
ټولوونکی: م. عمر بشار
دروژی میاشت دفضیلت حدیث په باب یادونه
زیاتره وعظ کوونکی د روژی میاشت دفضیلت په باب
لاندینی حدیث روایت،ترجمه اوشرح کوی:
روي سلمان: وهو شهر أوله رحمة
وأوسطه مغفرة وآخره عتق من النار.
((او
روژه هغه میاشت دی چې اوله(لسیزه) یې(دالله تعالی لخوا) رحمت او منځنی (لسیزه) یې
بښنه او آخره
(لسیزه) یې د اور څخه خلاصیدل دی)).
رواه ابن خزيمة في صحيحه 1887 وقال: إن صح.
والبيهقي في شعب الإيمان: 3608
اوپه
سند کې عليِّ بن زيد بن جدعان
دی.
په الكشاف
کې ویل شوی: علي بن زيد بن جدعان(
ليس
بالثبت) دی.
دار قطني
ویلی دی: (لا يزال عندي فيه لين).
او إمام أحمد اوأبو زرعة ویلی
دی:(
ليس هو بالقوى).
او يحيى بن معين
ویلی: (ليس بحجة).
شيخ ألباني (په السلسة الضعيفة
کې- ۸۷۱ - لمبرحديث) ضعیف
ګڼلی او ویلی دی: منکر.
نو
دجرح او تعدیل علماو دحدیث د راوی(علي بن زيد بن جدعان
) په باب دجرح الفاظ ذکر کړیدی.
نو
حدیث باندی استدلال صحیح ندی.
اوپورتنی حدیث دلاندینی
حدیث یوه برخه ده:
عن سلمان قال : خطبنا رسول الله صلى الله عليه وسلم في
آخر يوم من شعبان فقال:
أيها الناس قد أظلكم شهر عظيم شهر مبارك شهر فيه ليلة
خير من ألف شهر جعل الله صيامه فريضة
وقيام ليله تطوعا من تقرب فيه بخصلة من الخير كان كمن
أدى فريضة فيما سواه ومن أدى فيه فريضة كان كمن أدى سبعين فريضة فيما سواه وهو شهر الصبر والصبر ثوابه الجنة وشهرالمواساة وشهر مغفرة لذنوبه وعتق رقبته من النار يزداد فيه رزق المؤمن من فطر فيه صائما
كان له مثل أجره من غير
أن ينتقص من أجره شيء.
قالوا: ليس كلنا نجد ما يفطر
الصائم فقال:
يعطي الله هذا الثواب من فطر صائما على تمرة أو شربة ماء
أو مذقة لبن
وهو شهرأوله رحمة وأوسطه
مغفرة وآخره عتق من النار
من خفف عن مملوكه غفر الله له وأعتقه من النار واستكثروا فيه من أربع
خصال :
خصلتين ترضون بهما ربكم وخصلتين لا غنى بكم عنهما فأما الخصلتان
اللتان ترضون بهما ربكم :
فشهادة أن لا إله إلا الله وتستغفرونه وأما اللتان لا غنى بكم عنهما
: فتسألون الله الجنة وتعوذون به من النار ومن أشبع فيه صائما سقاه الله من حوضي
شربة لا يظمأ حتى يدخل الجنة.
او همداراز په بل روایت کې له أبي هريرة څخه
روایت شوی دی:
( أول شهر رمضان رحمة،
وأوسطه مغفرة، وآخره عتق من النار).
رواه ابن
أبي الدنيا والخطيب وابن عساكر
اوشيخ ألباني په
(
ضعيف الجامع ، حديث لمبر: 2135)
کې ضعیف ګڼلی دی ، او په ( السلسة الضعيفة: 1569)کې
ویلی دی : منكر.
نو دحدیث اسناد دټولولیارو څخه ضعیف دی، سر بیره پر
دی دحدیث په متن کې داسې عبارات شته چې ثبوت یې دالله له استازی څخه لیری ښکاری، لکه د روژی میاشت په دریو
لسیزو ویشل:
۱- درحمت لسیزه . ۲- دمغفرت (بښنی) لسیزه. ۳-
ددوزخ له اور څخه دخلاصیدو لسیزه.
نو په دی باندی هیڅ دلیل نشته بلکۍ دالله تعالی
فضل ډیر پراخ دی، او دروژی میاشت ټول درحمت او مغفرت میاشت دی او دالله تعالی لخوا
هره شپه او د روژه ماتې په وخت مؤمنان د جهنم له اور څخه خلاصیږی .
نو ضروری
ده چې دروژی د فضیلت په باب له ضعیفو احادیثو څخه ځان وساتواو په صحیحو احادیثوباندی
بسنه وکړو.
یادونه:
درمضان میاشت روژه داسلام مقدس دین څلورم بناء او رکن دی او دا بدنی عبادت
دی چې د انسان او الله تعالی ترمنځ پټ دی او غیر له الله تعالی څخه بل څوک یې نه
وینی، ځکه چې ځنی د روژی په میاشت کې روژه نه نیسی اوخلک ګمان کوی چې روژه دی، او
کله یو مسلمان نفلی روژه وی او خلک ګمان کوی چې روژه ندی نو ځکه الله تعالی په
قدسی حدیث کې ویلی: (مګر روژه، نو هغه زما لپاره د ه ، او زه دهغه اجر ورکوم) رواه البخاري (1894) ،
ومسلم (164) .یعنی بی له
حسابه، او نیک اعمال ټول دالله لپاره دی څرنګه چې الله تعالی فرمایی: { قُلْ
إِنَّ صَلاَتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ لاَ
شَرِيكَ لَهُ وَبِذَلِكَ أُمِرْتُ وَأَنَاْ أَوَّلُ الْمُسْلِمِينَ}
نو په حدیث کې روژه یې ځانته یاد کړ ځکه چې دالله
او بنده ترمنځ پټ دی.