که ځه کولای شو همدا يې وخت دی!

زمونږ د تاریخ په یاد ، هیواد هیڅکله هم له  داسی بحرانی حالت سره نه وه مخ شوی ، سیاسی ، امنیتی ،اقتصادی اوټولنیزو بحرانونو لاس دا سی سره یو کړی او د بی باورئ داسی تیاره فضا یی را منځته کړی چی د افغانانو هیلی او آرزوګانی یی د خوبونو په دنیا ورګډی کړی . د شطرنج د لوبی یو افغان استاد به ویل : که حریف دی ډیر قوی وه نو چال مه ځه ، داسی خبری او کارونه کوه چی حریف دی ستړی او زړه تنګی شی ، ورو ،ورو د هغه خپل تللی چال هیریږی او ښایی په آسانئ ئی مات کړی. اوس نړیوالو ، ګاونډیا نو، دولت او اپوزیشن ټولو له ملت سره همدا شان لوبه پیل کړی ، چی نه ختمیدل لری او نه ګټل او بایلل.                      ددی حالت شا ته ډیر پیاوړی او اوږده لاسونه شتون  لری، دلته د تاریاکو جنګ، د ملکونو د ګتو او تاوان جنګ، د سیمه ائیزو زبر ځواکو جنګ، فرقه ائیز جنګ او د هیواد په دننه کی د سیاسی کړیو د اقتدار جنګ،د قومی ټیکه دارانو د ژوند د بقا جنګ، د مافیا ئی کړیو د ګټو جنګونو لاس سره یو کړی او د جګړی او بی باورئ په تاوده ډګر کی د ملت ټول ((هست او بود))له خاورو سره خاوری شوی... خو په لکهاوو داسی پاک ، بی باکه، با دیانته ، پوه او نا پییلی انسانان هم شتون لری چی که لږ له درانه خوبه را پا څیږی او په یوی ملی اجنډی  سره را ټول شول شی زما په آند دا به ناشونی وی چی مونږ خپل درد لره کومه دوا پیدا نه کړو.
نو ئی!!! ورکو او پټو شمله ورو!!! ئی د میرویس او ابدالی بچیو!!! او ئی د خواږه وطن په درد و دردمندو!!!
که اوس را پا نه څی نو بیا د اسرافیل د شپیلئ انتظار کوئ!!!
خو  په ابدی دنیا کی موکه کوم افغان ولیده بیا له هغوی نه د هغو حالاتو تپوس هم وکړئ چی له تاسو وروسته ورباندی تیر شوی.