دجوﻻی دمياشتې په لومړۍ نېټه په نړۍکې څه تيرشوي :

 _ نن ورځ دمعمارانونړيواله ورځ ده ؛
_ په ترکيه کې دسمندري پوځي ځواکونوورځ ده.

 

_ په 1200 زکال کې په چين کې لمريزې عينکې ياسترګۍ اختراع شوې . له سترګيوپه لومړي سرکې قاضيانوداوږدو خبرو اترو په مهال کاراخيستلو.

 

_ په1751 زکال کې دانسکلوپيديا( داېره المعارف ) لومړی ټوک د(( ديني ديدرو)) او((جان دې المېرم )) له خواخپورشو اوترهغه وروسته په 30کلنوکې بيا 35 ټوکه نورهم خپاره شول . دانسکلوپيديا په تکميلولوکې دهغه پېړۍ نامتو ليکوالانو او شخصيتونولکه ((ژان ژاک روسو)) ، (( مونتېسکو)) او نوروهم برخه واخيسته .
 

_ په1921 زکال کې په  (( شانګهای )) کې دچين دکمونېست ګوندبنسټ کېښودل شو.
_ په 1923 زکال کې په کاناډاکې دمهاجروداسې يوقانون پاس شو، چې په عمل کې يې دچينايانودورتګ نه ممانعت کولو . چينايانوددې دډول قانون تصويبول ددوی سپکاوی وباله.
 

_ په1961 زکال کې شهزادګۍ (( ديانا)) زېږيدلې.
_ په1977 زکال کې په ايټالياکې دناټويوې پوځي اډې ته ناپېژندل شوي الوتونکي توکی ( نات ) ورغلی و، چې ديوې لنډې مودې لپاره دپنځه کيلومترو شاو خوا برېښناهم قطع شوه.
_ په1991  زکال کې په پراګ کې يوپروتوکول ﻻسليک شو، چې له امله يې په رسمي توګه نور د((وارساتړون )) موجوديت ته خاتمه ورکړل شوه.
_ په1997 زکال کې  (( هانګ کانګ )) بيا په چين پورې اړوندشو .