ایراني ولسمشر له افغان عالم څخه اکاډیمیکه غلا کړې ده .

 
ایراني ولسمشر له افغان عالم څخه اکاډیمیکه غلا کړې ده .
ل : عبدالاله مجید
ژ: فیصل واک
دایران دنوي ولسمشر ډاکتر حسن روحاني داسکتلینډ ګلاسکو پوهنتون کې یې خپلې اکاډیمکې زده کړې دتېر پېړۍ په نویمو کلونو کې بشپړې کړې دي داسې ویل کیږي ،چې نوموړي ددوکتوراه په تېزس کې (بشپړ / پوره پرګراف له یو بل ستر دیني کتاب څخه دسرچینې / اخځلیک له یادونې پرته رااخستې دی .
روحاني په 1999 ز کې له ګلاسګو کلدونین پوهنتون څخه د دوکتوراه شهادتنامه ترلاسه کړې ده او پوهنتون یې دماسترۍ او دوکتوراه دتیزسونو لنډیز خپور کړې . دتیزس موضوع یې ( په اوسمهالي سیاسي جوړښت کې داسلامي شریعت دتطبیق شونتیا ...)
مرګونې ګوزار :
خبري رسنیو د ایران داتومي پروګرام ستر مرکچي روحاني داسې انځور کړ ،چې نوموړی دولسمشر محمود احمدي نژاد په پرتله منځلارې سیاسي او دیني کس دی د ډاکتر حسن روحاني دټاکنیز کمپاین دفتر په لویدیز کې دروحاني پر زده کړو ټینګار کاوه .
دنړۍ په کچه ډېرشمېر مشهور سیاستوال داکاډیمکې غلا له رسوايۍ سره مخ شوې دي ، خو دروحاني دا غلا بیا ځکه دمرګوني ګوزار په مانا ده ،چې نوموړي تر اوسه په رسمي توګه دولسمشر په توګه دنده نه ده پیل کړې ،چې د اکاډیمکې غلا رسوايي رابرسېره شوه .
په امریکا کې میشت ایرانی مخالف لیکوال نیک اهنګ کوثر په خپل ویبلاګ کې لیکي :" د حسن روحاني ددکتوراه په تېزس کې یو پرګراف دافغان عالم ډاکتر محمدهاشم کمالي ،چې په مالیزیا کې داسلامي څیړنونړیوال مرکز بنسټګر او رییس دی له کتاب څخه رااخستل شوې دی"
فارن پالیسۍ مجلې دښاغلي ډاکتر کمالي له کتاب ( مبادئ الفقه الاسلامي ) څخه ،چې په 1991ز کې لیکلې له درېیم چاپ څخه دا پرګراف رااخستې دی " دقراني احکامو د ارزونې پرمهال قراني شریعت دا مجال پرانېستې پرېښې دی . ځکه ،چې کله دا ارزونه دازلي قانون له صلاحیت سره اړخ لګوي ، قران دخپلو حکمونو دقیقه ارزونه او ارزښت نه وړاندې کوي ، بلکې پرانېستې یې پریږدي کله دالزام مانا ورکوي کله دسپارښتنې او کله یوازې دجواز ... "
ډاکتر کمالي په خپل کتاب کې لیکي : " دقراني تشریع / شریعت یوه ځانګړې نښه داده ،چې په قران کریم کې دحکمونو او محرماتو تعبیر په مختلفو بڼو سره شوې او دتاویل او شننې لپاره پرانېستې دي "
روحاني دخپلې دوکتوراه په تېزس کې د ( دایران دتجربې په رڼا کې دشریعت نرمښت ) تر سرلیک لاندې د 1999 ز په جولای کې کاږي :" دشریعت اساسي مصدر ( قران ) په خپل ذات کې نرم دی او هغه پردې بنسټ ،چې وايي : " دقراني احکامو د ارزونې پرمهال قراني شریعت دا مجال پرانېستې پرېښې دی . ځکه ،چې کله دا ارزونه دازلي قانون له صلاحیت سره اړخ لګوي ، قران دخپلو حکمونو دقیقه ارزونه او ارزښت نه وړاندې کوي ، بلکې پرانېستې یې پریږدي کله دالزام مانا ورکوي کله دسپارښتنې او کله یوازې دجواز ... "
( داکټ مټ هغه څه دي ،چې ډاکتر هاشم کمالي په 1991 ز کې ویلي دي او حسن روحاني په 1999 ز کې داخځلیک له یادونې پرته په خپل تیزس کې ترې ګټه اخستې ده ).
پوهنتون : تبصره نه کوي
داسکتلینډ ګلاسکو پوهنتون ویاند فارن پالیسۍ مجلې ته ویلي دي : دپوهنتون چارواکي اوس نه شي کولای ،چې پردې موضوع کومه تبصره وکړي ځکه دوی باید لومړی ټول تیزس ،چې 500 مخه دی له سره وګوري او له دی پرګراف سره یې پرتله کړي .
دپوهنتون داړیکو مسوول وايي : زموږ دپوهنتون په کتابتون کې د ډاکتر کمالي کتاب ( مبادئ الفقه الاسلامي ) دهغو اخځلیکونو په لړلیک کې شامل دی ،چې حسن روحاني ورڅخه ګټه اخستې ده .
روحاني لومړنی سیاسي مشر نه دی ،چې داکاډیمکې غلا تور پرې لګیږي نور مشهور سیاستوال لکه دالمان دفاع وزیر دهنګري ولسمشر بال شمت هم له ورته تور وروسته له خپلې دندې استعفا ورکولو ته اړ ویستل شوې دی او وروسته دا څرګنده هم شوه ،چې دپوهنتوني زده کړو پرمهال درغلي کړې ده .
ولسمشر ولادیمیر پوټین او رومانیې لومړی وزیر فکتور بونټا هم له ورته تور سره مخ شوې وو ، خو پر دوی ثابت نه شول . په 2009 ز کې امریکايي علمي مجلې (نیچر) دایران د ساینس او ترانسپورټ وزیران پر اکاډیمکې غلا تورن کړې وو .
مستعار نوم
د جون له 14 مې نېټې راوروسته ،چې حسن روحاني دولسمشر په توګه ټاکل شوې دی دنوموړي اکاډمیک شالید له پوښتنو او ګرویږنو سره مخ شوې . له انګلستان خپریدونکې ټیلګراف ورځپاڼه کاږي : ( دحسن روحاني رسمي پيژندپاڼه دنوموړي د دواکتوراه دځای او نېټې په اړه یو څه ګونګه ده . په پیل کې کاږي : کله ،چې انقلاب رامنځته شو دا(حسن روحاني ) ډاکتر روحاني و او په پوهنتون کې یې زده کړې کولې او خپل تیزس یې د حسن فریدون په مستعار نوم لیکلې دی ، خو نور څیړونکي بیا شک کوي او وايي : دا شونې نه ده ،چې حسن روحاني دې دنویمو کلونو په نیمايي کې د دوکتوراه تیزس لیکلې وي ځکه نوموړی هغه مهال دایران دملي امنیت شورا لومړی سکرتر و .
اکسفورډ پوهنتون تېر کال دهغه تور په اړه څېړنه وکړه ،چې دپخواني ولسمشر هاشمي رفسنجاني زوی مهدي رفسنجاني تورن شوې و ،چې د دوکتوراه دتیزس دلیکلو پر مهال یې له نورو نامشروع مرسته ترلاسه کړې وه .
دایراني چارو کارپوه کریم سجاد پور وايي : له ډېره پخوا دایران په امنیت شورا کې لوړپوړي چارواکي پردې تورن شوي دي ،چې دلوړو زده کړو پر مهال نورو ورته اکاډیمک تیزسونه لیکلي دي . سجاد پور زیاتوي :
زه دحسن روحاني په اړه څه نه شم ویلای ، خو دا شک لرم (توم ډونیلون ) ،چې کله د امریکا دملي امنیت دسلاکار په توګه دنده ترسره کوله دومره وخت موندلې وي ،چې په اکسفورډ کې د دوکتوراه تیزس ولیکي .