فکر مو و پِيژنئ!


د ســــــتر واکـــــمن په سپــــــېڅلي نامــــه!
الله (ج) انسان ته دوه ډوله جسمي اوروحي جوړښت ورکړی، چې هر یو یې بېلې بېلې دندې سرته رسوي. که په دې حقیقت کې ډیره څیړنه وکړو داسې حقیقتونه شتون لري چې موږ کولای شوهغو ته اشاره وکړو، وڅیړو او لمس یې کړو. له راکېټ څخه یې تر څیړنې لاندې ونیسه بیا ترهر تخنیکي توکي پورې چې تاسې یې خپله احساسوﺉ، د یو څیز په واسطه خوځښت او حرکت کوي. انرجي  هغه د فعالوول وسیله ده چې کولای شي دغه توکي راژوندي او کار کړنې ته یې چمتوکړي. د هرتوکي د حرکت لپاره انرجي بیله او دوه ډوله جوړښت لري لکه: جسم او روح چې روح یې انرجي او جسم یې له فورزه جاتو څخه جوړیږي. خوترټولو مهمه خبره داده چې دغه انرجي او فورزه جات نشي کولای بېله کوم فاعل څخه په کارپیل وکړي. که لږ ژوره کتنه ورته وکړو د هرتخنیکي  توکي جوړونکی او فاعل انسان دی. ځکه یوازې انسان دی چې پرودګارعالم ورته هوښ، خیال، تعقل اوتفکر ورکړی دی چې د دغه قیمتي څیزونو په مرسته کولی شي خپل خیالونه د حقیقت پولې ته ورسوي او د ټولنې خدمت ته یې چمتوکړي. د انسان په هکله یوه مهمه خبره داده چې الله تعالی انسان د ارادې څښتن ګرزولی دی. داسې ځواکمن ذهني ځواکونه یې ورکړي چې د بل هیڅ ژوي لپاره یې ساری نه لیدل کیږي. انسان لوړ خیالونه او آرزو ګانې لري چې د تعقل او تفکر، څیړنو او عملي کوښښ په واسطه کولی شي هغه خلق کړي او ګټې ته یې چمتوکړي. انسان د خپلوفکرونهو فاعل په خپله دی، انسان کولی شي په خپل وجود کې د ننه د تفکر په مرسته انګیزې را وپاروي او په پایله کې جسم ته خوځښت ورکړي. د مثال په توګه: تاسې سوچ وکړﺉ په یوځای کې له نورو کسانو سره ناست او بنډارکوﺉ یو نڅافه فکر سر ته درځي، کار په فکرکې درځي، د نوموړی کار په اړه دغه پایلې ته رسېږﺉ چې باید دغه فرضي کاربېله ځنډه اجراشي، له ناستو کسانو بښنه غواړﺉ پورته کیږﺉ چې دغه کار اجراکړﺉ او اجراکوﺉ یې. توجه وکړﺉ دغه عمل چې د اجراعاتو پولې ته ورېسد ساده خبره نه ده لومړی ستاسې روحي سیستم د ځینو مهمو کیمیاوي بدلو نونو په وړاندې منفعل شو، په څیړنه یې لګیاکړ، یوې پایلې ته د رسېدلو وروسته د ځینو اړونده روحي سیستمونو په واسطه اړونده غړي منقبض او د بدن د حرکت سبب وګرځیدل او د کار په کولو پیل وشو. درنولوستونکو، ستاسې خیالونه، احساسات او فکرونه، ستاسې د کارونو لپاره حرکتي ماشینونه دي له هغو بدن ته د حرکت ورکولو په اړه ګټه واخلئ.
پروردګارعالم انسان ته دغه ستر او په زړه پورې نعمتونه د دې لپاره نه دي ورکړي چې بېرته یې آخرته ورسره یوسي، بلکې د دې لپاره یې ورکړيدي چې له هغوڅخه ګټه واخلي او خپل ژوند ته هوساینه رلومړیي. ډاکټرآزمندیان وایې ژوند یوه ډالۍ ده چې ځواکمن، بښونکي او لورونکي څښتن تعالی هغه انسان ته ورکړې ده خو غوره او نوښتوزمه ژوند د انسان یوه مهمه دنده ده چې بېرته یې خپل لورونکي ذات ته ورګرځوي. زما په اند؛ دستر او بښونکي رب العزت د پرېمانه نعمتونو او ځواکونو په وړاندې چې انسان ته یې د ژوند کولو لپاره ورکړي ځان په کم حسابول ناشکري ده چې ناشکري په خپله یوه ستره ګناه ده او ټول انسانان په ځانګړي ډول مسلمانان باید له دغه ګناه څخه خپل ځانونه وساتي، خپل ځانونه کم ونه ویني او په خپل روح او جسم باور وکړي او دا حس کړي چې د هرفکري او فیزیکي کارپه کولو کې د لورونکي څښتن تعالی مرسته زما سره حتمي ده ځکه لورونکي الله په یو آیت شریف کې د دې په اړه داسې فرمایې: أَمْ لَكُمْ أَيْمَـٰنٌ عَلَيْنَا بَـٰلِغَةٌ إِلَيٰ يَوْمِ ٱلْقِيَـٰمَةِ إِنَّ لَكُمْ لَمَاتَحْكُمُونَ(القلم۳۹) ژباړه: او ما ستاسې په ګټه ټینګه لوړه کړې ده چې د قیامت تر ورځې پورې هرڅه وټاکئ تاسې ته یې درکوم.     
 د انسان ذهن هر هغه څه چې په هغو تمرکز کوي ځان ته جذ بوي.
فکر وکړﺉ؛ که نن د هرڅه او هر څیز په اړه چې هر ډول فکر کوﺉ هغه به سباته هرو مرو جذبوﺉ.   څنګه چې ځمکه د جاذبې ځواک لري  د انسان ذهن هم له دغه جاذ بوي ځواک څخه مستثنا نه دی.
او بل دا چې د هرڅه په وړاندې مقابله پیل کړﺉ هغه ستاسې په وړاندې دریږي.
 د بېلګې په ډول: که په جنګ باندې فکر کوﺉ جنګپالان به ستاسې په لاره کې څرګند یږي، که په سوله فکرکوﺉ سولپالان به درته هرکلی کوي، که په پانګه فکرکوې پانګه به په لاس راوړﺉ، که په فقرفکر کوﺉ فقیر به وﺉ، که په اختلافاتو او مشاجرو فکر کوﺉ ستاسې نړۍ به ډکه له مشاجرو او اختلافاتو وي، که په الفت، ورور ولۍ او دوستۍ فکرکوﺉ بېله شکه د ټولوهغو کسانو فکرونه او احساسات به ستاسې په وړاندې په مثل وي کوم چې تاسې په هغو باندې تمرکزکوﺉ. هرڅه چې ستاسې په مبارک لید لوري کې شتون لري هغه د یو ځانګړي قانون څخه تبعیت کوي د بېلګې په ډول: مهمه نه ده چې تاسې څوک، د کوم ځای او څه ډول شخصیت لرﺉ؛ که له لوړه ځایه ځان را وغورځوﺉ بېله شکه په ځمکه لوېږﺉ. ځکه د ځمکې د جاذبې ځواک په خپله هغه ځانته جذبوي. غوره به داوي چې ووایو د انسان ذهن د یو آهن ربا په ډول عمل کوي او ټول هغه څه جذبوي په کوموچې ډیر تمرکز کیږي. که چیرې انسانان په سوله، صمیمیت، ورور ولي، الفت، اخلاص، صداقت او محبت متمرکزشي، له ماضي او حال څخه پرته به یوه بله متفاوته نړۍ په راتلونکي ژوندکې د خپل ځان لپاره جوړه او ګټې ته چمتو کړي. داسې نړۍ چې هغه به له خوشحالیو، مینو، هرډول علمي، ټولیزو او اقتصادي پرمختګونو ډکه وي، چې دغه حالت به یومثبت حالت وي او د ټولو حقوق به په هغوکې خوندي وي. ( حاجی محمد بشرپال؛ د ذهني رازونو د کتاب یوه برخه
۰۷۸۱۹۱۹۰۵۵)