د ترورېزم تر نوم لاندې استعما ر او استثمار.

 بسم الله الرحمن الرحيم
د  ۱۳۹۰ه ش کال د جدي شپږمه د روسانود دوه دېرشمې کاليزې دېرغل دغندلوپه ېاد!
   که د نړی او په ځانګړې توګه د ګران هېواد افغانستان تاريخ ته وکتل شي، په ېوه او بله پلمه چپاولګرو، استعماري او استثماري هېوادو په کمزورو هېوادوباندې داقتصادي، کلتوري او نظامي اهدافو د لاسته راوړلو په خاطرېرغلونه او تېري کړی دي.چه د ۱۳۵۸ ه ش کال د جدي په شپږمه د روسانو ېرغل ( ۱۹۷۹ مېلادي کال د ډ سمبر ۲۷) او د ۱۳۸۰ ه ش کال د قوس  شپاړسمه د امريکازانو ېرغل ( ۲۰۰۱ مېلادي کال، د نومبر ۷) یی وروستني، ژوندي او ښه مثالونه دي. چې په څو لاندې جملو کې ګرانو هېواد والو ته ور په زړه کوم .
۱ – کوم وخت چې د امريکا لوېه وچه داروپاېانو ترواکمني لاندې کېده، د سټې (عامه وژنې) په شان کم او زېات ۴۹ مېليونه  د امريکا بومي خلک و وژل شوه.کوم وخت چې د انګرېزانو امپراتورۍ په استثمار لاس پورې کړ، د جورج واشنګټن تر مشرتوب لاندې د انګرېزانو څخه د خپلواکۍ غږ پورته شو، نو انګرېزانو په جورج واشنګټن باندې دېاغي او   او باغي  ټاپه ولګوله، په داسې حال کې چې اوس هغه انګرېزان جورج واشنګټن د امريکا دآزادۍ  ېو لوی لارښود ګڼی.
ګرانو مېنه والو اوس په افغان مجاهد ولس باندې هم ورته ټاپې د بېلو بېلو هېوادو او د بېلو بېلو داخلي او خارجي څېرو له خوا د خپلو شومو اهدافو دلاسته راوړلو په خاطر لګول کيږي.
1-   ۲ – کوم وخت چې انګرېزان د جنوبي افريقا د نيولو لپاره ولاړ. هلته په جنوبي افريقا کې
کومه ترورستي ډ له نه وه،او نه هم القاعېده او طالبان وُ. هرکله چې انګرېزانو په جنوبي افريقا کې استعماري واکمني ترلاسه کړه، په استثماري اونورو ناوړه کاروته یې لاسونه اوږده کړل ، په جنوبي افریقا کې هم د خپلواکۍ غږ د نېلسن مند يلا  په لار ښونه او مشرتوب را پورته شوه. انګرېزانو د خپلو ناوړه ګټو ترلاسه کولو او د استعماري وخت د اوږد ولو په خاطر د ۱۹۵۶ مېلادي کال د ډ سمبر په ۵ نېټه مندیلا د ېوه غدار او ملي خاېن په تور بندي کړ، او دوهم ځل یې د ۱۹۶۴ مېلادي کال د جون په ۱۲ نېټه د ورانېو ېا تخريبکار په تور  تر ۲۷ کالو پورې په زندان کې واچاوُ. ولې بياهم جنوبي افريقا خپله واکمني تر لاسه کړه، نېلسن منديلا د هېواد مشر تابه وټاکل شو او د  ۱۹۹۳  کال د نوبل د سولې جا ېزه هغه د انګرېزانو ټاپه وهلي نېلسن مند يلا ته ور کړله شوه.
2-    ۳– کله چې انګرېزانو د اوُلسمې سليزې په نيمایي کې په امريکا کې ماتې وخواړه نو د خپلو استعماري اهدافو تر لاسه کولو په خاطر د هند د لویې وچې په لور په څوس وهلوسره مخه کړه، هغه وُ چې د هند په شمال کې د کلکتې ښار ته ورسېدل، او هلته یې د ېوې کمپنۍ تر نوم لاندې د نوک ځاې پېداکړ.د خپلو استعماري او استثماري اهدافو تر لاسه کولو لپاره یې  جاسوسان او ترجمنان وروزل لکه (اوس په ګران هېواد افغانستان کې) د هغوی په مرسته او کومک یې معلومات را ټول او بې اتفاقي واچوله هغه وُ چې څه د پا سه  ۲۰۰  کاله واکمني د هند په نيمه وچه کې وکړه. د انګريزانو د ناوړه او استعماري او استثماري کړو له امله په هند کې هم د مهتماګندي تر مشر توب لاندې د خپلواکۍ تحريک پېل شو. انګرېزانو په ډېره ځيره کۍ سره د هند د خپلواکۍ تحريک د جاسوسانو او ترجمنانو په مرسته په دوُ برخو معتد لو او افراطی (اېکستريمېست )      و نومول. د دې د وو ډ لو تر منځ  اختلاف پېدا شو هغه وُ انګرېزانو تر ۵۰  کالو پورې نوره هم خپله           استعماري واکمني اوږده کړه.
چې اوس هغه د انګرېزانو استعماري کړنلاره  د ګران هېواد افغانستان په جهادي مقاومت باندې تپل کيږي، باېد په ګوته شي چې په جهادې مقاومت کې هم خواره ډ ېرې نيمګړتېا شته چې د انګرېزانو د اېکستريمېست او نورو مغرضو ناوړه اصطلاحاتو د استعمال لپاره یې پلمه برابره کړیې ده. هيله چې خپلو اشتباهاتو ته پاملرنه وکړي.
 ۴– کوم وخت چې انګرېزانو د هند په نيمه وچه واکمني درلوده نو د رۍ ځله یې په ګران هېواد افغانستان ېرغل وکړ. پداسې حالکه چې په هغه وخت کې په ګران هېواد افغانستان کې د استعمارګرو او استثمارګرو په ژبه کومه افراطي او ترورېستي ډله نه وه او نه هم د طالبانو او القاعدې په نوم څوک په افغانستان کې وُ چې دانګرېزانو په پلازمېنه او سوداګري مرکزو باندې یې حمله کړیې وي.
 افغان ولس په ېاد لري چې د انګرېزانو د رۍ ځله تېري ته د خداوند (ج) په ملاتړ او دهغه وخت مجاهد ولس د ېوالي په نتيجه کې هر ځل په نظامي ډګر کې غاښ ماتونکی ځواب ورکړل شو. ولې په ډېر خپګان سره باېد په ګوته شي چې په سېاسي ډګرکې یې د ډېورن ليکه را منځته کړه چې هيڅکله به افغان ولس ته قانوني باڼه و نه لري، برسېره پر مځکنۍ بشپړتېا، ګران هېواد افغانستان په وچه کې حصار ېا بند پاتې شو چې د تجارت او سوداګرۍ له وجې ېو لوی مشکل دی.
 محترم مېنه وال باېد ځيرک او هوښېاروي چې ورته د سيسې او توطیې اوس هم روانې دي. ټول هېوادوال ويني او خبردي چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ېولسمې پېښې څخه وروسته انګرېزانو په ډ ېره بيړه ېو ځل بېا هغه ځای ته په نوي تخنيک او کمپيوټر روزل شوي پوځېان و لېږل په کوم ځاې کې چې یې څه دپاسه سل کاله پخوا ماتیې خواړلیې وه، تر اوسه پورې انګرېزي پوځېان په کندهاراوهلمند کې د افغانانو څخه د افغاني جاسوسانواو ژباړو په مرسته په غچ اخستلو لګېا دي .                                                                 ۵- ډ ېرو هېوادوالو ته ښه په ېاد ده چې د غوایي د کوداتا څخه وروسته د ۱۳۵۸  ه ش کال د جدي په شپږمه چې د ۱۹۸۹ مېلادي کال د ډ سمبر د ۲۷ سره سمون خوري، کمونستي روسانو د موږ د  ګران هېواد افغانستان په حريم باندې ېرغل وکړ، چې په نتيجه کې څه دپاسه  ۲ مېليونه هېوادوال شهيدان او ووژل شوُ، چې د اوسنېو مشکلاتو اصلي وجه هم له هغه وخته پېل شوه. کوم وخت چې روسانود افغانستان په سپڅلیې خاوره تېری وکړ په هغه وخت کې نه کومې ترورېستي ډ لې،نه طالبانو او نه هم د القاعېدې په نوم چا په  کرېملين باندې بريد کړیّ وُ، او روسانو د دوې په اصطلاح  په اشرارو (مجاهدينو) هم حمله ونکړه. روسانو د خپلو ستراتېژيکو او نورو شومو اهدافو د لاسته راوړلو په خاطر د ېوې کمونستي ډلې پر ځای بله کمونستي ډله په ګدۍ کېنوله .
دلته د پاملرنې وړ ده چې ورته ېو بل ژوندی مثال يې د ايران پخواني باد شاه په ګوته شي.  رضاشاه پهلوي  کم او زېات ۴۰ کاله د امريکاېانو ګټې په سيمه وساتلې. کله چه امریکاېانو په پهلوي کې نورې کومې ګټې نه  د رلودې ، نو هغه یې د تداوي لپاره په خپله خاوره کې هم پرېنښود او د پانامې له لارې مصر ته ېوړل شو.
 د کابل واکمن او نور د کابل سېاستوال د دې او ورته بېلګواو مثالو څخه پند او عبرت واخلي، د دوی برخليک (سر نوشت) به هم د آمين ، پهلوي او کارمل په شان شي. ګرانو مېنه والو په رښتېا سره هم افغان ولس د روسانو په مقابل کې په زړه ورتېا سره ډېر سپڅلی جهاد وکړ، نړېوالو هم د خپلو سېاسي، ستراتېژيکي،اقتصادي،ژباني،مذهبي او نورو ګټو په نظر کې نېولو سره د افغان جهاد ملاتړ وښود. هغه وُ چې  د ۱۹۸۹ مېلادي د فبرواري په ۱۵ روسان له ګران هېواد افغانستان څخه و ېستل شوه، په ډېر څپګان سره ليکم په هغه وخت کې ډ ېرو جهادي مشرانو هغه ما دي او معنوي شته ( د جهاد تاريخ)، د رمل او دوا چې (ملي ېوالی او ملي ګټو ته پاملرنه ) د پېاورژلي او زخمي هېواد افغانستان علاج او تداوي پرې کړیې ویّ، په خپلو جيبو کې واچولې او ځينو مشرانو د پردېو په لار ښونه  مذهبي ښونځي او پوهنځي جوړکړل، او په ګوندي، سمتي او قبله وي جنګو یې لاسونه پورې کړل،  ځينې هغه پخواني جهادي مشران چې د ېوه ېرغلګر په مقابل کې ولاړ وو، اوس دنورو نوېو ېرغلګرو په ګټه او د ملت او خاورې د بشپړتېا او د خلکو د اسلامي عقېدې په خلاف تاوان  فتواوې ورکوي، چې ښه مثال یې د ګونتنما او په نورو ځاېو کې د بندېانو دی. که چېرې افغاني بندېانو د امريکا ملي ګټو ته تاوان رسولی وي، نو ولې دامريکا په خاوره کې ندي بندېان؟ او دامريکا په خاوره نه محکمه کيږي. او که د کابل د ادارې سره په سېا سي او نورو اختلافاتو  بندېان دي، ولې د افغانستان په خاوره کې بندېان ندي؟ او دافغانستان په خاوره کې نه محکمه کيږي. په کابل ناست پخواني جهادي مشران د دې پر ځای چې د نوموړېو بندېانو او د هېواد د نورو ټولو  مشکلا تو غم وخوري، او د حل ېوه رښتنیې لار پېده کړي . له بده مرغه، نوي ېرغل ته قانوني باڼه ور کوي او د اوږدې مودې لپاره د پردېو شتون پخپله خاوره کې مني.
ګران مېنه وال ويني چې په تېره څه دپاسه ېوه لسيزه کې پرته د شهيد کولو، ړنګولو، بډو،   د نشایې ټوکو زېاتېدو، قومي تفرقو،د محيط ککړتېا، دتعليمي نساب خرابېدو، ژباني او مذهبي لاسوهنو، څه دپاسه  ۱۵۰۰۰۰ خارجي کارکونکو شتون، د افغانانو د بېکاري کچه لوړېدل بل څه ندي را منځته کړي.              د پاملرني وړ ده چې که چېرې اوسنی جهادي مقاومت (طالبان او اسلا مي حزب ) هم معقولې لارې غوره نکړي دوی به هم د کابل د ادارې په شان مسوّل وپژندل شي، ځکه چې اوس ېو ډېر نازک وخت رارسېد لی دی.
                               د امريکا ستراتېژيکې اډې دافغانستان لپارڅه پېلې لري.
» د نوي او پرمختللي تخنيک پواسطه به اسلا مي علمآ، علمي قدرونه ، سېاسي او قومي مشران په داوس په شان شهيدان کيږي.
 »  افغانستان به د ګونډېو او نورو هېوادو سره په هراړخيزه توګه دوستانه اړيکې نلري.
» امريکاېان به د خپلو پلانونو او ګټو د ساتل په خاطر په آزاده توګه جا سوسان روزي.
» افغانستان به په پوځي ډاګر کې د ګونډېو هېوادو سره سېالي نشي کولی.
» قومي شخړې او ځانمرګي برېدونه به لا نور هم زېات شي.
»  د ملي پخلاينې ، د باوراواعتماد کچه به راکميږي، چې د سولې بهيرته لوی تاوان رسوي.
» ملي خاینان او جناېتکونکي به د عدالت له منګلو څخه خلاص شي.
» د هېواد خپلواکي په تر سېوري لاندې راشي، د جهاد تاريخ به ورک او ېا هم په په غلطه نوشته شي.       »ملي زېرمې او نورې ملي ګټې اوسوداګرۍ به د ځينوافغاني سوداګروپه مرسته د نړېوالوسوداګرو په جيبو کې ولويږي لکه اوس چې ليدل کيږي.
» د ښونې، پوهنې، نظامي او څرنې په برخه کې به بېعدالتي لا نوره هم زېاته شي.
 
                             د سولې د راوستلو غوره لا رې
» د برنتې ېا ضمانت په ور کولو سره د بشپړ اوربند او د تولو سېاسي بندېانو آزاده ول.
» د ېرغلو قوتو د وتلو لپاره ېو ټکلی مهل وېش ټاکل چې د ۶ مېاشتو څخه ډېر نه وي.
 » دسولې د را وستلو لپاره د ټولو افغانانو په مصلحت ېو منظم د سولې پلان جوړاول.
    چې د افغانستان سولې او  اصلاح اسلا مي حرکت د سولې پلان پدې وېب پاڼه کې لېدلی شۍ.
www.afghanprm.org
 » د سولې د راوستلو لپاره عادلانه منځګړتوب ته، چې ټولو ښکېلوغا ړوته د منلو وړ وې. او د سپخلي اسلامي عقيدې او شرعې په چوکات کې چې د ټول ملت ګټې تر لاسه او خوندي کولی شي اړېنه ده. چې په اوسني وخت کې د افغان ولس  د سولې د جرګې غړي د ټولو ښکېلو غاړو تر منځ ښه منځګړتوب کولی شي.
                                     په د رناوي
                                 د ېوې رښتينیې سولې په لو ر
                                          محمدي
                           د ۱۳۹۰  ه ش  کال د جدي شپږمه