دا يې لا کومه طريقه ده؟!

 انسان چي کوم کار ته مخه کړي، هماغه کار خپله پېشه وگرځوي، د وخت په تيريدو په خپل مسلک کي ماهر وگرځي د کابل په اصطلاح حکومت واکمن په دا دولسو کلونو کي د اختلاسونو، رشوت او لوټماريو تر څنگ پاخه سياست بازان ور څخه جوړ شوى د لومو ايښودلو او د پاک زړو مسلمانانو را ښکيل کول ئې دود او دستور جوړ شوى د يرغلگرو ناروا او وحشيانه يرغل پدا رنگه غلطه او له شرمه ډکه توگه توجيه کوي چي هر عاقل انسان ور پورې خاندي، د غلامۍ په ځغاست کي په منډو سر دى د خپلو وحشي بادارانو نظر د ځان وخوا ته را اړول غواړي.
دا مسابقه د را روانو ټولټاکنو په را نږدې کيدو سره پوره اندازه زور او قوت موندلي، چا د امريکايان او انگريزان له لمن کلک نيولي لدې لارې منزل مقصود (د ارگ په گدۍ) ناسته او تکيه کول غواړي، روا، او ناروا اصلاً ور ته مطرح نده وينو، گورو او اورو چي همدا ماډل کسان په ډيره بې شرمۍ او بې حيايۍ سره د نيواکگرو قواوو په پاتې کيدو ترکيز او ټينگار کوي، د دوى لپاره دا له ذلته ډک ژوند، د شرم او عار خبره نه ښکاري هغه يو متل دى چي وائي (شرم وغورځوه خوشحال گرزه) د نيواکگرو په خدمت کي د ولاړو کسانو لپاره څه چي مهم دي هغه دا چي د خپلو وحشي بادارانو په موجوديت کي څه وخت نور هم خپلو جناياتو ته ادامه ورکړي، نور خو ئې هر څه وخوړل د ملت هډوکي شپېلول پاتې دي چي هغه هم د يرغلگرو په موجوديت کي سر ته ورسوي د استعمار په خدمت کي د پرتو هېواد پلورونکو د ژوند هر اړخ له فساده ډک دى که ژوند باقي وو کړي جنايات به ئې پر مخ را وه ايستل شي داسې څه به پکي وگوري چي راتلونکي نسلونه به ئې پرې خجالت وي.
د مزدورو څېرو هر کرکتر ځانته، ځانته فاجعه راوړونکي کارنامي لري چي په اوريدو سره ئې سړى هک پک پاتې کيږي، ښاغلى!!! کرزي په سياست کي په يوه نوي ابتکار لاس پوري کړى که وويل شي چي دا په سياست کي نوي باب دى مبالغه به نوي شوي کرزى غواړي له ټولټاکنو څخه مخکي لويه جرگه جوړه او دايره کړي، کرزى وائي دا جرگه به دنده ولري له هغو يو درجن کانديدانو څخه چي د ولس مشرۍ لپاره ئې ځانونه کانديدول غواړي په دوه يا درې کسانو گوته کيښودل شي او د کانديدو وړ کسانو په توگه به ولس ته ور معرفي شي پاتي کسان به د کانديدو له حقه محروم وگرځول شي د کرزي دا فرمول که عملي شي د خپل ورور قيوم کرزي لپاره چي د ولس مشرۍ لپاره يو له کانديدانو څخه شميرل کيږي، لوي خدمت کړى وي.
زمونږ درانه لوستونکي د دا رنگه فرمايشي جرگو په کيف، کان او بې ماهيته ماهيت باندي ډير ښه پوهيږي، هغه کسان دا رنگه جرگو ته لار پيدا کولى او ورتلى شي چي د دربار او درباريانو په خدمت کي وي، دا جرگه به د واکمنو په مشوره او هدايت باندې جوړيږي، تطميع او مادي ورکړه يو حتمي سوال دى ارادې ئې دپيسو په ورکړه ترې اخستل کيږي او ځان خپل منزل گاه ته پرې رسوي.
د کرزى جوړه کړى خيالي دنيا به له زياتو ننگونو او گواښونو سره مخ شي که چيرې د دوى يرغلگر باداران پښه ور وړاندې نکړي کرزى ته د ځغليدو زمينه مساعده شي نه باور کيدونکي مشکلات به را منځته کړي، ډيرې کانديدان به ددې طرحې عملي کيدل خپله سياسي ځان وژنه وبولي.
د افغان په تاريخ کي لويه جرگه له دوه درې مواردو پرته د حکامو لخوا د خپلو شخصي گټو د خوندي ساتلو په منظور ئې د خپلې خوښې کسان را بللي او څه ئې چي زړه غوښتي هماغه ئې د همدغې جرگي پواسطه عملي کړى دي.
فکر نه کيږي چي کرزى به لوى وړ يو شړۍ جوړه کړي، لوبه، به د هغه کس په گټه تماميږي کوم چي د امريکا او انگريز لپاره د خدمت او چوپړ گرۍ په تول پوره وي.
د استعمار په چوپړ کي واقع کسان بايد دا خبره د زړه په غوږونو واوري او د يوه واقعيت په توگه يې تسليم او ومني او هغه دا چي ځورول شوي او دريدلي ملت د دوى په شاني د استعمار په ځولۍ کي ندى بى خوده شوى او نه ئې ډالرو ضميرونه ور وژلي، دا دولس کاله پوره کيږي چي ملت د نيواکگرو او د هغوى د غلامانو د وحشت او دهشت له کبله له سختو ستونزو او کړاوونو سره لاس او گريوان دى، په اسلام او آزادۍ مين ملت د دوى ټول ناروا کړه وړه په دقت سره څاري د ځوانو نجونو او ښځو ټولى، ټولى امريکا او اروپائې هېوادونو ته دسيل او چکر لپاره استول د اسلامي حدودو پايمالول، د تلويزيونونو له لاري د ځوان نسل د گمراه کولو په منظور مبتذل پروگرامونه چلول د لوڅ او بربنډ فلمونو او سريالونو د ښودلو او نشرولو مسابقه هر با درده انسان ځوروي، د حکومت په چوکاټ کي د خاينينو بدمعاشي د مظلوم افغانانو لپاره ژوند سور اور گرځولى، د دولت په چوکاټ کي داسي اداره موندل گران کار دى چي په فساد کي غرقه نه وي.
نو دا قسم کسانو ته ووټ (رايه) ورکول د فشار د تائيد په معنى دى بايد د مفسدينو له تائيد څخه ځان لرى وساتو، تر څو د اشغالگرو لاسونه نوي ور لنډ شوى د پاکو او سپېڅلو ټاکنو امکان له سره موجود نه دى تر څو پورې چي نيواکگر موجود وي نه د کرزي ابتکارانه!!! وړانديزونه په درد لگي او نه هم بل کوم طومار، په هره طريقه چي کيږي نيواکگر به خپل باوري او د اعتماد وړ کس د جمهوري رياست!! په گدۍ نصبوي، امريکا او مؤتلفين به ئې هغه شخص چي ددوى گټې خوندي وساتي هماغه به کاميابوي.
مگر حالات بدل ښکاري، د روان جهاد زور او قوت دښمن په خپله حتمي ماتې او ناکامۍ باوري کړي، پدې خبره پوهيدلي چي وحشت، دهشت او عامه وژنې د افغان مجاهد ولس پخى ارادي نشي ور ماتولي، افغان خاوره د يرغلگرو د غرقولو يو داسي گرداب دى چي هيڅ يرغلگر په سمه ندى ترې وتلى فوځي قافلې ئې پکې غرقې او ورکى شوي، په ځوړ سر او ناکامۍ سره ئې د تېښتې لار غوره کړى، امريکا او مؤتلفين ئې له همدا رنگه حالت او وضعيت سره مخامخ دي، نښې نښانې ښيي چي امريکايي او ناټو فوځيان پښې ايستل غواړي، پدې هڅه او کوښښ کي دى چي ځانونه وباسي.
کوم څه چي د خاصي توجه او دقت وړ دي هغه دا چي سي، آى، اى او انگليس جاسوسي شبکي د خپلې ماتې غچ او انتقام د سياسي لوبې له لاري واخلي، خپل روزل شوي ماسک اغوستې ايجنټان د مسلمان په نامه له داسي لارو را منځته کړي چي په ظاهر صورت ئې عامه وگړي تير باسي داسي لوبې ته ئې را مخته کړى چي د مسلمان په نامه د نه جبره کيدونکى فاجعو باعث وگرځي او د جهاد مقدس نامه ته داسي ضربه ورکړي چي تاوان به ئې ډير دروند او له جهاد سره د ملت تړلې هيلې او اميدونه به خداى جل جلاله مکړه له خاورو سره خاورې کړي، همدلته ده چي دا دروند بار منزل مقصود ته رسول د هر با درده او با درکه مسلمان دنده او وظيفه جوړيږي چي د ايمان په حکم او تقاضا آرام پريږدي د خپل توان په اندازه پدې هکله مسئولانه قدم پورته د ملت د يو موټې کولو په باب کار وکړي، دا دروند مسئوليت ادا کول ولو که د هر مسلمان ايماني دنده ده خو تر ټولو نه ستر مسئوليت د جهادي ځواکونو لکه حزب اسلامي او د طالبانو تحريک په غاړه دي که د دواړو جهادي تنظيمونو فرعي مسايل شاته وغورځول، خبره او عمل ئې سره واحد شول د دښمن دسايس به له عمل څخه مخکي ور خنثىٰ کړى شوي وي، همدلته ده چي د تور زړو دښمنانو ناولى اميدونه به له خاورو سره خاوري شي، پدې باب لږ غفلت د لرې نقصان باعث گرځيداى شي، ملت څه چي د امت سترگې د روان جهاد کاميابي ته پاتې دي، اتحاد، وحدت او يووالي دى چي دا آرمان پوره کولي، دردونه او مشکلات ختمولى د اسلامي نظام په برقرارولو سره د استعمار د ناکردو او ظلمونو له لاسه ځپل شوى ملت د شيرازۍ او سوکالۍ منزل ته رسيداى شي.
يو ځلې بيا بايد ووايم چي د سختى آزموينې او امتحان وخت دى د ملت د اميد سترگې همدا جهادي ځواکونه دي خوش نصيب او نيکمرغه به هغه څوک وي چي پدې لار کي لومړى قدم پورته کړي.