
افغانستان په جګړه او مخدره توکو مشهور دی. افغانان يعنې د پوډرو کاروباريان يا وسله پر غاړه جګړه ماران. موږ بل هېڅ ملي تشخص نه درلوده چې بهرنيان مو پرې وپېژني. د امريکا د بهرنيو چارو نوې وزيرې مېرمن کلنټن افغانستان نارکوسټېټ (د مخدراتو حکومت) وباله نو په همدې دليل يې افغانان نارکوستيزنس (د مخدراتو اتباع) بللي دي.
يوه معجزه :
له نارکوستيت (افغانستان) څخه يوه معجزه هم را پورته شوه او هغه ددغه هېواد د کرکټ د اتلانو پرله پسې برياليتوبونه وو، چې نړيوال يې هک پک کړل، د وچې ډودۍ او سوړسکو نسل، د محروميتونو او مهاجرتو نسل، د راکټونو او ماشينګڼو نسل دا هم کولای شي، چې په نړيوالو لوبو کې د معجرې تر حده برياليتوب وګټي. او خپل هېواد ته نوی هويت وبښي.
اوس افغانستان د مخدره توکو او جګړه مارۍ ترڅنګ په نړيواله کچه د کرکټ د اتل په نوم هم پېژندل کېږي. ايله په ايله، يو ښه شهرت ،خو ددغه ښه نوم ګټونکيو څه ترلاسه کړل؟هېڅ.
نارکوپاور (د مخدراتو ځواک) چې پښتون ضد سياست يې علني شعار دی، ددغو اتلانو مخ ته له خنډونو پرته بل هېڅ نه دي ايښي او هغه هم په دې جرم چې دوی د افغانستان په پښتني ټبر پورې اړه لري او په اصطلاح افغانان دي نه افغانستانيان!
ځکه که دوی افغانستانيان وای نو بيا خو به يې د هرکلي لپاره د ولسمشر د مرستيال تر مشرۍ لاندې ( ستا د پذيرايي از ...) جوړيده او د کورونو، ډالرو او نازونو به پرې باران وو.
د کرکټ ملي لوبډله چې دا ځل بهر ته تلله د کابل هوايي ډګر کې په درېيمه درجه تمځای کې ناست وو او داسې سپکاوی يې کېده لکه هېڅ چې ددې هېواد نه وي.
دکرکټ ملي لوبډله په بهر کې د اوسيدو د کوټې کرايه نه لري او د لوبو جامې کوم چا ورته خيرات ورکړي دي.
د کرکټ ملي لوبډله په خپل هېواد کې د مياشتې اته سوه افغانۍ معاش لري او په خاورو کې تمرين کوي. حال دا چې د يوه بل ښاغلي د بزکشۍ آسونه هر سهار د ۲۵۰۰ډالرو معادل کيلې او هګۍ خوري واه! دغه دی عدالت!!!
که نارکو ګورنمنت له دوی سره مرسته وکړي نو بيا خو به پرې د ملي وحدت د ماتوونکي تور ولګېږي او څوک به ورته ووايي چې خپل پښتانه نازوي، نو ورک يې کړه بلا ورپسې.
خدايه!
ته عادل يې!
يا خو د عدالت هدايت ورته وکړه
او يا يې په خير سره داسې نسکور کړه ،چې افغانستان يې بيا د نسکوريدو ټس ونه وينې، يعنې په ديموکراتيکه او سوله ييزه فضا کې يې په يوه عادل حکومت بدل کړه. آمين