
ستاپه سترګوکې٬ زماسترګې د خوشحالۍ ځلیږي
زماپه سترګوکې٬ خو هم ستاسترګې ګلالۍ ځلیږي
سورشال دې پرسر٬ په تورو سترګو دې کجل کړل پورې
په پوزه دې چارګل٬ په ټنډه دې ببره روپۍ ځلیږي
ستا د حُسن او ښایــست په ننــداره کې مــدام
په تورو وریځوکې پټه٬ سپینه سپوږمۍ ځلیـږي
چې په سپــین مخ تــورې زلـفې راخــورې کړې
لکه پر کعبه چه توراطلس٬ کوړۍ کوړۍ ځلیږي
چــا پــه ګوتو جــوړه کــړې يــې جــانانــه
په همځولو کې معـلومه، ښاپیــرۍ ځلیــږي
هروخت چې په محفل کې دخوښۍ نه په خنداشي
د غـاټــول په منځ کي٬ تکه سپینه ګلۍځلیــږي
ستا زیږو سترګو ته چې ګورم په هر وخت کې
په افغاني غرور سمباله ٬ پیغله پتیالۍ ځلــیږي
یعقوب(منګل)درته دُعاکوي٬همیش دزړه له کومې
دعلم اوپوهې په ډګرکې٬ د تل لپاره بریالۍ ځلیږي
یعقوب منګل
08.04.2013
آلمان