په مونیخ کې د امریکا د مرستیال ولسمشر دخبرو لنډیز


امريکا په خپلې بهرنۍ ستراتیژۍ  کې دبدلون خبر ورکړ
دامريکا مرستیال ولسمشر جوبایډن پرون دامریکا په بهرنۍ تګلار کې دبدلون خبر ورکړ او زیاته یې کړه : امریکا د نظامي ځواک په پرتله ډیپلوماسۍ ته ډیر ارزښت ورکوي ، خو له خپلو ملګرو غواړي ، چې دنړیوالو کړکیچونو په حل کې نورې ستړیاوې هم وزغمي .
بایډن ،چې دالمان په مونیخ کې یې دامنیت نړیوال کنفرانس ته خبرې کولې وویل : المان ته دنوې ادارې په استازیتوب راغلې یم  او دا اداره ټینګار کوي ، چې په واشنګټن او ګرده نړۍ کې دامریکا اړیکو ته نوې بڼه ورکړي ، بایډن زیاته کړه ، موږ به ګډون کوو ، غوږ به نیسو ، سلاومشوره به کوو ، امریکا نړۍ ته اړ ده  او زه فکر کوم ، چې نړۍ به امریکا ته اړ وي ، بایدن ، چې دباراک اوباما د ادارې دمهم  کس په توګه یې غونډې ته وینا کوله دبوش دمهال پر بهرنۍ تګلارې( څوک ، چې له موږ سره نه دي زموږ پر ضد دي ) یې سختې نیوکې وکړې  بایدن دخپلو خبرو پر مهال هڅه کوله ، چې دعراق دجګړې پاڼه ،چې بوش رااړولې نوره ټوله کړي او داقلیم دبدلون په اړه داروپایانو شکونه هم لیرې کړي . خو بایدن داهم وویل ، چې امریکا اوس هم دې ته چمتو ده ، چې دخپل ملي امنیت دساتنې په موخه نظامي ځواک وکاروي . بایدن وايي : زموږ د امنیت او ارزښتونو تر منځ کوم ټکرنشته  دا یو له یو بل ملاتړ کوي ، دا وسله وه ، چې موږ ته یې ازادي راکړه ا ود تاریخ په اوږدو کې به  دا زموږ ازادي ژغوري او دا به هیڅکله هم بدلون ونه مومي . واشنګټن ژمنه وکړه ، چې دا به له خپلو ملاتړو سره مشوره کوي  غوږ به ورته نیسي او نور ډير څه به ورنه غواړي  لکه بیلګې په توګه  په کوبا کې دګوانتنامو زندان بندیانو اخیستل  ځکه ، چې ولسمشر اوباما ويلي ،چې دا به دیوکال په اوږدو کې بندشي . بایدن په خپلو خبرو کې وویل : امریکا به ډير څه وکړي ،خو له خپلو ملاتړو به هم ډیر څه وغواړي ، نوموړې زیاته کړه ، موږ ، چې له کومو ګواښونو سره مخ یو دا پولې نه پيژني ، یو هېواد که هرڅومره پياوړې هم وي په یوازې ځان ورسره مبارزه نه شي کولای .
دبایدن خبرې ، چې یو لړ موضوعات یې په خپل بر کې راونیول نوموړي  دناټو له غړوهېوادونو وغوښتل ، چې په افغانستان کې  پر خپلو ژمنو ټینګ ودریږو او خپلې هڅې شریکې کړو ،چې ایران اړشي دخپل اتومي پروګرام لاس واخلي  او دخپلو اتومي وسلو په بټیو کې  پوره کموالې راولي  له مسکو سره د ایران په اړیکو کې پرمختګ له ګواښه ډک هغه وباله دا باید ودرول شي .
دبایدن خبرې له اعلان پرته پای ته ورسیدې خو شنونکو وار له مخې ویلي و ،چې په هغه کنفرانس کې ، چې دروږ له مخې په کې دامریکا ددفاع وزیر ونډه اخلي  دامریکا مرستیال ولسمشر ونډه واخیسته ددې مانا ورکوي ، چې امریکا اروپا ته یوه مهمه اشاره ورکوي  ، چې دباراک اوباما اداره لېواله ده ،چې  ترینګلې اړیکې بیرته له سره ورغوي .
له کنفرانس وړاندې داسې انګیرنې وې ،چې بایدن به په ختیځه اروپا کې دبوش دمهال داتومي ډال د رامنځته کولو له دپروګرام دبندیدو  او یا ودرولو اعلان وکړي ، چې روسیه یې راپارولې د ه خو یایدن په دې اړه هیڅ ونه ویل نوموړي په دغه غونډه کې ،چې دامنیت دچارو کارپوهان  او د اروپا مشران په کې برخه اخلي وویل : موږ به  د ایران د مخ پروده ځواک سره دمقابلې په موخه  خپل توغندي نور هم پياوړې کړو اوس خو ټیکنالوژۍ دا ثابته کړه ،چې اغیزمنه او اقتصادي ده . نوموړې داخبرې په پریکنده لهجه کولې او دا یې زیاته کړه ،چې موږ به په ناټو او روسیه کې له خپلو ملاتړو سره  له سلاومشورې  وروسته داتر سره کوو .
ټاکل شوې ده ، چې بایدن به دیکشنبې په ورځ وړاندې له دې ، چې واشنګټن ته روان شي  دروسیې دلومړي وزیر له مرستیال سرګي ایوانوف سره  هم لیده کاته وکړي  دا داوباما دادارې  دیولوړپوړې چارواکي او روسیې تر منځ لومړنۍ خبرې دي .
دایران په اړه بایډن وویل په کارده ، چې دنړیوالې ټولنې له اړخه  ګډې هڅې پيل شي ، چې ایران پردې قانع کړي ، چې له خپل اتومي پروګرام لاس واخلي  ځکه لویديځ وايي ، چې دا د اتومي بم جوړونې لپاره یوه پرده ده خو ایران ټینګار کوي  ، چې دا سوله ییزې موخې لري او د برېښنا دتولید چاره ورنه اخیستل کیږي .
نوموړي زیاته کړه : موږ له ایران سره خبرو ته چمتو یو او سپینه خبره یې وړاندې کړه  که چیرې ایران خپلې اوسنۍ تګلار ته دوام ورکړي تر فشار لاندې به ونیول شي او نور به هم ګوښه شي او که چیرې یې خپل نامشروع پروګرام ودرواه  او دترهګرۍ ضد جګړې یې ملاتړ وکړ نو هغه مهال به ورسره د پاموړ هڅونکې مرستې وشي .
همدارنګه بایدن په کنفرانس کې یوې مهمې او حساسې موضوع ته هم اشاره وکړه اوهغه په افغانستان کې دناټو د رول په اړه وه  ،چې دطالبانو دحکومت له ړنګیدو وروسته په افغانستان کې دغه ځواکونه دامریکا په مشرۍ په افغانستان کې میشت شوي  بایدن وویل : پایله باید دا وي ، چې موږ باید شامله ستراتيژي ولرو ، چې موږ ټول یې بایدمسوولیت پر غاړه ولرو او موږ خپل ټول نظامي او مدني وړتیاوې  راټولې کړو ،چې افغانستان یو ځل بیا دترهګرو ځاله ونه ګرځي او له افغانانو سره مرسته وکړو ، چې خپله ګانده په خپله تضمین کړي او خپلې وړتیاوې نورې هم  وروزي .