
کوم بحثونه چې په دې ټولګه کې لولئ!، په بېلابېلو مناسبتونو، متفاوتو ځايونو او وختونو، تر ځانګړو ځانګړو سرليکونو لاندې ليکل شوي يا ويل شوي، خوسره له دې کولای شوو، په ټولو کې يوه ګډه انګېزه ومومو، چې نوموړې انګېزه عبارت ده، له: په مسلمانانو کې د ديني احساس را ويښول، په نړيوال رسالت او د ژوندانه پر بنسټ، موخه او ارزښت باندې د دوی داعتماد اعاده کول، د نوموړي رسالت په غاړه اخيستلو لپاره د دوی چمتوکول، د سرګردانه، ځورېدلي او کړېدلي بشريت د رهبرۍ لپاره د يوه واحد مرکز جوړول او د ژوندانه دغه زيان لېدلې بېړۍ، چې چلونکي يې په لوبو بخت او سواره يې په خوب بيده دي، پر مخ بيولو دي.
ما په نوموړو بحثونو او مقالو کې د "اسلامي امت" څخه په عمومي ډول او د "عربي امت" څخه په خاص ډول نوم اخيستی دی، دا سمه ده، چې اسلامي امت هغه ورستنی امت دی، چې د انسانانو د رهبرۍ لپاره غوره شوی دی، او د بشريت لپاره د ورستني رسالت څيښتن دی، خو په پيل کې د اسلام لمر د عربي امت د آسمان په لمن کې راوخوت او تل به ځلېږي، سربېره په دې الله تعالی نوموړی امت د دنيا په ډېر ښه مرکز کې ميشت کړ، تر څو وکولای شي، چې د نړۍ پرمختللی او متمدن بشريت د اسلام د دعوت سره آشنا کړي، او په رهبرۍ او لارښونې يې لاس پورې کړي.
له کومه ځايه، چې نوموړي بحثونه او مقالې په پېلابېلو موضوعګانو او شرايطو کې ليکل شوي دي، په پيل کې مې شک درلود، چې د دوی تر منځ دې يو والی شتون ولري، له همدې کبله کله چې ما ته وړانديز وشو تر څو يې په يوه ټولګه کې خپاره کړم، تر يوه مهاله د دې غوښتنې په منلوکې زړه نا زړه وم، تر څو مې بيا ور باندې غور او فکر وکړ، او ومې ليدل، چې تر منځ يې يو والی او يوه ګډه انګېزه شته ده، او هغه اسلام ته پرله پسې دعوت دی، دلته مې نوموړی وړانديز ومانه او په يوه ټولګه کې مې راټول کړل، او "اسلام ته د راستنېدو" نوم مې پرې کېښود، د الله تعالی څخه غواړم، چې د لوستونکو لپاره يې ګټور وګرځوي، ولاړ زړونه پر خوځښت راولي، مړه زړونه يې په وسيله ژوندي شي، ځکه چې هغه تعالی د هر څه تر سره کولو توان او واک لري.
لومړی فصل
د اسلامي هېوادونو استازو ته وينا
د دهلی کنفرانس، چې د بېلابېلو هېوادونو، ملتونو، پلاوو او ټولنو د استازو څخه متشکل ؤ، د نژادونو، مليتونو او تمدنونو نندارتون ته ورته يو نندارتون ؤ، په پای کې مې وليدل، چې تاسې مسلمانان د نورو ملتونو په منځ کې په بشپړه توګه مشخص او ځانګړي ياست، دا ځانګړتيا د جامو او ظاهري وضعيت له اړخه نه، بلکې په دې موخه چې تاسې د هغه لوی امت استازي ياست، چې تل د ټولو امتونو تر منځ مشخص او ځانګړي پاتې شوی، دی.
نړۍ په تېرو ديارلسو پېړيو کې خپل طبيعي مزل لنډاوه، کلي او ښارونه ټول ودان، لوی مرکزونه د لوړو عمارتونو او ودانيو څخه ډک وو، بشري حرفې او د کسب او ګټو لارې چارې د پراختيا په حال کې وې. بزګري، سوداګري او صنعت د پرمختګ په لار سم شوي وو، په داسې حال کې چې بزګر او سوداګر په خپل کار بخت وو، سوداګريزو کاروانونو د ختيځ او لوېديځ تر منځ تګ راتګ درلود، ټول بازارونه د ټوکو او جامو څخه ډک وو، صنعتګر په خپلو کارونو بخت او دولتونه، حکومتونه او امارتونه د کافي مالونو او وګړو څخه برخمن وو، د هر کار لپاره يو يا څو مناسب وګړو شتون درلود او د ځمکې پر مخ د بشر ټول ډولونه او هر رنګه ژوند او د تمدن هر ډول مظهر ليدل کېده، هيڅ داسې کوم کار نه ؤ، چې بل څوک راشي او تر سره يې کړي، لنډه داچې د ژوندانه پيمانه په بشپړه توګه ( تر خولې پورې ) ډکه شوې وه.
په داسې يوه وضعيت کې په جزيرت العرب کې يو امت راڅرګند شو، د بشر يوه نوي نسل سر راپورته کړ، په کار وه، د هغه مهال خلکو ته دا پوښتنه پېښه شوې وی چې: (( د ځمکې پر مخ د دې ټولو امتونو د شتون سره د نوي نسل د راپېدا کېدو څه اړتيا وه )) ؟.
په دنيا کې د دې امت کار او موخه څه ده؟ که و وايوو، چې نوموړی امت د بزګرۍ او د ځمکې د ودانولو او سمسورولو لپاره را پيدا شو، د" طايف" د بزګرانو، د "يثرب" د کارګرانو او د "فرات" او " نيل " د درو او د "ګنګنا" او "جمنا" د ځمکو د بزګرو د شتون سره سره د يوه بزګر امت د پيداکېدو وړتيا او ځای نه درلود. حقيقت خودا دی، چې د نوموړو بزګرانو ځمکه د جنت په څير پداسې ډول سموسوره شوې وه، چې ترې شودې اوعسل خوټېدل. تر دې هخوا کې مسلمانان يوازې دې بزګرۍ لپاره پيدا کېدل، نو بيا ولې په عراق، مصر او هند کې چې د بزګرۍ له لحاظه ډېر حاصلخېزه هېوادونه دي پيدا نه شول ؟ او ولې د کرنې لپاره په يوه نا مناسبه دښته او بيبان کې پيدا شول؟.
که و وايوو، چې دا امت د سوداګرۍ لپاره راپيدا شو، نو د يثرب يهودان، د شام نبطيان، د مصر قبطيان او د سند سوداګريې د شتون اړتيا له منځه وړي، ځکه دوی د سوداګرۍ مسلک کمال ته رسولی او په نړۍ کې يې پراختيا ورکړې وه، سره له دې که د دوی د راپېدا کېدو موخه په سوداګريز ډګر کې کار کول وای، نو بيا ولې د سوداګريزو کاروانونو په لار پر سراو يا په لويو سوداګريزو بازارونو کې پيدا نه شول؟.
که و وايوو، چې دا امت د صنعت او لاسي کارونو لپاره پيدا شو، واقعيت دا دی، چې د پرمختللو هېوادونو د آهنګرو، صنعتګرو او پېشه ورانو بسنه کوله،
که و وايوو، د د ې امت د پيدايښت څخه موخه دا وه، چې د فارس او روم د امپراتوريو سره نيږدې شي اوافراد يې په نوموړو امپراتوريو کې لوړ لوړ پستونه اشغال اوجګپوري چارواکي شي، ګورو: چې د نوموړو حکومتونو د چارو د سمبالولو لپاره په فارس او شام کې پوره ځايي خلک موجود وو، او نوې دا هڅه په لاره اچول شوې وه، تر څو له خپل چار چاپيره څخه پردي وګړي لېرې کړي. که و وايوو، چې دا امت يوازې يوه سوکاله او پرمختللي ژوندانه ته د لاس رسي لپاره پيدا شو، او ټوله ليوالتيا اوغم يې خوراک او څښاک ؤ، دا خبره هم د شته ملتونو په اړه کومه تازه خبره نه وه، ټول ملتونه په دې هکله د سيالۍ په ډګر کې بخت وو، او له کومه ځايه چې په دې اړه د شته ملتونو تر منځ ساحه تنګه شوې وه، نو ځکه نوموړي امت په دې لړ کې د يوه سيال په توګه مطرح نه ؤ، او څنګه کيدای شي، چې په داسې يوه حال کې يو نوي ملت را پيدا او ځان څرګند کړي؟.
که و وايوو، چې دې ملت په خپله ککرۍ د پادشاهۍ هوس درلود، او غوښتل يې د ځان لپاره يو حکومت تأسيس کړي، په دې صورت کې يې بايد په زغرده خپله غوښتنه څرګنده کړې وي او د پادشاهانو او امپراتورانو کړنلاره يې خپله کړې وی، او د دين تظاهر به يې نه کاوه.
خو دې نوي امت د سوداګرۍ، بزګرۍ، صنعت، سوکاله ژوندون او سلطنت څخه پرته بېله لاره غوره کړه، دې امت د شته ملتونو ټول دودونه او ليد لوري بې ځايه وګڼل، معبودونه يې عيب جن او په اخلاقو، اعمال او عبادتونو باندې يې نيوکه کوله، او بشريت يې يوه نوي دين ته دعوت کړ، او په دې لار کې يې بېشمېره سر ښندنې ومنلې او خپل جهاد يې کامياب او ثمر ته ورساوه.
شته ملتونو هم سوکاله او پرمختللي ژوندانه ته د رسېدو لپاره ډېر اوږد مزل وهلی ؤ، پادشاهان او ډېرو لوړ پروازه او حريص انسانان هم دغه موخې ته رسېدلي وو، نو څه باعث او موجب شول چې دوی د ژوندانه د بنسټېزې، مشخصې او ټاکلې موخې څخه بې لارې شول؟!.
هوکې، دا هغه پوښتنه ده، چې تصور کوم د اسلام د ظهور پرمهال هر عاقل انسان سره پيدا شوې وي، او د تعجب او حيرانتيا هيڅ ځای پکې نه شته.
دا هغه طبيعي پوښتنه ده، چې هر ماښام او هر سهار بايد د انسان زړه ته لاره پيدا کړي، او په ژبه يې جاري شي، نو د يوه نوي بشپړ عيار شوي امت په اړه به ولې نه را منځ ته کېږي؟.
ځواب څه دی؟،که ځواب مثبت وي او د دې امت د پيدايښت انګېزه يو د هغه مواردو څخه وي، چې وړاندې مو ذکر کړل، او دوی د بشريت او شته ملتونو لپاره نوی هدف او رسالت و نه لري، نو به په ريښتيا يو بې کاره او زائد ملت وی او د نړۍ پر دسترخوان به تر يوه طفيلي پرته بل څه نه وی.
خو الله تعالی دا امت د دې کارونو او چارو لپاره پيدا نه کړ، او اصولاٌ خو هيڅ ملت او شخص د داسې کارونو لپاره نه پيدا کېږي، ځکه دا چارې د انسانانو د طبيعت برخه ده، او اړتيا نه شته، چې د دې موخو لپاره کوم پيغمبر يا کوم امت مبعوث شي، او اوږد جهاد او بې بېلګې نړيوالې زلزلې په تاريخ کې رامنځ ته شي، داسې زلزله چې د هغه مهال د خلکو ټول اعتقادونه، اخلاق او شيطاني غوښتنې، فکري نظام او د ژوندانه څرنګوالی په لړزه راولي.
نوربيا...
لیکنه: ابوالحـــسن ندوی
ژبـاړه: عبدالرحمن فرقانی