د حکومت د سولي هڅي یوازې شعار وو ؟



په قطر کې د افغان طالبانو د اسلامي امارت  ددفتر له پرانیستل کیدو سره د افغان حکومت دننه او له حکومت څخه بهر د یو شمېر کړیو غبرګونونو وښودله چې دوی یوازې د ژبو په سرونو د خپلو شخصي ګټو او په خپلو څوکیو باندې د پاتې کیدلو له امله یوازې د سولي کلمه د شعار په بڼه استعمالوله او له دغي لاري یوازې او یوازې د نړیوالو مرستندویو ټولنو څخه يې په میلونونو امریکایې ډالر ترلاسه کول چې په دغه چاره کې تر یو بریده پورې بریالي هم شول ځینو یوازې د سولي په نامه په اخېستوونکو پیسو باندې په پلازمینه کابل او دوبۍ کې یو شمېر ښاغلو اسمان څکۍ ودانۍ  جوړي کړي او ځینو ښاغلو پرې خپل پخواني مړه ګوندونه را ژوندي کړل او د پلازمینې کابل په ګډون په ټول هېواد کې دفترونه پرانیستل چې د سولي ددفترونو تر څنګ ددغه ګوندونو ددفترونو لګښت هم د سولي پروژي ته له ورکړل شوو پیسو څخه ورکول کېږي.
نو په قطر کې د طالبانو اسلامي امارت دفتر پرانیستل کیدو سره د افغان دولت دننه او بهر کړۍ دومره په قهر کې شوي چې نوموړی دفتر یې د افغانستان له حکومت سره موازي دفتر وباله او زیاته یې کړه طالبان به له دغه دفتره له نړیوالو سره خپلي اړیکي خوږي کړي، نو په مختلفو بهانو سره خپل غبرګونونه راپورته کړل چا ويل د اسلامي امارت نوم لوحه او جنډه باید ددغه دفتر له سره را کوزه شي ځکه دا د سولي له هڅو سره په ټکړ کې ده، چا ویل ددغه دفتر پرانیستل کیدل د افغانستان د ویشلو په مانا دی، چا ویل دا نړیوالو دسیسه ده خو په بیلابیلو نومونو د طالبانو ددفتر پر وړاندي خنډونه راپورته شول چې وسلوال طالبان بېرته په افغانستان کې له سولي کولو څخه په شا شي او پر دوی د سولي له برکته په وریدلو ډالرو او په خپلو څوکیو کې د پاتې کیدو له امله خنډونه رامنځ ته نشي.
که څه هم په قطر کې د طالبانو استازو په خپلو لومړنیو خبرو کې روښانه کړه چې دوی په افغانستان کې د واک د انحصار په لټه کې نه دی بلکي دوی غواړی هېواد له نیواک ګرو خلاص او یو داسي حکومت رامنځ ته شي کوم چې ټولو خواو او نړیوالو ته د منلو وړ وي خو په افغانستان کې د سولي په رامنځ ته کیدو سره دواک پر ګدۍ ناس ښاغلي ویره لري چې پر دوی به له یوې خوا د امریکایې ډالرو باران ودرېږي کوم چې پر دوی د افغان وژنې له امله ورېږي ځکه د دوی سلفو هم تر دوی وړاندي خپلو امریکایې بادرانو ته ویلې ول چې درانده درانده بمونه پرې را وغورځوی چې ووژل شي نو دوی چېرته په افغانستان کې سوله غواړي.
وسلوال طالبانو چې یوازي د ټوپک شپیلۍ پېژنده او یوازې د ټوپک په زور په افغانستان کې حکومت ته ځانونه رسولو هڅی کولي او په همدی وجه یې دا دولس کاله وسلواله مبارزه وکړه چې په ترڅ کې زموږ د هېواد رییښتني مشران او هېوادوال په یو نوم او بل نوم له تیغه تیر کړل نو دوی چې اوسمهال په افغانستان کې د سولي هڅو ته شین څیراغ لګولي او په قطر کې دفتر ورته پرانیسته چې د افغان حکومت په ګډون له ټولو ښکیلو خواو سره د سولي خبری پرمخ یوسی او تر دی وړاندی د برحال حکومت مسولینو او ولسمشر کرزی ویل ملاعمره ادرس دی راوښيه چې درشم چې په هېواد کې افغان وژنه بنده شي نو اوسمهال یې چې یو ادرس معلوم شو نو بیا ولي همدغه برحال حکومت یې مخالفت کوی نو که ددفتر پرانیستل کیدو اجازه مو ورکړي وي نو بیا ولي په معمولي او وړو مضوعاتو چې هغه د اسلامی امارت لوحه او جنډه ده دومره وقهریدی لومړی به مو خبری پیل کړی وي او وروسته له خبرو کولو به مو دغه وړاندیزونه ورته په نرمه ژبه ویلي چې موږ یو هېواد او یوه جنډه لرو نو شاید طالبانو منلی ول خو اوس مهال شاید اوبه له ورخه تیري شوي وي او طالبان شاید هم یو شمېر شرطونه او وړاندیزونه وکړي چې هغه د نړیوالي ټولني او افغان حکومت په واک کې نه وي او سولي ته د رسیدو لومړني هڅي به په نطفه کې شنډي او په افغانستان کې ناامني به نوره هم پراخه شي.
ځکه د افغان دولت او ددولت د سیاسي اپوزسیون له غبرګونونو څخه په ډاګه معلومېږي چې دوی په افغانستان کې د سولي لیواله نه دي او دوی په هیڅ صورت سره خپلو موقفونو ورکولو ته تیار نه دي ځکه دا وطن خو دوی ته په میراث پاتې دی او بل څوک یې حق نلري او که د سولي خبري دا ځلي ناګټي پای ته رسېږي نو زیات مسولیت به یې افغان دولت ته مواجه وي . نو طالبان باید نهیلي نشي او له دغه فرصته د سولي لپاره ګټه پورته کړئ او په خپلو شرطونو کې نرموالي راولي که په رښتیا غواړي په افغانستان کې سوله راشي او پر خپلو خلکو رحم وکړي ځکه نور افغان ولس هم له برحال حکومت د فساد له امله پوزي ته راغلي او د یو بدیل نظام غوښتونکې دي.
نو زما وړاندیز هغو خلکو او په وطن دردمنو ښاغلو ته دا دی چې د خدای په خاطر د سولي لپاره  ددغه فرصت څخه ګټه پورته کړي او په هېواد کې د یوې ریښتني سولي د رامنځ ته کیدو لپاره د زړه له تله هڅی وکړي ترڅو په هېواد کې یو سم سمکي رامنځ ته شي ځکه په دغه وطن کې د خلکو سربېره په غرونو کې مرغان او وحشي حیوانات هم د سولي لیواله دي که پر انسانانو مو د رحم فکر نه وي نو د خدای په خاطر ددې هېواد په غرونو او رغونو رحم وکړي په نباتاتو رحم وکړي او په نورو ژوندیو موجوداتو رحم وکړی ځکه زموږ د انسانانو د ګناه له امله دوی هم په اور کې سوزي او د ځمکي پر سر د ژوند حق لري.