ملت بايدله څه به کېږي وژغورل شي

سيدحبيب
هر افغان له ترکاري پلورونکي بيا تر مامور او رييس پورې په دې فکر کوي چې يو يا يونيم کال وروسته به څه کېږي. آيا بيا به د تېرو کلونو په څېر کور په کور جګړه پيلېږي، بيا به د کابل کوڅې په وينو رنګېږي، بيابه ورور په ورور پسې ټوپک اخيستی وي، بيا به هم خلکو ته خپل نژاد، سيمه او ژبه د مرګ لامل کېږي.
هو زموږ ټول ملت په همدې فکر کې دی، دوی ملامت نه دي ځکه چې جګړې فقر ، کور په کور دښمنۍ، ورور وژنه، بې کوره کېدل،يو ځل بيا، له پرديو خلکو د (مهاجره او افغان غول) کليمه اورېدل سره ددې چې دا ځل له ګاونډيو هېوادونو هم د مرستې تمه نشته، ځکه چې تېرې ټولې ستونزې د همدې ګاونډيو هېوادونو د لاسوهنې او دوه مخۍ له امله وې راوړي. همدې فکرونو ټول افغانان حيران کړي دي. داسې هم نه ده چې دوی د بهرنيانو په وتلو نه خوښېږي، خو دوی دې حيران کړي چې بهرنيانو خو په دې دوولسو کلونو کې هرڅه له بد بدتره کړل. نه يې څه ورغول، نه يې کوم بنسټيز کار وکړ، نه يې هم په هېواد کې د جګړې ټغر ټول کړ، بلکې لايې په هېواد کې جګړو، نفرتونو، کرکو، کينو، دښمنيو او شخړو ته پوکی وواهه، خو له بلې خوا په هېواد کې هم کومه نسبي سوله او امن نشته چې د دوی په وتلو خوښي څرګنده کړي.
بهرنيانو خو په دې دوولسو کلونو کې زموږ په هېواد کې جګړې وزېږولې. د دوی په راتلو سره ټوپک په ځمکه کېښودل شول خو بېرته کال په کال د ټوپکو تبادله او وسله والې ډلې په ډېرېدو شوې. ورځ تر بلې بدتره شوه. چې دادی نن ورځ دوی بېرته د وتلو په حال کې دي خو زموږ په پلازمېنه کابل کې هم امنيت نشته، د امنيت نشتوالي خلک له اندېښنو سره مخ کړي خلکو ته پوښتنه پيداکېږي چې دومره بهرنيان د کومو موخو لپاره دلته پراته دي. آيا دوی د امنيت که بې امنيتۍ لپاره په ښار کې ګرځي. خو که عاقلانه فکر وکړو دوی په ښار او کليو کې د بې امنيتۍ د ډېرېدو لپاره ګزمې کوي، که زما خبره ناسمه وي نو ولې په دې دوولسو کلونو کې امنيت لاپسې بدتره شو. او که زما خبره سمه وي نو بيا دوی دلته د کومې موخې لپاره پراته دي.
کله کله چې کورني آژانسونه او وېبپاڼې پرانيزم اتيا په سلو کې خبرونه د جګړو او وژنو وي، هره ورځ دلته په لسګونو کسان څوک د طالب، څوک د جاسوس، څوک د دولت د کارکوونکي او څوک هم د ترورېست په نوم وژل کېږي اوس زموږ په هره سیمه کې هره ورځ نوی ماتم دی.
زموږ په هېواد کې د ۴۲ هېوادونو پوځيان پراته دي، نو که چېرې دوی د امنيت ښه والي ته ژمن وی آيا بيا به هم زموږ ډېری خبرونه د وژنو، جګړو او تښتونو و؟ آيا بيا به هم هره ورځ په لسګونو افغانان مړه کېدل؟ نو له دې په څرګنده توګه ښکاري چې دوی يوازې او يوازې د خپلو موخو لپاره کار کوي. دوی نن ورځ له افغانانو د جګړې د وسايلو په توګه کار اخلي.
اوس له افغانانو هم لاره ورکه شوې چې آيا د بهرنيو ځواکونو وتل زموږ په ګټه او که په زيان دي. انډپېنډنټ بر‎ېټانوۍ ورځپاڼې د بهرنيو ځواکونو په اړه خبر ورکړی چې په افغانستان کې د ناټو د پوځي ماموریت د پای شېبې رارسېدلې دي. دوی وايي چې په زرګونو نړیوال سرتېري به د دې هېواد د جګړې له ډګره ووځي. ورځپاڼه زياتوي په افغانستان کې د طالبانو د رژیم تر سقوط دوولس کاله وروسته هم د کړکېچ د پای ته رسولو هڅو چندان نتیجه نه ده ورکړې، د سولې هڅې کوم ځای ته نه دي رسېدلې او دې کار په افغانستان کې د څه باندې پنځوسو هېوادونو پر اوږو د فشار پېټی لا دروند کړی دی.
دوی خپله هم په دې باور دي چې دا دوولس کاله يې له ورانيو، جګړو او وژنو پرته کومه بله توره نه ده کړې. نو لازم بولي چې ووځي. نن ورځ دا مسايل د افغانانو لپاره په يوه سر درد بدل شوي. ډېری کسانو ته روحي ناروغۍ پيداشوې دي. دولت بايد خپل ملت ته ددې ټولو پوښتنو ځواب ووايي، ملت ته دې قناعت ورکړي. ملت حق لري چې د هېواد په اړه يې په ټولو مسايلو پوه شي. ملت بايد له څه به کېږي څخه وژغول شي، خو دا ستونزه په تشو خبرو نه اوارېږي. ځکه چې ملت د خپلو ګټو او حقونو غوښتونکی دی. تر هغې چې ملت خوښ او راضي نه وي دولت له ستونزو سره مخ کېدی شي. زموږ کړېدلی ملت نن ورځ سولې، آرامۍ او امنیت ته اړتيا لري. ځکه چې امنيت د الله ج تر ټولو نعمتونو خوږ نعمت دی.
د سوکاله، آرامه او په خپلو پښو ولاړ افغانستان په هيله