د ګلونو  قاتلان

د ګلونو قاتلان راننوتي
زما د خاورې دښمنان راننوتي
هره خوا یې چور تالان راباندې جوړ دی
د نړۍ ټول جلادان راننوتي
دا جنت په سرو لمبو کې رانه سوځي
زما جنت ته شیطانان را ننوتي
دا په نوم د بشریت خلق چې راغلي
انسان نه دي شنه لیوان راننوتي
دا بوستان یې رانه  وخوړ  رب لپاره
جوج ماجوج د ټول جهان راننوتي
چې په خپله د سورکي انګریز غلام دی
په ایمان اه بې ایمان راننوتي
دغفلت د خوبه پاڅه نور خوستیه
په وطن دې لوټ ماران راننوتي \"Photo:1\"}\" data-reactid=\".r[5qq9m]\">Like · · Unfollo