د نامعلوم لوري پر خوا سفر


دا د اسامه بن لادن په اړه د هغه د کډې نجوا، زوی عمر او د یوې بهرنۍ لیکوالې جین ساسن ګډ کتاب دی چې په انګریزۍ کې یې Growing Up Bin Laden نوم پرې ایښی دی. ما، سمیع الله ایلم، دغه کتاب پښتو ته ژباړلی دی او له تاسو سره یې هغه برخه چې اسامه بن لادن په کې افغانستان ته راځي د روهي ویبپاڼې له لارې شریکوم. هیله ده چې څوک یې د کاپي، بیا خپراوي، ثبت او ظبط هڅه ونکړي.
په درناوي
څوارلسم څپرکی
نه پوهیدم چې په کوم لوري ځم او د څومره مودې لپاره به له کوره لرې وم خو په پلار پسې روان وم. که څه هم امنیتي ساتونکي را څخه ګردچاپیره مټ په مټ  تر هغه چې مونږ د تورو شیشو SUV ته ختلو تاوو،  خو بیا هم ما او پلار مې پخپلو اوږو کلاشینکوفونه ځوړند کړي وو.
کله چې زمونږ سره ټول پخپلو ګاډو کې کیناستل، زمونږ د ګاډو کاروان په یو وخت کې روان شو. زمونږ ګاډي دومره په چابکتیا له الریاض کلي څخه ووتل چې سړی به یې هسې معجزه بولي چې څنګه هغه سوډاني مزدوران بچ شول چې د سرک له یوې غاړې څخه بلې ته اوختل.
هوایي ډګر ته په ټوله لار مې پلار په سوچونو کې ډوب و او له ما سره یې یوه خبره هم ونکړله. کله چې هورې هوایي ډګر ته ورسیدلو، نو زما له پلار او د هغه له ډلې یې د مهمو شخصیتونو په څیر استقبال وکړ او د پاسپورټ او نورو اسنادو د کتلو په تشریفاتو پسې یې نه مونږ او نه هم ځانونه سرګردان کړل.
زما او پلار څخه مې علاوه، د الوتکې ټولې سوارلۍ اته کسان کیدل چې اوو یې زما د پلار لپاره دنده ترسره کوله. دوی زما د پلار هغه زړه ته نږدې ملګري وو چې په هر ډول ستونزو کې له ده سره دریدل او سړی یې یوازې نه پریښوده.
ددغو کسانو څخه ځینې یې ما په کور کې د میلمستون شاوخوا لیدلي وو لکه: ورور سیف العدل، چې زما د پلار د امنیتي ټیم مشر و؛ محمد عاطف، زما د پلار نږدې ملګری او غښتلی قوماندان! دوی له مونږ سره په دې سفر کې وو.
له مونږ سره په دې پرواز کې اتم کس یو سوډانۍ شخصیت و چې پلار مې یې نوم محمد ابراهیم اخیسته.
ما ځان د پلار ساتونکی باله په داسې حال کې چې زه ایله اوس ۱۵ کلن شوی وم خو په مخ مې لا هم بریتونه نه وو را څرګند شوي.
زما د کم عمرۍ برسیره، ما بیا هم هیله درلودله چې د هغه کس لپاره ووژل شم چې مینه مې یې له وړکتوبه غوښتله. د پلار سره په څنګ کې د دریدلو پرمهال چې زمونږ الوتکه پلټل کیدله څو د پلار له ختلو څخه د مخه یې امنیت تامین شوی وي، ما ځان پلار ته په نورو ټولو وروڼو نږدې باله. کله چې په پلار پسې الوتکې ته ختلم نو یوه شیبه پښه نیولی شوم او الوتکې دننه مې خپل چاپیریال وارزاوه. له الوتکې دننه څخه د نوې څرمنې بوی راته. په سوډاني حکومت کې مې پلار ته چا دغه الوتکه چارټر نیولې وه څو پلار ته مې هغه اخري درناوی ترسره کړي او پخپل دې کار سره یې مدیون وګرځوي. پلار مې خپله چوکۍ د الوتکې په مخکینۍ برخې کې په لومړي کتار کې غوره کړله او کیناسته. خپله وسله یې په خپلو ورنونو کیښودله. سیف ورور ورسره نږدې کیناست خو زه د پلار شا ته د کړکۍ ترڅنګ کیناستلم.  محمد عاطِف او د پلار یو بل ملګري یې ځانونه په شاوخوا چوکیو کې ځای پر ځای کړل. د حاتم په نامه د پلار یو بل ملګری چې نخچه او قبله نما ورسره وه هم هورې نږدې مې پلار ته کیناسته.
ماغزو کې مې دا خبره ګرځیدله را ګرځیدله چې چیرته به ځو. ما هڅه کوله چې په الوتکې کې ناستو کسانو ته داسې ونه ښیم چې زه مالومات نه لرم. ځان مې چوپ نیولی و. زما په مخ کې ناکراري له ورایه لیدل کیدله که...مونږ یو خطرناک سفر پیل کړی و. کله مې چې ورونه را یاد شول چې کور کې پاتې وو، پوی شولم چې ولې مې پلار زه په قانوني ډول د هغه پرځای لاسلیکونکی نه یم غوره کړی. دلیل یې زما سفر و! مالومه نه وه چې زه او پلار به مې روغ بیرته کورته وګرځو او کنه.که کومه پیښه کیدله چې بیا مې ورونه په دې وتوانیږي چې د پلار کاروبار مې سمبال کړای شي.
آیا مونږ د مرګ په څیر له کومې ربړې سره مخامخیدونکي وو؟ په پنځلس کلنۍ کې مرګ مزه نه کوي که څه هم مونږ مسلمانان په دې باور یو چې د اخرت په لوري ددې فاني نړۍ پریښودل، د جنت په لوري د لومړي ګام مانا لري.
خو یو ځلې مې چې ځان او عمر ته پام شو، نو جنت ته مې په دې عمر کې زړه نه کیده. کله به چې هغه وسلوال کسان را یاد شول چې په الریاض کلي کې یې زما د پلار د وژلو نیت کړی و نو لا به پسې تشویشونو کې شولم. ما به له ځان سره سوچ کاوه چې هسې نه کومه بله ډله مخکې له دې چې الوتکه له ځغل لیکې ووځي، الوتکه کلابنده کړي. زه تر هغې باوري نه وم څو چې پیلوټ الوتکه له ځغل لیکې د هسک په لور پورته کړله. ما خپل سر او چت کړ او لاندې مې د هغه ځای په لوري ولیدل چې همدا شیبه مو پریښودلی و. هغه مهال مې چې ویل: \"خرطومه خدای پامان؛ خرطومه خدای په امان\" نو یو مؤقتي خپګان را باندې خپور شو.
دغه تبجن افریقایي ښار زر د الوتکې له کړکیو پناه شو او ما ونشو کولای د هغه هیواد ستره برخه ولیدلی شم چې مینه مې ورسره پیدا شوې وه. یو تریخ حقیقت زما په ذهن کې تیر شو: هغه ښار چې پنځه کاله په کې اوسیدلی وم د هغې څپې په څیر چې د سمندر په غاړه منډه وهي، په اوبو کې لاندې باندې کیږي زما ټول یادونه ومینځل او له یاده یې را ته وویستل.
د لومړي ځل لپاره ما د ژوند یوه ترخه تجربه درلودله. یو څه را ته ویل چې عمر بن لادن به بیا هیڅکله دا ډول ارامي او خوښي په ژوند کې ونشي لیدلی.
ژوره ساه مې واخیستله او خپله زنه مې د لاس د ورغوي په واسطه ومښله، او له ځان سره مې ویل: \"کاشکې، مرغه وای او له دې ځای الوتلی وتلی وای!\"
که دا کار مې کړی وای نو هیچا به انتقاد نه درلود بلکې ټولو خلکو به ما ته زما د ورور عبدالله په څير لیدل او ویل به یې چې لوی و نو ځکه یې خپل تصمیم و. ما به دا فرصت درلوده چې د بن لادن کورنۍ له لیونتوب څخه مې ځان بیل کړی وای. خو دغه فرصت ما، زما ځوانو خویندو او ورونو او مور ته پیدا نشو.
مونږ بې له دې چې د خپل پلار په پل، پل کیږدو بله لار نه درلودله خو نه پوهیدلو چې دغه لار تګ به مو کوم ځای ته رسوي.
په الوتکې کې د پرواز پرمهال، تشویش شیبه په شیبه زیاتیده. د یوه ځوان په توګه ما باید خپل پلار پوښتلی وای چې څه روان دي خو د پلار چوپتیا مو په ټولو خپره شوې وه او په الوتکې سپاره ټول یې تر خپل اغیز لاندې راوستلي وو.
ما د خبرو کولو جرات ونکړ.
زما پلار د خپلو باطني افکارو په اړه هیڅکله پرانیستی نه و حتیٰ دخپلې کورنۍ له غړو سره یې هم خپل رازونه نه شریکول خو بیا هم زه پوهیدم چې پلار مې جدي او یا هم ښه غوسه و.
ده هیڅکله دا نشوای منلی چې له سوډان څخه به یې څوک وباسي خو سړی اوس له سوډان څخه ویستل شوی و او دغه ارمان یې له خاورو سره خاورې شوی و.
په الوتکې کې یوازې د حاتم د پاڼو کړچ، کړوچ و چې سیمه ییزه نخچه یې په لاس کې اړوله را اړوله. بس د سترګو په رپ کې به یې قبله نما ته ولیدل او بیا به یې سترګې په نخچې ښخې کړلې. له بل پلوه د حاتم حرکاتو مونږ ته دا ښودله چې نوموړی د دوو پیلوټانو په حرکاتو مشکوک دی—مطلب دا چې پلار مې د سوډان حکومت په وفادارۍ مشکوک و.
پلار مې هغه وخت حیران شو چې کله یې نږدې دوست کوربه هیواد د سعودي عربستان، مصر، او د امریکا د فشار لاندې نور دې ته تیار نه و چې پلار ته مې پناه ورکړي.
کله چې پلار مې په دې پوی شو چې نور نو هلته د پاتې کیدو چانس نه لري، نو زر یې پام په دې شو چې چیرته خپل عملیات پیل کړي او څه شی له ځان سره واخلي. اوس دغه پوښتنې زما په سر کې هم را څرخیدلې، چیرته به ځو؟
زمونږ له شتمنۍ سره به څه کیږي؟  دا پوښتنه ځکه را سره پیدا شوله چې له خرطومه یې په داسې حال کې ویستلی وم چې حتیٰ د غاښونو کریم مې هم له ځان سره نه و اخیستی. کله به چې کور، شتمني را یاد شوله نو فکر مې کاوه لکه چې هر څه مو له لاسه ورکړل. له ما څخه د نفس تنګۍ هغه لوی هوا اخیستونکی هم پاتې شوی او دوا مې هم را څخه پاتې شوې وه. ما ویل کاشکې هغه ځای ته چې ځو وکولای شم په کې هوا اخیستونکی او وینټولین پیدا کړای شم. خو اوس مونږ زمونږ له شتمنۍ هم له ډیرې عجیبې او مهمې پوښتنې سره مخامخ وو او هغه دا چې: آیا سوډانیانو زما په پلار معامله ترسره کړیده او خپل نقد قیمت یې ترلاسه کړیدی؟
آیا پیلوټانو ته ویل شویدي چې مونږ ریاض او یا هم امریکې ته بوځي څو محکمه شو؟ آیا چا پلان نیولی چې زمونږ الوتکه همدلته په هوا کې وولي؟
ددې لپاره چې یو څه ډاډمن شم، نو په الوتکې کې مې شاوخوا ټول له خپلو سترګو تیر کړل. زما له پلار څخه خو کومه خبره نه راوتله خو سوډانی ډیپلوماټ ابراهیم ارام ناست و. داسې ارام چې په مخ کې یې هیڅ ویره او یا هم اندیښنه نه معلومیدله. له مخ څخه یې داسې ښکاریدله چې زمونږ د ویشتلو لپاره کوم پلان په لاره نه و. دده له دې ارام خوی څخه یو څه ډاډمن شولم او له ځان سره مې فکر وکړ که چیرې کوم خیانت له مونږ سره کیده نو هیڅکله به نوموړی له مونږ سره په الوتکې کې نه وای سپور شوی. له مونږ سره په الوتکې کې دده موجودیت د نیک نیتۍ نښه وه.
حاتم مې پلار ته په غوږ کې وپسیده او ورته وی ویل چې مونږ له سرې بحیرې چې عرب او افریقا د اوبو په واسطه سره نښلوي په خیر تیر شولو. ښه خبر خو دا و چې مونږ تراوسه پورې په امن کې وو او کومې بلې جیټ الوتکې زمونږ پرواز ته خنډ نه و رامنځ ته کړی خو بد خبر په دې و چې مونږ اوس د سعودي په فضا کې وو. پلار مې په الوتکې کې سپارو ټولو ته مخ واړاوه او ټولو ته یې په لوړ غږ وویل: \"تر هغې چې د سعودي له فضا نه وو وتلي، خبرې به نه کوئ، بس خدای (ج) ته دعا کوئ چې له کومې بدې پیښې سره مخامخ نشو!\"
اندیښنه اوج ته ورسیدله؛ په الوتکې کې ټول ناست کسان په خپلو ځایونو کې نیغ، نیغ کیناستل. ځینو په زور،زور دعاوې لوستلې خو ځینو نورو بیا د الوتکې په کړکیو سترګې ګنډلې وې او د باندې یې کتل.
پلار ته مې ولیدل، هغه هم په دعا وو بوخت و او ځان یې خدای (ج) ته سپاره.
زه هم په دعاوو بوخت وم خو په ذهن کې مې د بلا ډیرو پوښتنو مقابله لا هم روانه وه. د سعودي د هوایې حریم پرمهال مې ذهن کې را وګرځیدل، یمن ته به خو نه ځو؟ ځکه یمن د سعودي عربستان په جنوب کې پروت  هیواد دی. که چیرې موخه یمن وي نو بیا ولې سعودي ته ننوتلو، باید الوتکې د سرې بحیرې د پاسه خپل سفر ته ادامه ورکړې وای.
بل هیواد مې پاکستان په نظر کې راته. ما ویل ځه مونږ به پاکستان ته روان وو. پاکستان ته تګ لپاره باید مونږ له ټول سعودي، ایران، او افغانستان څخه تیر شوي وای. دا چې سعودي عربستان د تشو شګو لوی هیواد دی چې د امریکا 1/3 برخه تشکیلوي، په کې تیریدل په ټولو وغمیدل او ښه ډیر وخت یې واخیسته. د ښو اوږدو او ډیر وخت لپاره له دعا کولو څخه وروسته، پلار مې له حاتم څخه وپوښتل: \"پوهیږې چې چیرته یو؟\"
حاتم خپل سر وخوځاوه: \"نه!\"
زما د زړه ضربان د حاتم له دې خبرې سره پوره ډیر شو: آیا حاتم په ریښتیا نه پوهیږي چې مونږ په کوم لوري روان یو؟
او یا پلار مې ځکه له حاتمه وپوښتل چې هغه په ریښتینې مانا نه پوهیده چې مونږ چیرته روان یو؟
ما غوښتل چې خپلې پوښتنې راوباسم خو په ځان مې پوره فشار راوړ چې چوپ پاتې شم.
ما محمد عاطف ته ولیدل. (هغو چې عاطف یې له نږدې پیژنده هغوی په ابو حفص یاداوه.) د عاطف په مخ کې کومه اندیښنه او یا هم ویره نه لیدل کیدله. زما پلار په ابوحفص بشپړ باور درلوده. هغه به حتماً په دې پوهیده چې مونږ چیرته روان یو.
زما د پلار امنیتي مشر سیف العدل به د خپلې چوکۍ او د الوتکې د کابین ترمنځ په تګ و راتګ بوخت و او له پیلوټانو سره به یې دا خبره مالوموله چې چیرته یو. دی ښه په تشویش کې و. ما هڅه وکړله چې پیلوټان ولیدلی شم خو ایله مې له سترګو تیر شول او نور مې ونشو کولای چې په بشپړ ډول سره یې ولیدلی شم. یوه پیلوټ زیتون ډوله پوستکی او تور ویښته درلودل. دده له رنګه خو داسې ښکاریدل چې عرب به وي خو پوره ډاډه نه وم.
حاتم د ورسره نخچې او قبله نما لیدلو او مطالعې ته ادامه ورکړله. دقیقې لکه ساعتونه داسې ښکاریدلې. باالاخره یې له خولې ووتل: \"له سعودي ووتلو.\"
ددې خبرې په اوریدلو سره یې یوه اوږده ساه واخیستله. زما په لوري یې مخ راواړاوه او ویې ویل: \"ځویه ما ټوله لار دعا کوله چې سعودي په دې خبر نشي چې زه په دې الوتکه کې یم. که چیرې هغوی په دې خبر شوي وای چې زه په دې الوتکه کې یم نو خپلو جیټ الوتکو ته به یې امر کړی و چې زمونږ الوتکه وولي. کیدای شي هغوی به دا فکر کړی وي چې کوم سوډاني ډیپلوماټ په الوتکې کې سپور دی.\"
د پلار په دې خبرې سره مې په بدن کې د خوښۍ څپې په ټوپونو شولې. د اندیښنو څخه ډکې شیبې نوره پای ته رسیدلې وې. نور نو باوري وم چې ورځ به مو په خوښۍ سره پای ته ورسیږي.
کله چې له سعودي څخه ووتلو نو په نورو اوبو ور برابر شولو؛ دغو اوبو ته ایرانیان خلیج فارس او سعودیان عربي خلیج وایي. مونږ له دغه خلیج هم تیر شولو. حیران خو په دې شولم چې الوتکه مو د ایران په شیراز کې کوزه شوله. زما هیڅ باور نه کیده چې زمونږ راتلونکی هدف به ایران وي. خو وروسته پوی شولم چې مونږ یوازې د تیلو په موخه دلته ناست و او ډیر زر ترې اوچتیدلو. کله چې زمونږ د الوتکې ټایرونه په ځمکې ولګیدل، پلار مې ما ته مخ راواړوه او راته وی ویل: \"عمره، یوه کلیمه دې هم له خولې ونه وځي. ایرانیان په دې نه پوهیږي چې مونږ په دې الوتکې کې سپاره یو.\"
ایراني چارواکي زمونږ الوتکې ته راوختل او له مونږ څخه یې وغوښتل چې اوچت شو. خو په الوتکې کې له مونږ سره سپور سوډاني ډیپلوماټ ور ټوپ کړ او سړي یې په دروازې کې ودرول مخکې له دې چې الوتکې ته راپورته شي.ما یو ایرانی ولیده چې غاړه یې اوږدوله او هڅه یې کوله چې د ابراهیم شاوخوا چې له دوی سره یې خبرې کولې څه شی ولیدلی شي. پیلوټان له خپلو کارځایونو څخه راونه وتل. زما د پلار اوږې نیغې شولې. پلار ته مې ولیدل چې وسله یې تیاره کړې او حملې ته برابر کړې وه. سیف العدل او ابو حفص هم زما د پلار په څير حملې ته تیار وو. الوتکې کې شا ته مې د پلار ملګرو ته ولیدل چې ټول یو قسم جګړې ته په ګوتو شمیرلو بوخت وو.که دغه ایراني مامورین الوتکې ته راختلي وای نو شک نه و چې بیرته به نه وای ستانه شوي او د پلار کسانو به مې ټول هغه کسان وژلي وای چې زمونږ د سفر لپاره یې ستونزې جوړولې.
ما هم خپله وسله را برابره کړله ځکه ما سره هم ویره پیدا شوله چې هسې نه ډزې شي.
خو خوشبختانه ډزو ته اړتیا ونه لیدل شوه ځکه ابراهیم ایرانیان دې ته وهڅول چې په الوتکې کې بل څوک نه دي یوازې یو څو مهم سوداګر سپاره دي او غواړي چې له هیواده یې تیر شي. ده هغوی ته دا هم ویلي وو چې مونږ یې په هیواد کې د پاتې کیدلو او یا هم ګرځيدلو اراده نه لرو نو د رسمي پلټنو اړتیا نشته چې ترسره یې کړي. زه ډاډه یم چې ابراهیم هغوی ته ښې ډیرې روپۍ په لاسونو کې ور کیښودلې ځکه وروسته یې چلند دومره صمیمي و چې تا به باور نه و کړی چې دوی دې د وړکتوب ملګري نه وي.
له تیلو اخیستلو څخه وروسته، ما هڅه کوله چې پوی شم ابراهیم به له مونږ سره خپل سفر ته ادامه ورکړي او کنه. خو زر پته ولګیدله چې سړی له مونږ کوزیدونکی و. ده زما له پلار سره اوږده خدای په اماني وکړله خو له ما سره یې یوه کلیمه هم ونه ویله او له الوتکې کوز شو. پلار مې ویل چې ابراهیم به له دې ځایه په سوداګریز پرواز کې خرطوم ته بیرته لاړ شي.
زه د تل په څير بیا چوپ شولم.
بې له دې چې زمونږ د سفر ملګري خپلې پښې وغځوي او یا هم خپلې ملاوې نیغې کړای شي، الوتکه یو ځل بیا اسمان ته پورته شوله. زمونږ الوتکه له ایرانه د یوه ناڅرګند لوري په خوا روانه شوله. ډیره لاره به نه وو تللي چې د الوتکې له کړکۍ مې په غرونو سترګې خښې شولې. \"زما پلار له حاتم څخه وپوښتل: اوس پوی شولې چې مونږ چیرته روان وو؟\"
ما خپله ساه ونیوله ځکه اوس هغه وخت را رسیدلی و چې زه خپل راتلونکی هدف وپيژنم. حاتم وویل: \"ښه، مونږ له ایران څخه ووتلو، مونږ اوس د افغانستان د پاسه یو. زړه مې ډاډمن دی چې مونږ د سفر موخه افغانستان دی.\"
زما پلار سر وخوځواه خو په \"هو\" سره یې ځواب ورنکړ چې ریښتیا همدا ځای و او کنه؟
ابو حفص هم سر وخوځواه. څو شیبې وروسته مونږ د نن ورځې دویمه ناسته کوله. زما پلار د حاتم په خبره د صحت مهر کیښوده: \"حاتمه ته په حقه یې! مونږ په افغانستان کې یو او ډیر زر به د جلال آباد په هوایي ډګر کې کوز شو.\"
د افغانستان په اوریدلو مې له خولې کوم عجیبه غږ ووته خو د پلار ملګرو ته مې چې ولیدل که څه هم مخونه بیخي بې حسه وو خو زما د پلار په تصمیم یې کوم انتقاد نه دلوده. ما هڅه کوله چې د پلار خبره مې په ماغزو کې ځای پر ځای کړم چې اوس به مونږ په افغانستان کې اوسیږو. افغانستان زما د پلار د جنګونو ځای و.  که څه هم هغه مهال وړوکی وم خو بیا مې هم په ذهن کې د د پلار د ځاځیو او جلال آباد د جګړو یادونه وو.
اوس نو هغه وخت را رسیدلی و چې هغه د جنګ میدانونه چې پلار مې په کې جنګیدلی و پخپلو سترګو وګورم.
دا چې ځوان وم او ډیر مالومات مې نه درلودل نو نه پوهیدلم چې دلته له اوسیدلو څخه مې د پلار مطلب څه و. هغه هیواد چې همدا اوس له یوه تیري او له نړیوال قدرت سره له لس کلنې جګړې راوتلی و او په بلې کورنۍ جګړې اخته شوی و  چې هیواد یې ریتاړې، ریتاړې کړی و څنګه پلار مې غوښتل چې دغه ځای د خپلو اوسیدلو لپاره غوره کړي او په کې ژوند پیل کړي.دا چې د جنګ له میدانه لرې لوی شوی وم نو په داسې یوه هیواد کې چې سر په سر جګړه په کې شوې وه او لا هم روانه وه، ژوند کول را ته سخت وو. خو بیا مې هم فکر کاوه چې ځه ژوند به مو د خرطوم په څير دلته هم وي.
 
 
د اسامه بن لادن د سیاسي او فوځي ژوند په اړه یو یادښت:
جین ساسن
هغه مهال چې نجوا په سوډان کې خپل ماشومان تربیه کول، او عمر او ورونه یې د ځوانۍ له منګه تیریدل، د اسامه بن لادن فوځي فعالیتونه په ډیریدو شول. کله چې یې د سعودي په شاهي کورنۍ او امریکې انتقادونه وکړل، نو سړی یې له سعودي عربستان څخه وشاړه. دغو شړلو سړی په غوسې کړ. هماغه و چې په سعودي عربستان او امریکا کې یې په ترهګریزو حملو پیل وکړ.
دا چې سوډان ورته پناه ورکړله نو هورې یې د هغوی څخه د مننې په موخه په اقتصادي فعالیتونو پیل وکړ.  ډیر زر یې هورې د سرکونو، کارخانو او کاروبارونو په شروع کولو پیل وکړ. دا چې امریکایانو او سعودیانو ته پوره غوسې نیولی و نو په سوډان کې یې د القاعدې په فوځي سمبالښت او تنظیم یې پیل وکړ.
د سوډانیانو له منظورۍ څخه وروسته یې د سوډان په بیلابیلو برخو کې یې د لومړنیو نظامي روزنیزو پنډغالو په رامنځ ته کولو یې پیل وکړ او خپلې ډلې ته د کسانو په جلبولو بوخت شو.
د  مجاهدینو په منځ کې د ښه نوم درلودلو له کبله ډیر زر دده کمپونه په خلکو ډک شول هغه هم په داسې حال کې چې کمپونه لا هم د خلکو د منلو لپاره تیار شوي نه وو او لا یې هم اسانتیاوې بشپړې نه وې.
کله چې اسامه بن لادن خپل د عملیاتو مرکز سوډان ته انتقال کړ، مصریان ورپسې شول. د مصر د الجهاد ډلې مشر ډاکټر ایمن الظواهري، د عمر عبدالرحمان الجمال الااسلامیه په ګډون خرطوم ته د خپلو جنګیالیو په انتقال سره له اسامه بن لادن سره اړیکې له سره ونیولې.
اوس نو اسامه یوازې نه و. اوس دوی درې وو او پوره ډله یې رامنځ ته کړې وه.
د اسامه په سوډان کې ډیر وخت نه و تیر شوی چې په امریکا یې د حملې نښې نښانې را ښکاره شولې. لومړی حمله په امریکایانو د یمن په عدن کې وشوله. امریکایانو عدن صومالیا ته په لاره چیرې چې دوی هورې په یوه بشري ماموریت بوخت ول، د یوې هډې په توګه کاراوه.
د ۱۹۹۲ز د ډیسمبر په ۲۹مه د عدن په دوو هوټلونو کې چاودنې وشولې. که څه هم امریکایان هدف ول خو څوک یې ونه وژل شول یوازې دوه اطریشي ګرځندویان چې په سیمه کې وو د چاودنو ښکار شول. له یو کال څخه په کمې مودې کې بله حمله د ۱۹۹۳ز د اکټوبر په ۴مه رامنځته شوله. دغه حمله له صومالیایي ملیشو سره په ګډې همکارۍ ترسره شوله. په دې حملې کې د امریکایانو دوې چورلکې چې Black Hawk  نومیدلې وویشتل شولې او اتلس امریکایان په کې ووژل شول. په دې عملیاتو  د Black Hawk Down په نوم ناول لیکل شوی او فلم جوړ شویدی. په ۱۹۹۴ز کې سعودي عربستان نه یوازې د اسامه بن لادن او د کورنۍ تابعیت فسخ کړ بلکې پانګه یې هم ورته جامده کړل او د هغه د ماشومانو میراث یې ظبط کړ.
که څه هم دقیقې شمیرې مالومې نه دي خو داسې ویل کیږي چې اسامه بن لادن په یو ځل ملیونونو ډالر له لاسه ورکړل.
څومره چې په اسامه دا ډول شخصي حملې زیاتیدلې، هومره دده په زړه کې د امریکا او سعودي خلاف کینه ډیریدله.
که څه هم د اسامه بن لادن د ځینو حملو مخه د امریکایي فوځ لخوا ونیول شوله خو نوره یې بریالۍ شولې.
د ۱۹۹۵ز د جون  ۲۶مې حمله ددې سبب شوله چې القاعده او مشر یې له سوډان څخه وشړل شي. خو په حیرانوونکې ډول سره اسامه بن لادن په دې حملې کې نه و دخیل. د عمر عبدالرحمان ډلې په مصر کې د وخت په ولسمشر حسنې مبارک برید ترسره کړ. ولسمشر له بریده روغ ووت خو په ورته وخت کې یې د سعودي، مصر او امریکا غوسه راوپاروله. هماغه وه چې امریکا په سوډان فشار زیات کړ څو په سوډان کې میشتې درې بدنامې ډلې وشړي.
په لومړیو کې سوډاني چارواکي دې ته تیار وو چې اسامه بن لادن یې هیواد ته تسلیم کړي خو سعودي عربستان د اسامه منلو ته تیار نه و ځکه دوی ډاریدل چې که اسامه بن لادن محکمه کړي نو کور دننه به یې بغاوت جوړ شي ځکه اسامه ته تر دې دمه د افغان جهاد د اتل په سترګه کتل کیدل.
 بیا سوډانیانو د اسامه خبره له امریکایانو سره ګنډه کړله خو امریکایانو په قانوني ډول د اسامه بن لادن د نیولو حق نه درلوده.
کله چې سوډانیانو باندې د اسامه بن لادن د تسلیمۍ په اړه ټولې لارې وتړل شولې نو نوموړي ته یې د وتلو وویل. اسامه نه پوهیده چې چیرته لاړ شي، په همدې شش و پنج کې و چې په افغانستان کې ځینو ډلو له ده وغوښتل چې افغانستان ته ورشي.
هماغه وو چې اسامه بن لادن د ۱۹۹۶ز په مې کې د نړۍ بې قانونه ملک افغانستان په لوري له خپلو اعتباري ملګرو سره حرکت وکړ او خرطوم یې پریښود. افغانستان د اسامه بن لادن لپاره تر ټولو مصؤن ځای و او ددې اړتیا نه وه چې د کوم قانون مطابق څه ترسره کړي. دلته ده کولای شول چې د خپلې خوښې مطابق هر هغه شی وکړي چې دی پرې خوښیده.samiullahelam@gmai.com