
داڅو ورځې کیږي چې ټولې نړیوالې اوکورني رسنۍ،
ویبپاڼیې اونورې ټولنیزې پاڼې دمصر په کودتا هغه کودتا چې دولسواکۍ دپلویانو له
خوا په ولسواکۍ ترسره شوه ،هغه کودتا چې په هغه کې دمصر ټاکل شوی ولسمشر دغرب
پلوه فوجیانو له خوا ګوښه شو ،هغه کودتاه چې په هغه دا وښودل شوه چې غرب هیڅکله هم یو قوي اسلامي حکومت نه غواړي بحث
کوي.دا چې له کومه په تونس کې دعرب پسرلي په نوم کوم لاریونونه پیل شول اوبیا ددغو لاریونونو لړۍ مصر،لیبیا
اوسورې ته وغځیده رښتیا هم چې عربي نړۍ له خپلو استبدادي رژیمونو نه په تنګ راغلي
وه ،او دا یې دځان لپاره دخلاصون یوه لاره ګنله. دوی پدې لاریونو کې پراخ ګډون وکړ
او په خپلو ملکونو کې یې پراخ بدلونونه راوستل اوخپل استبدادي حکومتونه یې
نسکورکړل. خو له بده مرغه دعربو له دې پاکو اومقدسو ولولو نه غربیانو ګټه واخیسته
او هلته یې خپل لاس پوڅې پکې ورګډ کړل اودغه انقلابونه یې په خپله ګټه واړول .راځو
دې ته چې اخوان المسلمین پس له اوږدې مبارزې نه څنګه قدرت ته ورسید .اخوان
المسلمین په مصر کې اته لسیزې مبارزه وکړه پدې اوږده سفر کې دمصر اخوانیانو
ډیرهسکې اوټیټې ولیدې، ددوی مشران شهیدان او بندیان شول ګوند یې له سیاسي فعالیت
نه منعه شوه ولې ددوی نه ستړیکیدونکې مبارزه اوحوصله تمامه نه شوه. دوی خپله مبارزه کوله په مصر کې
یې په میلنو طرفداران پیداکړل اوحتی دا لړۍ یې نورو اسلامي هیوادو ته ورسیده اوپه
ټوله نړۍ کې یې طرفدران زیاتیده .اخوان المسلمین دعربو پسرلي په نوم کوم چې په مصر کې دپخوانی مستبد ولسمشر حسني مبارک پر
وړاندې کوم لارینونه پیل شوی وه ډیره ښه وځلید. داخوان المسلمین غړي سړکونو ته
راووتل اوترهغو دتحریر میدان کې پاتې شول ترهغه چې حسني مبارک حکومت پریښودو ته اړ
شو.
د۲۰۱۲کال دمی میاشتې په ۲۳ اوڅلوریشتمه نیټه
په مصر کې ازادې ټاکنې وشوې .چې پدغو ټاکنوکې د دولسو نوماندو له ډلې نه محمد مرسي او احمد
شفیق مخکښ وه .نو له همدې امله ټاکنې دوهم ځل ته لاړې په دوهم ځل محمد مرسي
د۵۱فیصده رایو په اخیستلو دمصر منتخب ولسمشر وټاکل شو.محمد مرسي په خپله یو کلنه
دوره کې ډیرې لاسته راوړنې درلودې هغه دمصر اقتصاد ته ډیره وده ورکړه، په حکومت کې
یې ژوربدلونونه راوستل، په مصرکې یې خلکو ته دبیان دازادۍ حق ورکړ اویو پیاوړی
اسلامي حکومت یې تشکیل کړ .ولې له بده مرغه دغه هیواد په سیمه کې دامریکې او
اسرایلو لپاره یوسترګواښ شو . کله چې اسرایلو په غزه حمله وکړه نو مرسي له
فلسطنیانو په کلکه دفاع وکړه .امریکا اواسرایلودغه حالت ونه شوی زغمی.نو همغه وه چې په مصرکې یې له خپلو
ګوډاګیانو چې په سرکې یې محمد البرادعی وه ګټه واخیسته اوهغوي یې دمرسي پر وړاندې
لاریونونو ته وهڅول اوورسته له دې یې دمصر اجیر فوځ ته حکم ورکړ چې په مصر کې
دمرسي حکومت راونړوي چې له بده مرغه دغه کاروشو .
دغه کارپه نړۍ کې د ځینو غلامو کړیو لخوا
وستایل شو ،ولې پدې سره مسلمانان هم کرار کینناستل بلکې په ټوله نړۍ کې یې خپل
غبرګونونه څرګند کړل .چې ددغو غبرګنونو لړۍ دمصرټول ښارونوته وغځیده .اودمرسي
پلویان واټونو ته راووتل اودخپل حق غوښتنه یې وکړه.حتی له مصره د اسې راپورنه شته
چې په مصرکې فوځ په دوه برخوویشل شوی چې یوه لویه برخه یې دمرسي پلویان دي .داچې
په مصر کې به نورڅه کیږي دابه وخت ځواب وایې اومسولیت به یې دمصرفوځیان وي. خو
دتعجب خبره خودا ده چې دافغانستان دیموکراتان دمصردفوځ او غرب بریاخپله بریا ګڼي
او دمرسي په تګ اتڼونه کوته اوخپل ځان ته
ډاډ ورکوي .چې دوی به هم افغانستان کې داسې کامیاب شي .ولې پدې هم نه پوهیږي چې دا مصرندی اونه هم کوم بل عربي هیواد
دلته خلک په اسلام ځان وژني نو زه دوی ته
وایم چې دا به دتاسولیونتوب وي اودا خوب به مو له ځانه سره خاورو ته یوسۍ .
په درنښت
شریف الله شرافت امرخېل