
******
ســورشــال
پــرســر٬ پـه اوربــل وهــي لاسونـه
زړه
ئ رانــه وړي ٬ عــالمــونــه غــرقــوینــه
توري
سترګي چه راووزي٬ګودرته شي روانه
کږه
وږه شي دخیـالـه ٬ کـوي نـازاومکیـزونــه
پــسرلي
دی هــره خواشــنه ٬ وطــن ګلــزاردي
پیغلي
ځي صحراته ٬ ټولوي ګیډۍ ګیډۍ ګلونــه
سترګي
ئ ګل٬خوله ئ غاټول٬زلفي ئ سنبل دي
داسـره
اننګي ئ دارغــوان ښکلــي رنــګــونــه
پــه
خمارو سـترګـو چه تورکاجل کــړي پــوري
داسي
ښکاري چه خالي کړي ئ دی ډک جامونه
څڼي
دی مه پریکوه ٬ پریږده چه اوږدي شــي
پـه
خـوب ویـده جانان به خوري په کي ټالونــه
یعقوب(
منګل)
ته
لاس ددوستـۍ اومیني ورکـړه
مه
ئ ځوره وه په زړه کي ئ ډیردي آرمانـونه
یعقوب
منګل
08.06.2013
آلمان