اسلام ته راستنېدل (۲)

لیکنه : ابو الحسن ندوی
ژباړه: عبدالرحمن فرقانی
خو دا امت د يوه لوړ او سپيڅلي هدف لپاره پيدا شو، چې بشريت د يوې اوږدې مودې لپاره ورنه محروم ؤ، او د نورو پيغمبرانوامتونو هيرکړی ؤ، يعني هغه څه چې الله تعالی په قرانکريم کې نوموړي امت ته خطاب کړی سورت آل عمران،ژباړه: تاسې غوره امت ياست، چې د انسانانو د لارښونې لپاره پيدا شوي ياست، تر څو هغوی ښه کارونو ته راوبولئ او له ناوړه کارونو يې منعه کړئ او په الله تعالی ايمان راوړئ.
پورتنی مبارک آيت رسوي او ټينګار کوي، چې دا امت د دښتې د ونې په څېر بې ريښې ونه نه ده، چې وچه شي، بلکې داسې امت دی، چې الله تعالی د دېر لوړ او سپيڅلي هدف او مقصد لپاره ګمارلی دی. د دې امت ظهور د نورو ټولو امتونو په څېر يوازې د خپل ځان لپاره نه ؤ، بلکې د ټول بشريت د ګټې او مصلحت لپاره صحنې ته راغی، دا هغه څه دي، چې دا امت په تاريخ کې بې ساره کوي، ټول ملتونه د خپلو موخو او غرضونو زېږنده دي او د خيټې او شهوت بنديوان او په دې موخه ژوند کوي، او په دې لاره کې مريي. خو يوازې اسلامی امت د ټول بشريت د لارښونې لپاره ګمارل شوی، تر څو خلک ښې لارې ته را وبولي او له بدې لارې يې و ژغوري، په الله تعالی ايمان راوړي او د هغه تعالی په لار کې جهاد او مبارزه وکړي.
کوم مهال چې د دې امت ځوانان د جزيره العرب په زړه کې د مکې مکرمې په پاکه خاوره کې را څرګند شول، د قريش مشرانو او مخورو چې د خپل هېواد چارې يې په لاس کې وې، په لټه کې شول او نوموړې نوې ښکارنده يې د خپلو مقياسونو او اټکلونو په واسطه و ارزوله، او په هغه تله کې چې تر دې وړاندې به يې په کې سود خواره تلل او د دوی سپکوالی او کموالی به يې په کې مونده، نوموړی امت هم و ازاوه او وتاله، او په دې موخه د بشريت لومړني مسلمان حضرت محمد صلی الله عليه وسلم حضور ته ورغلل، د دوی وياند و ويل: ( ته چې په خپل ملت کې دې دا ټوله غوغا پورته کړې ده، يووالی دې يې له منځه وړی، او باورونه يې دې ناوړه بللي، او معبودونه او دينونه يې دې نه دي منلي، او په تېرو نيکونو يې کافر شوی يې.
اوس غوږ و نيسه!، تر څو زه څه درته وړاندې کړم، کېدای شي يو له دې څخه و منې: د الله تعالی پيغمبر وويل: ((اې ابو الوليده !! ووايه .. چې وګورم هغه څه دي؟))، هغه وويل: (( وراره!، که د دې کار څخه ستا موخه او هدف مال او ثروت وي، موږ به د خپلو شتمنيو څخه دومره مال او ثروت درته ټول کوو، چې تر موږ ټولو به ته شتمن شې، او که مقام او شهرت غواړې، موږ به تا خپل مشر او مخور کوو، او هيڅ کار به دې تاسې له اجازې پرته نه تر سره کوو، او که پادشاهي او ولسمشري غواړې، موږ به تاسې خپل پادشاه او مشر کوو. ))
د الله تعالی پيغمبر دا ټول وړانديزونه په ځيرتيا سره واورېدل، او له زړه نازړه توب او ځنډ پرته يې په پريکنده ډول رد کړل، ځکه دا وړانديزونه يوازې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته نه بلکې دا وړانديزنه ټول امت ته متوجه وو، چې دی يې استازی او لارښود ؤ، او کوم ځواب چې پيغمبر صلی الله عليه وسلم قريشو ته ورکړ، هغه يوازې د محمد صلی الله عليه وسلم له اړخه نه ؤ، بلکې د تل لپاره د ټول امت ځواب ؤ.
قريشو په همدغه مباحثه باندې بسنه وکړه، او د دې امت سره د مجادلې څخه نا هيله شول، او بيا يې هيڅکله په ډاګه رسول الله صلی الله عليه وسلم او نوموړي امت ته وړانديز و نه کړ، او بلکل يې له دغه امت څخه هيله پرې شوه.
تر دې وروسته د دوی تر منځ يوه اوږده منازعه او پرله پسې کړکيچ را منځ ته شو، خو ياده دې وي، چې د دوی تر منځ کړکيچ د مادي غرضونو، د خيټې شهوت، پر بازارونو د واکمني پر سره نه بلکې د اسلام او جاهليت تر منځ کړکيچ ؤ، د يوه داسې ژوندانه چې سر تر پايه د الله تعالی او د هغه تعالی د پيغمبر په وړاندې اطاعت او انقياد دی او يوه داسې بې بند باره ژوندانه تر منځ چې د قيامت د ورځې د حساب او کتاب څخه بې پرواه شوی ؤ، کړکيچ ؤ، او په پای کې نوموړی کړکيچ د بدر په جګړه واوښت... نور بيا
Forqani_604@hotmail.com