دقبايلي سيمو په اړه ولسمشر اوباما  ته ۱۰ مشورې

ليکنه : محمود عبده علی

ژباړه :اسد الله ساحل

دقبايلي سيمو په اړه ولسمشر اوباما  ته ۱۰ مشورې

    * ترټولو مهم يې  : دقبايلي سيمود پرمختګ په پروسه کې دترکيه  او سعودي عربستان ورګډول دي
    * نوی ټاکل شوی ولسمشر باراک حسين اوباما دغه سيمه دترهګرۍ پروړاندې دمبارزي لومړۍ کرښه بولي

په پاکستان کې دمتحده ايالاتو زيانمن شوی باور بيرته تر لاسه کول ، دافغانستان پاکستان او هند ګټې خوندي کول ، دقبايلي سيمو دپرمختګ په پروسه کې د پاکستان دملګرو سعودي عربستان او ترکيې ورګډول ، دوزيريستان سيمه ،  دهغه راپور مهمې مشورې دي چې عنوان يې دی (په قبايلي سيمو کې داوباما دنوي اداري غوراوي )

دغه راپور د  هارفار دپوهنتون دعلومو او نړيوالو چارو دمرکز په ويب پاڼه کې خپور شوی ليکوال يې حسن عباس دکينډی پوهنتون استاذ دی هغه وايې : قبايلي سيمه يوازي دافغانستان او پاکستان لپاره ستونزه نه ده بلکې متحده ايالاتو ته هم له دغې  سيمې ډير ګواښونه متوجه دي . همدا لامل دی چې ځينې امريکايې کارپوهان اوس دې پايلې ته رسيدلي چې  امريکايې ځواکونه بايد قبايلي سيمې ته ورننوځي.

دامریکا ددفاع وزير رابرټ ګيټسس  د۲۰۰۸ز دسپټمبر پر ۲۴ مه نيټه دمتحده ايالاتو دګانګرس دوسلوالو ځواکونو يوې جرګه ګۍ ته ويلي و : دپاکستان لويديځ ته قبايلي سيمې دنړۍ په کچه پاکستان او متحده ايالاتو ته ګواښ دی هغه وايې که له ما پوښتئ  ، چې دعراق له بريالتوب ورسته سترګواښ چې متحده ايالات ورسره مخامخ دي کوم دی ؟ نو زه به درته ووايم ، چې هغه دپآکستان په لويديځ کې افغان پولې سره لګيدلې  قبايلي سيمه ده 

داهم ولولئ :

امريکا ته ترټولو ستر ګواښ

ګيټس : افغانستان په پوځي برخه کې امريکا ته ستر ګواښ دی

راپور دې ته هم اشاره کوي ، چې دقبايلي سيمي وضعه دبل هر وخت په  پر تله ډيره کړکيچنه ده ، دغه سيمه اوس په تدریجي توګه دپاکستان دحکومت له لاسه وځي ، دخيبر ددرې له لارې افغانستان ته غځيدلې لار اوس هيڅ خوندي نه ده په ځانګړې توګه  په افغانستان  کې ميشتو نړيوالو ځواکونو ته  داړتيا وړ توکو دليږد لپاره ، همدا لامل دی چې نړيوال ځواکونه اوس ديوې بلې لارې په لټه کې دي څو خپل لوژستيکي توکي په خوندي توګه انتقال کړي

دغه لس مشورې په لاندې توګه دي

۱- په پاکستان کې دامريکا زيانمن شوي باور بيرته لاسته راوړل ځکه په قبايلي سيمو دامریکا دبریدونو سره په پاکستاني  ولس کې دامريکا پر وړاندې کرکه زياته شوې ، امريکا بايد په پاکستان کې ديموکراتيک حکومت پياوړی کړي څو خپل له لاسه ورکړی باور بير ته  لاس ته راوړي .

۲- امريکا بايد هند پاکستان او افغانستان سره مرسته وکړي ، چې په سيمه کې خپل ترمنځ شته ستونزې دخبرو له لارې حل کړي ، امريکا بايد دافغانستان او پاکستان ترمنځ د ډيورنډ دکرښې دکشالې  دهوارۍ هڅه وکړي ، له پاکستان نه  په کلکه  وغواړي چې په خپله خاوره کې دوسلوالو فعاليتونو مخنيوی وکړي ، همدارنګه هند قانع کړي چې له خپل تقليدي دريځ تير شي او پاکستان سره دکشمير دشخړې دحل لپاره خبرو ته کيني .

۳- په قبايلي سيمه دبريدونو دقيق کول ځکه دغه بريدونه ددې پرځای چې ترهګري له منځه يوسي له ترهګرۍ سره مرسته کوي ، دملکي وګړو تلفات د ولس خواخوږي له ترهګرو سره زياته وي

۴ ـ هغه ۵۰٪  امريکايې مرستې چې په دې موخه له پاکستان سره ترسره کيږي چې د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې ترې ګټه واخستل شي ، بايد وڅارل شي څو دغه مرستې پر ځای ولګيږي

۵-  متحده ايالات  دخپلې نوې ستراتيژۍ دجوړولو په وخت کې دابايد په پام کې ونيسي ،چې هغه ۱۰۰ زره پښتانه چې له دوی خپه دي او ددوی له پالسۍ څخه کرکه لري ، له  دوی سره درويې  په اړه بايد له سره غور وشي.

۶ـ  د قبايلي سيمې دپرمختګ په پروسه کې دپاکستان دملګرو چين ، ترکيې  او سعودي عربستان ورګډول

۷ ـ په قبايلي سيمه کې د رغنيزو پروژ ترسره کول لکه مدرسي ، ښوونځي ، سړکونه او روغتيايې اسانتياوي ....

۸ – درغونې په پروسه کې دقبايلو ورګډول دغه پروژې بايد دقبايلو په مشوره او ګډه همکارۍ ترسره شي

۹- په تعليمي کچه همکاري ، له قبايلي سيمو امريکا ته دزده کوونکو او محصيلنو ليږل څو دتندروۍ پر ځای دپرمختګ او علم سره اشنا شي دا کار بايد په ټوله قبايلي سيمه کې ترسره شي

۱۰ -  په پاکستاني مطبوعاتو کې دامريکا دزيانمن شوي باور  دبيرته لاسته راوړلو  لپاره دپاکستاني مطبوعاتو پياوړي کول .

ديادولو وړ ده چې دوزيرستان سيمه ـــ که هغه شمالي وزيرستان دی او که سويلي ــ او ورته څيرمه افغاني ولايتونه خوست ، پکتيا ، بکتيکا ،زابل او قندهار هغه سيمه ده چې دالقاعدې دمشر اسامه بن لادن او دطالبانو دتحريک  دمشر ملاعمر پټنځای ګڼل کيږي .

دوزيرستان سيمه يو خپلواکه سيمه ده چې له  ۱۸۹۳ز  راهيسي دقبايلي مشرانو په لاس اداره کيږي  دبرتانوي  استعمار په وخت کې هم دغه سيمه  ددوی دحکم لاندې نه وه همدارنګه دافغانستان له حدودو هم بهر وه ، له دغه سيمې تل برتانوي ښيکيلاک ته  د ۱۸۶۰- ۱۹۴۵ز په کالونو کې ګواښ متوجه وه . او کله چې پاکستان منځ ته راغی دغه سيمه هم دپاکستان دواک لاندې راغله ، دطالبانو له سقوط وروسته دغه سيمه دطالبانو او القاعدې  دمشرانو او غړو لپاره په خوندي پټنځای واوخته  .