
لیک: بادام ظریفي (فقیر)
اتفاق په پښتانه کې پيدا
نه شي که نه ما به د مغل ګریوان پاره کړ
حضرت خوشحال خان خټک بابا
څلور پيړۍ پخوا، کله چې د مغلو سره په ملي مبارزه بوخت ؤ، نو د پښتنو د بې اتفاقۍ
څخه يې سرټکولای دی او د پښتنو په بدبختۍ ژړیدلی دی، ځکه هغه ویلي چې:
د افغان په ننګ مې وتړله
توره ننګیالی د زمانې (خوشحال خټک) یم
د شرق نابغه سیدجمال الدین افغان وايي: ماچې هر څومره څیړنه وکړه، دې
پایلې ته رسیدلی یم چې افغانانوپه یوه خبره اتفاق کړی چې، اتفاق به نه کوو.
فخر افغان خان عبدالغفار
خان «پاچا خان» به همیشه ویلې چې پښتون دی، توپ ته ټینګیږي، بم ته ټینګیدای شي، خو
څوکۍ او پيسو ته نه شي ټینګیدلی.
د اشيا په زړه کې د
زرګونه کلونو راپه دېخوا د هندوکش د غرونو د سلسلې په لمنو کې یو قوم میشت دی، چې
دې قوم ته افغان یا پښتون ویل کیږي، افغان او پښتون د یو کاغذ دوه مخونه دي خو په
واقعیت کې کاغذ هماغه کاغذ دی؛ د انساني تاریخ د اوږد بهیر د جریان په ټوله نړۍ کې
کې د میلاد څخه درې زره کاله مخکې د لومړي ځل لپاره د ټولنیز ژوند د تنظیم چوکاټ د
(یما) په مشرۍ په همدې سیمه، همدې خاوره، او همدې ټاټوبي کې، د هغه وخت بخدي اوسني
(بلخ کې یې بنسټ ایښودل شوی دی؛ دا وروسته ده چې دلته آریایان وسیدل، وکوچیدل خو
هغه څوک چې دلته پاتې شول هغه ته افغانان وویل شول او د افغان معنی ده نه تلونکی
او دې نه تلونکي خلکو ژبه پښتو ده چې د وخت په تیریدو يې اوسنۍ رسمي او رواجي بڼه
نیولې ده، دا چې د دې سیمې جیوپولیتیک او ستراتيژیک موقعیت داسې دی چې هر وخت
پلوسیدونکی، ښکیلاکي او زبيښاکي قوتونو په کراتو مراتو یرغلونه کړي دي، چې دلته يې
بقیا پاتې شوي چې هزاره ګان هم د مغلو بقیا دي چې افغانانو د یو اقلیت قوم په حیص
منلی دی خو مذهبي رنګ يې له ایرانه، اخیستی دی، مطلب هزاره ګان په نسل مغل او اهل
تشیع دي، همداشان تاجکان، ازبکان او په دې هیواد کې ټول ورونه قومونه افغانان دي،
ټول یو ملت او یو ملیت دی، ځکه چې ملت تعریف داسې کیږي: هغه وګړي چې په یو جغرافیي
موقعیت کې میشت وي چې شریک تاریخ کلتور او ګډ اقتصاد ولري، یو ملت دی او د یو ملت
مادي او معنوي اشتراک ته ملیت ویل کیږي.
د ۱۳۵۷ کال پورې دا ملت په همدې
صفتونو ګډ د مینې، محبت، پيرزوینې او د ورورۍ ژوند يې کاوه، هزاره ګانو به ویل:
اوغو، تاجک و هزاره همه
براری منی خداوند یاری منی
روسانو چې کله خپله ماتې
ولیدله نو په دې واحد او تاریخي ملت کې يې د نفاق تخم وکره او د ملیتونو ټکی يې
راوویست، تاجک ملیت، ازبک ملیت، هزاره ملیت، پښتون ملیت او داسې نور…… هغه د ملي
یووالي ښیرازه يې ونړوله، له بلې خوا د ملت اکثریت د اسلام په نوم جهاد ته دوام
ورکړ، او پاکستان واحد اسلام او واحد لت په اوو (۷) تنظیمونو وویشه، له بلې خوا ایران هزاره ګان په
اتو (۸) ډلو وویشل او ملي روحیه
ووژل شوه، کله چې په ۱۳۷۱ کال کې د یوې نړیوالې توطیې په شکل کې د (I.S.I)
په کامل واک د نواز شریف په هدایت د افغانستان لپاره د افغانستان حکومت جوړ کړ، د
دوو میاشتو لپاره يې حضرت صبغت الله مجددي او د څلورو میاشتو لپاره يې استاد برهان
الدین رباني د (بې واکه) مشرانو په توګه وټاکل، اردو يې ړنګه کړه چې بیا وروسته
نواز شریف په ډیر افتخار په پنجاب کې بیانیه ورکړه چې ویل يې: (( بهایو ! می نی
افغانستان بی ثبات کردیا، اُس کا هماری پرانی دشمن افغان فوج نی تارو مار کردیا.
پنجابوالو! اُس کا فتح مبارک باد))
نواز شریف په ډیر افتخار
په لاهور کې دا اعلان وکړ چې ما افغانستان بې ثبات او اردو مې ورته ړنګه کړه، تر
هغه وروسته يې د ټانکونو، توپونو، الوتکو او نورو وسپنو پسې برقي ارې او
جنراتورونه راواستول او په ټول هیواد کې د خپل وسې پورې وسپنه پرې نښوده او خپلو
کارخانو ته يې انتقال کړه.
زه (لیکوال) همیشه لپاره
په یوه خبره فکر کوم چې ماته په ۱۳۵۸ ګتل ګې په پيښور کې یو پاکستاني مومند کړیوه ، هغه ویل: زه به د
افغانستان په ازادۍ کې ډیر مالدار او سرمایه دار شم، ماترې پوښتنه وکړه چې څنګه؟ ،
هغه وویل : افغانان به خپلو کې په چوکۍ او اقتدار په جنګ شي او غټو شوړو پسې به
ګرځې او زه به د غریبو خلکو نه ارزانه کباړ اخلم او په یو کال کې به دومره پيسې وګټم
چې ټول عمر به مې بۍ وي اوس هم ورسره دعا سلام کوم چې د ډیرو شتو خاوند دی.
د کابل د ورانولو لپاره
ایران او پاکستان شریک پلان درلود، ځکه خو يې په کابل کې قومي او تنظیمي جنګونه
پيل کړل هزاره ګانو د پښتنو په سرونو کې میخونه ټکوهل، رقص مرده يې پرې و ازمايه
او سینه پلاونه يې وخوړل او بالاخیره کابل وران شو، ۶۵ زره بې ګناه او بې دفاع افغانان په کې شهیدان شول
او اوس عملاً د کابل په ښار کې پخوانۍ همغږي نشته، لویدیځ هزاره ګانو نیولی دی،
شمالي برخه تاجکانو سره ده، مرکزي برخه د ازبکو، تاجکو او نورو شریکه ده، چې یو بل
يې جذب کړي او ختیځه برخه (بلی حصار، بګرامۍ او احمدشاه بابا «ارزان قیمت») کې
پښتانه میشت شوي دي.
د کورني جنګ په تاوده
دوران کې هزاره ګان چې ټول هزاره تنظیمونه په یو واحد غږ چې مزاری يې مشر و د وحدت
اسلامي په نوم يې ګډ هدف وټاکه چې خپل نسل به زیاتوي، خپل حقوق به غواړي او ځوان
نسل به تعلیمیافته کوي، په ظاهره به د پښتنو سره وروري کوي خو د پښتنو د دښمنۍ څخه
به لاس نه اخلي؛ ایران سره په مشوره يې د کابل په دیوالونو ولیکل چې:
اوغو و هزاره باهم براره
دشمن ما شورای نظاره
د طالبانو په راتګ يې
شاته تګ وکړ خو په عملي ډول يې خپل هدف ته ځان رسول پیل کړل، سیغه اي وارونه يې
پیل کړل. په هزاره ګانو کې داسې ښځې شته چې میړونه يې نشته خو اولادونه يې شته، د
طالبانو د ماتې وروسته يې په اشتراکي نظام کې چې د کرزي په مشرۍ جوړ شوی په موقته،
انتقالي او انتخابي دریواړو دورو کې شریک او زورواکي دي مثال يې استاد کریم خلیلي
دی چې د ولسمشر مرستیال دی، د هزاره ګانو په خلاص مټ او زور یې په هیواد کې سر
زوري پيل کړې،او د ایران د کلتوري یرغل کې دوي شریک او برلاسي دي، ښه بیلګه يې د
کابل پوهنتون اوسنی بحران دی چې په سوونو استادان او په زرګونو محصلین (زدکړیالان)
د یوې میاشتې راهسې په اعتصاب بوخت دي، خو دولت پرې غوږ هم نه ګروي، خو د شپږو تنو
هزاره ګانو اعتصاب دولت او شورا ټوله ولړزوله، پخوا وختونو کې به هزاره ګانو د
محرم ورځې په خپلو تکیه خانو کې خپل مذهبي مراسم پرځای کول، سنیان به هم ورتلل خو
دا څو کاله يې ټول افغانان شاهدان دي چې د کابل ښار کې دومره تورې ټوټې لږول شوې
وي چې خپل مذهبي شعارونه يې پرې لیکلي وي داسې فکر کیږي چې د کابل ټول اوسیدونکي
به شیعه ګان وي، بله سرزوري او لویه بدبختي خو يې دا ده،چې د امام خمیني تلینونه
يې په داسې شاندارو مراسمو ولمانځل چې تابه ویل خمیني د افغانستان لوي رهبر وي.
د دای کوندی ولسوالي يې
په ولایت بدله او هلته يې پکې دویم هلاکو (حکیم شجاعي) د پښتنو د وژلو لپاره
ګمارلی دی، د یو سلو شلو پښتنو قاتل چې کورنیو چارو وزیر يې هم د نیولو وعده کړېوه
او ویلې وو چې موږ شجاعي ته ډیر نږدې شوي یو خو هغه د خلیلي صیب په مهمانخانه کې
ناست ؤ، په بهسودو ولسوالۍ کې کوچیان د خپلو ځمکو او جایدادونو نه وشړل شول او اوس
خو لا په رسنیو کې دا خبرونه هم راځي چې شجاعي (دویم هلاکو) د ارزګان په کوم کلي
قبضه کړې او پښتانه يې له کلي ویستلي دي، زه په پښتنو غږ کوم، هغه پښتانه چې لوړې
زده کړې يې کړې دي، هغه پښتانه چې په ځان حساب کوي، هغه پښتانه چې د رهبرۍ دعوه
کوي او هغه پښتانه چې مدني تولنو دعوه کوي؛ غږ کوم او یو د سترګو لیدلی حال ورته
وایم، کیدای شي دا کس چې زه يې کیسه کوم ډیرو به په پيښور کې لیدلی وي چې اکثره
وخت به په هشنغرۍ او فردوس بازارونو کې ؤ، ښه جګه قوله لونګی به يې په سر وه،
ښایسته پاکې جامې به يې اغوستې وې، ښه سور سپین سړی ؤ، په سړیتوب به ګرځیده، خو
دماغي حالت يې خراب ؤ. ځینو خلکو پيژنده نو په قرار به يې یوه څپيړه ورکړه، ورته
به را تاو شو او وبه يې ویل چې ګوزار رانه کړې، زه دوه سوه ټوپک لرم او څلور سوه
سړي لرم بل به د بل خوا څپيړه ورکړه،هغه ته به يې مخ ورواړوه، ګوره اۍ هۍ بل ګوزار
ونه کړې زه څلور سوه سړي لرم او دوه سوه ټوپک لرم، نو مونږ هم وایو چې اکثریت یو،
دا وطن زمونږ دی خو په اکثریت ک اقلیت کیږو، په خپل وطن کې بې کوره یو، په خپلو
شتو کې غریبان یو، بې وسه یو، بې واکه یو او هرڅه هرڅه یو……
مولوي خالص به ویلې خدایه
ځینو کسانو ته مو بې حکمیاره مه کړې، که حکمتیار غږ نه اوري نو یو بل امیر
عبدالرحمن خان ته ضرورت دی، په پای کې د بیټ نیکه د دعا په ځمکه کې چې:
لویه خدایه، لویه خدایه
ستا په مینه په هر ځایه
غر ولاړ دی درناوۍ کې
ټوله ژوي په زارۍ کې
…………او
دلته دي د غرو لمنې زمونږ
کیږدۍ دي په کې پلنې
دا وګړي ډیر کړې خدایه
لویه خدایه، لویه خدایه
د بیټ نیکه دا سوال خدای
قبول کړی دی، وګړي ډیر شوي دي خو نیمګړی سوال؛ نه په کې علم شته، نه په کې اتفاق
شته او نه په خیټه ماړه دي او نه د ښه ژوند خاوندان دي په دې حالاتو کې دي:
لویه خدایه، لویه خدایه
ستا په مینه په هر ځایه
غر ولاړ دی درناوۍ کې ــ
سیند بهیږي په تادۍ کې ــ هر انسان ته وايي وایه ـــ لویه خدایه لویه خدایه
د پښتون د شپانه ګډې ــ
شولې ټولې ګډې وډې ـــ ورته سمه لار ورښايه ــ لویه خدایه، لویه خدایه
ترې چاپیره شرمښان دي ــ
تري تاو شوي قصابان دي ــ ته پرې خپل کرم فرمایه ــ لویه خدایه، لویه خدایه
شل او ګوډ دي هم ګونګی دی
ــ بې زبانه دي چاړي دي ــ خپله ژبه ورته ښاره ــ لویه خدایه، لویه خدایه
ستا خدايي کې په بدحال دي
ــ نن په خپل کور کې کډوال دي ــ رحم رحم رهنمايه ــ لویه خدایه، لویه خدایه
قافله يې لټ په لټه ــ
ترې نه لاره ده غلطه ــ ورته خپله لاره ښایه ــ لویه خدایه ، لویه خدایه
لیک: بادام ظریفي (فقیر)