
له هغه وخته په هېواد کې ملي فکر، افغاني احساس، افغاني مينه، افغانی کلتور، افغانی فرهنګ او نور له منځه لاړل له کله نه چې ولسمشر حامدکرزی د واګ په ګدۍ کښېناست، د بن له موافقې وروسته د ارګ او ارګوالو امنيت چارې د نړيوالو په غاړه وې، دا چاره ورځ تر بلې افغاني لور ته ولاړله، ولې اثرات يې پاتې شول، په ارګ دننه کې د نړۍ يو شمېر هېوادونو لاسوهنې شروع کړې او کوښښ يې وکړ، چې په مهمو او حساسو څوکيو د هغوئ د ګټو وفدار خلک وګماري، نړيوالو په ارګ کې ننوتې اشخاصو ته وظايف ورکول چې څوک کومه دننه پر مخ يوسي، څنګه د افغانستان بهرنی او کورنی سياست د دوی په خوښه او په ګټه مخ ته بوزي، هسې خو په ارګ کې ډېری داسې څهرې شته، چې بهرني تابعيتونه او پاسپورټونه لري، ولې درې تنه هر يو (د جمهوري رياست د دفتر رئيس عبدالکريم خرم، د ملي امنيت شوراء سترسلاکار او د بهرنيو چارو وزارت پخوانی وزير ډاکټررنګين دادفرسپنتا او د چارو د ادارې او وزيرانو شوراء د دارالانشاء رئيس ډاکټر صادق مدبر) يې د يادولو وړ دي.
ډاکټر رنګين دادفرسپنتا هېواد ته د راستنېدو تر مخه په المان هېواد کې د همدې هېواد يو تن سياسي حزب فعال غړی و، سپتنا د المان هېواد تابعيت درلود او همېشه يې د حزب چارې د دې هېواد ګټو ته په کتو پر مخ بيولې، ولې نن ډاکټر رنګين دادفرسپتنا د افغان هېواد بهرني سياست په جوړولو کې کليدي رول لري، له اوسنۍ دندې ترمخه يې د هېواد د بهرنيو چارو د وزير په توګه دنده ترسره کوله، د دې سربېره سپتنا د رسنيو سره د مرګو پر مهال او خبرو داسې برېښې چې نوموړی د ځانګړې تګلارې درلودونکی دی، سپنتا همېشه ولسمشر ته د بهرني سياست پر مخ وړلو کې ډېر داسې مشورې ورکړي، چې ولسمشر يې د هېوادونو سره په ټکر کې راوستی، دا چې سپتنا په اروپا کې ډېر وخت تېر کړی، ذهنيت يې هم اروپايانو ته ورته دی او هغه څه غواړي چې اوسمهال په اروپا کې کېدونکي دي.
د جمهوری رياست د دفتر رئيس عبدالکريم خرم، چې د اسلامي حزب فعاله غړی دی، د دوی کورنۍ د انجينر حکمتيا رسره نږدې اړيکي لري، خرم په لومړیو کې په فرانسه سفارت کې د ژباړن دنده پرمخ وړله، ځيني وخت يې د هغوئ په نماينده ګۍ په محافلو کې ګډون هم کاوه، کله يې چې د کرزي سره اړيکې پيداکړي، د اطلاعاتو او کلتور وزیر شو او له هغه وروسته اوسمهال د مهمې څوکۍ رياست په غاړه لري، خرم ځانته يو ګروپ لري، چې په راس يې کې يې رسنۍ، تحليلګران، ليکوالان او ځوانان راځي، دا ګروپونه حمايه کوي چې د خرم د فکر سره سم دوی وڅرخېږي.
د چارو د ادارې او وزیرانو شوراء د دارالنشاء رئیس صادق مدبر ټول ژوند په ايران هېواد کې تېر کړی، له هغه وخته چې مدبر په ايران کې اوسيده د همدې هېواد له لوري حمايه کېده هم، د کابل په خونړيو جنګونه کې يې تر هر چا فعاله رول لوبولی، د طالب رژيم په راتګ سره یې تر برېده کوښښ کړی، چې مقابله ورسره ورکړي، د هغوئ په مقابل کې به ايران حمايه کاوه، د ايراني استخباراتي کړيو سره اوس هم نږدې اړيکي لري، يادې ادارې ته په راتګ سره يې د خپل سمت غړي راوستي، د ساتونکي څخه نېولې تر چوپړګرو پورې ټول يې د خپل سمت خلک ګمارلې، همېشه هغه څه ته ترجيح ورکوي، چې د ايران په ګټه وي نه د افغانستان په ګټه، په ايران کې د افغانانو په مقابل کې ډېرې نادودې وشوې، په داخلي چارو کې ايران تر مټو لاسوهنه کوي، ورځ تر بلې د هغوئ تر سياسي فکر تر سيورې لاندې راځو ولې د ټولو نادودو په ليدو سره تر اوسه د مدبر په شتون کې د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه د ايران هېواد په مقابل کې اواز پورته نه شو او نه يې وويل چې ايران د افغانستان دښمن دی، ځکه چې ايران په ارګ دننه او په ډېره مهمه څوکۍ د همدې هېواد ګټو ته ژمن ډېر وفدار مدبر لري، مدبر ځانګړی سياسي ګوند لري، چې د ګوند فعاليدل دا ښايي، چې نوموړی اوس هم د ايران له لوري حمايه کېږي، که چيرته د مدبر د ګوند اساس نامه او مرام نامه وکتل شي، ډېرې داسې خبرې پکې ځای پر ځای دي، چې د ایراني ګټو د خوند ي ساتلو په موخه وي نه د افغاني، مدبر د سياسي موقف نه په استفادې پر وزارتونو فشار راوړي، چې د ده غوښتنې ومني کنه بيا يې په خلاف کرزي ته معلومات ورکول کېږي، دوی پر دی مطمين دي، چې هېڅکله به ولسمشر کرزی د دوی د ليرې کېدو هڅه ونکړي، د داسي او دې ته ورته اشخاصو په شتون کې په ارګ دننه تصميم نيونه د هېوادونو استخباراتي او حکومتۍ کړۍ خبرېږي هره ورځ مفصل راپور ورته د تليفون او يا هم برېښناليک په ذريعه وړاندې کيږي.
پورته ذکرشوي اشخاص بيا د مفکرو د عامه ولو لپاره د سياسي تحليلګرانو څخه کار اخلي او کوښښ کوي، چې د رسنيو په مرسته د دوی فکري ملګري زيات شي، د نړۍ مشهورو ورځپاڼو او مجلو ارګ ته د هېوادونو له لوري په کڅوړو کڅوړو پيسو د راتګ راپورنه خپاره کړل، ولسمشر حامدکرزي ومنله چې دا پيسي يې د امنيت شوراء له لارې ترلاسه کړي، چې د تروريزم ضد سړې جکړې ترې کار واخيستل شي، ولې ډاکټر سپتنا بيا وایي چې دی د هېڅ راز پيسو نه ندی خبر او نه اګاهي لري، چې کوم هېواد څومره پیسي ارګ ته راوړي، خو د ارګ ځيني چارواکي بيا وايي چې سپنتا په رزګونو ډالر د کور کرايه په نوم له یادو پیسو څخه ترلاسه کوي.
دا چې په ارګ کې ډېر هېوادونه خپلې ګټې ګورې او ډېری مشورې د هغوئ په هداياتو سره کېږي مهمه دا ده چې د ۲۰۱۴کال په اړه چې له يوه لوري به نړيوال له هېواده وځي، چارې به په کلي ډول افغاني کېږي، ولسمشرۍ ټاکنې به کېږي او نوی حکومت به منځته راځي، کوم هېواد به په خپل نفعه او ګټه په تصميم نيونه کې تر ټول زيات مهم رول لوبوي، اوس کرزی هم پردې پوهېږي، چې څوک د کوم هېواد لپاره کار کوي، او هم بايد په راتلونکي کې د قدرت چارې بل ته په لاس ورکړي، دا چې د ولسمشر کرزي څخه هېڅ هم پټ ندي، پکار ده چې کرزی د پورته ذکرشویو مسلو په حل کې لاس په کار شي، کنه راتلونکي تاريخ کې به د ولسمشر دوره توره دوره ياده شي، له بل لوري همدا اشخاص به شايد په نوي حکومت کې ونه وسي هغوئ به نور څوک منځته راوړي ولې ولسمشر ته پکار ده،چې د رسنيو پر مخ انتقاد پر ځای جدي عمل وکړي، د ټولو هېوادوالو سترګې ولسمشر ته او د نړيوالو سترګې افغان دولت ته دي.
د پورته ذکر شويو خبرو او مسلو په شتون کې د هېواد کورنی او بهرنی سياست ورځ تر بلې تغير خوړونکی دی، د نړيوالو په خوښه د ارګ پرېکړې تغير کېږي، او هغه څه ترسره کېږي، چې د نړيوالو خوښه وي، ټول هېوادوال له ولسمشر حامدکرزی غواړي چې دده د حکمرانۍ په دوران کې د شته ستونزو حل لار وموندل شي، کنه راتلونکی تاريخ به د ولسمشر دوره توره دوره ياده کړي.
احسان الله مينوال