
دا کوم بهتان نه
دی چی زه یی وایم ، او نه زما د خيټی خبری دی چی زه یی لیکم .
د بیلګی په
توګه غواړم ووایم زموږ هغه پروني جهادی مشران
چی پرون یی د خپل سنګر نه د جهاد ناره د شوروی اتحاد په وړاندی پورته کړی
وه ، او د هغوی له وتلو وروسته یی د همغه وخت د دولت په مقابل کی کی هم همغه لار
غوره کړی وه دروغ وخته !!!
دا ځکه چی دوی
د ملی ګټو په خاطر نه بلکه د شخصی اهدافو لپاره د غرب د کاپیټلیزم فلسفی صدقه شول ،
او نن هم په همغه لار روان دی .
که موږ چیری د
تیری جهادی دوري حمایه کونکو هیوادونو لست ته یو ځغلنده نظر وکړو ، په اوله کتګوری
کښی به تر ټولو لوی سپانسر ( حمایه کونکی ) به د جهان ستر کاپیټالیستي هیواد د
امریکا متحده ایالات وی ، او ورپیسی به د نورو اوروپایی هیوادونه هم په دغه لیست
کی تر سترګو شی ، او دا ټولی مرستی او صدقی د افغان وژنی لپاره د عربی اسلامی
مملکتونو له مرجع د پاکستان د استخبارتی قراردادیانو له خوا افغان جهادی مشرانو ته
رسیدلی دی .
جهاد ډیره مقدسه
کلمه ده ، مګر زموږ بی علمه جهادی مشرانو تری سوی استفاده وکړه ، جهاد یی د افغان
د وینو ، بربادیو ، بی عزتیو او رنګارنګو ناورینونو په مقابل کی د غرب دکاپیټلیزم
له سره قربان کړو .مګر ډیره د افسوس خبره
دا ده چی دوی هیڅکله هم په خپلو تیروتنو اکتفآ ونه کړه ، بلکی د افغان د وینو تجارت یی همداسی روان
وساتلو .
خو دلته دا یوه
خبره روښانه ده ، چی تاریخ د هیچا په وړاندی چوپ نه پاتی کیږی ، او د هر سالار څیره
به رسوا کوی .
دا یو حقیقت دی
چی پردیو استخبارتی کړیو د خپلو ملی ګټو په خاطر زموږ په خاوره کی د خپل
راتلونکی سیاسی تجارتی بقا په غرض
زموږخونی په کنډوالو رابدلی کړی ، خو دا بی چاره ( بی معلوماتو ، د جهان د سیاسی او استخبارتی لوبو نه بی خبره
مشران ) یا خو لا تر اوسه نه پوهیږی ، او
یا خو یی د افغان د وینو په تویولو کی خپلی ګټی خوندی وینی .
افغان اولس اوس
باید په
دی پوه شی چی دا خرڅ شوی او خودغرضه مشران کوم چی
پرون هم د کرنیل امام ، بابر ، حمید ګل ، ګاری شروین ، ټاچر ، بی نظیره او ډیرو
نور چی دلته د ټولو نومونو ذکر کول به ډیر
وخت ونیسی ، دوی پرون هم د هغو ملګري وو او
نن هم د هغمی لارې لارویان دی ، دا د
افغانستان او د افغان اولس په خیر نه دی .
ځکه چی دوی هغه
که په دولت کی دننه دی او هغه که له دولته بهر دی ، پردۍ ټوپک یی په لاس کی دی ، او زموږ سینی ته یی مخامخ نیولی دی .
دغه ښاغلی ټول د غرب د اقتصادی سیاست تر تاثیر لاندی دی
.
نو ځکه ټولو
وطن پرستو افغانانو ته دا په کار ده چی دوی
باید په ځوانه طبقه باندی کار وکړی ، ځکه چی ځوانه طبقه لا تر اوسه په داسی مسایل کښی ښکیله نه ده
چی هغه د راتلونکی لپاره خطر وی ، خو که چیری موږ دا ګام په خپل وخت وا نه خلو ،
دا به هم د پردو لاس پوڅی شی لکه څنګه چی
زموږ ننی مشران هغه چی د پرون ورځی ځوانان
و ، نن د وطن او د اولس لپاره په یوه ناورین بدل شوی دی .
زما په اند په
اوسنی حالتو کی د ځوان نسل نه بل بدیل نشته چی دا خلا د ډکه کړی .