افغانان يوه نوي ملي خوځښت ته اړتيا لري

  د افغانستان د روانی دولس کلنی غمیزی د پای په موخه مختلف ملی او نړیوال پروګرامونه او پلانونه و کاریدل چه پایلی یی بی نتیجی شوی .

  • د بیلګی په توګه د امریکی او ناټو نظامی ځواکونه افغانستان ته راغلل چه ښی ډیری پـيسی او نظامي افزار هم ورسره ول، ټول نظامی قوت یی وکارولو ، د افغانستان پر ګوټ ګوټ یی بمونه واچول ښه ډیر بی ګناه افغانان شهیدان شول چه پایلی یی دغمیزی زیاتیدل او د بحران اور نور هم تازه کیدل شول.
   بهرنیانو ملیاردونه ډالری راوړی چه څه یی په خپله او څه یی د محدودو افغانی انډیولانو په جیبونو کی واچولی د ملک دترقی او پیشرفت څه مهم آًثار نه لیدل کیږی.       
     
  • موقت حکومت او بیا دوه ځله ټاکنی تر سره شوی چه نه سیاسی پختګی رامنځ ته شوه او نه د افغانانو د فساد څخه پاک حکومت په برخه شو.

  • عـنعنوی لویه مشورتی جرګه جوړه شوه چه د غمیزی د پای په موخه یی د سولی د عالی شورا د جوړیدو پریکړه وکړه، د سولی شورا هم تشکیل شوه چه مهم چارواکی یی اعتراف کوی چه د سولی په لار کی تراوسه لا ابتدایی اجرات هم ندی شوی.

  • د نړیوالو د هڅو په نتیجه کی د  طالبانو لپاره په قطر کی رسمي دفتر پرانستل شو چه بی له ډیره ځنډه هغه دفتر هم وتړل شو ، افغان ولس د کړاوونو  سره مخ دی ،جګړی ،  فقر او ناخوالی جریان لری ـ لری لری هم د امید څریکه نه ښکاری.

  • ځنی افغانی شخصیتونو  ، ولسی مشرانو، ځوانانو او دینی عالمانو هوډ کړی چه د غمیزی د پای او د یوه ملی ولسی ځواک د جوړښت لپاره کار پیل کړی تر څو د یوه ځواکمن ملی جوړښت له لاری په افغانستان کی سوله او اسلامی نظام رامنځ ته شي او د افغانستان آزادي متحقـق شی اولرغونی افغانستان د ترقی ، خوشحالی پر لور ګامونه واخلی .
  • د داسی ملی بنیاد اوبنسټ د جوړښت لپاره لاندی طرحه وړاندی کیږی تر څو پر اسلام او وطن مین افغاني شخصیتونه دا طرحه ولولي او پدی هکله مخامخ او د میډیا او ویب پاڼو له لاری مونږ ته لارښوونی وکړی.

بسم الله الرحمن الرحیم
دافغانستان د ملي یووالي بنسټ
بنیاد وحدت ملی افغانستان
 مقدمه « سریزه » :-
د افغانستان اوسنی سیاسی حالات –ولسی ناخوا لی – د بیرونیو ځواکونو شتون ، اوجګړه د دی اړتیا په ګوته کوي چه د افغان ولس لپاره د یوی سیاسی ملي او عملي تګ لاری د جوړښت لپاره دین او وطن ته مخلص شخصیتونه و هـڅـول شي چه په عملي اقدام لاس پوری کړی او د ملي یووالي د جوړیدلو لپاره (د افغانستان د ملي یووالي د بنسټ ) د  جوړښت او اعلا نیدو غږ اوچت کړي ..
د دی ملي نهاد موخی او اهداف په لاندی ډول دی .
موخی او اهداف:
الف:
  • دا بنسټ به په  هیواد کی  د ،سمتی ، ژبنیو او تنظیمي تر جیحاتو پر ځای د افغانستان د ټولو مطرحو اطرافو، ملي شخصیتونو، ولسونو، او قومونو د یووالي لپاره به  هلی ځلی کوي چه ددی بنسټ له لاری به د ملي یووالي یو عملي ځواک راوټوکیږی.

  • پدی  بنسټ کی به  قومی مشران ،دینی عالمان، سیاسی مطرحو شخصیتونه، ځوانان،خویندی او پوهان ګډون لری چه  د تنظیم لپاره به یی جلا جلا  جرګه ګۍ جوړیږی چه د ټول ولس په سطح  به د ملي وحدت د تامین لپاره جهدو جهد کوي.

  • د افغانستان د ملي  یووالي دا بنسټ به د مخالفو او موافقو اطرافو او دولتی چارواکو سره اړیکی ساتی او د ولس د ناخوالو له لمنځه وړلو د سولی د تآمین او د ولسونو د پیوستون لپاره به کار کوي.


  • دا بنسټ  به د جګړی عوامل او انګیزی لټوي او د مخالفینو غوښتنی او د دولت د  وړاندیزونو په پام کی لر لو سره سره   به د  خپل عملي  اوسوله آیز ځواک له لاری په هیواد کی  خوځښت په لاره اچوي.
  • د ملی یووالی دا بنسټ د بهرنیانو د نظامی شتون پای ته رسیدل او پر ځای یی د یوی قوی ملی اردو جوړښت غواړي.

  • د ملي یووالي دا نهاد به په هیواد کی د سولی ټولی هلی ځلی په بین الافغانی  اډانه کی پر مخ
بیایی تر څو د سولی د راتګ او د جګړو د مخنیوی چاری په خپله افغانان د خپل منځی تفاهم له لاری ولټوی چه پدی ډول به  په افغانستان کی د بیرونی مداخلو لاره ډب شي.

  • د افغانستان  د ملي یووالي بنسټ به له ټولو بهرنیانو څخه  په کلکه دا غوښتنه لری  چه بهرنیان د بین الافغانی تفاهماتو د پایلو  ننګه وکړی  او د سولی د ټینګیدو په خاطر په افغانستان کی د بیا رغونی او اقتصادي پرمختیا لپاره مخلصانه او عملي پلانونه تیار کړي تر څود افغانستان بیا ابادیدل  د تل پاتی سولی لامل شي.او افغانان د خپل منځی جګرو پر ځای د خپلو دینی او ملي مصالحو په  اډانه کی د خپل وطن په آبادۍ او پرمختګ  بوخت شي، او دا ټول  کړه وړه ددی لامل شي چه افغانان په خپل آزاد او مستقل وطن کی د سوله ایز او سوکاله ژوند څخه برخمن شي.

  • د دی بنسټ له لاری به د افغانستان  د اوسنی بحران د حل د لارو چارو د موندلو لپاره به د متخصصو او کارپوه اشخاصو څخه  جرګه ګۍ جوړیږي .

  • دا بنسټ په افغانستان کی د یوه مثبت او رغنده تغیر لپاره په هیواد کی  د أزادو  او شفافو  ټاکنو تر سره کول  اړین بولي تر څو اقتدار ته د رسیدو لپاره د ټولوناروا او غیر جمهوری لارو مخه ونیول شي او افغان ولس ته دا موقع ورپه برخه شي چه د خپل زعامت او قیادت د ټاکنی تصمیم په خپله ونیسي.

  • دا بنسټ به خپلی ټولی هلی ځلی  او فعالیتونه د اسلامی شریعت مطابق او د افغانستان د اسلامی قانون په چوکاټ کی تر سره کوي ،او ټول کړه وړه به یی د قران کریم او سنت نبوی صلی الله علیه وسلم مطابق وي په هیواد کی  به د غیر اسلامي افکارو او نظریاتو د ترویج په کلکه مخنیوی کوي.

موخو او اهدافو ته د رسیدو لاری چاری:
  • په افغانستان کی به د میشت قومونو له خوا پیژندل شوی او منل شوی استازی ټاکل کیږی او دا ټاکل شوی استازی به د نورو اطرافو سره د تفاهم او د ملي مسائلو حل او پریکړو واک او اختیار لري او ټول به د خپلو استازو د پریکړو په منلو او عملي کولو مکلف وي.

  • په ولایاتو او ولسوالیو کی به وخت په وخت قومی او ولسی غونډی جوړیږی او د ولسونو او قومونو د استازو سره به مهم مسائل څیـړل  کیږي.
  • د محلی او ولایتی مسئولو حکومتی چارواکو سره د خلکو د مشکلاتو د له منځه وړلو لپاره مشوری او دمشکلاتو د حل  د لارو لټون.

  • په ټولنه کی د دینی علماوو د رول په نظرکی نیولو سره د ملي مسایلو سولی او شخړو د ختمولو لپاره د هیواد د جید علماوو سره رابطی او اړیکی ساتل او پدی لاره کی د هغو د مرستو جلبول .

  • د سترو سترو ملي مسایلو په هکله د قومی مشرانو دینی علماوو او علمی شخصيتونو او مدني ټولنو او تعلیم یافته ځوانانو په شمول د غونډو جوړول.

  • د حکومتي چارواکو او مخالیفینو سره د سولی د استقرار په هکله تفاهم او پدی هکله پریکړو ته عملي بڼه ورکول .

  • د افغانستان د ملي یووالي د بنسټ له  لاری  به په هیواد کی د سولی د راتلو او د بهرنی مداخلو د مخنیوی لپاره یو عملي خوځنده ځواک رامنځ ته کیږی تر ځو بیا د مختلفو بهانو  له لاری د خپل منځی جګړو د تکرار او د بهرنی مداخلو مخه  ونیول شي.

  • پدی توګه به انشأ الله دا بنسټ وکولای شي   اوسنی بحران ،سمتی ، قومی ژبنیو تعصباتو د  له منځه وړولو، د ملي وحدت د ټینګښت، د بیروني مداخلو د مخنیوي  او د افغانستان دولسونو او مليتونو د  حقوقو د  مصئونیت لپاره رغنده رول تر سره کړی تر څو افغانان په یوه أزاد مستقل خوشحاله او اسلامي افغانستان کی ژوند وکړی.

ومن الله التوفیق
په درنښت
انجینر قطب الدین (هلال)
MOB: 0775345557
E_mail:hilal_afg@yahoo.com