د امريکا په کلفورونيا ايالت کې يوې مور په يو ځل اته ماشومان وزيږول. د دغو ماشومانو شپږ يې هلکان او دوه يې نجوني دي چې د جراحۍ د عمليات په مټ ژغورل شوي دي .
د ماشومانو مور د روغتون له چارواکو غوښتي چې د دې او د دې د ماشومانو په اړه مطبوعاتو ته زيات معلومات په واک کې ورکړي تر څو د نړيوالو پام ځان ته را واړوي. دا په نړۍ کې دوهم ځل دی چې يوه مور اته ماشومان په يوه وار زيږوي. تر دې دمخه په کال ۱۹۹۸ ميلادي کې د امريکا په تکزاس ايالت کې يوې مور په يوه ځل اته ماشومان زيږولي وو چې يو يې د يوې اونۍ په تيريدو مړ شو خو پاتي نورو تير کال د خپلې زوکړي لسم کال ولمانځه
وروستي