پښتانه ځپل کېږی، خو غږ يې نه اورېدل کېږي.

د جمهور رئيس حامدکرزي د واکمنۍ دورې له پیله تراوسه د پښتون قوم سره د مور او ميرې چلند شوی، د عدالت په تامين، امنيتي، اداري، اقتصادي، فرهنګي، کلتوري او د دولت په نورو پړاونو او ګردابونو کې له پامه غورځول شوی، راپورونه وايي، د حامدکرزي په دوران کې پښتانه د يو منظم، جوړ شوي او طرحه شوي پلان له مخې د سياسي صحنې او ټولنيز شخصيتۍ څخه د وتو په حال کې دي، په دې اړه يو شمېر پښتنو څټو ، څهرو، سياسي شنوونکو، سياسي اشخاصو، فرهنګيانو او ژورناليستانو وار په وار آواز پورته کړی او پر ولسمشر يې ږغ کړی ترڅو پر يادې طرحه شوې پروسې ځان پوهه او د پښتون په بربادۍ په شروع شوې ککړې او ناولې لوبې ځان آګا کړي، هغه اشخاص او افراد چې پدې لوبه کې ښکيل وې له ځانه یې لري کړي، ولې داسې معلومېږي، چې ولسمشر حامدکرزي د پښتون پر پورته شوي غږ تراوسه غوږ نه دی ګرولی، د پښتونو او پښتون مشرانو انګيرنې، ويرې او د دوی په مقابل کې د ناوړه روان جنګ خبر هغه وخت ثبوت ته رسېږي، چې د همدې قوم د حق ګټلو په موخه مشرانو يې دندې له لاسه ورکړې، شنوونکي او کارپوهان يې وهل شوي، ويرول شوي او شاعران یې اوس هم په ويره کې ژوند کوي.
په اداري او حکومتدارۍ برخه کې د ولسمشر سلاکار ښاغلي جيلان پوپل د خپلې دندې څخه پدې وجهه استفاه وړاندې کړې، چې د پښتونو په مقابل کې روان سوړ جنګ او ناقانونۍ نه شي زغملی، پوپل لدې مخکې د سیمه ييزوارګانونوخپلواکې ادارې مشرتوب په غاړه لره او ويل کېږي، د هغه ادارې بنسټګر هم پوپل دي، پوپل د سيمه ييزو ادارو په تقویه کې ډېرې هلې ځلې کړي، تر کلو او بانډو پورې حکومتداري غځولې، نړيوالې مرستې يې راجلب کړې، او د دولتي انکشافي بودجه يې په ډېره مدبرانه شکل د ولاياتو سره همغږي کړې او په ټولو امورو کې برلاسی برېښه ده، د تېر يو نيم کال راپدېخواء يې د ولسمشر سلاکار په صفت دنده ترسره کوله، ولې موثق او دقيق معلومات دا ښايي، چې اوسمهال پوپل دنده پرېښې ، ويل شوي، چې پوپل د پښتون په وړاندې په روانې جګړې پوهه شوی، پوپل د يادې جګړې په مخ کې خپله سينه سپر کړې وه او تر اخره پورې يې هڅه وکړه، چې د پښتونو پرضد روانه جګړه شنډه کړي، ولې دا چې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د پښتون ضد څهرو رېښې کړي او نه کېږي، چې په يوازې توګه يې مقابله وکړي نو بلاخره مجبور شو، چې له دندې استفاه ورکړي. پوپل د ولسمشر حامدکرزي له ډېرو نږدې، نفوذ لرونکو او مخلصو ملاتړو څخه شمېرل کېده.
د امنيت شوراء د فرهنګي او مطبوعاتي چارو مسوول محمداسماعيل يون هم خپله استفاده پدې موخه وړاندې کړې، چې د پښتونو پر ضد روانه جګړه نشي زغلمی، يون د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره ټاکنو کې د ولسمشر حامدکرزي حمائت وکړ، په دوهمه دوره ټاکنو کې هم حمايت يې د ولسمشر حامدکرزي و، يون وايي، زما د حمائت او ملاتړۍ موخه يوازې د ولسمشر حامدکرزي څخه داوه، چې ولسمشر په خټه پښتون دی، او په اند يې چې وبه کولای شي، د محروم پښتون قوم لپاره تر نورو ډېر مؤثر او ګټور تمام شي، خو وايي کله مې چې د پښتون پرضد امنيتي، د عدالت تامين، اداري، اقتصادي، فرهنګي، کتلوري او د دولت په نورو پړاونو کې سړه خو تېزه جګړه وليده و مې نه غوښتل تر څو پدې برخه کې پاتې شم، يون وايي زه په ژوند کې د پښتون پر ضد يوه منفي خبر هم نشي زغملی ولې دا چې څه د پښتون او پښتنو پرضد روان دي د فکر او عقل څخه ليرې خبر ده.
د هېواد تکړه ژورناليست، ليکوال، شنوونکی، د ادب مينوال، پښتون او ژوندون راډيو تلویزيون مشر يون یوازې په دې حکومت کې ۱۲ کاله او له دې مخکې يې د پښتون قوم لپاره ټول عمر هلې ځلې وکړي، خو کله چې پوهه شو، چې د پښتنو پرضد جګړه همداسې ورځ تر بلې زياتېږي او د کمېدو څرک يې نه برېښي مجبور شو، چې د پوپل په شان استفاء وړاندې کړي.
د جمهور رئيس د دفتر پخوانی رئيس او د بهرنيو چارو پخوانی سياسي معين جاويد لودين هم پر پښتو او پښتنو مين ځوان او تکړه څهره وه، چې په ظاهري ډول يې کورنۍ ستونزې يادې کړي او ويې ويل چې نشي کولای د کورنيو ستونزو پر وجهه دنده پر مخ يوسي، ولې خبر د پردې ترشاه وه، کله چې د لودين سره نږدې وغږېدم، لودين د اوسني دولت او په ځانګړي ډول د ولسمشر حامدکرزي څخه ډېر ناهيلی برېښېده، لودين وايي، د جمهور رئيس شاخواء هغه څوک ټول شوي، چې په ښکاره توګه ولسمشر ته ځانونه وطندوسته او پر افغانانو مين معرفي کوي خو ټولو د پښتنو پر ضد سړه او تېزه جګړه روانه کړي، لودين پدې اند چې دې اشخاصو د ولسمشر حامدرکزی په ډېرو تصميمونو کې لاسوهنې کړي، دی وایي داسې اشخاص د ولسمشر ذهنيت د پښتونو پرضد اړوي او غواړي چې ځیني مخور او پر افغانانو مين مشران له صحنو څخه وباسي.
د لومړي او دوهم مرستيال په دفترونو کې همېشه او هره پرېکړه د پښتنو پر ضد کېږي، هره پرېکړه او عمل د پښتنو پرضد ده، قانوني کارونه یې ځنډول کېږي اوحتی له منځه ځي، مګر هغه څوک چې د دوی پورې تړاو لري او رسمي وختونه يې هم پای ته رسيدلي خو هېڅوک يې په مقابل کې آواز نه پورته کوي، د ټاکنو خپلواک کمېسيون رئيس مولو فضل احمدمعنوي کاري دوره پای ته رسېدلي، دا خو موليدل چې معنوي د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې د پښتنو پرضد څومره کلکه مبارزه وکړه په ټول هېواد کې يې پښتانه وځپل او هغه څوک چې د دوی په ګټه و بريالي اعلان کړل، سره لدې چې ولسمشرۍ ټاکنو ته تر ۳۲۰ کمې ورځې په مخ کې لرو ولې بيا هم معنوي د واک پر ګدۍ ناست دی، که حال همداسې وی نو د راتلونکو دورو څخه سر له اوسه د پښتنو هيله شلېدلې، له بل لوري د بشري حقونو خپلواک کمېسيون ټکداره سيما ثمر هم د کمېسيون ټکه اخيستې او پدې برخه کې د پښتون پرضد د کېدونکي عمل په مقابل کې غږ نه پورته کوي، خو کله چې پښتانه کوم عمل وکړي سملاسي اعلامې خپروي چې فلاني د بشر د حقونو برخلاف کار کړی او بايد سزا وويني.
موده وړاندې د کورنيو چارو پخوانی وزیر بسم الله محمدي او د دفاع چارو پخوانی وزیر سترجنرال عبدالرحيم وردګ له دندې ګوښه شول، وردګ چې په خټه پښتون و له دندې ليرې کړی شو او ځای ناستی يې ملابسم الله محمدي وټاکل شو، تاسو دې ډرامې ته وګورئ چې پښتون څنګه له صحنې وويست او شمالي وال یې څنګه ځای ناستی شو.
په اوسني حکومت کې د پښتونو پرضد روانه جګړه نور د زغملو وړنده، لوستونکي او صحنې شامل خلک به شاهدان وي، که حالات همداسې دوام وکړي ليرې نده چې په ډلیز ډول به پښتانه له دندو لاسونه واخلي او تر اخره پورې به د حق غوښتونکي وي.
عبدالتواب مومند