دامريکا نوې ستراتيژي

فلسطين او اسرايل دوه بيل دولتونه .. افغانستان ته هر اړخيزه ستراتيژي .. ايران ته غوره وړانديزونه او يا دګوښيتوب دوام
بايډن دامريکا نوې تګلاره اعلانوي
دامريکا مرستيال ولسمشر جوزيف بايډن تيره ورځ خپله نوې تګلاره دالمان دمونشن په کانفرانس کې اعلان کړه هغه وايې دامريکا نوی حکومت  اوس له نوې تګلارې سره خپلو هڅو ته دوام ورکوي ، نوې تګلاره  له نورو هيوادونو سره داړيکو پربنسټ جوړه ده ،مګر له خپلو دوستانو له ډيرې همکارۍ هيله کوي  .
دمونشن په ۴۶ کانفرانس کې بايډن وويل اروپا ته دنوې ادارې په استازيتوب له نوې تګلارې سره راغلی يم ، هغه وويل امريکا به ټولې نړۍ سره  تراخري بريده دښو اړيکو دساتلو هڅه وکړي مګر له خپلو دوستانو د لا  ډيرې همکارۍ هيله کوي
نوموړي دخپلې وينا په ترڅ کې د فلسطين کړکيچ  ته اشاره وکړه  هغه وويل دفلسطين دکړکيچ حل په دغه سيمه کې داسرايلو ترڅنګ ديو خپلواک فلسطني دولت په جوړلو کې ده که څه هم  اوس ډير ناوخته دی خو  مونږ به دې برخه کې خپلې هڅې لا پسې چټکې کړو  او پر هغه چا به بريالي شو چې د کړکيچ پر  دوام ټينګار  کوي
هر اړخيزه ستراتيژي
نوموړي  دترهګرۍ پر واړاندې د ولسمشر  ددريځ په اړه وويل : دامريکا متحه ايالات هڅه کوي خپلې موخې مشخصې او واضحه  کړي ،  چې د نه پلې کيدو په صورت کې  به  يې پړه دوی پخپله  او ددوی د دوستان  پر غاړه ولري
هغه وويل ددغه ستراتېژۍ له مخې به په افغانستان کې مدني او پوځي کړنې په ګډه پر مخ ځي، يوازې په پوځي برخې به فوکس نه کيږي بلکې افغانانو سره به مرسته کيږي چې خپل راتلوونکی په خپله خوندي کړي .
بايډن په دې ټينګار کاوه چې هرهغه ستراتيژي چې افغانستان سره تړاو ولري له پاکستان پرته يې بریاليتوب شونی نه بريښي.. مونږ بايد پاکستاني ولس اوحکومت سره همکاري وکړو چې په قبايلي سيمه کې دامن په راوستلو کې بريالی شي چيرته چې طالبان او القاعده فعال دي
هغه داهم وويل چې ددې وخت رارسيدلی چې روسيه او ناټو په ګډه په افغانستان کې طالبانو او القاعدې ته ماتې ورکړي
ګوښيتوب او نوي وړانديزونه
دايران داټومي دوسيه په اړه  بايډن وويل مونږ تهران سره دخبرو لپاره چمتو يو هغوی ته مونږ څرګند وړانديز لرو چې داوس په څير دګوښيتوب په حالت کې پآتې کيږي او که دخپل اټومي پرګرامه تيريږي او دترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کوي  چې په دې صورت کې به ورته  يو لړ امتيازات ورکړل شي
بايډن داوبا هغه پريکړې ته هم اشاره وکړه چې نوموړی غواړي دګونتنامو زندان وتړي هغه وويل زمونږ غو ښتنه له نورو داده چې ددغه زندانيانو دځينو مسوليت پر غاړه واخلي

د دفاعي توغنديو نصبول :
بايډن په دې اړه  وويل چې دمسکو او واشګنټن ترمنځ به په دې خبرې  وشي مګر هغه وويل دايراني ځواک دمخنيوي په موخه به دتوغنديو دفاعي سيستم دنصبولو پروسې ته به  دوام ورکړي هغه وويل دابه تاسې او خپلو ملګرو ناټو او روسيې سره په مشوره ترسره کړي ، روسيه دامريکا ددغه پلان سره مخالفت څرګندوی په  پولينډ او  چک جمهوريت کې دامريکا دتوغنديو دفاعي سيستم نصبول دروسي ملي ګټو ته ګواښ ګڼي ، روسي چارواکو  نوی ولسمشر ته ليک استولی  اوليکلي دي که واشنګټن له خپل دغه پلان  څخه تير شي نو روسيه به دتوغنديو دنشرولو له پلان څخه تيره شي
بايډن داهم وويل چې واشنګټن او روسې ترمنځ بايد خبرې وشي خو نوموړي داهم وويل چې واشګټن به دروسېې ټولې غوښتنې هم ونه منې لکه داوسيتيا او جورجيا دجلا هيوادونو په توګه په رسميت پيژندل دي .
افغانستان اوپاکستان لپاره  دولسمشر ځانګړی استازی هولبرک
دبوش دحکومت په ورستيو کې داسې احساس کيدلو چې دافغانستان ستونږه دعراق په پرتله  يوه ځل بيا دهيريدو لورته روانه ده ، دنوي حکومت په رامنځ ته کيدو او دسيمې په ځانګړې توګه افغانستان او پاکستان لپاره دځانګړې استازي ريچارډ هولبرک  ټاکلو سره يوځل بيا داسې هيلې پيدا شوې چې نوموړی ښايې وتوانيږي دافغانستان ستونزي  ته  دبوسنيا دستونږې  په څير دحل لاره پيدا کړي نوموړی په ۱۹۹۵ کې په دې توانيدلی  و چې دبوسنيا ستونزه حل کړي همغه و چې نوموړی دنوبل دسولې جايز ې  ته هم کانديد شو که څه هم يو لوری ته دافغانستان وضعيت دکړکيچن کيدو خواته روان دی بل لوري دپاکستان وضعه هم خوندي نه ده منتخب حکومت دسرحد ايالات په ځانګړې توګه دقبايلي سيمو په امنيت ساتلو کې پاتې راغلی ، دامريکا دله نوې ستراتيژۍ څرګنديږي چې  امريکا په پآکستان او افغانستان کې دشته ستونږو پر وړاندې ستړې شوې او نوی حکومت غواړي له دغه پيغوره ځان خلاص کړي چې دبوش له دورې ورپاتې دی ، معلومه ده که هولبرک په ريښتيا غواړي دغه ستونزه حل کړي نو اړ دی چې له خپل حکومته يو لړ صلاحيتونه وغواړي که څه هم نوموړی دولسمشر  اوباما او دبهرنيو چارو وزيرې  هيلري کلنټن  دملاتړ څخه برخمن دی خو نوموړی اړ دی په سويلي اسيا کې دامريکا دپالسيو پر مخ بيولو لپاره دسپنې ماڼۍ ، کانګرس او پنټاګون ملاتړ  په يوه خوله له ځانه سره ولري  داسې ګونګونسي  هم شته چې امريکا غواړي په خپله دغه ټاکنې سره وښايې چې دافغانستان اوپاکستان ستونزه نوره نو دامريکا لپاره يوه ده بله داده چې داسې اوازې دي چې امريکا په پام کې لري دکشمير دستونزې دحل ولټوي ، البته  که دوی دکشمير دستونزې دحل په اړه فکر کوي نو دانو په ريښتيا دامريکا په پالسۍ کې دبدلون په مانا ده
دافغانستان دستونزې دحل په اړه هولبرک ښايې لاندې  غوراوي ولري
هولبرک په دې پوهيږي چې دافغانستان وضعه سره ددې چې نړیواله ټولنه په دغه هيواد کې  پوځي حضور لري  او متحده ايالات لا  غواړي دغه هيواد ته نور ديرش زره اضافی سرتيري هم  واستوي  خو وضيعت ورځ تر بلې بديږي نوموړی به شايد لاندې وړانديزونو سره مخامخ شي
۱- دافغانستان دملي اردو  پياوړي کول ښايې په دې برخه کې دقومي مليشو اربکيو هم ګټه واخستل شي 
۲-  مخالفو ډلو سره خبرې که هغه طالبان وي او که نوري مخالفي ډلې
۳- افغانستان کې دشته نظام بدلول  افغانستان کې دټولټاکنو وخت رانږدې شوی  دی او دا اوازې هم تودې دي چې افغان ولسمشر حامد کرزی  دافغانو په رهبرۍ ،نړيوالو او کورنيو  دوستانو سره داړيکو په ساتلو کې پاتې راغلی
۴- په بنسټيزه توګه دافغانستان بيا رغول ، څو دافغانانو بايلي زړونه بيرته لاسته راوړل شي 
۵ – که په سيمه ييزه کچه فکر وکړو دافغانستان قضيه سيمه ييز اړخونه هم لري  . چين ، روسيه ، هند ، ايران، سعودي عربستان  او ترڅنګ يې ناټو  او داروپايې ټولنې ګټې دا ټول هغه څه دي چې ښايې واشنګټن دافغانستان پر سر دغه سيالانو سره معامله وکړي  دوی ښايې سيمه يیز تړونونه رامنځ ته کړي او همدغه سيمه ييز سازمانونو ته ددغه سيمې په راتلونکې نقشه کې دپښې ايښودنې حق ورکړي
دپاکستان په قضيه کې هم هولبرک دستونزو سره مخامخ کيدای شي
پاکستان په ځانګړې توګه قبايلي سيمې دطالباني کيدو په حال کې دي په دغه هيواد کې هم حالات پيچلي دي ، هولبرک که غواړي په خپل ماموريت کې کامياب شي نو نوموړی دې هڅه وکړي چې په پاکستان شته اسلامي ډلې دالقاعدې دځنځيره خلاصې کړي
دهند اوپاکستان دستونزې په برخه کې بايد ددغه دواړو اتومي هيوادونو ترمنځ انډول وساتي  اسلام اباد له دې ويره لري چې افغانستان دهند دګټو دخونديتوب په موخه دپاکستان پر وړاندې استعمال نه شي هند بيا ويره لري چې افغانستان دپآکستان دستريژيکو پرګرامونو په پايله کې دهند پروړاندې استعمال نه شي هولبرک بايد دغه باريکيو ته متوجه وي
خو وخت به ثابته کړي چې دبوسنيا دستونزې قهرمان به وتوانيږي چې په دغه دوه هيوادونو کې چې حکومتونه يې له واشنګټنه په دې ګيلمن دي چې په هوايې بمباريو کې يې بې ګناه وګړي وژل کيږي خو په ټوله کې د دواړو هيوادونو حکومتونو دهولبرک ټاکنې ته هرکلی ويلی