپلو خاطرو کې ليکي: ... د برتانيې د پوځ انرژي هېڅکله هم په دغه شان جنګ کې نه وه کارول شوي، او کله هم د برتانيې نوم او وياړلى شهرت په ټول ختيځ کې له داسې خطر سره نه ؤ مخامخ شوى، ... هغه بې عزتي چې برتانيه ورسره مخامخ شوه. نوموړى انګريز د خپلو خاطرو په پاى کې وايي: خداى(ج) پوهيږي چې که دا پېښې چې ما بيان کړې، نه واى پېښې، ما به خپل ښى لاس نذر ورکړى واى، خو چې دا رنګه پېښې رامنځ ته شوي دي، زه يې ولې پټې کړم؟ ايا د يو پوځ ورکيدل هڅ خبره نه ده؟ ايا زموږ ملي ګټې د غمونو او شرم د داسې نه اوريدلو کېسو په پټاوي پرمختيا کوي؟ .       [ دکابل پاڅون ]
انګريزانو په افغانستان کې  د خپلو شرموونکو تباهيو د غچ اخيستلو لپاره خپلې شېطاني موخې پلي کړې چې د افغانستان يوه اندازه خاوره د ډيورنډ د منحوسې کرښې په نوم جدا کړه او له هند څخه يې هم د سند، پنجاب او بنګال سيمې بېلې کړې، د کشمير هيواد يې هم په منځ نيم کړ او د پاکستان په نوم يې يو ناپاک ترورست هيواد جوړ کړ چې ټوله نړۍ يې له ترورستي اعمالو څخه تر ستوني پورې راغلي ده چې له شرڅخه يې پخپله انګريزان هم په آرامۍ کې پاتې نه شول، د پاکستان د تروريزم د رامنځ ته کيدو مسؤليت په لمړي قدم کې د انګريزانو په غاړه دى او اصل عاملين يې دوى دي.
دا شان په نړۍ کې د مسلمانانو د ځپلو او غچ اخيستلو پخاطر د يو بل ترورستي حکومت بنسټ ايښودونکې او عاملين د اشغالګرو انګريزانو استعمار دى چې له امله يې د نړۍ په ډېرو سيمو کې ترورستي کړنې تر سره کيږي، چې هغه د اسرايلود صهيونستي حکومت رامنځ ته کول دي چې په کال (١٩١٧م) کې د بلفور ناوړه تړون چې په (١٩٤٧م) کې يې د فلسطين خاوره ووېشله او په (١٩٤٨م) کې د اسرايلو د دولت د جوړولو زمينه يې رامنځ ته کړه.
انګريزان له فلسطين څخه په کال (١٩٤٨م) کې ووتل خو تر شا يې د پاکستان څخه هم ناوړه يو ترورست حکومت پريښود، چې دغه ترورستي حکومت به يوه ورځ د نړۍ د ورانولو سبب وګرځي.
داسرايلو صهيونيستانو د تروروستي اعمالوعوامل دا دي چې تروريزم (ظلم اوتيرى) د دوي په روح ،وينه ،مذهب اوسياست کې ګډ اوآخښل شوى دي دا وجه ده چې د نړۍ په ډيرو سيموکې يې د تاريخ په اوږدو کې ډول ډول ترورستي کړنې ترسره کړي دي اوترسره کوي يي ، اوتروريزم يې ورځني اخلاق ، کسب اوکار ګرځيدلي دي داسرايلو د تروريزم  لاملونه د ننه په دوي کې مذهبي ، نژادي، سياسي اونور اختلافات دي، او په دې عقيده دي چې: (موږ په ټولو قومونو کې خداى غوره کړي يو.)                     [ د تورات د تثنيه سِفر ١٤: ٢]
او وايي چې په ټولو قومونو باندې لوړ او حاکم يو او خداى موږ ته د نورو قومونو پر وړاندې دهر ډول کړنو واک راکړى دى، په دې ګروهه دي چې: (موږ د خدا‌ى قوم يو.) [ د تورات د خروج سِفر او نور]
داشان ديوشمير حکومتونو د ترورستي فعاليتونوعوامل د خپل قدرت سا تل دي دا ډول حکومتونه چې په غيرمشروع توګه لکه د کودتاوو اود نوروغيرد موکراتيکو اوغيراصولي لارو څخه واک ته رسيدلي وي په دې پوهيږي چې يوه ورځ به د خلکو دعمومي پاڅون سره مخامخ کيږي نوله دې کبله تل په ويره کې اوسيږي نو د خلکو په ويرولو(تروريزم) پيل کوي چې لاملونه يې د دوى خپل ډاراو ويره ده چې ښې بېلګې يې د روان کال(١٣٩٢هـ ش) د سرطان په مياشت کې د مصر د پوځ له خوا د مصر انتخابي حکومت له منځه وړل دي، چې د مصر ولسمشر يې بندي کړ او ډېر سوله ائيز مظاهرچيان يې په ډزو سره ووژل د مصر د اخون المسمين ګونډ اونورو اسلامي ګوندونو له خوا مظاهرې روانې دي، موږ حيران دې ته يو چې نړيوالو د مصر پوځي کودتا ته (کودتا) ونه ويل، په داسې حال کې چې تل د ديموکراسې څخه نارې وهي خوصوصاً د امريکا حکومت وويل چې موږ په دې باندې فکر کوو چې دمصر دغه پوځي عمل ته کودتا ووايو که نه ؟.
د سوريې جګړه چې دحکومت او نورو ډلو لخوا چې اوس روانه ده او تر اوسه پورې تر سلوزرو کسانو پورې په کې وژل شوي دي د سوريې د حکومت د تروريزم يوه ښه بلګه ده چې مخالفين د انتخاباتو غوښتونکي دي او بشارالاسد له قدرت څخه لاس نه اخل ي چې عامل يې د اسد دقدرت ساتل او واک نه پريښودل دي.
د فرانسې د(١٧٨٩م)کال انقلاب اوهم په افغانستان کې کودتايي حکومتونه يې هم ښه مثالونه دي.
داشان هغه ډلي چې ځانونه قدرت ته (د دوي په نظر) له لنډواواسانو لاروڅخه رسول غواړي د يومشروع حکومت پروړاندې ترورستي اعمال  ترسره کوي چې د دوي د تروريزم لاملونه قدرت ته دغيرقانوني لاروڅخه رسول دي .
د تروريزم دعاملينو له جملې څخه هغه زوروراو استعماري دولتونه هم دي چې د دوی په نظر د تروريزم پر وړاندې عادلانه جګړه کوي خو له بده مرغه چې دوی پخپله د تروريزم په رامنځ ته کولو کې مستقيم او لوی لاس لري، او هغه هېوادونه چې په نسبي آرامۍ کې اوسيږي د زورورو هېوادونو د تیریو له امله د تروریزم ښکار شوي دي چې ښې بیلګې یې د افغانستان په خاوره باندې د روسانو تیری ؤ، چې په وړاندې یې پاکستان،ایران ، غربي او عربي هیوداونو د استخباراتو لخوا د مقاومت تنظیمونه رامینځ ته شول او کله چې روسان له افغانستان څخه ووتل دغه جوړشویو تنظیمونو د افغانستان په هره سیمه کې خپل سري تروریستی واکمنۍ رامنځ ته کړې چې د افغانانو پر وړاند‎ې یې هر ډول تروریستي اعمال ترسره کړل چې د افغانستان خلک تر نن ورځې پورې د همدغو تروریستي ډلو لخوا کړیږي چې د دا ډول تروريزم اصلي عاملین په لومړي قدم کې د روسانو تیری ؤ او په دوهم قدم کې هغه هېوادونه دي چې د افغاني تنظمونو په جوړولو کې یې مرسته کړي وه چې وروسته د ډاکټر نجیب الله د حکومت له سقوط څخه یې نوموړي  تنظیمونو ته په ډېرې بې مسؤلیتي او بې باکۍ سره  قدرت په لاس ورکړ او په خپله یې افغانستان ته شا کړه چې د همدغو تنظیمونو او غربیانو له لاسه افغانستان لا پسې تباه شو.
په افغانستان او په نړۍ کې د تروريزم د عاملينو يوه بله بېلګه وروسته د روسانو له وتلو څخه د امریکايانوتېری دی چې د تروريزم د له منځه وړلو په نوم يې پر افغانستان، عراق اوليبيا هيوادنو باندې يرغل وکړ او د طالبانو، صدام حسېن او د قذافي په حکومتونو کې چې امنيت پکې پلی ؤ له منځه يوړل ، امریکایانو په يادوشويو هېوادنوکې بې شمېره ډول ډول ترورستي عملیات ترسره کړل، چې وروسته د دوی د وتلو څخه به په افغانستان کې داسې دوامدار تروريزم تر شا پریږدي چې مخنیوی به یې ټوله نړۍ هم په اسانۍ سره ونه کړی شي، چې په راروان تروریزم کې به دواړو خواوو ته افغانان ووژل شي چې دا راتلونکی تروریزم به د عراق ، ليبيا او د سوريې هیوادونو په شان وي، په عراق کې ننی تروریزم د همدغو امریکایانو او غربیانو له خوا رامنځ ته شو په عراق کې د صدام حسېن په واکمنۍ کې ټولو عراقیانو ( سنیان، کردان ، شعیه ګان او نورو) په سوله او ورورۍ کې  ژوند کولو خو اوس ټول نړیوال ویني چې وروسته د امریکایانو له وتلو څخه په عراق کې څه ډول تروریزم  يې تر شا پریښود چې د امریکایانو لخوا په را مینځته شوي تروریزم کې د عراق خلک د شیعه، سنی او په نورو ډول ډول نومونو سره یو تر بل وژل کیږي چې دا لړۍ لا پسې روانه ده چې د مخنیوی لارې یې په اسانی سره نه تر سترګو کیږي.
یو بل لوی او دولتي تروریزم چې د پخوانی کمونیست هیوادونو شوروی اتحاد، چین او د امریکا هیوادونو لخوا رامنځ ته شو هغه د یوې متحدې کوریا ویشل دي چې په کال(  ) کې د یادوشویو هیوادونو لخوا په جنوبی او شمالی کوریاګانو باندې وویشل شوه چې شمالي کوریا  د روسانو او چینایانو لخوا حمایه کیدله او جنوبی کوریا د امریکایانو لخوا او اوس هم عملاً حمایه کیږی او تر(۳۰۰۰۰) پورې امریکایي پوځیان په نوموړي هيواد کې موجود دي، دغو دواړو کوریاګانو په خپلو منځو کې جګړي کړي چې په زرګونو کوريایانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او اوس هم هره ورځ شمالي کوریا چې په اټومي وسله باندې سمبال   هیواد دی جنوبي کوریا، جاپان او امریکا ته ګواښونه کوي.
داشان امريکايانو او پخواني شوروي اتحاد او د چين هيوادونو د ويتنام متحد هيواد په کال (١٩٦٥م) کې په دؤ برخو جنوبي او شمالي ويتنام باندې وويشلو، چې په پاى کې يې ښه ډېر بې ګناه ويتناميان ووژل اواوامريکايان د خپلو متحدينو سره په څه خواريو په منډه خلاص شول او په ويتنام کې يې تراوسه پورې د هغو کمياوي زهرجنو موادو اغېزې پاتې دي چې دوى په خپله د ويتناميانو په ځنګونو باندې شيندلي وو چې اوس يې په خپله د پاکولو په چارو لګيا دي.                                                                                                                لکه چې ومويل چې د تروريزم دعواملوله جملي څخه دنړۍ دخلکو ترمنځ مذهبي اختلافات هم ډيراغېزلري دا وجه ده چې په نړۍ کې د مذهبي تعصبونوله امله ډير شمېرخلک وژل کيږي .
دنړۍ په رښتنيواسماني اديانو کې تروريزم (ظلم) رد شوى دى خوله بده مرغه چې د دغواسماني اديانوپه نازل شويوپه کتابونوکې د دوي د پيروانواو مشرانو لخوا په لويه کچه لاسوهنې (تحريفات) ترسره شوي دي چې له امله يې تروريزم ته راولى ورکړشوى دى چې ښه بلګه يې په تورات شريف کې د يهودانو د ځينو ډلولاسوهنې دي.
دا ډول دعيسوي پادريانولخوا هم د انجيل رښتيني احکام د دوي دګټو په خاطر اړول شوي دي چي د صلبي جګړود ترورستي اعمالوعاملين د عېسوي پادريانو لخوا په الهي احکامو کې ناوړه تاويلات دي چي په مناسب ځاى کې به پرې رڼاواچوو.
دايټاليا د پنځلسمې عيسوي پېړۍ فېلسوف او سياستوال (نکلاى مکياولي) عقايد چې (دنوي استبداد فلسفه) ورته  وايي نوموړي د نوي استبداد په نوم چې کومه  کړنلاره وليکله د ده  ګروهې د ده په مشهور کتاب  (  prince پرېنس = پاچاه ) چې د (١٥١٣م) په اواخرو کې يې ليکى دى د نوموړي کتاب څخه ځېنې هغه مطالب چې په تروريزم پورې اړه لري په لنډه توګه رانقلوو:
 د مکياولي نظريات ډېر مخالفين او پلويان لري، نوموړى ځيني خلک د سياست په ډګر کې استاد بولي او د ده کتاب يې د آسماني سياست کتاب بللى دى،  ځينو نورو د ايټاليي د پېغمبرانو څخه بللى او د ده کتاب د اروپا د سياسي انجيل په نوم پېژني.
او د مکياولي له کتابونو څخه د روم کليسا کرکه کړي او هغه يې نجس ګڼلي او مکياولي يې د شېطان سره پرتله کړى دى او وايي چې مکياولې پخپله ابليس دى چې د انسان په جامه کې راغلى ؤ او دغه کتابونه يې ليکلي او خلکو ته يې د فتنې اچولو په خاطر پرايښي دي او په خپله تللى دى. (شهريار ص ١٥)
مکيا ولي په پرېنس نومي کتاب کې خپل تروريستي افکار په دې ډول ليکلي دي:
 
د اعمالو دوه لارې دي لومړى د قوانينو طريقې دي او دوهم د زور(تروريزم) لاره ده لومړنى لاره د انسانانو لپاره او دوهمه د ځناورو لپاره ده  خو دا چې لومړنى لاره تقريباً اغيزمنه نه ده نو د ناچارۍ او احتياج له مخې بايد دوهمه حيواني لاره خپله کړو.[ شهريار ص١٠٦]
پاچا بايد پوه شي چې څه ډول په عاقلانه توګه وي د ځناورو کړنې او صفات وکاروي نو لازمه ده چې د حيواني خصوصياتو څخه د زمري او ګيدړې طبيعتونه خپل کړي، ځکه چې زمرى نه شي کولى چې ځان له دامونو څخه وساتي او ګيدړه هم د ليوه له پنجو څخه ځان نه شي خلاصولى نو پاچا بايد د ګيدړې له صفاتو سره اشنا وي چې دامونه وپيژني او بايد د زمري صفت هم ولري چې ليوه وتښتوي، يواځې د زمري له صفاتو څخه ګته اخيستنه هم عاقلانه سياست نه دى او په همدې دليل يو پوه پاچا نه شي کولى چې په خپل قول ولاړ وي او خپل تړونونه وساتي که چيرې خپلې وعدې وساتي نو د پاچا لپاره زيانمنې تماميږي... او هر پاچا چې د ګيدړې رولونه کارولي دي بريالى دي.[ شهريارص١٠٧]
مکيا ولي زياتوي: هېڅ لازمه نه ده چې يو پاچاه ښه او نيک صفات ولري خو بايده دي چې داسې وښيي چې نوموړى د ټولو ښو او درنو صفاتو خاوند دى چې دا به ډېره په ګټه تمام شي د بيلګې په توګه خلک بايد ووايي چې: پاچا رحم لرونکى، وفا دار، عاطفه لرونکى، بشردوست، متدين او د ښو کړنو څښتن دى... خو له بل پلوه د پاچا فکري تعادل داسې بايد وي چې که کومه ورځ ضرورت رامنځ ته شو بايد د پورته صفاتو برعکس وي... د دې لپاره چې خپل هېواد يې ساتلى وي يو پاچا بايد د خپل عهد او ميثاق، ترحم، انسانيت او حتى د خپل مذهب په وړاندې هم ودريږي، پاچا بايد خپل فکر ته تغير ورکړاى شي لکه د لوړ او ټيټ او د تقدير بادونه چې دې خوا او اې خوا تاويږي.[ شهريار ص١٠٨]
مکياولي وايي: ... د خپلو هېوادوالو وژل، د خپلو دوستانو سره خيانت کول، د شرافت او حيثيت نه درلودل، د رحم، رحمت، او مذهب نه لرل دا ډول خصلتونه او صفتونه نه شو کولى چې د لياقت او استعداد څخه يې لوړ وبولو، ځکه چې دا هغه وسايل دي چې د دوى په واسطه يواځې سړى لوړو مقامونو ته رسولى شي.
 ښه ظلم او ښې وينې تويول چې پر ځاى ترسره شي نو بد شيان به هم ښه وبولو[ شهريار ص٦٢- ٦٥]
مکياولي د يوه تن پاچاه (سوروس) د فرېب، مکر او وحشت کړنې د بېلګې په توګه ليکلي او په پاى کې وايي  چې  نوموړي پاچاه د زمري له زور او د ګيدړې له مکر او غولونې څخه يې کار اخيستى ؤ.           [ شهريارص ١١٨]
ښاغلي (ډاکټربهاءالدين پارُارګاد) د مکياولي له ليکنواونظريوڅخه په لاندې ډول انتباه اخيستي ده اوليکي:
د حکومت چارواکي قدرت ته د رسيدلو او د قدرت د زياتولو او ساتولو لپاره اجازه لري چې د هر ډول اعمالو لکه زور(تروريزم)،غولونې، تزوير، غدر، خيانت، تقلب، د قول اوتړونونو ماتول او د اخلاقي مقرراتو له منځه وړل عملي کولى شي او هېڅ ډول اعمال د قدرت د رسيدلو او ساتلو په خاطر د حاکم لپاره ممنوعيت نه لري... .[مکتب هاى سياسي ص ١٨٤]
 لکه چې مشهوره ده چې مکياولي وايي : ( وسيله هدف توجيه کوي) د مکياولي مرام دا دى چې د يوه متمرکز او قوي دولت جوړول بايد د کليسا تابع نه وي ...او له يوه مطلقه ظالم او استبدادي نامحدود حکومت څخه ملاتړ دى.
 نوموړى زياتوي: انسان يو سياسي موجود دى او ذاتاً فاسد او فطرتاً شرور او ځان غوښتونکى جوړ(خلق) شوى دى، نو د انسان د شرارت د مخنيوي او نظم راوستلو لپاره هماغه د يوه مطلقه او مقتدر حکوت جوړول دي. دا چې انسان طبعاً بد او خود خوا جوړ شوى دى نو د چارواکو کړنې بايد: طبيعتاً ځان پرستې(اګو‌ئيزم) وي. بله دا چې بايد خپله تګ لاره يې د بد بينى پر بنسټ ولاړه وي اعمال او افعال يې توند(شديد) سخت او ظالمانه وي او کړنې يې حد ونه لري ځکه چې د انسان طبيعت تيرى کوونکي او ګټه غوښټونکى دى، او د انسان غوښتنې حد او سرحد نه لري او تل غواړي چې د مال او مقام موقيعت زيات او لوړ کړي... کشمکش او رقابت د خلکو تر مينځ ټولنه د هرج و مرج (انارشيزم) سره مخامخ اوله امله يې ټولنه له تهديد سره مخ کيږي، مګر دا چې لوړ (مافوق) قدرت د دوى مخه ونيسي او د هغوى د هيلواو غوښتنو مخنيوى وکړي، چارواکي نه يوازې د هېواد جوړونکي دي بلکې د اخلاقو، مذهب، اقتصاد او نورو برخو جوړونکي هم دي که چيرې چارواکي وغواړي چې په قدرت کې پاتې شي او بريالي وي بايد چې د بديو له کولو څخه ونه ډار شي هسې نه چې له شرارتونو څخه لاس واخلي ځکه چې بې له شرارتونو او بديو څخه د دولت ساتل ناشونى کار دى، ځينې تقوا ګانې د خرابۍ او بربادۍ سبب کيږي او ځينې شرارتونه د حکومت د پايښت اوسلامتۍ سبب دي. يواځې يو دولت د زور(تروريزم) له امله بريالى دى او بس.
هېڅ ډول تله او مقياس د عمل د قضاوت لپاره د حاکم په لاس کې نشته بې له سياسي موقيعت او د قدرت له ډيروالي څخه. ټول ټولنيز فکرونه او خيالونه د حاکم د لاس اله ده او هغه نه بايد د حکومت په سياست او اداره کې ورګډ کړي يا يې رعايت وکړي، حاکم په خپله قانون دى او قانون له حاکم څخه اطاعت کوي او حاکم په خپله د قانون له رعايت څخه مستثنىَ دى او قانون د حاکم لخوا باطل او تغيرپه کې راوستلى شي، حاکم د قانون څڅه لوړ دى او هر څه چې وغواړي کولى يې شي.[ مکتب هاى سياسي ص١٨٥]
يوشمېر پوهان په دې اند دي او وايي چې کله د مکياولي (پرېنس) نومى کتاب چې په ترکۍ ژبه وژباړل شو نو عثماني پاچاهانو لومړۍ د خپلو وروڼو په اعدمولو پېل وکړ، داسې نورې ترورستي کړنې چې د هټلر، موسولني، استالين، داسرايلوصهيونستيانو اونورو څخه چې تر سره شوي دي عامل، انګېزه او اغېزه يې د مکياولي افکاربولي چې په ملينونو بې ګناه وګړي يې وژلي دي.
ځيني مسلمانان هم په دې نظر دي چې د دوى فعاليتونه روا جګړه ده خو ډيرځله داسې پېښ شوي دي چې روا اوعادلانه جګړې(جهاد) يې په ترورستي عملياتو بدلې شي چې دې دا ډول ډلو اوحکومتونو د ترورستي اعمالو عوامل د دوى بې احتياطي، افراط اود الهي احکامو سره سمه جګړه نه کول اوخصوصاً نا پوهي ده چې په تير تاريخ کې يو شمر مسلمانان لکه ګوډ تيمور چې ځان يې داسلام لوى عالم، د قران حافظ اوفقهي بللوخو نوموړى د خپلې ناپوهۍ ، کبراوغرور له امله داسلام ترنامه لاندې څه څه جنا يتونه ترسره کړي دي .
همداشان ځيني تش په نوم د مسلمانانو ډلې چې د قرآن کريم آياتونه د خپلې خوښې سره سم               (لکه ديهودانوپه شان سرچپه اړوي ) غلطې اوناوړه ماناوې ترې اخلي اوبيا يې د ناپوهو                  مسلمانانو د غولولو لپاره کاروي او ترورستي کړنې د خداى (ج) لخوا روا او فرض                    اعمال بولي دا ډول ډلې په تاريخ کې د اسماعيليانو په نوم افراطي فرقې وې او په اوس                   محال کې د نړۍ په ډيرو سيمو کې اسماعيليانو ته  ورته ډلې موجودې دي چې غير مسلمانان د خپلو ناپوهيو له امله د دوى د ترورستي کړنو عوامل د اسلام د مقدس دين احکام بولي  .                                                                                      دا  ډول دهېوادونو د اختلافاتو له وجې د يوه هيواد د استخباراتو لخوا خپل مخالف هيواد ته د منظمو ترورستي ډلو ټپلو روزل، استخدامول او لېږدول دي چې ښه بېلګه يې                                        د پاکستان د I. s. I  د استخباراتو  ( شيطاني ) اداره ده چې د پخوانيو اشغالګرو انګريزانو استخباراتو    ( اېنټليجنټ سرويس = ECIVREC  ECNEGILLETNI )پاتې شوني اووارثين دي چې له ډېرې مودې راپدې خوا دافغانستان، هندوستان اونورو هېوادونو پر خلاف ترورستان د کفر او اسلام  په نامه روزي اوبيا يې د تخريبي فعاليتونو لپاره لېږدوي .
دا وو د نړۍ په مختلفو سيمو کې د تروريزم سرچينې او عوامل چې په لنډ ډول پرې رڼا واچول شوه، او په راتلونکي کې به موږ په پوره  توګه  هڅه  وکړو چې د شخص ، ډلې ، (بانډ) او دولتونو د ترورستي اعمالو تاريخي پس منظر چې  په  هغې کې  د تروريزم  عوامل، او سرچېنې شاملې وي تر يوځايه  پورې د څېړنې د اصولو سره سم وڅېړ و  .
 
                                                                                          محمد انور(آڅړ)