
د ترخو تجربو په هيواد افغانستان کې ژوند له يوې ورځې بلې ته د لا پيچلتيا پر لور روان دی.
په تيرو څو لسيزو کې د دې هيواد وګړو ډول ډول وحشتونه وليدل، خو معاصر
وحشتونه تر ډيره زړه بوګنونکي دي، ځکه تر اوسه هيڅ انساني فطرت دومره ډير زياتی نه
مني، ډير وارې به هر انسان د وژنو، وهلو، ټکولو خبرونه اوريدلي وي.
پخوا به هر ځای ويل کيدل پلانی يي په ټوپک و ويشته مړ شو، په چاقو يي و
واهه مړ، موټر پرې ټکر شو، ..... خو نن سبا بيا داسې نه ده د سړک د غاړې ماين ترې
ژوند واخيست، ځانمرګي بريدګر د لسګونو کسانو ژوند واخيست، شپنيو عملياتو له څو تنو
ژوند واخيست.
که چيرې په افغانستان کې شته پوړيز جوړښت ته وګورو دوه ډلې خلک لرو، لوستي
او نالوستي.
لوستي بيا دوه ډلي دي ، مکتبيان، او ملايان،
دواړه دې خدای لري، هر يو وايي چې علم مې کړی دی، تر نورو ډير پوهيږم، خو هر يوه
يي په خپل وار سره امتحان ورکړ، له نن څخه ډير کلونه وړاندې شوروي يرغل افغانستان
ته راغی او د دې يرغل په ترڅ کې د ښونځي زده کونکو، ښونکو او نورو مسولينو روس ته
سر ټيټ کړ او دا کار د دې لامل شو چې زموږ د کلي ملايان اوس هم ښونځی د فرعون
ميراث بولي او وايي چې هر ناسم کار ښونځي ته د ماشوم له تګ څخه پيل مومي.
بله لوستې ډله ملايان دي، ملايان په افغاني ټولنه کې هغه ټول منلي شخصيتونه
دي، چې ډير پسې لمونځونه کوي، د جنازي لمونځ مو ملا کوي، په غوږ کې مو د وحدانيت
غږ ملا را کوي او د ژوند د خوږو شيبو د لمانځلو پيل مو ملا را
کوي يانې نکاح راته تړي.
ملا په افغاني ټولنه کې داسې ځای لري، چې د کور تر ټولو ښه خواړه په هغه
شپه تيار وي چې ملا د چا په نوبت وي، په کلي تر ټولو ښکلې سپينې جامې د ملا په تن
کې وي، او په کلي تر ټولو ارام او له عزته ډک ژوند هم د ملا وي، کليوال هرڅه زغملای
شي خو ملاته سپک ويل نشي زغملای.
خو نن سبا ملايان هم د ژوند په روانه ازموينه کې راته ناکام ښکاري، ځکه په
وروستيو کلونو کې د ملا له نوم څخه په ګټه پورته کولو پيل شوی طالباني خوځښټ ډير
اسلامي ارزښتونه داسې نوم بدي کړي دي چې اوس دې هر ملا له پامه ښه نه درځي، اوس د
ډيرو ملايانو ډيرو دعاوو ته خلک آمين نه وايي.
د طالبانو د اسلامي امارت له رامنځ ته کيدو سره سم په هيواد کې ډيرې
ناتراشې تيرې شوې، د ډيرو مرکنډۍ دوی ورماتې کړې او ډيرو د دوی مرکنډۍ ماتې کړې،
ملابورجان، مولوي احسان الله احسان ، ملامشر د دوی د ګټو قرباني شول، خو دا ګټې بالاخره
د تور اسامه بن لادن د سر صدقه شوې، او غربي ښکيلاک د دوی له لاسه پر افغانستان
مسلط شو، چې تر ډيره د دې ښکيلاک او زبيښاک مسوليت د همدې امارت د پاتې شونو پر
غاړه دی.
په تيرو لسو کلونو کې دې امارت په شويو بريدونو کې د خپل وحشت پيل په چاړو له حلاولو پيل کړ، په هلمند کې تنکي ماشوم ته
چاړه په لاس کې ورکول شوه او يو بل تن د جاسوسۍ په تور پرې حلال کړای شو، همداسې
ډير په تار حلال شول او ويډيوګانې ترې وشوې او په ډيرو يې وليدې، د دې وحشت لړۍ دوام وکړ، ځانمرګي بريدونه، په
سړک کې خښ شوي ماينونه، په ږيره ، لونګۍ او ان کونه کې د چاوديدونکو توکو د کيښودو لړۍ تر دې دمه هم روانه ده.
دا ټول افغان ويني او ډير د عزت لرونکي خلک د دې طالبانو له لاسه نن هر ځای
سرتوريږي او لونګۍ يي کتل کيږي، ځکه پر سړک ولاړ سرتیری هم مسوليت لري څو يو څوک
وګوري او ويي پلټي.
په کابل کې د تيرې اونۍ په څير ډيرې چاودنې وشوې خو دې چاودنې ډير خلک
وژړول، ځکه د يوې ميرمنې په وينو ککړ کالي، د يو بل د لاسو پرې کيدا او ډير نور په
وينو کې لت پت پراته هغه څه و چې ډيرو وليدل او زه يي په اړه نور څه نه وايم.
خو اصلي خبرې ته راځو، هر انسان د دې ترڅنګ چې عقل او شعور لري، انساني درد
هم ورسره دی، ډير وارې چې څاروي هم حلاليږي هم يو ډول بايد پرې رحم وشي، او ژر
حلال شي، خو طالبان داسې نه کوي تدريجي دې وژني، په چاړو دې حلالوي او بيا درنه
ويډيو هم کوي.
که چيرې دې کړنو ته ښه ځير شو، د دوی دا کړنې به تر ډيره نور هم د کفري نړۍ
کړو وړو ته يو ډول مشروعيت ورکړي، افغانانو ډير وارې د بهرنيو سرتيرو د کړو په
غبرګون کې لاريونونه کړي دي، ډيرو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، خو طالب ترې هيڅ
عبرت نه اخلي، طالب ترې ځکه عبرت نه اخلي چې طالب انساني زړه او انساني رحم نلري.
تاسو وګورۍ ذبيح الله مجاهد او قاري يوسف احمدي ټوله ورځ رسنيو ته خبرپاڼې
استوي، خو کله هم دا فکر نه ورسره پيدا کيږي چې تر کله د وژنو خبرپاڼې، څوک وژني،
دوی به کله داسې فکر کړی وي چې په کابل يا نورو ځايونو کې د شوي بريد د خبرپاڼې په
اړه چاته د چا د وژلو په اړه معلومات ورکوي، آیا دوی به داسې فکر کړی وي هغه ميندې
چې په واټونو کې بې ستره پرتې وي د دوی ميندې به هم يوه ورځ داسې کيږي او دا به يي برخليک
وي، ځکه د مجاهدينو کړو وړو دوی پر افغانستان مسلط کړل د مجاهدينو ميندې همداسې
سرتورې شوې، او د دوی کړو وړو امريکا په افغانستان مسلطه کړه.
د طالبانو له پيل څخه تر دې دمه دوی تل کوښښ کړی دی چې د هرڅه واک له دوی
سره وي، ږيره به ستا وه خو واک به يي د ملا و، ښځه به ستا وه خو ډنډې به ورته ملا
ښکلې وې او وهله به يي، همداسې د ژوند ډيرې نورې چارې، خو نن سبا که چيرې ځير شو،
د هرې ورځې په تيريدو سره د دوی پر وړاندې نفرتونه هم مخ په ډيريدو دي، هر ځای کې
چې وينې په ځانګړي ډول ټولنيزو شبکو کې ډير ځوانان د دوی پر ضد معقول تبلیغات کوي.
طالبانو به کله داسې فکر کړی وي چې دا مخالفت د څه لپاره؟
البته چې پوهيږي، ځکه هر عمل عکس العمل لري، دوی د خپلې پادشاهي پر مهال
کبر کړی و الله تعالی پرې کفار مسلط کړل، دوی اوس له اسلام څخه ناوړه ګټه پورته کوي
خو لرې به نه وي چې د همدې اسلام له آزاره به دوی
د خدای په بل قهر هم ککړ شي.
ښه مې يادشي د طالبانو د واکمنۍ په دريم کال کله چې دوی کابل ونيوی، زموږ د
سيمې يو ډير مخور عالم په يوه جنازه کې خبرې کولې او په دې خبرو کې يي د مرګ تر
فلسفې وروسته وويل:« مسلمانانو وروڼو ټول مرو خو عملونه سمول په کار دي، ما خوب
ليدلی دی او خوب هم داسې چې سره ميږيان افغانستان ته راتلونکي دي، او دا سره
ميږيان اوس اوس د افغانستان غرونو ته راغلي ژر دی چې کليو ته به راکوز شي. او له دې خوب څخه زما
تعبير دا دی چې کفري نړۍ يو ځل بيا په ټول افغانستان مسلط کيدونکې ده.»
نوموړی په خپلو خبرو کې په ژړا شو او شته د وخت چارواکي طالبان يي مخاطب
کړل:« طالبانو ته وايم، چې بايد خپل کړه وړه سم کړي، کنه د الله تعالی په قهر اخته
کيدونکي دي او د دې قهر له امله پر افغانانو د کيدونکي ظلم ځواب به خدای ته همدا د
دين ستني علما ورکوي.»
همداسې وشول او څو کاله وروسته چې هغه وخت دا عالم وفات شوی و زه او زما په
څير ډير نور د بي ۵۲ ډوله الوتکو
شاهدان و چې د افغانستان پر اسمان يي الوتنې کولې، او د طالبانو مرکزونه يي په نښه
کول،په څو ورځو کې يي له ټول افغانستان څخه د طالبانو ګيلم را ټول کړ او دوی څوک پاکستان
او څوک يي هم ايران ته وتښتيدل، ډير يي ونيول شول او يو زيات شمېر نور يي هم و ژول
شول.
د طالبانو د کابل تر شوي بريد وروسته د ذبيح الله مجاهد په خبرپاڼه کې ليکل
شوي و« د کابل د ظالمي ادارې د محکمې ډير کارکونکي په نښه شول او وژل شول» خو همدا
واک يو وخت له دوی سره هم و، دوی هم درې درې نوي ودونه وکړل، پردي عربان او
پنجابيان يي پر افغانستان مسلط کړل، ډيرې افغاني خويندې اوس هم په پنجاب کې
خيراتونه غواړي او ډيرو عربانو ډيرې افغاني پيغلې مردارې کړې.
يو دوست مې کيسه کوله چې د طالبانو
په وخت کې يوه خبره مود وه( د کندهار ملاصاب، لوی ملاصاب، د زرمت ملاصاب او.....)
ملګري مې ويل چې له موږ سره د طالبانو په ليکو کې يو کس و د کټواز ملا صاب يي
باله، دې د کټواز ملاصاب د خپلې واکمنۍ پر مهال په زوره په کابل کې له يوې تنکۍ
پيغلې سره نکاح کړې وه او له دې نجلۍ سره يي په کابل کې ژوند کاوو، ډير وخت تير شو
او دې د کټواز ملاصاب له نجلۍ غوښتنه کړې وه چې کور ته به يي ولي او په کټواز کې
به خپل کور پرې ويني، همداسې يي وکړل او بالاخره يي نجلۍ کټواز ته بوتله، خو کله
يي چې بيولې نجلۍ په کور کې ليدلي دي چې د ډم چړې او کينچيانې ډيرې پرتې دي او هرځای
کې د ډم کيسپت ايښی دی، نجلۍ تر څو ورځو ژوند وروسته پوه شوې وه چې سړی ملا نه
بلکه ډم دی،( دلته مې له ډم څخه موخه دلاک يا خليفه دی خو د ده سپيڅلي کار ته
سپکاوی نه) شريعت حد لري او وايي چې هرڅوک بايد خپله سياله وکړي او له سياله بغير
له بل چا سره نکاح نه کيږي د طالبانو په واکمنۍ کې ډم له يوې لوستې او کابلۍ نجلۍ
سره واده کړی و.
نو د دې لپاره چې خبره رانه ډيره اوږده نشي، په
پای کې څو خبرې په لنډو کول غواړم:
۱ـ طالبه ! که مسلمان يي او افغان يي نور افغانستان
او افغانان هرڅوک د هرې ژبې او هرې عقيدې خاوندان چې دي د رحم وړ دي، راشه پرې رحم
وکړه.
۲ـ طالبه ! هره ورځ له ملا او عالم څخه ستا د کړو
وړو له امله کرکه مخ په ډيريدو ده او اوس ډير خلک په ملا پسې لمونځ هم نکوي راشه د
عالم دا عزت مه خرابوه او له دې پردۍ تپل شوې جګړې څخه لاس په سر شه.
۳ـ طالبه! ته هم مور لرې، خور لرې، عزت لرې، د نور
په خور او مور باندې تيری مه کوه او مه يي ژړوه يوه ورځ ستا مور او خور هم
ژړيدونکي دي.
۴ـ ذبيح الله او قاري يوسفه، تاسو هم انسان ياست
نور دا د ناهيلو خبرونه خپراوي تير شئ له دې کاره کنه يوه ورځ ستاسو برخليک هم
ستاسو د وژل شوي وياند ډاکټر حنيف په څير دی.
۵ـ طالبه! راشه نور د خدای په خاطر په دې ځوريدلي
ولس رحم وکړه، په ډيرو سختو حالاتو کې ګير يو فکري جنګ او فلسفه يي وګوره، غربي
ښکيلاک او زبيښاک او ستا کړنې به يوه ورځ افغانستان او افغانان په سيند لاهو کړي.
په درنښت
صمدخان غر