
که د افغان په اصطلاح حکومت ډانچې ته لږ قدرې په دقت سره وکتل شي د روغتيا سرلوړى او آبادۍ نښه به په نظر در نشي، د انساني ژوند ټولو اړخونو کلک او نه جيره کيدونکى گذارونه خوړلي، د هېواد بادرده انسانان څه چي بوټې او کاڼې هم پدې حالت د حال په ژبه ژاړي د يرغلگرو وحشيانو د جناياتو تر څنگ افغانيت بايللي مادي پرست خېټه پرستان د هېواد د عليا منافعو په خلاف له امريکايانو، انگريزانو او د هغوى له مؤتلفو وحشيانو څو گامه مخکي او وړاندې دي، ډالرو او مادياتو ئې سترگو ور پټې کړي، د قدرت په ګدۍ نصب کړي شوې څيرې په مختلفو او بيلا بيلو لارو روان، هرې ډلگۍ ځانته، ځانته مربيون پيدا کړي، د هغوى په مادي ورکړه او شا ټپولو سره له اخلاقي پلوه لويدلو کارونو سر ته رسولو ته په دوو پښو ولاړ دي چي هويت او شخصيت ئې دسوال وړ خبره ده د روسانو څړې خواړه جنايت پېشه کمونستان لدې سره در گومه فضا څخه د خپلې ماتې د غچ په اخستو په دسايسو سر دي، له مرکزه نيولي تر ولاياتو پوري د بادرده او با احساسه مسلمانانو نيونه، ځورونه تعذيب او شکنجې رواني دي، هېواد بندي خانه او جبل ور ته جوړ شوى، د بې بندو باره لنډه غرو پاچايي ده چي چليږي، ځوان نسل چي د يوه هېواد د ملاتير گڼل کيږي له فکري لحاظه سخت وځپل شوو نيواکگر که لويه بلا ده، د گاونډيو زهرجني لاس وهنې له فکري لحاظه پداسي يوه ناسور بدلې شوي چي د ملي وحدت روحيه ئې له ننگونو سره مخ کړي ده، همدا بل واکه واکمن دي چي د بل په اشارو څرخي او ملي وحدت د دښمنانو لپاره خام مواد برابروي، د بريښنا ليک تذکيرو يا هويت پاڼو پدي ټکى غوغا او شور ماشور جوړول چي نه بايد په تذکرو کي مليت، يوازي افغان وليکل شي، دي د نفرت وړ او له شرمه ډکې فتنې ته د شمال ټلواله ايران پلوه بړيڅي هوا ورکول او را پورته کول غواړي دا د صفويانو ناخلف پاتې شونى هماغه د صفويانو د دور تورو او کرغيړنو فتنو د ليدو په ناروا هڅو سر دي، اى کاش دا جنابان!!! د افغان د کليمې په اساس او ماهيت باندې پوهيدلاى، د دوى له کاږه نظره افغان د پښتون مرادفه کليمه ښکاري چي دا خپله لويه غلطي او تيروتنه ده، زما مشوره دې کسانو ته دا ده د ايرانيانو له لومو دې ځانونه خلاص او د هغوى د ديد عينکې دي له سترگو لري په خلاص نظر دى د افغان د کليمې پس منظر مطالعه او وگوري چي دا کليمه (افغان) د دوى د تنگ نظر ديدنه بلکه يوه لويه او جامع کليمه ده چي پښتون، تاجک، ازبک، ترکمن، بلوچ، هزاره، نورستانى، پشه يي، حتى ما غوندي سيد او خواجه هم په بر کې نيسي، دا ټولې بدبختۍ زمونز بلواکي ده.
ځان زما واک ئې د بل دي
خدايه ته واخلي دا بې واکه صورتونه
څوک چي د باندي نه کابل ته داخل شي، حيرت زده شي، خاوره د افغان فضا، سړکونه او فوځي تم ځايونه د يرغلگرو په واک کي ، کورسونو، مدرسو او پوهنتونونه ته چي گورې ايراني شعاونه او ويژې په نظر درځي چي لږ غوندې توجه وکړى شي او په کومه پلمه او بهانه سرور د ننه کړي پدې به باوري شي چي دا ټولې ادارې د ايران د سياست او فرهنگ په خدمت کي دي.
اى کاش چي ايرانيان د مذهبي جنون په مهلکه ناروغى نوى اخته د اسلامي وحدت او يووالى خبره واى اوس چي خبره بله ده، د فرهنگي استعمار او د استثمار ته کار کول او وده ورکول دي، افغان مؤمن ملت په فرعي مضمنو ستونزو اړول او دروانو بدبختيو ترڅنگ په نويو ستونزو گرفتارول ناولى فتنه ده.
همدا ايراني واراداتي کليمې او واژي دي چي نن ئې افغان اداري او علمي مراکز د اخ او ډب او کشمکش په مراکزو بدل کړي، ښوونځي يا مکتب، فاکولته يا پوهنځى او پوهنتون هغه معياري نمونه وو چي د صليبيانو له فوځي يرغل نه مخکې ټول هېوادوال، پرې متفق او يو خوله وه او همدا کليمې استعماليدلي، پدې باب له هيچا سره سوال او خبره نه وه، له کله چي افغانستان د وحشي يرغلگرو لخوا اشغال شو، هېواد بې در او دروازې شو، له هرې خوا د غرض ناولى لاسونه را اوږده شول د فرهنگ په ساحه کي ايرانيان پدې وتوانيدل چي ځينې متعصبې کړۍ په گروت کي ونيسي او خپل شوم اهداف مخ په وړاندې پرې بوځي ا٫١و ملي ترمينالوژي تر خپل ظالمانه بريد لاندې ونيسئ، د بلخ او کابل په پوهنتونونو کي د پوهنتون او دانشگاه (چي ايراني کليمه ده) په نامه محصلين په خپلو کي سره وجنگول شول د تعصب همدا بل کړى شوى اور لا په غرغنډو دي.
له بلې خوا له بده مرغه بل واکه واکمن، لاس تر زنې ناست يا دا چي د عمل جرأت نلري، يا يې ډالري رشوتونو سترگې ور خړي کړي د پورته کتو او ځواب ويلو توان ئې ور وژل شوي، دا وضع او حالت چي څومره اوږديږي پرابلمونه او مشکلات زياتيږي، لدې په رڼو سترگو ړندو واکمنو څخه نه څه جوړ شوى او نه هم ترې جوړيږي، د دوى په طمع کښيناستل خپله بيړۍ له لاسه غرقول دي، په ټول سور او بر سره د پوهنتون او دانشگاه خبره نشي حل کولاى نور پرابلمونه حل کول خو لا لرې خبره ده.
د هېواد آزادي، آبادي يو موټى کيدل د تعصب بل کړى شوى اور بيرته د متعصبينو په گريوانونو کي ور اچول، سوکاله په خپلو پښو ولاړ مستقل، خپلواک اسلامي افغانستان جوړول د با درکه، بادرده مجاهد ولس مسئوليت، ايماني او افغاني دنده ده چي د الله جل جلاله په مرسته او خداى ورکړى همت سره به ئې سرته رسوي، يو څوک چي ځانته حکومت وائي، د يو وارداتي کلميې (دانشگاه) فتنه انگيزى ته د ختمولو او پاى ټکى نشي ايښودلي، واقعاً شرم آوره خبره ده، دا چي هر څوک د يوه خاص کار لپاره پيدا شوى، ما سوا له ځنو کسانو چي د الهي نعماتو په ورکړې سره جامع هر جانبه لوړ شخصيت خاوندان ترې جوړ شوي پاتې عادي کسان د يوه محدود نظر خاوندان، د ژوند په بهير کي ئې هڅه او هاند داوى تر څو د پرديو لخوا يوه مقام ته ورسيږي، دا ډول څيرې د خپل محدود شخصيت له کبله په ډيرو ساده او معمولي مسايلو کې نښتي دي، هر څه د پرديو په غلامۍ کي گوري، غټه او مهمه آرزو ئې استعماري ځواکونو ته نزديکت او له همدې فرصته څخه په استفادې سره له نارواوو لارو ماديات پيدا کول او ټولول غواړي، په همدې منظمه او بده بلا د کابل په واک کښېنول شوى کسان اخته دي، ځمکه او فضا د غلاوو، رشوت، چور او چپاول چيغو په سر اخيستى وزيران او لوړ رتبه کسان يو په بل خوله لگوي ولسي جرگه په چيغو سر ده چي يو نيم مليون جريبه ځمکه يوازي د جناب کرزي او د هغه د دوو مرستيالانو (قسيم فهيم او کريم خليلي) په امر غصب کړى شوى شهرکونه او پلازې پکي جوړي شوي دي، بل مقابل وزيران د ولسي جرگې يو شمير کسان د مخدره موادو او شرابو په قاچاق متهموي پدې له شرمه ډکه ريسمان کشۍ کي د ملت په سر راغلى او را روان مصيبتونه شاته غورځول شوي له داسي له فساده ډک پردي پال نظام څخه د خير تمه درلودل او يا هم د رنگا رنگ فتنو ختمول غوښتل له لويې سادگۍ او ځان غولوني پرته بل څه ندي.
د کابل د لوړ پوړو واکمنانو د وجود زره زره د فساد په زهرو لړلې او اخته ده، که نن د همسايه په هېوادو په زهرجنو ستنو (پيچکاريو) پواسطه علمي او فرهنگي ماحول مسموم او د فتنو لپاره دروازې خلاصې پريښودل ملت منحيث ملت له دردونکو ستونزو او مشکلاتو سره مخ کول دي.
زمونږ مؤمن مجاهد، ځورول شوي او دردول شوي ملت د ټولو مشکلاتو او ناخوالو په موجوديت سره بايد دا زغم هم ولري چي روانو بدبختيو د له منځه وړلو او ختمولو لپاره يو بل ته په لاس ورکولو سره د مغرضو همسايه گانو د جنايت کارانو را اوږده کړي شوي د غرض او مرض لاسونه ور لنډ کړى.
که علما او ديني مدارس وي، که ليکوالان او اُدبا، استادان، ښوونکى زده کوونکى او محصلين دي، پوه او خبير مشران با درکه او بادرده وروڼو ملي مسئوليت دي، چي هر ځاى سره جرگه شي ياد کړي شوي مشکلات او فتنې په غور او دقت سره وڅيړي او لدې لارې يوه علمي او فرهنگي غورځنگ په را منځته کولو سره د پردى پالو ځان پلورونکو خولې په علمي او تاريخي دلايلو سره د ابد لپاره ور بندې د فتنو را ولاړي شوى ستونزې تر خاورو لاندې او علمي مراکز واقعاً د علمي مراکزو، مرکزيت ور گرځول شي پدې لار کي لږ قدرې غفلت او بې پروايي لويي ستونزې او مشکلات را پيدا، ملت په يو شمير نورو بدبختيو اړولي شي.
په درنښت