د ولسمشر د پرونيو څرګندونو په اړه دکابل د نن چاپ ورځپاڼو غبرګونونه:



محور:
ولسمشر کرزى ډېر کله له يوې ښې خبرې سره څلور خرابې هم وکړي او ډېرى وخت خو له ولس تمه لري، چې دده د ناکام سياست استقبال وکړي.
ولسمشره! ته چې د ولس له مدني حرکتونو کومه تمه لرې ستا له سياست سره ډېر توپير لري. کوم غبرګونونه چې په تېرو څو ورځو کې څرګند شول، ستا د ناکام سياست پرضد د ولس د صبر هغه حد ښيي، چې ته يې بايد د ترميم په اړه سوچ وکړې او که د ځينو ملحوظاتو له امله داسې څه نه شې کولى، نو چوپ پاتې کېدل دې غوره دي.
... که ته ولس په دې ګرموې چې د ګاونډيو د رهبرانو انځورونه سوځوي، نو د هغه ولس قربانۍ ته څه ځواب لرې، چې له همدې پاکستانه د ګوشتې د ګټلو لپاره ټول په يوه اواز له بېل او کولنګ سره راووتل او د ايران پرضد يې ستونى وچ شو؟
خدمتګار:
افغان دولت ونه كړاى شول چې له ګاونډيو هيوادونو سره د اړيكو انډول رامنځته كړي. كيداى شي جمهور رييس د ايران د سفارت تر اغېز او فشار لاندې دې سپارښتنې ته اړ شوى وي. ايران په لسګونو بې ګناه افغانان د نشه يي توكو د قاچاق په تور وژلي دي. دغه كسان محكمې ته نه رابلل كيږي، محاكم د تورن په غياب كې يوازې د پوليسو په دروغجنو او ناسمو رپوټونو بسنه كوي او پر دوى باندې د اعدام حكمونه جاري كوي. د ايران استخباراتو همدا تېره اوونۍ له طالبانو سره وكتل او دا كتنه يې د هغه تړون له مخې وه، چې احمدي نژاد له زرداري سره په كتنه كې ژمن شوى و، چې د افغانستان پرضد به طالبانو ته مالي او پوځي مرستې وركوي. د ايران د دې ښكاره تېريو په وړاندې د افغان دولت خوله د پيسو هغو كڅوړو بنده كړې چې د ارګ د واكمنو دسترخان پرې تزيين كيږي. په داسې حال كې چې ايران د افغان ولس ژوند له ګواښ سره مخامخ كوي او سپكاوى يې كوي، جمهور رييس د دې پرځاى چې د خپل ولس پوښتنه له ايراني مقاماتو وكړي، بلكې د هغوى په سپارښتنه د لاريونوالو هغه سمبوليك او منل شوي نړيوال حركات او معيارونه د ايران د مشرانو سپكاوى بولي چې د نړۍ په هر ګوټ كې د لاريونوالو له خوا ترسره كيږي
هشت صبح:
رییس‌جمهور کرزی، پخش تصاویر آتش‌زدن عکس‌های سیاست‌مداران کشورهای همسایه را در رسانه‌های دیداری نکوهش می‌کند، اما گردهمایی‌ای را که چندی پیش در قندهار برگزار شد و شماری در آن خواستار تغییر قانون اساسی و ادامه ماموریت ایشان شدند، محکوم نکرد. لازم بود که رییس‌جمهور کرزی در آخرین سخنرانی‌اش یک بار دیگر تاکید می‌کرد که به واگذاری قدرت به منتخب مردم، متعهد است و از دوستدارنش می‌خواست تا خواست‌های غیردموکراتیک مطرح نکنند.
ملي باور:
افغان ولس د ګاونډيو پر وړاندې اوس ډېر حساس دى او د بهرنيو لاسوهنو پر وړاندې يې صبر پاى ته رسېدلى دى. ولسمشر بايد دا ډول مسايل په ډېر غور سره وڅېړي چې ولې ولس اړ شو چې د ګاونډيو هېوادونو بيرغونه وسوځي او د مشرانو انځورونو ته يې سپکاوى وکړي. دا هرڅه ځان ته عوامل لري چې د خلکو احساسات يې دومره پارولي دي چې د افغانستان ګاونډيان د افغان ولس په وړاندې له ناوړه چلند څخه کار اخلي او نه پرېږدي چې افغانان په خپلو مټو او خپله خوښه افغانستان جوړ کړي.