
د ترهګرۍ (تروريزم) پيژندنه
محمد انور(آڅړ)
ترور يوه فرانسوي کلمه ده چې ډيرې معناوې لري او يوه مانا يې هم د اسلام د مقدس دين او د نړۍ د نورو ټولو اديانو او د بشريت د حقوقو ،اصولو او قوانينو سره اړخ نه لګوي. تروريزم داسې يوه ايډيالوژي ده چې هېڅ ډول بشري اخلاق،
عقيده او وجداني انګيزه نه په کې ليدل کيږي.
تروريزم هيڅ ډول حد او حدود نه مني او هيڅ ډول شرايطو او پريکړو ته احترام نه کوي ، تروريزم هرد ډول روا او ناروا غېرى انساني او غېرى هذهبي لارو څخه خپلو ډول ډول موخو(اهدفو) ته ځان رسوي په دې بنسټ په نړۍ کې تروريزم يوه منفوره او بدنامه پديده ياده شوي ده چې په ډول ډول شکلونو او بڼو سره په ناڅـاپي توګه د نړۍ په هر هيواد کې د تاريخ په اوږدو کې رامنځ ته شوي او لا پسې پيښيږي او د نړۍ خلــــک تهديدوي هغه داسې چې تقريباًهره ورځ د نړۍ راډيوګانې ،تلويزيونونه او نورې خبري رسنۍ د بې ګنـاه او بې دفاع خلکو د ترورستي وژنو تصويرونه او خبرونه خپروي چې ټول احساس لرونکي انسانان يې په ليدلو او اوريدلو باندې سخت کړيږي. دتروريزم ماناوې تر اوسه په دې ډول شوي اوځنې ماناوې يې دنن ورځې د نوي تروريزم د کړنو سره سمې موږ ورزياتې کړي دي
چې په پاى کې به يې يو غوڅ تعريف وړاندي کړو: د بې وسـلې او بې دفاع خلکو په منځ کې ډار يا دوامداره ويره خپرول ، ناڅاپي او بې خبره بريدونه، په غدارۍ، خيانت، مکراو فريب سره وژل، ناځوانه ډارن د شالخوا بريدونه١د حرفوي قاتلانو لخوا د عامو خلکو وژل، تښتول او يرغمل کول٢،
١-دشالخوا بريدونه ډارن اوضعيف خلک کوي چې دمخامخ جګړې توان نلري . پښتانه دشالخوابريدونه نه کوي داکه په هرډول وي، کله چې موږماشومان وودشا لخوابه موپه الوتونکومرغانو باندې دليندې وارنه کولواوداسې پوهول شوي ووچې د شالخوا ښکار کول ناځوانه عمل دى. په دې اړه د پير محمد کاروان دا بيت ليکو:
دسرقاتل ته هم سلام کوو سلام يې اخلو ـــ ولو يې مخامخ د شانه پرې ګوزار نه کوو
٢-شناخت اديان و مذاهب معاصر٢٢٤مخ
بې له يوې بې پرې، بې طرفه او مشروع محکمې څخه د اسيرانو وژل اوپه ژوندوني باندې يې د غړيو پرې کول او ډول ډول روحي او جسمي زورونې او ډارول، په لوږه او تنده باندې د بنديانو وژل، په زور اوجبر د ډله ييزو خلکو له خپلو سيمو څخه نورو سيموته شړل، د عامو خلکو کورونو ته په زور او بې له اجازې ننوتل، د لويو خلکو بدنامول (شخصيت وژنه،) د خلکو په منځ کې په داسې سختو ظلمونولاس پورې کول چې په ټولنيز نظم کې ګډوډي (هرج ومرج) رامنځ ته شي، د خلکو په عباد ت ځايونو او مقدساتو باندې تيرى کول، د ټولګټو (عام المنفعه) ودانيو ورانول، د انسانانو قاچاق او خرڅول ، په زور جنسي تيري (زنا او لواطت).
ترور په اصطلاح کې وحشي دورې ته وايي چې شخص، ډله (بانډ) او يا حکومت هغه که په هر دين او آيين او يا په هرې طبقې پورې اړه ولري د دې لپاره چې قدرت يې ساتلى وي او يا خپل هدف ته رسيدلي وي په هرډول ډيروسختوغيرانساني او ظالمانه اعمالو باندې پيل کوي.
په فرانسه کې له (١٧٩٣م) نه ترکال(١٧٩٤م) پورې د تروردوره وه . د تروريزم څیړونکي اوپلټونکي په دې اند دي چې د تروريزم تعريف لا تراوسه په پوره توګه ندى شوى او وايي چې د نړۍ ډير هيوادونه په نړيوالو غونډو کې د تروريزم په يوه جامع او قاطع تعريف باندې موافقې ته ندي سره رسيدلي او داسې تعريف چې د نړۍ ډير هيوادونه يې ومني ندى رامنځ ته شوى. دا چې دا اختلاف د نړيوالو تر منځ راغلى دى وجه يې داده چې هر څوک د خپلې خوښې او ګټې سره سم ډير په لنډ ډول د تروريزم تعريف کوي.
که چېرې د جګړه ييزوعملياتو ټول اړخونه، ډولونه ،لاملونه، سرچينې، بڼې، پايلې، نيټې او ځاى، (زمان او مکان) دمخنيوي لارې او نورې خواوې يې په پراخه توګه وڅيړل شي او په ټولو خواو باندې يې د لوى زغم
په لرلو سره دقيق فکراو وپلټنه و شي او ښه پوره بې پرې(غير جانبه)اوبې له تعصب څخه غوراوقضاوت وشي نو تروريزم به وپيژندل شي او خلک به د عادلانه جګړې (د تروريزم پر ضد جګړه) او د تروريزم (ترورستي جګړه) تر منځ به توپير وکړاى شي.
دا خبره رښتيا ده چې تروريزم د پټو، پيچلواونه پوهيدونکو کړنو وسيله ده نو همداشان يې پيژندل هم ګران او پيچلى کار دى خو کله چې د هرې جګړې ټولې خواوې د بې طرفه کسانو لخوا ښکاره او معلومې شي نو بيا پوهيدلى شو چې جګړه څه ډول ده ايا عادلان جګړه ده که ترورستي جګړه ده.
لکه چې وايي \"څوک چې په سوال باندې پوه نشي طبعي ده چې سم ځواب نشي وړاندې کولى”.
امريکايي ليکوال پروفيسور هووارډزين١ چې د جګړو اوتروريزم مخالف شخص دې د تروريزم د تعريف په اړه وايي (موږ اړيو چې د تروريزم تعريف پراخ کړو او دا چې موږ به يو تروريزم غندو او بل به تاييدوو، موږ اړ يو چې داسې حالت رامنځ ته کړو چې په نړۍ کې دواړه ډولونه يعنې هم د يوې فرقې (بانډ) تروريزم او هم د يوه دولت تروريزم ( دولتي تروريزم ) په نړيواله سويه د خلکو له مخالفت سره
مخامخ کړو.)
[تروريزم او جګړه ص ١٠]
د تروريزم د تعريف لوى مشکل پدې کې هم دى چې هغه
ډلې او دولتونه چې پخپله ترورستي اعمال ترسره کوي تروريزم يې نه بولي خپل حق، پر ځاى او روا اعمال يې بولي او هغو بريدونو ته تروريزم وايي چې د دوى پر خلاف او د دوى په زيان تر سره کيږي.
کارل مارکس د خپلو موخو د لاسته راوړلو لپاره تروريزم يوه مهمه او روا وسيله بللي ده او هغه تروريزم چې د دوى پر خلاف به کارول کيده هغه يې په کلکه رد او محکوم کړى دى نوموړى پدې هکله وايي”زور(ترور) د هرې هغې زړې بلاربې ټولنې لپاره چې په کيډه کې يې نوي ټولنه د ودې په حال کې وي د يوې قابلې(پرستارې) حيثيت لري” نوموړى د ١٨٧١م کال د فرانسې په انقلابيونو باندې په ډيره توندۍ سره ملامتيا اچوي چې ” دوى د ډاراچونې (تروريزم) په سلسله کې د فرانسې د ژاکوب (ژاکوبين د ١٧٩٣م کال انقلابي ترورستان) له ترورستي طريقو څخه کار وانه خيست. ” او همدا شان هغه ترورستي اعمال به چې د دوى په ضد ترسره کيدل په اړه يې داسې ويلي دي”موږ به په خپل وار سره تروريزم ونه بښو ، سلطنتي ډار اچوونکي د خداى د
١-هوارډزېن د امريکا د بوسنون د پوهنتون متقاعد پروفېسور
دى ، نوموړى د امريکا د خلکو د تاريخ منلى ليکوال دى چې د جګړو او خشونت ضد
فعالينو په لړ کې وتلى نوم لري او د هرې کړکېچنې نړيوالې سنونځى د هوارې لار د
وينو تويولو او جګړو پر ځاى په نورو معقولو هلو ځلو کې لټوي.
حکم او قانون له مخې ظالمان ، د کرکې وړ او په عملياتو کې ډير وحشي او په عقيده کې دوه مخي ، مرموز او ويريدونکي دي او ډير سپک ،لوچک او بد خلک دي. [شوروي اتحاد او ډاراچونه٣١مخ ]
همدارنګه د پخواني شوروي اتحاد د کمونستانو مشر ولاديميرايلچ لينن هغه ترورونه قانوني کړي وو چې د دوى په ګټه به تر سره کيدل لکه (سورترور) چې قانوني بڼه يې ورکړي وه. اوهغه ځانځاني(انفرادي) ترورونه چې د دوى په ګټه نه وو رد او غير قانوني يې ګرځولي وو، چې نوموړى هم د همدې ډول تروريزم ښکار شوى ؤ.
د ډاراچونې په اړه د لېنن نظريات په دې ټکي راڅرخي چې:
يو تنظيم شوى کدر مارکسستي اهدافوته د رسيدلو لپاره د يو مهم عامل په توګه دزور(تروريزم)کارول
له نظره نه شي غوځولې.(شوروي اتحاد او ډار اچونه ص ٣١] لېنن په وار، وار
تکرار کړي ده چې د ډاراچونې سره مخالفت سم کار نه دى، نوموړى په دې اړه يوازې د
وخت او ځاى (زمان اومکان) په فکر کې
ؤ او د هر لوى عمل د پلان پر مختلفو برخو باندې د کنټرول له پاره يې د زور په شته
والي ټينګارکولو. لېنن دلويو جګړو ترڅنګ تروريزم يو ګټه ور او ضروري تکتيک بللى اوپه
کال(١٩٠١) يې لکلي دي: موږ په اصولي توګه تروريزم هڅکله نه دى رد کړى اونه يې کله
هم ردولى شو، ځکه دا نظامي تکتيک ډېر ګټوراو دجګړې په ځينو شرايطو کې ډېرضروري
اوحتمي دى. خو ورسره سره د ځانځاني
تروريزم مخالف ؤ چې دې ده په فکرترورستي کړنې بايد خامخا د يو کنټرول لاندې ونيول
شي، نوموړى زياتوي: هر عمل اوفعاليت چې د ګوند د کنټرول لاندې نه وي د ماشومانو
لوبې دي ... . لېنن په(١٩١٦م) د اطريش پرصدراعظم (کونټ سټرګ) باندې د ناکامې
ترورستي هڅې په اړه وليکل: موږ هڅکله هم د سياسي وژنو(ترور) مخالفت نه کوو، هغه
زياته کړه چې: د انقلابي عمل او عمومي پاڅون د يو ټوليز پراخ پلان د پلي کولو له
پاره د زور اوتروريزم څخه کار اخيستل ډير ضروري کاردى، لېنن د انفرادي اوځانګړو
کسانو د وژلو هڅې چې په انقلابي بنسټ نه وي ولاړې د بې هدفه او مرموزعمل په توګه
وغندلې. [شوروي
اتحاد او ډاراچونه ص ٣٣]
په دې لړ کې ازادي غوښتونکې سازمانونه خپلو بريدونو ته روا او عادلانه جګړه وايي دوى د دې په هکله داسې دليل وړاندې کوي چې د بل لوري يعنې د خپلو دښمنانو سره چې په مخامخ جګړو کې ورسره برابر ندي د جګړييزو توکو نه درلودل او نور ډول ډول ستونزې لري نو پدې وجه نه شي کولى چې مخامخ جګړې وکړي نو مجبور دي چې ناڅاپي( چيريکي )حملې تر سره کړي پدې بنسټ خپلو ټولو هر ډول عملياتو ته روا او جايزې جکړې وايي او مقابل لورى (اشغالګران) يې ترورستي اعمال بولي.
د تروريزم د تعريف په اړه به لومړى د افغانستان د ترورستي جرمونو په وراندې د مبارزې پر قانون چې په دې وروستيو کې تصويب او نافذ شوى دى په لنډه توګه وغږيږو او وروسته به د څو تنو پوهانو بيل بيل نظرونه هم وليکو:
دافغانستان د ترورستي اعمالو پرضد د مبارزې قانون په لومړي فصل دريمه ماده او دوهمه فقره کې ترورستي سازمان او ترورست پدې ډول راپيژني “ترورست او ترورستي سازمان: حقيقي يا حکمي شخص دى چې په دې قانون کې له درج شوو جرمونو څخه ديوه مرتکب شوى وي يا د ملګرو ملتونو د سازمان د امنيت شورا د پريکړه ليک مطابق ترورست يا ترورستي سازمان وپيژندل شي پدې شرط چې پريکړه ليک د ملي شورا لخوا تصديق شوى وي“.د لومړي فصل په دريمه ماده لومړۍ فقره کې ترورستي جرمونه په دې ډول ليکل شوي دي“د افغانستان د دولت يا د ملي او بين المللي موسسو او سازمانونو د سياست تر اغيزې لاندې راوستلو يا د افغانستان د دولت او يا د بهرني دولت د بې ثباته کولو په منظور په دې قانون کې د درج شوو جرمي اعمالو ار تکاب دى“.
دا شان په نوموړي قانون کې د الوتکو ، بيړيو تښتوونکي او يا د لارښوونې د ځايونو نيوونکي او د داخلي او خارجي اشخاصوتښتوونکو
او د بنسټيزو تاسيساتو ويجاړوونکي، ترورستان بلل شوي دي د يادو شويو جرمونو مرتکبين که افغانان وي او يا خارجيان، همدا ډول په دې قانون کې د تروستي اعمالو وسلې او وسيلې هم يادې شوي دي.
اوس به د تحصيل لرونکي پنډت جوار لال نهرو چې د انګريزانو د استعماري دورې د انګريزي تروريزم او د فلسطينيانو او يهودو په اړه يې خپل نظريات ښکاره کړيدي وليکو: جوارلال نهرو د انګريزانو هغه حملې چې په امرتسر کې يې په بې ګناه خلکو کړي او هغه هوايي بمبارۍ چې په پيښور کې يې د عامو خلکو پر کورونو باندې په کال ١٩١٩م کې وکړې ترورستي بريدونه(دولتي تروريزم) بللى دى او دا ډول يې د ازادۍ غوښتونکو ډلو بريدونه لکه د فلسطين د ازادۍ غوښتونکو سازمانونه او ورسره يې د يهودو ناوړه بريدونه ترورستي اعمال بللي دي او ورسره دا هم وايي چې د فلسطين خلک د خپلې ازادۍ په لاره کې مبارزه کوي نوموړى پدې اړه وايي” د فلسطين ويشل په درو برخو د انګريزانو لخوا چې يوه لو يه برخه خاوره به د عربو وي، يوه وړه برخه به د يهودو وي او يوه برخه د اورشلم(بيت المقدس) ښار په ګډون به د انګريزانو تر واک لاندې وي پاتې شي. د انګريزانو دا د ويشلو طرحه تقريباً د ټولو مختلفو ډلو د خواشينۍ سبب وګرځيدله او عربو په هيڅ وجه ونه منله او د دوى ملي مقاومت(د انګريزانو پر وړاندې) لاپسې زيات شو چې دغه مقاومت په يوه ملي نهضت واوښت...او د فلسطين ځمکه يې له انګريزانو څخه ونيوله، انګريزانو نوي او تازه دمه نظامي ځواکونه د فلسطين د بيا نيولو لپاره وليږل چې هلته يې يو ويروونکى(ترورستي) حکومت رامنځ ته کړ متاسفانه چې عربو هم د يهودو پر وړاندې په ترورستي اعمالو لاس پورې کړ او يهود هم تر يوې کچې په مقابلو ترورستي عملياتو او د خلکو په وژلو بوخت دي او کوښښ کوي چې له دې لارې (دخلکو) د ازادۍ ملي مبارزه له مينځه يوسي ...
او په ضمن کې عربي ملکونه او ټول د شرق خلک مسلمانان دي که غير مسلمانان د (انګريزانو) په دغو وحشيانه اعمالو باندې چې د (فلسطين خلک) د ازادۍ په لاره کې مبارزه کوي او دوى يې له منځه وړي سخت اغېزمن شوي دي ، دا رښتيا ده چې د فلسطين خلک ناوړه ترورستي عمليات تر سره کوي خو بايد په ياد ولرو چې دوى اصولاً د خپلې ملي ازادۍ په لاره کې مبارزه کوي. -[نګاهى
به تاريخ جهان ص ١٦٣٤]
همدا شان ليکواله رابرټاګورين چې (شوروي اتحاداوډاراچونه( کتاب يې ليکلى په دې اند ده چې : دهغو کمزورو سياسي ډلو لپاره چې د بهرنۍ سلطې پر وړاندې جنګيږي د جګړې يواځينى ممکنه او عملي لاره ده چې په فلسفي لحاظ د نولسمې پيړۍ د ازادۍ بښونکو غورځنګونو لپاره روا عمل بلل کيږي او هلته چې د سياسي حقوقو د تر لاسه کولو لپاره قانوني لاره نه وي د تروريزم فعاليتونه د بحث او مخالفت وړ ندي او په هغه ځايونو کې ډار اچول د مبارزې يواځنې لاره پېژندل شوي ده.
په کورنيو، ملکي خلکو
او بې ګناه کسانو باندې د ډاراچوونکوتېرى کول وړ کار نه دى. [شوروي اتحاد او ډار اچونه ص
١٧]
نوموړي ليکواله
زياتوي: په هغو هيوادونو کې چې پارلماني رژيمونه حکومت کوي او سياسي ډلې کولى شي د ټاکنو له لارې په سوله ييز ډول خپل قانوني حقوق تر لاسه کړي او ناهيلي، محروميت او کمزوري د دوى د ترورستي اعمالو دليل نشي کيداى. شوروي اتحاد او ډار اچونه ص
١٤]
ښاغلى ډاکټر عبدالکريم ذاکر نايک د تروريزم او ترورست په اړه خپل نظر داسې ښکاره کوي”:که موږ د انسانيت بري ته وګورو نو هر مسلمان بايد ترهګر وي.
دسـولـې د دښـمنـانــو لپاره تـرهـګر.
د انسانيت د د ښمنانو لپاره ترهګــر .
او د سرکښو ځواکونـو لپاره ترهګر .
ځکه ترهګر هغه څوک دى چې د هغه له امله پر خلکو ويره خپريږي ځکه کله چې غل يا داړه مار پوليس وويني پر هغه ويره خپريږي پدې حالت کې پوليس د دوى لپاره ترهګر دى نو له همدې کبله بايد مسلمان د هغو خلکو لپاره ترهګر واوسي چې له انسانانو څخه سکون غلا کوي څوک چې په ټولنه کې بد امني خپروي ، څوک چې د خلکو ژوند تباه کوي. يو مسلمان د غلو او داړه مارانو لپاره ترهګر دى ټولنې ته د هر زيان رسوونکي تن په زړه کې بايد د مسلمان په ليدو ويره پيدا شي، (دا سمه ده چې د ترهګر مانا دهشت او ويرې خپروونکي ته وايي) خومسلمان بايد د ځانګړوخلکو لپاره ترهګراووسي هغه څوک چې د سوله اييزو سيمو لپاره خطر وي. د عامو خلکو لپاره مسلمان د خونديتوب او ډاډ نښه ده د خلکو لپاره د امن ذريعه ده او د هغوى د سوله ييز چاپيريال ساتونکى دى. دحيرانتيا خبره ده چې د يوه کار په کولو په يوه تن د ترهګر تور لګول او بل ته د همدې کار په کولو سره (پر هيواد مين) لقب ورکول کيږي. کله چې هندوستان پيرنګيانو اشغال کړى ؤ نو ازادۍ غوښتونکو هندوستانيانو د پيرنګيانو پر وړاندې جنګ پيل کړددې هڅو په دوران کې پيرنکيانو اودهغوى پلويانودترهګرونوم پرې کيښودخوعاموهندوستانيانوبه وطن دوستان بلل. [جهاد او ترهګري١٥ مخ]
نوموړى ډاکټر زياتوي هغه څوک چې د خپل حق لپاره جګړه کوي د هغوى په اند دا يو نيک کار دى مګر هغه خلک چې د دوى مخالفين دي د دوى دې هڅې ته ترهګري وايي. دلته زه (بهگت سنگهـ )د بيلګې په توګه راوړم ، دى د خپل هيواد د ازادۍ لپاره جنګيدلو مګر انګريزانو دى ترهګر باله او موږ ورته د ازادۍ جنګيالى وايو نو پدې خاطر د ترهګرۍ د ټاپې لګولو نه وړاندې يې بايد شاليد وګورو ځکه د ترهګرۍ مانا يو څه ده او د جغرافيوي او تاريخي اعتبار له مخې يې مانا تغير خوري هغه تن چې پيرنګيانو ترهګر باله موږ هندوستانيان يې د ازادۍ د لارې جنګيالى بولو د دې مطلب داشو چې که ته د پيرنګي حکومت ملاتړى يې او دا د هندوستان روا(جايز)حکومت بولې نو هغه کسان چې د دوى پر وړاندې هڅې کوي هغه ټول ستا په اند ترهګر دي، خو که ته د يوه عام هندوستاني د جزباتو ترجماني وکړې هغوى پيرنګيان ښکيلاکګر بولي پدې صورت کې يې پر ضد جنګيدونکي ټول خلک وطن پال (وطن پرستان) دي.
اوس دغه خلک وطن دوستان او که ترهګر دي په اړه يې پريکړه يوازې يوه درېيمګړي ډله کولاى شي او دواړه ډلې بايد د درېيمګړي پريکړه ومني\" [جهاد او ترهګري١٦مخ]
پروفيسر هووارډزيند”دتروريزم په اړه داسي نظرلري: د کليوالو وژل پخپله تروريزم دى او د فلسطينيانو په باب وايي چې: د فلسطينيانو غوښتنې عادلانه دي خو زه فکر نه کوم چې ترورستي اعمال دې توجيه شي په دواړو حالاتو کې يعنې له اخلاقي او پراګماتيکو١ شرايطو (ګټوروشرايطو) سره سره د توجيه وړ ندي٢ او ورسره زياتوي چې د بې ګناه کليوالو وژل پخپله تروريزم دى.٣
ښاغلي اکاډميسين
عبدالاحد عشرتي د تروريزم په تعريف کې تر يوې اندازې پورې څېړنه کړي ده او په
اړه ي يې وايي: هغه تعريفونه چې له دې غير انساني عملونو څخه مو لاس ته راوړي دي
يو له بل سره توپير لري، داسې چې د څيړونکو يوې ډلې په دې سبب چې تروريزم بيلا بيل
ډولونه او طريقې لرې او په هر چاپيريال کې په بيل بيل ډول اوبڼې سره رامنځ ته کيږي
د دې ناوړه پديدې له تعريف څخه يې لاس اخيستى دى او د دغه لوى ګناه د تعريفولو
لپاره يې ځانونو ته سرخوږي نه دي پيدا کړي. [ تروريزم پديده است
جهاني ص٣٣]
١- يوه معاصره ايډيالستي فلسفه ده چې وايي”حقيقت هغه څه دى چې ګټور وي”
٢-تروريزم او جګړه ١٩ مخ،
٣-تروریږم او جګړه ٣ مخ.
نوموړى ليکوال زياتوي: د پوهانو يوې ډلې د تروريزم ظاهري
بڼه د هغه له تعريف څخه اسانه بللي ده او هغوى وايي چې موږ ټول پوهيږو چې تروريزم
څه (شى) دى؟ خو د دې پيژندنې سره سره د تروريزم په تعريف کې مشکلات ليدل کيږي، د
يادولو وړ ده چې اصلي موضوع هماغه د ترور مطلوبه پيژندنه ده، نه دا چې د هغه د
تعريف لپاره هدف وټاکو،او د تروريزم د تعريف موضوع يوه اکاډيميکه موضوع ده نو
مناسبه نه ښکاري چې د تروريزم تعريف د بحث موضوع وټاکو، اوهغه خبرې اترې (مناقشه)
چې د ترور د تعريفونو په اړه شوي دي زموږ د اصلي موضوع چې په تروريزم باندې
پوهيدنه ده مخه نيسي، اوس مهال د تروريزم تعريف ته دومره اړتيا نه ليدل کيږي او له
اصلي موضوع څخه په څنګ تلل چې له قهرجن قدرت، ظلم او سرکښى څخه منځ ته راځي د
تروريزم شکل غوره کوي نو(دتروريزم څېړل ) به د وخت له ضايع کولوڅخه نور څه نه وي.
د همدې اصل له مخې د ملګرو ملتونو په
کنفرانسونو، ليدنو کتنو ، تړونونو او اعلاميو کې چې د بين اللملي بنسټونو لخوا رامنځ
ته شوي دي داسې مطلب نه پکې ليدل کيږي چې
د تروريزم له تعريف څخه استازيتوب وکړي.
په پاى کې ښاغلي عشرتي د تروريزم تعريف داسې کړي دى:
تروريزم عبارت دى: استفاده کول او کارول له زور، تاوتريخوالي او ډارولوڅخه چې د
خپلې جرمي غوښتنې د ترسره کولو لپاره يې پلي کوي، دا که يو تن وي يا يوه ډله چې
هدف يې د عمومي نظم اخلالول وي، ټولنيز امنيت او آرامي له خطر سره مخامخ کول چې د
اشخاصو او خلکو د زورولو او ويرې سبب وګرځي. [تروريزم پديده است جهاني ص -٣٧-٣٨-٣٢٦]
ډاکټر بهاءالدين يارُارګاد تروريزم په دې ډول راپېژني: ترور د وحشت په مانا دى، ترورست د
قاتل او سړي وژونکي په مانا او تروريزم دخلکو په منځ کې وېره خپرول، دخلکو رټل او وحشت
رامنځ ته کول او خپل سياسي هدف ته د رسيدلو په خاطر له هر ډول سختې سرکښۍ تر سره
کول او يا د وخت د حکومت راپرځول ياهم دحکومت واک په لاس کې نيول او يا د خپلې
خوښې کسانو ته د حکومت چارې سپارل دي، دا عقيده په اصل کې معمولاَ د فاشيزم او
ماکياولي اونورو ځينو سياسي مکتبونو څخه اخيستل شوي ده.[مکتب
هاى سياسي ص ٧١]
دا شان د جاپان د جګړه ييزو عملياتو ډولونه چې د جاپان د خلکو د دين( شنيو = د خدايانو لار) يوه مهمه برخه وه او د ( پوشيدو = د زړورو تګلاره) په نوم د جګړې ډېر منظم اداب، رسوم او قواعد لري او د جاپان د جنګي سرتيرو يوه ډله چې د ( سموارى ) په نوم ياديږي پرې عمل کولو دوى د خپلوجنګي اصولوسره سم ډول ډول ناڅاپي (کاميکاز= ځانوژونکي) بريدونه د تاريخ په اوږدو کې تر سره کړي دي او خپله خاوره يې تر( ١٩٤٥م ) کال پورې د پرديو له تيريو څخه داسې ساتلي وه چې هيڅ يو تن بهرني د دوى په خاوره پل ندى ا يښى. [ تاريخ جامع اديان٤٢٢مخ ]
جاپانيان امپراتور پرست او وطن پرست وواو خپلو امپراتورانو ته يې د خدايانو په نظر کتل [نگاهى بتاريخ جهان٩٦٧،٩٦٩مخونه]
او خپل ځانونه يې د امپراتور له نسل او وارثينو څخه بلل د امپراتور امر يې د خداى امر ګڼلو او همدا رنګه يې د وطن ساتل د خدايانو د خاورې او د خدايانو د کور ساتل بللي. دا وجه وه چې جاپاني پيلوټانو به په دوهمه نړيواله جګړه کې د امپراتور په امر او د خپل وطن د ساتلو لپاره د باروتو او تيلو ډکې الوتکې هوا ته الوزولې او د امريکايانو د لويو لويو جنګي بيړيو سره يې جنګولې چې دغو ځانوژونکو بريدونو ته به يې (کاميکاز) ويل د جاپانيانو دا ډول عملياتو ته امريکايې ليکوال ويل آوريل دورانت ترورستي اعمال (جاپاني تروريزم) ويلى دى. [تاريخ تمدن لومړى ټوک٩٨٠مخ]
د اسلامي نړى د علماوو لوى مشر ښاغلي دوکتور محمديوسف قرضاوي دتروريزم او د فلسطينيانو د ازادۍ غوښتونکو ډلو د عملياتو په اړه داسې وايي”د فلسطينيانو تروريزم که چېرې دا نوم سم او درست وي مشروع تروريزم دى. او د قرآنکريم د الانفال سورت٦٠ ايت شريف يې دليل ګرځولى دى.
وَأَعِدُّوا
لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ وَمِن رِّبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ
عَدُوَّ اللَّهِ وَعَدُوَّكُمْ وَآخَرِينَ مِن دُونِهِمْ لَا تَعْلَمُونَهُمُ
اللَّهُ يَعْلَمُهُمْ ۚ
ژباړه: [ او تياروى لپاره(دجنګ) د دغو (کفارو) څومره چې توانيږى تاسې له قوت او روزل شويو او ساتل شويو آسانو(لپاره د جهاد) چې وويروى تاسې په دغه سره د ښمنان د الله او د ښمنان خپل.]
قرضاوي صاحب زياتوي: د فلسطينيانو تروريزم د خپلې دفاع او مقاومت لپاره دى نه د اسراييلو په شان د تيري او د حرمت د له منځه وړلو لپاره. [خطر صهيونيزم جهانى١٠٩مخ]
اوس به لومړى دافغانستان د ترورستي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پر قانون او ورپسې به د پورته محترمو پوهانو د نظرياتوپه اړه خپل تحليلي نظر وليکو:
١- د افغانستان د ترورستي جرمونو پر وړاندې د مبارزې په قانون کې د تروريزم واضح او جامع تعريف ندى شوى او يوازې ترورست ، ترورستي سازمانونه او د ترورستي جرمونو په اړه يوه اندازه معلومات ليکل شوي دي او لکه څرنګه چې لازمه ده د تروريزم په اړه کافي معلومات ندي پکې تشريح شوي لکه له نوم څخه يې چې ښکاري د ترورستي جرمونو پر وړاندې د (مبارزې ) قانون دى.
٢- د پنډت جوار لال نهرو له يادونو څخه داسې ښکاري چې د انګريزانو ظلمونه وحشي او ويروونکي (ترورستي) بريدونه بولي او د يهودو اعمال يې ترورستي ګڼلي دي ، د فلسطينيانومقاومت ته يې هم ترورستي اعمال ويلي او هم يې د خپلې ملي ازادۍ په لاره کې مبارزه بللي ده چې دازادۍ غوښتونکو ډلو په اړه يودوه اړخيزاو مبهم نظر دى.
٣- د ميرمن رابر ټاګورين له څرګندونو څخه په ډاګه کيږي چې هغه ناانډوله او کمزوري ډلې چې د بهرنيو اشغالګرو پر وړاندې او هغه حکومتونه چې پارلماني او انتخابي نه وي د کودتاوو او نوروغير دموکراتيکو لارو څخه قدرت ته رسيدلي وي د هغوى پر وړاندې د مخالفينو بريدونه ترورستي اعمال ندي، او ورسره زياتوي چې په کورنيو، ملکي خلکو او بې ګناه کسانو باندې د ډاراچوونکو تېرى کول وړ
کار نه دى.
د نوموړې ليکوالې نظر د منلودى په هغه صورت کې چې د ازادۍ غوښتونکو ډلو په عملياتو کې ملکي خلکو ته زيان ونه رسيږي تروريستي کړني نه دي.
٤-ډاکټر ذاکرنايک لومړى ترورستان هغو خلکو ته ويلي دي چې هغوى د ترورستانو پرضد مبارزه کوي او سوله ساتونکي ډلې لکه پوليس او نور يې ترهګر بللي دي او بيا وايي چې د ترهګرۍ د ټاپې له لګولو نه وړاندې يې بايد شاليد(پس منظر) وګوروځکه چې د ترهګرۍ مانا يو څه ده او د جغرافيوي او تاريخي (زمان او مکان ) اعتبار له مخې يې مانا تغير کوي... .
موږ دنايک صاحب د لومړۍ خبرې سره موافقه نلرو ځکه چې هر هغه څوک چې ظالمان او جنايت کاران(ترورستان) ډاروي او دهغوى دتخريبي اعمالو مخه نيسي د ترورست اصطلاح نه شو ورته کارولى بلکه د ترورستانو مخالف او د مظلومانو پلوي يې بولو; مولانا جلال الدين محمد بلخي وايي:( دهيڅ شي پيژندنه [تعريف] بي غير د هغه له ضده امکان نلري ) [فيه مافيه٧١مخ پښتو ژباړه]
نو پدې اساس نه شو کولى چې دواړو خواوو ته په يوه نوم ووايو، ترورست هم ترورست وبولو او د ترورست ضد ته هم د ترورست نوم ورکړو. خو ښاغلي نايک په پاى کې يو نظر وړاندې کړى هغه داسې چې د تروريزم په اړه بايد چې يوه دريمګړي ډله پريکړه وکړي او دواړه خواوې يې بايد ومني چې د ده دا نظريه پر ځاى او ګټوره ده چې د تروريزم په پيژندلو کې پوره مرسته کولى شي.
٥- پروفيسر هووارډزين د ملکي خلکو وژل تروريزم بللي، او د فلسطينيانو غوښتنې يې عادلانه ګنلي دي، او ورسره يې د
فلسطينيانو ترورستي کړنې هم رد کړي دي ، د ښاغلي پروفيسر نظريه په ريښتيا سره عادلانه ، د قدر وړ او بې پرې ده او زموږ نظر ورسره يو دى.
٦- ښاغلي عبدالاحد
عشرتي خپل نظر لکه
څه ډول چې لازمه ده په پوره توګه پراخ او قناعت بښونکى نه دى خوبيا هم د تروريزم
ريښتني پېژندنې ته ورنږدې دى.
٧- داکټربهاءالدين هم د تروريزم ډېر
پخوانې او زوړ تعريف وړاندې کړى دى چې سړى نه شي قانع کولى.
٨- د ويل آوريل دورانت نظر چې د جاپانيانو په اړه يې لري او وايي چې د جاپانيانو ځانمرګي(کاميکاز) بريدونه ترورستي عمليات دي نه شو منلى ځکه چې نوموړى ليکوال يو امريکايي تبعه دى او جاپانيانو خپل ځانوژونکي بريدونه د امريکايانو په جنګي بيړيو باندې په دوهمه نړيواله جګړه کې تر سره کړي وو ، که د اسلام په سپيڅلي دین کې انتحاري حملې حرامې دي خو په جاپانيانو کې دا ډول بريدونه د دوى د دين مهم اصل ؤ نو پدې بنسټ ويلى شو چې د جاپانيانو د کاميکاز بريدونه چې په هغې کې ملکي وګړي ندي وژل شوي او يوازې يرغلګرو نظاميانو ته متوجه وې ترورستي عمليات ندي.
٩- د قرضاوي صاحب نظر د تروريزم د رواتوب او نارواتوب په اړه پريکنده نظر نه دی د تروريزم نوم ته يې د شک په سترګه کتلي دي خو بيا هم د نوموړي نظر يه تقريباً د ډاکټر ذاکرنايک په شان ده خو زموږ عقيده د ښاغلي قرضاوي د نظر په اړه پدې ډول ده:
تروريزم يوه داسې اصطلاح او عمل دى چې د يوې ذرې په شان به يو ښه ټکى پکې ونه موندل شي چې هغې ته د مشروعيت نوم ورکړو تروريزم پخپله يوه غير مشروع او ناوړه اصطلاح او عمل دى چې پخپله په خپل غېر مشروعيت باندې شهادت
کوي. چې نه شو کولى يوې عادلانه جګړې ته چې د تروريزم پر خلاف پيل شوي وي تروريزم ووايو هر ډول تروريزم هغه که اسراييلي تروريزم وي او يا هم د فلسطينيانو او مسلمانانو او نورو لخوا تر سره کيږي بيا هم د بې ګناه او بې دفاع خلکو پر ضد ناوړه ترورستي اعمال دي د تروريزم هر ډول او هره بڼه اوپه هر قالب کې چې تر سره کيږي په هيڅ صورت د تاييد وړ نه شي کيداى.
دا چې ښاغلي قرضاوي د قران کريم د الانفال سورت ٦٠ ايت شريف
دليل راوړى دى او په هغه کې مومنانو ته ويل شوي دي چې د الله
تعالىج او خپل دښمنان په جګړييزو وسايلو باندې وويروي پدې اړه موږ پدې عقيده يو چې :
د قرضاوي صاحب نظر پر ځاى دى خو موږ مسلمانان بايد په دې پوه شوچې دده فتوادحربي کفارو(دښمنانو)په اړه ده نه دعاموخلکودوژلواو ويرولو په اړه ، مسلما نا ن بايد په دې پوه وي چې د خپلو مسلحو د ښمنا نو پروړاندې جګړه وکړي چې له بې ګناه ښځو ، ماشومانو او غير محاربو کسانو څخه ليرې وي ځکه چې په ښارونو او د خلکو د استوګنو په ډکو سيمو کې ښځې او ماشومان اوسيږي او که چيرې د مسلمانانو لخوا د عامو خلکو او حربي کفارو تر منځ تفاوت ونه شي نو د اسرائيلو صهيونستي ترورستانو او د مسلمانانو تر منځ به څه توپير وي؟
که چيرې د عامو خلکو څخه په ډکو سيمو کې خپل دښمنان وويروو نو بې ګناه ښځې او ماشومان پکې ويرول کيږي او هم وژل کيږي چې عام خلک خصوصاً ماشومان د الله تعالىج دښمنان نه شي جوړيدلى او پدې ټول پوهيږو چې د نړۍ په ټولو اسماني او نورو اديانو کې د بې ګناه خلکو وژل منع او لوى ګناه بلل شوى دى او د اسلام په سپيڅلي دين کې خو د يو تن بې ګناه انسان وژل هغه که هر څوک وي د ټول بشريت وژل دي. موږ بايد په دې پوه شو چې د نړۍ ټول خلک يو تر بل سره وروڼه او خويندې دي او د ادمع اولادونه دی او د نړۍ ټول ماشومان د اللهج لخوا موږ ته امانت راسپارل شوي دي نو بايد چې موږ دا امانت په ګډه سره وساتو او د دوى په لويولو او روزلو کې يو تر بل لازمه مرسته وکړونه دا چې خيانت ورسره وکړو او له مينځه يې يوسو، د ماشومانو وژل د فرعون اعمال دي نه د مومنانو او ريښتيني انسانانو، په دی باب الله تعالىج فرمايلي دي.
إِنَّ فِرْعَوْنَ عَلَا فِي الْأَرْضِ وَجَعَلَ
أَهْلَهَا شِيَعًا يَسْتَضْعِفُ طَائِفَةً مِّنْهُمْ يُذَبِّحُ أَبْنَاءَهُمْ
وَيَسْتَحْيِي نِسَاءَهُمْ ۚ
إِنَّهُ كَانَ مِنَ الْمُفْسِدِينَ [٢٨:٤]
خبره دا ده چې فرعون
په ځمکه کې
سر کښي وکړه او
د هغې اوسيدونکي
يې په ډلو
وويشل له هغو څخه يوه ډله
يې ذليله کوله، د هغې هلکان
يې وژل او
د هغې نجونې يې ژوندى پريښودلې په واقع
کې هغه له فساد کوونکو
څخه ؤ.
نو ټول پوهيږو چې د ټولې نړۍ ماشومان (فطرتاً سپيڅلي مسلمانان) او د هر ډول ګناه او خطا څخه پاک او معصوم (تل پاک) دي او د ټولې نړۍ ماشومان زموږ د خپلو ګرانو او خوږو ماشومانو په شان دي او د ټولو مرګ او ژوند بايد چې د خپلو اولادونو په شان وبولو. په صحيح بخاري
کې د پېغمبر(ص ) په يوه حديث شريف کې راغلي دي : ((هر بچى په
اسلامي فطرت پيدا کيږي خو وروسته د هغه موراو پلار هغه يهودي، نصراني يا مجوسي
کړي، څنګه چې د ځناورو بچي تن درست او سالم پيدا کيږي خو وروستو دا کافران د هغوى
غوږونه او نور(غړي) غوڅ کړي دا شان د انسانانو ټول بچي په اسلامي فطرت پيدا کيږي.
له دې څخه وروسته حضور (ص) دا آيت تلاوت کړ. ))
فَأَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ
حَنِيفًا ۚ فِطْرَتَ اللَّهِ الَّتِي
فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا ۚ لَا تَبْدِيلَ لِخَلْقِ
اللَّهِ ۚ ذَٰلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ
وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ [٣٠:٣٠]نو(( اى پيغمبره (ص) دخپلو پيروانو سره دې
په يو لوري کيدو سره خپل مخ د دغه دين خواته برقرار وساته، پر هغه فطرت محکم شه چې
پر هغه باندې الله تعالى انسانان پيدا کړي دي.د الله جوړ کړى ساختمان نشي بدليدلى،
همدغه بيخي سم صحيح دين دى، خو زياتره خلک نه پوهيږي.
همداشان د محمد (ص) حديث شريف دى: څوک چې زموږ په ماشومانو باندې شفقت ونکړي او زموږ د لويانو ادب ونکړي هغه زموږ څخه ندي .... [ترمذي شريف]
وايي چې يو ځل په يوه غزا کې د مشرکانو ماشومان تر پښو لاندې شول رسول اللهص په دې کار ډير خواشينى شو اصحابو وويل چې هغه خو د مشرکانو اولادونه دي حضرت محمدص ځواب ورکړ( د مشرکانو ماشومان ستاسونه ښه اوبهتردي پام کوى چې کوچنيان مړه نکړئ.) (سيرت النبيص ٢ ټوک)
داسلام ستر
پېغمبر(ص) د ډېرو ماشومانو په مرګ باندې خپلې مبارکې اوښکې تويې کړي دي چې په دې
اړه ډېر احاديث شته.
همدا ډول د ازارقه ډله وايي چې د دوى د مخالفينو ښځې او ماشومان به تل تر تله په دوزخ کې وي او وژل يې روا او مباح کار دى دوى مسلمانانو ته مشرکان او کافران وايي اوهغه څوک چې ځان د دوى د ډلې پلويان بولي نو لومړى د يو اسير په وژلو ازمايښت ورکوي که چيرې هغه سړي اسير ووژلو نو د دوى د ډلې غړى شمېرل کيږي که نه منافق، مشرک دى او وژل کيږي .... (تاريخ مذاهب اسلام٤٨ مخ)
د بکريه فرقې له ګمراهيو څخه يوه دا ده چې وايي د زانګو ماشومان د درد احساس نه کوي، بله دا چې وايي اهل قبله که څه هم لمونځ او نور عبادات تر سره کوي خو چې کبيره ګناه ترې وشي منافقان او شيطان پرستان دي.... (تاريخ مذاهب اسلام ١٥٤مخ)
د پورته آياتونو، احاديثواو نورو معلوماتو څخه پوهيږو چې هغه جاهلان چې بې ګناه خلک په ترورستي بريدونوکې بې توپيره په غير مسوولانه ډول وژني په حقيقت کې خپل وروڼه ، خويندې ، خپل ماشومان او نور خپل خپلوان دخپلی ناپوهۍ له وجې وژني چې د دا ډول خپلوانو وژل د انسانانو اعمال نه دي بلکه د وحشي حيواناتو اعمال هم نه دي ځکه چې کله هم وحشي حيوانات خپل اولادونه نه وژني. داچې دنړۍ په ډيرو سيمو کې لکه افغانستان ، پاکستان ، عراق او خصوصاً په منځني ختيځ کې چې د اسراييلو او هم د فلسطينيانو له خوا عام خلک په ټانکونو ، بم غورځوونکو الوتکو ، راکټونو ، او بمونو باندې وژل کيږي او هم ويرول کيږي له انساني اعمالو څخه د باندې کارونه دي.
په پاى کې به د فلسطينيانو هغه حملې چې د اشغالګرو اسراييلو په نظامي قواوو باندې د ملکي او بې دفاع خلکو څخه ليرې تر سره کيږي او د اسراييلو د صهيونستي حکومت دولتي نظامي ترورستان پکې وژل کيږي او يا ويرول کيږي تروريزم نه دى، بلکه د دولتي تروريزم پر وړاندې روا، عادلانه جګړه ، جهاد او مقاومت دى خو که د اسراييلو هغه عام بې دفاع خلک د فلسطينيانو لخوا د دوى په بريدونو کې قصداً وژل کيږي ترورستي اعمال دي. لکه چې پخوا مو وويل چې د نړۍ په ټولو اديانو او مذهبونو کې د بې ګناه انسانانو وژل منع دي،١ او هيڅ يو دين او مذهب ندي ويلي چې بې ګناه انسان دې ووژل شي او که په ځينو دينونوکې د بې ګناه خلکو وژل روا بلل شوي وي نو په ډاګه ويلى شو چې دا اسماني دين ندى او پدې شهادت کوي چې دا کار د هغوى د مذهبي او قومي مشرانو لخوا د الهي احکامو تحريف دى او د دوى په خپلو لاسونو رامنځ ته شوي ترورستي احکام دي نه د الله تعالىج احکام.
١- د تورات په خروج او تثنيه اسفارو کې د موسى (ع) د لسو فرمانونو په جمله کې راغلي دي: ...قتل مه کوى، زنا مه کوئ، غلا مه کوئ، درواغ مه وايئ، ... .
د متي انجيل په (٢) باب او د مرقس انجيل په (١٠) باب کې په دې ډول ليکل شوي دي:
قتل مه کوئ، هغه څوک چې قتل وکړي هغه ته به خامخا په عدالت کې سزا ورکول کيږي.
د بودايانو لوى مصلح (ګوتم بود ) په پنځو حکمونو کې وايي: قتل مه کوئ، غلا مه کوئ، زنا مه کوئ، درواغ مه وايئ، او نشه لرونکي توکي مه څښئ.[اديان زنده جهان ص ١٠٦]
پوهيږو چې د لوى څښتن لخوا د نړۍ ټولو قومونو ته د دوى په خپلو ژبو باندې د لارښوونې لپاره پيغمبران ليږل شوي دي او هيڅ يو قوم ندى پاتې چې هغه ته د خداىج لخوا پيغمبر نه وي رسيدلى د قرآن کريم د ابراهيم سورت په ٤ آيت شريف کې راغلي دي :
وَ مَا أَرْسَلْنَا مِن رَّسُولٍ إِلَّا بِلِسَانِ قَوْمِهِ لِيُبَيِّنَ لَهُمْ ۖ