 
        	    
                    
                                    
                              او د ابن سينا د اشعارو په باره کښې ،وگورى : مولفات ابن سينا . ( ١٧ ) 
          همدارنگه د ابن سينا د (( لغت العرب )) د کتاب د ليکنې په سبب کښې ، لکه چه د مخه موويلي دي ، ابو عبيد جوزجاني د عربي نا آشنا لغتونو په ارتباط ددريو قصيد و يادونه کړې ده . ( ١٨) 
          _ دوکتور روان فرهادي د شيخ د عرفاني آثارو په لړ کښې 
(( قصيدۀ عينيه )) يادوي چه له لوړ عالم څخه ژورې کندې ته د انسان 
د روح د پر يو تلو په باره کښې ده . او په هغې کښې وايي : 
فـــــلاى شـــــــيئ اهبطت مـــــــن شــــــامخ
عــال ، الى قــعرالحضيض الاوضع ( ١٩)
يعنى :
د څه لپاره له لوړې څو کې
ژورې کندې ته راپرېوتلــــــم
          د طبابت په ځانله ځانله موضوعاتو کښې هم د ابن سينا يو لړ منظومې شته چه ځينې يې  د ( القصايد فى العظة والحکمة ) د مجموعې په ښودلو کښې د مخه يادې شوې . په دې برخه کښې ځينې نورې  منظومې ، چه مونږ ته معلومې دي ، په دې ډول دي : 
 ١ _ارجوزة فى الباه _ چه د (( ارجوزة فى حجر الذخيره – او _ اسباب انحطاط قوة الباه )) نومونو هم ياد شوې ده . پنځه خطي نسخې يې په قاهره او درې نورې يې د خطي کتابونو په نورو کتابخونو کښې خوندي دي . ( ٢٠ ) 
 ٢ _ ارجوزة فى التشريح . د تشريح يا اناتومئ په باره کښې ده او ( ٩٨ ) بيتونه لري . يوازې درې خطي نسخې يې د نړئ په کتابخونو کښې ليدل شوي دي . ( ٢١ ) 
٣ _ ارجوزة  فى الطب _ د ابن سينا د نورو طبي منظومو په لړ کښې تر ټولو لويه ده او ( ١٣٢٦ ) بيتونه لري . دا ډېره مشهوره منظومه ده چه 
د نړئ په کتابخونو کښې يې څلويـښت خطي نسخې خوندي دي . او 
د هغه عربي متن په ١٨٢٩ م کال په کلکته ، په ١٨٤٥ م کال په لاهور او په ١٩٥٦م کال په پاريس کښې چاپ شوې چه ډېر ځله د ابن رشد 
( ١١٢٦ _ ١١٩٨)  تبصرې هم ورسره دي . او ددې اثر اوزبيکى ترجمه په ١٩٧٢ م کال په تاشکند کښې چاپ شوې ده ( ٢٢ ) 
٤ _ ارجوزة فى الطب فى حفظ الصحه _ د روغتيا ساتنې په باره کښې په پنځلسو بيتونو کښې منظومه ده چه څلور نسخې يې ليدل شوي دي او لا چاپ شوې نه ده . ( ٢٣ )
٥ _ ارجوزة فى الطب فى فصول الاربعة _ د کال د څلورو فصلونو په باره کښې طبي منظومه ده چه  يو سل ويوويشت بيتونه لري او دنړئ په کتابخونو کښې د هغه تر شلو پورې خطي نسخې شته . ( ٢٤ ) 
٦ _ارجوزة فى المجربات _ چه د تجربه شويو نسخو مجموعه ده يو سل وشل بيته لري . اوه خطى نسخې يې موجودې دي او لاچاپ شوې نه ده .( ٢٥ ) . 
٧ _ ارجوزة فى و صايا البقراط _ د لرغوني يونان د حکيم بقراط ، يا ، هيپوکرات ( تر ميلاد د مخه ٤٦٠ _ ٣٥٥ کلونه ) و صيتونه په ٩٣ بيتونو کښې منظومه چه  څلور خطي نسخې يې خوندي دي اولا چاپ شوې نه ده ( ٢٦ ) 
٨ _ ارجوزة فى وصاياالطبية _ د روغتيا ساتنې په باره کښې د طبي توصيو يوه منظومه ده چه دوه او يا بيتونه لري ، نهه خطي نسخې يې شته او لا چاپ شوې نه ده ( . ( ٢٧ ) 
          لکه چه گورو د ابن سينا زياتره منظومې (( ارجوزة )) يا کله هم د 
(( رجز )) په نامه يادې شوي دي . 
          ارجوزه ، يا رجز اصلاً په عربي شاعرئ کښې د تفاخر او حماسې څخه هغو ډکو اشعارو باندې اطلاق شوى دى چه تر اسلام د مخه ، عربي شاعرانو د خپلو خپلو قبيلو د افتخاراتو د څرگندولو لپاره جوړول او بيا په شعري مسابقو او مشاعرو کښې يې په ټاکلو ورځو ، گڼو خلکو ته اورول . کېدى شــــي چه د ابن سينا تر دورانه پورې ، خصوصاً په عجمي سيمو کښې ، له منظومو څخه دغه د وياړنې او حماسې مضمون لويدلى او هرې منظومې يا بوللې ته رجز يا ارجوزه ويل شوى وي . 
          په ترکي ژبه شعر : 
          زما په يو ماخذ کښې ليکلي دي چه ابن سينا په ترکي ژبه هم شعر ليکلى او دا نمونه يې راوړې ده : 
دوشنبه شنبه گونى کيتمه شرقـده
نه يکشنبه نه جمعه گونى غربــــده
سه شنبه چهار شنبه گونى زنهــــــار
شماله گيتمه اى صادق شيرين يار
جنوبه قلمه پنجشنبه ده نســبـــــــت
 قلـيدر بوعلى بويله وضعيت ( ٢٨ )
          په هر صورت د ابن سينا په دوران کښې او ښايى تر هغه وړاندې او وروسته هم ، ډېر شمېر علمي آثار ، په نظم ليکل شوي دي . کېدى شي چه يو دليل يې دا هم وي چه نظم د خپل فورم د په زړه پورې والي لامله د شاگردانو زر ياديږي . د هغو په زړه او ذهن کښېنى او زر ترې نه ، نه هيريږي . ډېر ځله دديني او دنيايي علومو ، د تصوف او اخلاقو ، 
د حکمت او فلسفې د کيسو او تاريخ ، د لغت او گرامر او د رياضى او طب کتابونه ، خصوصاً درسي کتابونه په نظم ليکل شوي دي .  
          په دې لړ کښې ابن سينا هم دا کار کړى دى او تر هغه وروسته زمونږ تر زمانې پورې دا کــــار دوام لري . د ساري په توگه به په طب کښې يو څو منظوم کتابونه وښيو : 
          _ يوسف ابن محمد بن يوسف الطبيب الهروي د ظهير الدين محمد بابر شاه ( ٨٨٨ _ ٩٧٣ هـ ق) په زمانه کښې ژوند کاوه او ( يوسفى ) يې تخلص و . هغه يو لړ طبي آثار په دري ژبه ليکلي دي چه زياتره يې منظوم دي . لکه طب يوسفى ، مقطعات يوسفى او د روغتيا ساتنې په باره کښې قصيده .( ٢٩ ) 
          _ خوشحال خان خټک ( ١٠٢٢ _ ١١٠٠ هـ ق ) په پښتو مثنوي کښې ( طبنامه ) لري . دوه خطي نسخې يې ماته معلومې دي او په ١٣٤٥ هـ ش کال د پښتو ټولنې له خوا چاپ شوې ده . ( ٣٠  ) 
          _ د ميا تجمل شاه فقير خيل منظوم طبي قاموس په ١٣٠٤ هـ ق کال د ناظم په قلم ليکل شوى دى . خطي نسخه يې په ١٣٧٤ هـ ش کال کښې ما په چشمې کلي کښې د ميافردوس شاه فقير خيل سره ليدلې وه ( ٣١ ) او اوس هغه نسخه د مردان په ساولډېر کښې د ميا وکيل شاه فقير خيل کتابخونې پورې اړه لري ( ٣٢ ) 
          _ او د ميا تجمل شاه په زامنو کښې محمد اسرائيل شاه فقير خيل هم د پښتو شاعردى او د طب يو خطي اثر ترې پاته دى ( ٣٣ ) چه غالبآ به منظوم وي . 
          په طبي موضوعاتو کښې زمونږ تر زمانې پورې ، د منظومو ليکل دوام لري . 
          _ ما ( خدمتگار ) په ١٣٣٧ هـ ش کال د ( تشخيص ) تر عنوان لاندې درې څلوريزې ( ٣٣ ) او په هماغو کلونو کښې ( دغاښونو ايستل ) او ( طبيب ته ) دوه منثور شعرونه ( ٣٤ ) ليکلي دي . 
          _ په ايران کښې ، زمونږ يو معاصر شاعر ، د غذا او تغذئ په باره کښې ، په فارسي  ژبه يو منظوم اثر ليکلى دى او ما ددغه کتاب يوه چاپي نسخه دېرش کاله پخوا لوستې ده . د کتاب او د شاعر نوم رانه هېر شوى دى . مگر يو بيت يې تر اوسه پورې لا زما د خاطرې په صفحه کښې ليکل شوى دى ، کله کله يې ځان سره زمزمه کوم نوروته يې اوروم او اوس غواړم چه دا ليکنه په هماغه بيت پاى ته ورسوم: 
غم و اندوه مکن غصه مخــور
عوض غصه و غم مېوه بخور
والسلام  
کابل _ خير خانه _ درېيمه برخه
د ١٣٨٥ نوروځ 
ياد ونې : 
١ . کتلى شئ : 
    الف – ابن سينا _ مخارج الحروف و اسباب حدوث الحروف د دوکتور ناتل خانلرى فارسي ترجمه ، ياد داشتونه او تعليقات _ تهران _ ١٣٤٨ هـ ش . 
    ب _ ذکر شوى کتاب _ د (( حروفو د پيدا کېدو اسباب او مخارج )) په نامه د مولوي محمد اسراييل پښتو ترجمه _ پيښور _ پښتو اکيډيمى _ ١٩٥٩ م . 
    ج _ ذکر شوى کتاب _ د اکادميسين عبدالشکور رشاد پښتو ترجمه - سرليک او تعليقات ، او ورسره  (( د پښتو تجويدونو تاريخچه )) 
 _ کابل _ د افغانستان د علومو اکامي _ ١٣٥٩ هـ ش ١٩٨٠ م . 
همدارنگه کتلى شئ : 
          _ سر محقق عبدالله بختانى خدمتگار _ د قرآن شريف ځينې خطي نسخې _ تجويدونه ، تفسيرونه ، مفسران او مدرسى _ ( کتاب ) _ ځينې پښتو تجويدونه ( مقاله ) . د مخارج الحروف پښتو ترجمى ( برخه) _ پيښور _ دانش خپرندويه ټولنه _ ١٣٨٣ هـ ش _      ٢٠٠٤ م _ ٨٠ _ ٨٤ مخونه .
    
٢ . د قرآن شريف ځينې خطى نسخې ، . . . _ ٨١ م مخ . 
٣ . د سر محقق عبدالله بختانى خدمتگار ضبط ، ثبت ، سريزه او اهتمام _ د علم قراء ت ضابطه _  د ثبت نېټه : ١٣١٩ هـ ش _ د چاپ نېټه : ١٣٨٣ هـ ش _ د سريزې  ( هـ ) مخ او د متن ( ٥٠ م مخ . 
٤ . ابو علي ابن سينا _ زندگي نامه _ منقول از نوشتۀ  خود او ومشاهدات ابو عبيد جوزجانى _ ترجمه ، حواشى و تعليقات از : پوهاند عبدالحى حبيبى . اکادمى علوم افغانستان _ ١٣٥٩ هـ ش _ بخش نوشتۀ ابو عبيد جوزجانى _ ص ٦٣ _ و متن پشتوى اين کتاب . 
٥ _ د تېر ماخذ د حاشبې ٦٦م لمبر . 
٦ _ تير ماخذ _ د متن ٩٧ _ ١٠١ مخونه . 
٧ _ تير ماخذ _ متن او حاشيه _ ٧٠ _٧١ مخونه . 
٨ _ د زيات تفصيل لپاره کتلى شئ : 
          مهندس دوکتور احمد سوسه _ حضارة العرب و مراحل تطور هاعبر العصور _ بغداد _ ١٩٧٩ م _ ٣١ _ ٣٢ _ او _ ٨٠ ، ١٨٢ مخونه . 
٩ _ د زيات تفصيل لپاره کتلى شئ : 
          _ عبدالعزيز الدباغ _ الابريز _ القاهره _ مکتبه و مطبعۀ 
محمد على صبيح _ بى نېټې _ ١١٨ _ ١٣١ مخونه . 
١٠ _ د قرآن شريف ځينې خطي نسخې ، . . . د مراد علي صاحبزاده 
د تفسير يسير په حواله _ ٧٤ ، ٧٥ مخونه . 
١١ _ پوهاند عبدالحى مومني _ تاريخچۀ طبابت وفارمېسى و سير تکامل آن در افغانستان _ کابل _ اکادمى علوم افغانستان _ ١٣٨٤ هـ ش _ صفحۀ ١٢٧  . 
١٢ _ دوکتور زهرا خانلرى _ فرهنگ زبان و ادبيات فارسى _ درى . 
١٣ _ زندگينامه . . . _ ص ٥٢ ، ٥٣ . 
١٤ _ تير ماخذ _ ص ٩١ . 
١٥ _ د ذکر شويو دواړو بيتونو ترجمه آزاده او آهنگينه راغله ، د قيقه دري ترجمه به يې په اصل ماخذ کښې ولولئ . 
١٦ _ زندگينامه . . . ص ٦٩ _ متن او حاشيه . 
١٧ _ تير ماخذ _ ص ٦٩ ، ٧٠ متن او حاشيه . 
١٨ _ تېر ماخذ . ص ٩٩ . 
١٩ دوکتور روان فرهادى _ ميلان ابن سينا از فلسفه به عرفان _ در : مجموعۀ مقالات با نضمام متن عربى و ترجمۀ درى رسالة  فى ماهية العشق از ابن سينا _ کابل _ اکادمئ علوم افغانستان _ ١٣٥٩ هـ ش _ ص ١٧ _ به حواله تاريخ ادبيات ايران از دوکتور ذبيح الله صفا.  
٢٠ _ د ابو على ابن سينا د زېږېدنې د زرم کال په مناسبت د مقالو مجموعه ( په روسى ژپه ) تاشکند _ د اوزبکستان د علومو اکادمي _ ١٩٨٠ م _ او _ اي _ کريموف ( مقاله ) . د ابن سينا د طبي ميراث په باره کښې _ ١٢٦ مخ _ د : ابن سينا ، مولفاته وشروحها المحفوظة بدارالکتب المصريه _ تاليف فوادسيد ، قاهره ، ١٣٧٠ ، ص ٣ _ او _ جشن نامۀ ابن سينا _ مجلد اول – سر گذشت و تاليفات و اشعارو اراء ابن سينا تاليف داکتر ذبيح الله صفا _ په حواله .        
          ( د ښاغلي کريموف دغه مقاله تردې وروسته ، د ( طبي ميراث ) په نامه يادوو ) 
٢١ _ طبي ميراث _ ١٢٦ م مخ . 
٢٢ _ تېر ماخذ _ ١٢٧ م مخ . 
٢٤ _ تير ماخذ . 
٢٥ _ تېر ماخذ . 
٢٦ _ تېر ماخذ . 
٢٧ _ تېر ماخذ _ ١٢٩ م مخ . 
٢٨ _ پښتو آريانا دايرۀ المعارف ١٣٢٩ هـ ش _ کابل _ لومړى ټوک ، ٧٧٣ م مخ . 
٢٩ _ د تفصيل لپاره کتلى شئ . 
    الف : - حکيم يوسفي _ طب يوسفى _ مطبعۀ نامئ نولکشور _ کانپور _ هند _ چاپ هفتم _ ١٣٢٦ هـ ق ١٩٠٨ م . 
    ب :- سر محقق عبدالله بختانى خدمتگار _ بهار نارنج _ خطي . 
    ج :- تاريخچۀ طبابت وفارميسى . . . _ کابل _ ١٣٨٤ _ ص ١٠٤ و ١٦٤ . 
٣٠ _ ددې کتاب په باره کښې د تفصيل لپاره کتلى شئ : 
          سر محقق عبدالله بختانى خدمتگار _ د خوشحال خټک طب  _ کابل ، پښتو ټولنه _ کابل مجله _ د ١٣٥٢ هـ ش کال اتمه گڼه . او _ خوشحال خان او يو څو نور فرهنگيالى خټک _ په بلجيم کښې د افغانانو د مرستې ، تفاهم او پيوستون ټولنه _ ملت  پريس ، لاهور _ ١٣٨٠ هـ ش _ له ١١٤ څخه تـــــر ١٧١ 
مخه پورې او د نوموړى کتاب ٢٠٠ _ ٢٠١ مخونه . 
٣١ _ د زيات تفصيل پاره کتلى شئ : 
          خوشحال خان او يو څو نور فرهنگيالي خټک _ ٣١٤ _ ٣٢٢ مخونه . 
٣٢ _ ميا وکيل شاه فقير خيل _ د خدمتگار د فقير خيل په کتابخونه کښې ، د کتاب سريزه _ پيښور _ ١٣٨٢ هـ ش _ ١٠ م مخ . 
٣٣ _ خوشحال خان او يو څو نور فرهنگيالي خټک _ ٣١٤ م مخ . 
٣٤ _ کتلى شئ : 
          عبدالله بختانى _ مرغلرې _ کابل _ ١٣٥١ هـ ش _ ٢٢ _ ٢٣ مخونه . 
                  
 
             
            