
د تخار ولایت په رستاق ولسوالۍ کې ډلییز قبر موندل شوی،د رسنیو له قوله دا قبر د سه اب په سیمه کې دی.
ویل کیږي ،چې دا یو دولس په څلور مترو کې یو شخي زندان وه ،چې پکې بندي کسان ټول وژل شوي دي.
په پیل کې د تخار محلي مامورینو دا خبره ردوله او له دی انګښاف څخه يې انکار کاوه اوس یی منلې ده ،چې ډلییز قبر شته دی.
درستاق د جنایت عاملین څوک او چیرې دي
د رستاق د شهیدانو وینه څښونکي او ډلییز عام وژونکي تر هرچا ښه مالوم دي،او همدا اوس دمګړۍ د خپل ولس د وینو په څښلو له هر وخته زیات بو خت دی. لاندې کسان هغه جګړه ماران او ټوپکیان دي چې په تیرو لسیزو کې یې د تخارپه ولایت کې ستر ستر جنایتونه تر سره کړي .
اول پيرم قل ضیایي ، د حزب،نظار شورا او جنبش تر منځ اړخ لرونکی جګړه مار دی ،چې په رستاق کې په ډیرو جنایاتو تورن دی، ویل کیږي چی نوموړي د رستاق د ګرګان په کلي کې۷۰ تنه بیګناه کسان چارماري کړل، دغه راز یې د غنج په نامه په یو بل کلي کې هم خپل مخالفین په ډیره بيرحمۍقتل عام کړل.نوموړی د دموکراسۍ او امریکا له برکته د ولسي جرګې په غریتوب نازول شوی ،او اوس هم سرې سترګې کرځي.
دوهم سبحان قل ابراهیمي، د پيرم قل نژدې ملګری یا انډیوال مرستیال پاته شویدی،دی هم د تخار په کچه پیژندل شوی لوی قاتل بلل کیږي ، د کرزي دحکومت له راتګ سره لومړی د ۵۵ فرقې قومندان ، وروستهد میدان وردګو امنیه قومندان او بیا د تخار ښاروال شو.
دریم بشیر قانت،د تخار د چاه اب اوسیدونګی جګړه مار دی،چې په ډیرو مظالمو او جنسي تیریو کې ښکیل بلل کیږي ،نوموړی په دې سربیره چې په چاه اب کې یې د ډیرو خلکو ځمکې غصب کړيدی ،د تاجکستان په پوله د پوډرو د قاچاق شخصي شبکه هم لري، او د شورانظار په ګته یې ډیر ظلمونه کړي دي، نوموړی د اوسني نظام په یو وخت کې د سر پل والي هم وه
څلورم داوود داوود ،د تخار د فرخار اوسیدونکی دی،چې یو وخت د مسعود له شخصي بادیګارډانو څخه وه،وروسته یې يه جکړه مارۍ او وژنه کې ښه نوم پیدا کړاو د کرژی د راتګ سره سم په تخار کی والي شو
ورپسې په داسې حال کې چې مطبوعاتو یې د برالا او بربنډې قاچاقبری او مخدره موادو راپورونه ورکول د د مخدره موادو په ضد د کورنیو چارو وزارت مرستال شو.
پنځم کبیر مرزبان ،د تخار په کچه مشهور جګړه مار بلل کیږي، چی په خواجه بهاالدین، بنګي قلع او درقد کې یې ډیر مظالم او حنایات تر سره کړي دي، نوموړی د مسعود نژدې همکاربلل کیده ان تر دې چی مسعود ته یې په خواجه بهاالدین کې ځانکړی د استراخت ځای جوړ کړی وه، چیرې چی مسعود ووژل شو،نوموړی د کرزي په حکومت کې په پیل کې د په کابینه کې مشاور وزیر، ورستهد تهار والي او بیا د مشرانو د حرګط انتصابي غړی وټاکل شو.
شپږم مامور حسن،د تخار د دشت قلع اوسیدونکی ، جنبشي قومندان دی چې ډیر جنایات او عام وژنې یې کړي دي، نوموړی هغه کس دی چیپه تخار کې واقع د ایخانم تاریخي ښار یی وکینده او تاريخي اثار ییټول غلا او خرڅ کړل ،دی هم د دموکرات رژیم له اشرافو څخه دی.
اووم مطلب بیګ،د نظار شورا له قومندانانوڅخه دی ، چی د چور، غلا او قتلونو پوره او خورا توره ماضي لري،لومړی د تخار امنیه قومندان، وروسته کندز ته تبدیل او بیا د سرحداتو وزارت مرستال وټاکل شو.
اخځليک: دعوت ورځپاڼه