پښتانه ، ايران او افغانستان

دښکيلاک دعصر يوه مشهوره نومونه ( دځمکې پر سر دوزخيان ) وه چې ښکيل شويو او مظلوموقومونو او  ولسونو ته به کارول کيده ، ديرش کلونه کيږي چې  پښتانه دمظلوم ملت په توګه  ځورول کيږي او داتير پنځه  شپږ کاله خو دځمکې دسر دوزخيان هم ورته ويلی شو .
خو له کومو لوريو ؟
۱-  دپښتنو عذاب  د پښتنو له لاسه !
دپښتنو لومړني ښکيلاګر او پردوی ظالمان پخپله پښتانه دي ! هغه پښتانه چې خپل ښوونځي ورانوي   ، هغه پښتانه چې خپل کتابونه سوزوي ، خپل ښوونکي وژني  او دمعارف بنسټونه  ړنګوي ، هغه پښتانه چې خپل ماشومان ښوونځي او پوهنځي  ته  نه  پريږدي  او دمدني ژوند مخالف دي .
پښتانه دسياسي  اواستخباراتي لوبو له امله وژل کيږي  ، طالبان هغه ډله ده چې تر ټولو ډير پښتانه يې  ووژل  او  داد پښتنو پر ضد دسيمه ييزې  استخباراتي لوبې يوه برخه ده ، يو خو دپښتنو په وژلو دوی  تماموي او له  بلې خوا نړۍ ته دوی وحشي ، بې رحمه او قاتلان معرفي کوي.
دافغانستان  دواک پر کړيو ناست  پښتانه هم  تر طالبانو کم نه دي يا دمحافظه کارۍ او قدرت  ساتنې لپاره او يا هم دمضر احتياط له امله په داسې سياسي لوبو ورګډيږي چې دهغو له امله دپښتنو سټه ووته  دافغانستان حکومت  ونه شو کړای دامريکايانو د ټوپکو خولې دپښتنو له سينو څخه  واړوي ، امريکا يې پوځونو ډيرپښتانه  دطالب  په نامه ووژل حال داچې په هغو کې ښځې ماشومان او سپين ږيري پښتانه  شامل وو،
تر ډيورنډ ها خوا پښتانه هم  په خپلو وينو کې رنګ دي د (ISI) لويه  اجنډا دقبايلو تباهي ده ، پنجابيان چې دپاکستان  پر  واک يې قبضه کړې په دې پوهيږی چې پښتون يې سياسي دښمن دی ، نو که له کرښې دا خوا وي که  ها خوا بس وژل کيږي دې .
نو دپوځ ، امريکايې الوتکو او طالبانو دټوپکو خولې يې دپښتنو په  لوري کږې کړي  او ښه  بې دريغه يې وژني .
۲-  دپښتنو عذاب دافغانستانيانو له خوا :
افغانستانيان دافغانستان هغه اوسيدونکي دي چې ايراني او تاجکستاني تذکرې لري او نه غواړي دافغان په نامه ياد شي خو اوسيږي په افغانستان کې او واک چلوي ، دوی کله  دانشګاه هنګامه کړي او کله زايشګاه بس  ذهنونه مصروف کړي  او په خپله غلاوې وکړي او سياسي ګټې واخلي  افغانستانيانو ديوې منظمې اجنډا له مخې چې له ايرانه يې راوړې ، لومړی کوچيان له خپلو څړځايونو څخه راوګرځول او ددوی طبيعي حق يې ورڅخه واخيست ، دهزاره جات ډرامه دهمدې لپاره جوړه شوې وه ، په دوهم قدم کې يې دتخار دخواجه بهاالدين  پښتانه کډوال زندان ته واستول او ځمکې ترې غصب کړې او دادی اوس يې دسرپل داسحاق زيو پښتنو ځمکې لاندې کړي .
داپلان به همداسې روان وی څو پښتانه  له ټول افغانستان څخه وباسي ، هغه وخت به ددې هيواد نوم هم بدل کړي او ستمستان به يې  ونوموي .
افغانستانيانو دايراني قونسلګريو په مرسته ځينې تش په نامه پښتانه هم اخيستي   او هلته  او دلته دملي څيرو پر ضد دسيسې جوړوي چې يوه بيلګه يې  داسماعيل يون پر وړاندې ليکنه ده .
په هر صورت افغانستانيان چې هر څه کوي بيا يې هم دپښتنو دبې غورۍ له امله کوي .
۳-  دپښتنو عذاب دايران له خوا :
ايران دپښتنو بلکې دافغانانو تاريخي دښمن دی ، چې دسيمې له سياسي او پوځي ستونزو څخه يې ښه ګټه پورته کړه ، په دې ټوله موده  کې  يې دخپلو فرهنګي لاسوهنو آس دومره چاغ کړ چې اوس ايراني قونسلان په افغانستان کې ناست دي او حکومت کوي ، تاسو به  روهي  ويب پاڼه کې دښاغلي اتل ليکنه لوستې وي ، چې دهرات پيښه بيانوي ، هلته دايران قونسل پر پښتو ليکلو ، ويلو او  يادولو بنديز لګولی  او خلک ګواښي .
واه پښتنو له دې به هم زبون شئ!!!!!
افغانستانيان نارې وهي چې مونږ ايرانيان  يو ، او زموږ  فرهنګي پنډتان چې دحکومت څوکۍ يې دفرهنګ په نامه اشغال کړي ورته چکچکې وهي .
ايران دسپنتا په غاړه کې زنځير اچولی او لکه دبيزو يې دسه کشور همزبان ډول ته  ګډوي ، تاجکستان بيا هم له افغانستان څخه غيرتي دی ، هيڅکله په دومره سخاوتمند ۍ  دايران په غيږ کې نه ورغورځي ، دادسه کشور همزبان ډنډورې، دګډ تلويزيون جوړول  فرهنګي يرغل او نور  کار دی ، نه  داچې خلک دموچي په  تار حلال کړي  او يا پښتانه مزدوران   په دې او هغه نامه له  يوه سره ووژني .
لنډه  داچې پښتانه دنړيوالې دسيسې ښکار شوي دي او دځمکې پر سر دوزخيان دي خو توپير يې  له تيرو ښکيلاک شويو ولسونو سره  دادی چې هغوی نورو ښکيل کړي وو ، خو پښتنو په  لوی لاس ا وله خپلې ناپوهۍ څخه ښکيل شول .
داماته بيړۍ به ډير ژر ډوبه شي
مونږ خپلې غاړې خلاصې کړې