
د جرمني خبريال او ليکوال يورګين تودين هوفير ليکنه
ژباړه: همايون خان رووفي
هیڅ شی تروریزم ته دومره وده نه ورکوي لکه څومره چې د تروریزم پر ضد جګړه، تروریزم زیږوي. هر څوک که غواړي، چې د اسلامي تروریزم په هدف او مانا ځان پوه کړي نو یو ځل دې دنیا ته د یو مسلمان په توګه وګوري--------- د بيلګې په توګه، یو مسلمان ځوان چې تل په تلویزون کی خبرونه اوري او ګوري، چې هره ورځ په افغانستان، وزیرستان،فلسطین او نورو اسلامي هیوادونو کی مسلمانان د غرب او غربي متحدینو، غربي وسلو او غربي پوځيانو په لاس په شهادت رسول کیږي نو عکس العمل به یی څه وي؟ بې له شکه چې ترور او تروریزم یو نه بخښونکی عمل دی خو د انصاف لپاره باید وویل شي، چې اسلامي تروریزم د یو کوچني اقلیت په بڼه د ظالم غربي اکثریت په مقابل کی ځواب او دفاع ده.
که د سخت دریځه اسلام پالو تاریخ ته وکتل شي نو تر ۲۰۰۱ کال پوری د له منځه تلو په حال کی وو او ۱۱/۹ پیښه نه یواځی یو انتقام و، بلکی د ازادۍ یو پیغام و، چې د دی عمل په نتیجه کی ابلیس صفته میډیا په ډیر مهارت او عالمانه توګه د سخت دریځه اسلام پالو سره د پرګنو خواخوږي ختمه کړ او د سخت دریځه اسلام پالنې موضوع يې د میډیا د ورځنۍ اجنډا او پراخ بحث عنوان وګرځاوه، تر څو امريکا په متقابل عکس العمل لاس پورې کړي. دا چې امريکایی سیاسي مشران تل د داسی یو چانس په لټه کی و او تر ټولو خو بده لا دا وه، چې القاعدې په لوی لاس امريکا ته د لا زیات تحريک امکانات برابر کړل او دا هغه څه وو، چې امريکا لا پسی تحريک شوه. د القاعده پاروونکو اعلانونو ځان داسی راڅرګند کړ، چې په نړیوالی میډیا د باران په شان راوریده او د خبرونو د سر ټکی شوه او هغه وخت پسی لا زیاته وځلیده کله چې د امريکایی راکیټونو د برید لاندی راغله او د ګلۍ په څیر پری ووریدل.
د دی هر څه سره سره افغانان تر اوسه په خپل ملک کی د جنګ په هدف او مقصد نه پوهیږي لکه څنګه چې د عراق خلک پری پوه نشول او پر دی هم نه پوه نشول چې د سخت دریځه اسلام پالو سره د مبارزی لپاره دا هیوادونو ولی وټاکل شول، ځکه د نیویارک په سوداګریز مرکز په بریدونو کی نه افغانان شامل وو او نه عراقیان. د القاعدې د لارښود د له منځه وړلو لپاره د کابل بمبارول یو غیری عاقلانه عمل و ولی چې د دی لپاره نوری ډیری لاری چاری موجودې وې، لکه څنګه چې یی د پاکستان په ابیټ ابد کی له منځه یوړ او په همدی شکل یی کولائ شول چې په ۲۰۰۱ کال کی یی په توره بوړه کی له منځه یوسي خو په ابیټ اباد کی د اسامه وژنی په افغانستان کی د جګړی اهداف بربنډ کړل .
لويديځ د دې حق نلري چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کی د سخت دریځو په وړاندی د جنګ اعلان وکړي لکه څنګه چې د ديکتاتورو رژیمونو په مقابل کی د جنګ کولو حق نلري، لويديځ د دی حق نلري چې د نړۍ څخه د جنګ ډګر جوړ کړي او د وینو سیلابونه جاري کړي تر څو خپلو سیاسي موخو ته پری ورسیږي، غرب ته پکار ده چې ژر تر ژره په اسلامي هیوادونو کی د بی پیلوټه الوتکو د کارولو څخه لاس واخلي ولی چې هغوی هلته داسی څه نه دي ورک کړي چې هلته یی د بی پیلوټه الوتکو په ذریعه پیدا کړي. اسلامي هیوادونو ته پکار ده چې خپلی کورنۍ ستونزي پخپله حل کړي او د حل لاری ورته ولټوي او غرب باید په دی پوهه شي چې د تروریزم سره مبارزه نوره په اوسنۍ نړۍ کی پلویان نلري او نه یی په هندوکش او بغداد کی نظامی حل شته، د حل لاره یی یواځی د یونیم میلیارد مسلمانانو په زړونو کی ده او لويديځ باید په دی هم پوه شي، چې د هر مسلمان ماشوم وژنه د غرب لپاره د دوښمنان زیاتوي، چې په نتیجه کی به یی غرب په داخلي سیاست کی په ډلو وویشل شي. په اخر کی زه له ټولو مسلمانانو څخه هیله کوم چې د تشد د په مقابل کی د بوش په څیر له تشدد څخه کار مه اخلۍ او د مهاتما ګاندي په څیر د عدم تشدد سياست غوره کړی.