
ولسی جرګی پریکړه کړی چه په الیکترونیکی تذکرو کی د قومیت په خانه کی افغان ولیکل شي دا د ستاینی او مبارک باد وړ پریکړه ده. زه محترمو وکیل صاحبانو او د ولسي جرګی محترم رئیس عبد لروف ابراهیمی صاحب ته مبارکی وایم.
زمونږ ولس ملي یووالی ته تر هر ځه دمخه اړ دی، چه ملی یوالی یواځی او یو اځی د اسلام او افغان په اډانه کی ممکن دی رښتیا هم چه پر ګران وطن کی پښتانه ،تاجک،ازبک،هزاره ترکمن او نور اوسیـږی خو زمونږ د ولس ملی او بین الملی تشخـص او پیژندنه افغانیت دی. هسی خو په افغانستان کی ډیرئ قومونه اوسیـږی چه د افغانستان په ملی سرود کی یی ښه انځـور وړاندی شوی آیا په تذکره کی دا ټول وکاژو؟ او ضرورت یی څه دی ؟د ډیورنډ کرښی هغه بله خوا په خیبر پښتونخوا کی هم ټول قومونه په خپل شناځتی کارت کی د قومیت ټکی په مقابل کی افغان لیکي خو هیڅ یو پنجابی او سـندی اعتراض نه دی کړی بیا دلته ولی؟
د ملی مساېلو په هکله بی تفاوتی اصلا د سرې لیکی ّڅخه عـبور دی دا ډول څرکندونی ملی یووالی ته زیان رسوي دا حل شوی موضوع ده ستر احمد شاه ابدالي غوڅه کړی افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی دلته په ملي مستوئ د پښتون ،تاجک،ازبک،.... خبره مطرح نده دا لوی او لرغونی افغانستان دی مونږ یواځی او یواځی مسلمانان او افغانان یو چه قومي وړې وړې پیژندګلوئ مو یواځی محلی شناځت او پیژندګلـوئ دی.
افغانستان د افغانانو یو قوي ټاټوبئ او قوی مستحکم مورچل دی چه ددې ستر دریاب اوبه په ډانګ نه بیلیږی زمونږ د ولس ټول وګړي یواځی او یواځی مسلمانان او افغانان دی چه افغانی اقـلیتونه « غیر مسلم » هم افغانان دی نه سکان او یا نه هندوان !
زه خپل محترمو وروڼه مسئولانه اظهاراتو ته متوجه کول غواړم چه د دوی ذاتي شخصیت ته احترام لرم.
انجینر قطب الدین هلال