د ((سټنډارډ)) انټرنيټي ورځپاڼې دراپورونوپربنسټ که چېرې يو 70 کلن سړی ، چې دشکرې په ناروغۍ اخته نه وي ، اضافي وزن هم ونه لري له دخانياتوپرهېزوي اوپه منظمه توګه سپورټ وکړي ، 54 په سلوکې ددې امکان شته ، چې تر90 کلنۍ پورې ژوندوکړي .
ښځې هم په عينوشرايطوکې 40 په سلوکې ددې چانس لري ، چې 90 کاله عمروکړي . نوموړې رسنۍ داهم ويلي ، چې دالکولي څښاک نه استعمال اوپه وينه کې دکلوسترول دکچې ټيټيدل هم دعمرله اوږدوالي سره مرسته کولی شي .
دعمرداوږدوالي په هکله راز راز نورنظريات هم په نړۍ کې ورکړل شوي . ويل کيږي ، دقفقاز خلک ډېرعمرلري اوﻻمل يې دا ښودل شوی ، چې يوخوداخلک په ښکليوغرنيوسيموکې ژوندکوي اوله بل پلوه دقفقاز اوسيدونکي شات هم ډېرخوري .
يوبل ﻻمل هم ، چې زماپه اندډېرمهم دی هغه نيکمرغي ده ، که چېرې څوک په ژوندکې خوشاله وي اوڅوځلې په ورځ کې وخاندي بې له شکه دعمرپه اوږدوالي به اغېزوشيندي .
وروستي