دتخار فاجعه د افغانستان د تباهۍ یوه بله هڅه


وايي : « هیندو یې په سر وواهه .... » روسانو له ګرجستان سره دخپلې لانجې بدل په افغانستان کې واخیست . خبره دلته ده ، چې هغه مهال ، چې روسان له ګرجستان سره په جګړه بوخت وو ، امريکا له موقع څخه استفاده وکړه او په اروپا کې یې د توغندیو دفاعي سيستم بشپړ کړ ، د روسانو ، چې ورته پام شو  نو په غوسه یې وویل : چې دوی به ددې په ځواب کې تر ديپلوماسۍ ورهاخوا اقدامات وکړي او هر ځای به امريکايي ګټو ته تاوان ورپېښ کړي ، داسې ښکاري ، چې د دوی اول ډز په افغانستان کې و ، ځکه روسان  لا له مخکې په افغانستان کې خپل تالي څټي لري ، په اصطلاح ملي جبهه ( پخوانۍ شمالی ټلواله ) خو تیاره ورته لاس په نامه ده ، روسانو له خپل بل سیمه یيز متحد ازبکستان  سره هم استخباراتي اړیکي ټينګ کړل او په افغانستان کې يې د ستونزو راپيدا کولو هڅه  وکړه ، ازبکستان او مسکو دجنرال دوستم او قاضي کبیر په څېر غلامان لري ،چې هرکله یې د افغانستان د دولت ، خلکو او نړيوالې ټولنې په سر کې امريکايي ګټو په ضد یې کاروي .
په تخار کې دراستانه شوو پښتنو ملکيتونه غصبول ، دهغوی بې ګناه بندیانول اود ښځو اوماشومانو مرګ ته رسول دهمدې حالت او سیاست زیږنده ده . دوستم او قاضي کبیر له پخوا څخه غواړي ، چې افغانستان تجزیه کړي دغه بدنامه ازبک مليشه دافغانستان ازبکان قومي دښمنۍ ته هڅوي او که نه دسلګونو کلونو په اوږدو کې چې ازبکان له آمو سينده رامهاجر شوي دي له نورو افغانانو سره په دوستۍ کې ژوند کوي خونن يې قاضي کبیر او دوستم د روسانو او ازبکستان په امر دې ته هڅوي ، چې د افغانستان دخلکو ملکيتونه غصب کړي او ملي نفاق ته لمن ووهي .
دا ټول دافغانستان دمصلحت بین حکومت دمضر احتياط نتیجه ده که دغه زبون حکومت دهزاره جات په قضیه کې  عادلانه او جدي برخورد کړی وی او د قانون په رڼا کې يې دکوچانو حق تآمين کړی وای دا پېښه به نه رامنځته کیده ، « دا د پټي سر دی پټی بېرته سورور دی ! » .
داخو دايران ، ازبکستان او روسانو دنخرو پيل دی ، دوی که وليدل ، چې زهر يې کار کوي او نن یې کوچيان له خپلو څړځایونو وشړل او سبا یې په تخار کې ځايي پښتانه  له خپلو ځمکو څخه محروم کړل سباته به دننګرهار ، پکتيا او کندهار پر ځمکو هم دعوه وکړي ، بیا نو ورته ټينګ شه !
که د روسانو ، ايرانيانو او ازبکستان داسې مداخلې رواني وې نو امريکايان او نور انډيوالان به خپل پتلونونه هم ورته پريږدي ، بیا به نه قره قل پاتې وي او نه چپنه .
 شيعه تنظيمونه  ، جنرال دوستم او سقاویان به حکومت کوي ،پښتانه ، خو هسې هم پردې  ځمکه د ژوند حق نه لري .
خدای مو مل شه دځمکې پر سر دوزخيانو پښتنو !